د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

د جهالت یوه بله نومونه

مومند
06.11.2012

سلامونه او نیکی هیلی
د جهالت یوه بله نومونه، ګورئ چی پښتنو د پښتنو سره څومره ډښمنی کوی او په څه څه ډول یی ځوروی.

((د روغتیا د نړیوالې ادارې له یوې تازه څیړنې سره سم پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ناروغي به تر هغو په پښتنو کې ختمه نه شي چې دا د نړۍ بیوزله قوم د واکسین پر اهمیت نه وي پوهول شوي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې په پاکستان کې له یوې سروې سره سم، چې له ۱۰۱۷ داسي میندو او پلرونو څخه د پوښتنو پراساس شوې چې کم عمره ماشومان لري، په سلو کې ۴۱ هیڅکله د ګوزڼ د واکسینو په اړه کومه خبره نه ده اورېدلې او په سلو کې یوولسو ویلي چې دوی قصداً نه دي غوښتي چې ماشومان یې د ګوزڼ پرضد واکسین شي.

د روغتیا د نړیوالې ادارې د سروې له نتیجې سره سم - چې د دې سازمان د نومبر په خپرونه کې چاپ شوې ده - سره له دې چې پښتانه د پاکستان د ټول نفوس په سلو کې ۱۵ تشکیلوي،په دغه هیواد کې په پولیو یا ګوزڼ د اخته کسانو په سلو کې ۷۵ مورده له پښتنو سره تړاو لري. د شتمنو خلکو ماشومان خوندي دي ځکه چې د پولیو ویروس د بیوزلو په سیمو کې ژر خپرېږي.
د روغتیا د نړیوالې موسسې په راپور کې ویل شوي، د ګوزڼ ناروغي د ګاونډي افغانستان په پښتنو کې هم له منځه نه ده تللې. په راپور کې ویل شوي چې اکثره طالبان هم پښتانه دي او هغوی عموماً واکسینران په مرګ تهدیدوي. د سږکال په جولای میاشت کې په کراچۍ کې هم دوه واکسینران ووژل شول. د کراچي په پښتني سیمو کې طالبانو زیات نفوذ کړی دی.

د پښتنو په منځ کې داسي اوازې خپرې کړای شوي چې واکسین د میندو د وچیدو سبب کېږي)).

په درناوی

مومند


طالب ISI
09.11.2012

هر څه دې یو ه هدف لپاره جوړیږي.
د طالب د جوړیدو هدف د پښتون تباهي ده.


pattang
09.11.2012

داخبره خو داسې غوڼډاری دی لکه دچرسو له دوکانه !
طالب خو يوځې اوس ندی جوړ شوی ، هغه ١٠٠٠ کاله پخوا جوړ شوی
د وطن په ازادي کې يې هر وخت قرباني ورکړې چې يو مسال يې روښانيان او بل يې
دا اوس دی !!

[quote:c1269ff121="shaheer"]هر څه دې یو ه هدف لپاره جوړیږي.
د طالب د جوړیدو هدف د پښتون تباهي ده.[/quote:c1269ff121]


مومند
09.11.2012

تاوده سلامونه او نیکی هیلی
شهیر صیب
تاسو بلکل رښتیا خبری کوی خو دلته رښتیا ویل جرم دی ځکه چی پتنګ ورور دلته ناست دی او که د طالبانو په خلاف څوک څه ولیکی نو بیا پتنګ ورور ورسره ګوری او د چرسی او لندغړ نوم ورباندی ایږدی.
شهیر وروه دلته چی راځی او څه لیکی نو:

((وران کار به ودان ګڼې دلته که اوسيږې ته
حق ويل به زيان ګڼې دلته که اوسيږې ته
ورځې ته به شپه وايې چا که ورته شپه وېلې
تور په به سپين شان ګڼې دلته که اوسيږې ته
هيڅوک ملامت نه دي وران که ټول کارونه شي
خپل قسمت به وران ګڼې دلته که اوسيږې ته
ټيټ خلک به جګ ګڼې ناست که په جګ ځای کې ؤ
ځمکه به اسمان ګڼې دلته که اوسيږې ته
هر چا چې هر څه ويل ته به صفتونه کړې
هر يو به لقمان ګڼې دلته که اوسيږې ته
ارواښاد ګل پاچا الفت))

په درناوی

مومند


مومند
09.11.2012

یو ځل بیا سلامونه
پتنګه وروره
زه دلته تاسو سره د روښانیانو په هکله څه معلومات شریکوم او بیا تاسو نه غواړم چی ماته روښانه کړئ چی د طالبانو کوم یو حرکت او کوم یو عمل او وینا د روښانیانو د اعمالو او کړنو سره یو دی. تاسو هیڅکله نشی کولای چی د طالبانو مقایسه د روښانیانو د غورځنګ سره وکړئ.

