د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

دشمالي ټلوالې پردی مخ او دجګړې تابيا

pattang
13.11.2012

په ډنډ شمال ولايتونو کې ټلواله د۲۰۱۴ ورسته کورنيو جګړو ته تابيا نيسي:

د۲۰۱۴ کال وروسته چې نړیوالو ځواکونو د هېواد څخه دوتلو مهال ویش ټاکلی ورسره سم په هېواد دننه دغې پریکړې په روان اقتصادي،سیاسي او ټولنیز وضعیت فوق العاده تاثیر اچولې او اند ډيری پانګوالو خپلې دسرمایې زیاته برخه دهېواد څخه وباسي چې له امله یې اوسمهال دپخوا په پرتله ډيری خلک دخراب اقتصادي حالت سره لاس او ګریوان دی.
واشنګټن پوست اخبار دیو افغان ماشوم چې دتورخم - کابل په لویه لاره په لاره بهرنیو ځواکونو په سل ګونه اکمالاتي لارۍ ددغې لارې څخه تیریږي یو ماشوم دغه کسانو باندې پیپسي او اوبه خرڅوي او دهمدې لارې خپلې کورنۍ ته ډوډۍ پيداکوي، دغه اخبار لیکلي چې داوسمهال دبهرنیانو شتون سره په لکونو کسانو ته کار زمینه برابره شوې ده خو دبهرنیانو په وتو سره به دغه ټول خلک بې کار او دژوند سختو شیبو سره به مخ شي.
ددې ناخوالو سره سره دسیاسي چارو کارپوهان،کورنۍ او بهرنۍ رسنۍ او اند بشر حقونو هم د۲۰۱۴ کال د وروسته په هېواد کې دکورنیو جګړو اندیښنې څرګندې کړي او خدای مکړه یوځل بیابه په هېواد کې تیره لسزیزه تکرار شي.
په همدې موخه شمالي ټلوال چې په راس کې یې مارشال،عبدالله عبدالله، بسم الله خان، امرالله صالح او په ښکته کچه قوماندان الماس ،امان الله ګذر او جنرال جرات د۲۰۱۴ کال دکورنیو جنګونو او په دې ویره چې یوځل بیا طالبان واک تر لاسه نه کړي دشمالي ولایتونو په ډنډ چې دوی یې (ډنډې شمالي) بولي چې پکې دکاپیسا،پروان او دکابل ځینې برخې پکې شاملې دي غواړي دغه سیمې یوځل بیا دخپلو موخو او نورو قومونو د ځپلو په موخه دجګړې دلومړیو لیکو په قطار کې راولي، په همدې موخه دټلوالې غړو دکوچیني اختر راپدېخوا یې په سیمه کې تراوسه په سل ګونه کسانو ته سپکې او درندې وسلې دهمغه پخواني ټوپک سالارۍ دسیستم له مخې ویشلي دي.
د پروان ولایت دغلام علیو ولسوالیو دموسی کلاء یوتن اوسیدونکي عیسی په نوم یوتن وویل چې دلوی اختر څخه لس ورځې دمخه دقوماندان امان الله ګذر همغه پخواني سرګروپان موږ ته راغلي و او غوښتنه یې کوله چې دموسی کلاء کې کسان مسلح کړي او دوی ادعاء کوله چې د۲۰۱۴ کال وروسته بیا طالبان کابل نیسي او موږباید دهغوی په مقابل کې په میړانه دتیر په څير مقاومت وکړو خو عیسی وایي داچې په دغه سیمه کې پښتانه اوسیږي نو داسلحو اخیستلو یې تراوسه ډه ډه کړېده.
عیسی وایي چې د ټلوالې کسانو په رباط،حیصه اول او حیصه دو دکاپیسا، چهاریکار، جبل سراج،جهرچي،پيتاوه، دقره باغ په ځینو سیمو، کلکانو او داسې نور سیمو کې همغه پخواني ټول سرګروپان یې مسلح کړي دي.
درباط کلا یوتن اوسیدونکی جمعه ګل وایي چې حاجی الماس کسانو هم د دوی څخه غوښتنه کړې چې ځانونه مسلح کړي ترڅو یوځل بیا دکورنیو جګړو پرمهال نور قومونه له منځه یوسو. او دخپلې سیمې دفاع وکړي.
د کلا نصرو اوسیدنکی باقی خان وايی چې دټلوالې کسان دخپلو کسانو دمسلح کولوپراساس غواړي چې د۲۰۱۴ کال دمخه یو بل ستر هدف چې په سیمه کې پښتون میشتې سیمې چې ځینې کسان یې داسلامي حزب پورې تړاو لري لمنځه یوسي چې پدې صورت کې به میدان ورته خالي شي.
باقي خان وایي چې دباګرام هوایي ډګر ترڅيرمه چې دحاجی ذال په ۳۰ جریبه ځمکه کې جوړ شوې شرکت چې دایساف ځواکونو ته به یې هرډول امکانات لیږدول ددې دمخه به دټلوالې یاد قوماندانانو به د دوۍ څخه دباج په توګه تر(۵۰۰۰۰) زردو ډالر دمیاشتې اخیستې خو داچې دلوي اختر څخه درې ورځې دمخه دیاد شرکت مسولینو دپیسو ورکولو څخه ډه ډه کړې وه دهمدغو غیرقانوني مسلحو ګروپونو لخوا یاد شرکت په مرمیو و ویشتل شو او ټول شرکت وسوځيدو چې ددغې شرکت څخه اوس هم لوګي پورته کیږي.
باقي خان وايي چې دپروان والي چې همدغې کړیو مهمه برخه جوړوي په سپین سترګۍ یې وویل چې دغه شرکت دکلا نصرو دسیمې څخه ویشتل شوی داچې کلا نصرو کې پښتانه اوسیږي نو والي په لوی لاس غواړي پښتانه تر فشار لاندې راولي او والي پخوا هم په باګرام باندې دتوغول شوو توغندویو مسولیت دپښتنو په غاړه اچولی و.
دقره باغ یوتن اوسیدونکي چې دنوم ښودلو څخه یې ډه ډه کوله وویل چې دټلوالې لخوا مسلح شوي سرګروپان دهرې جمعې په ورځ دمارشال،بسم الله او امرالله صالح په کورونو کې منظمې ناستي لري او دهمدغو سرګروپانو لپاره منظمې تنخواوي او اکمالات ورکول کیږي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more