د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

کله مو خپله ادکه پوښتلي چې پښې یې ولي درد کوې ؟!!

رښتینی
08.11.2012

دمور په رحم کې ماشوم په داسي اوبو کې ژوند کوې چې په هغو کې تورشې او ملوحه خوراز یات وې ، ځکه په دي سره د جنین ثقل یوڅه کمیږې ، په دي ځای کې ماشوم ته روزي دهغه د نو (ناف) له لارې رسیږې اودلوی څښتن په قدرت سره له همدي لاري دمور له بدن نه ده ته کامله غذا اوپوره خواړه رسیږې ،

که فرضا چرته مور خپل خواړه کم کړې بیا هم دجنین په خوراک هیڅ اغیز نه کوې او هغه ته خپل خواړه پوره رسیږې ، ځک دمور په بدن کې لوی څښتن داسي غدي تخلیق کړې دې چې کله مو ر دحمل په مهال عادي خواړه کم کړې نو دا غدي یې غاښونه او دبدن هډوکي ویلي کوې او له همدي لاري جنین ته خوراک ورپوره کوې !! نو ځکه د عمر په تیریدلو سره د میندو غاښونه کمزوري ، او په پښو او هډونوکې یې دردونه پیداشې او خلک وایې : .... ښځه ډیر کمزوری شی دی .... له نارینه مخکي زړه او کړوپه شې ، خو دي ته یې پآم نشته چې هغي دبدن هډونه ستا د نما او ودي له پاره ویلي کړې دې !!!

که هر انسان په دي حقیقت پوهیدلی هغه به هک حیران و چې خپلي مور ته څنګه دهغي د زحمتونو بدل ورکړې ؟!! او همدا وجه ده چې دخدای پیغمبر صلي الله علیه وسلم چې دمور او پلار دحقوقو دلومړیتوب په اړه وپوښتل شو هغه دری ځله ورته وویل : موردي مخکي کړه ! مور دي مخکي کړه ! مور دي مخکي کړه !
او څلرم ځل یې ورته وویل : او بیا پلار .

خدایه ! ز ما ګرانه ادکه او خوږ پلار وبښه
او دټولو مومنانو مندي او پلرونه وبښه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more