((دروښاني غورځنګ لنډ ه پيژ ندګلوي
ميا روښان ( بايزيد ) د عبدالله زوی او د شيخ محمد لمسی په ١٥٢١ ميلادي کال د پنجاب په جالندر نومي سيمي کي وزيږيد او په ١٥٧٥ ميلادي کال د ننګرهار ولايت اړوند سيمه کي د خپلواکی غوستني په يوې جګړې کي و وژل شو. نوموړي په سيمه کي د خپل مهال تر ټولو اغيزمن سياسي، عرفاني، ادبي او اصلاحي خوځښت پيل کړ، چي پيړۍ پيړۍ يې د اولسونو ملاتړ د ځان سره درلود. روښاني غورځنګ د روښان پير له خوا پيل شو . د دې غورځنګ سياسي مبارزې يوه پيړۍ په پر له پسې توګه د جلالدين د روښان زوی، حداد د عمر زوی ، عبدالقادر د حداد زوی او کريمداد د جلالدين زوی تر مهاله پايښت وموند. د سياسي خپلواکی غوښتلو دا غورځنګ د روښان پير او جلا الدين اکبرد واکمنی پر مهال پيل اود دې غورځنګ ورستی سياسي لارښود کريمداد و چي د هندي واکمن شاجهان په وړاندي يې د خپلواکی ساتلو د مبارزې ډګر تود ساتلی وو.
د عرفاني او ادبي پلوه د روښاني غورځنګ اغيزي يوازي په هغو پيړيو او د روښاني واکمنی په سيمو کي محدودي پاتې نه شوې، روښان پير د پښتو ليکدود او پښتو ادب د پراختيا او ودي لپاره ځانګړي لاري چاري پيل او د پلي کولو لپاره يې بشپړه ژمنتيا درلوده. د روښان پير په زيار د خير البيان ليکل شوی کتاب نه يوازي دا چي د هغه پير د نصايحو او هدايتونو له اړخه ارزښتمن دی بلکي د پښتو ليکدود او پښتو ادبي نثره دتر ټولو پخوانی بيلګي په توګه خورا مهم ګڼل کيږي. د روښاني نهضت ارزښت د عرفاني او تصوفي اړخه لا زيات دی، د دې نهضت لارويان له هم هاغه پيله بيا تر اوسه د عبادت او رياضت ځانګړی لاري او طريقې لري چي په هند ، اوسني پاکستان او افغانستان کي پيروان لري. په سيمه کي د تصوف د بيلا بيلو ټولګيو څخه يوه مهمه ټولګی همدا روښاني طريقه ده چي رياضت او عبادت يې د نورو صوفيانه طريقو په څير د اعتدال خوښونکي او د هر ډول بنسټ پالني او سخت دريځی نه پرهيز کوي .روښاني نهضت د همدې ځانګړنو پر بنسټ د زياتو څيړونکو او محقيقينو د پام وګرځېدلی او د څيړلو لپاره يې زياتو بهرنيو او کورنيو څيړونکو زيار ايستلی دی. د ناوروي ، فرانسې ، پخواني شوروي ، هند ، پاکستان او زيات شمير نورو هيوادونو ليکوالو د خپلو ليدلورو سره سم د دې نهضت څيړنه او پلټه کړېده.ځينو دا نهضت يو تصوفي او عرفاني خوځښت ګڼلی ، خينو بيا د خپلواکی د يوه غورخنګ په توګه ياد کړی ، يو شمير يې د اصلاحي او کلتوري خوځښت په توګه يادوي))

پتنګ ورور! اوس ما ته ووایه چی طالبان د پښتو او پښتنو د لیکدود او ادبي پلونو پرمختګ لپاره څه خدمت کړی دی؟
روښانیانو غورځنګ اعتدال خوښونکي او د هر ډول بنسټ پالني او سخت دريځی نه پرهيز کوي او طالبان سخت دریزه او په هیڅ کار او عمل کی اعتدال په څخه کار نه اخلی.
د روښانیانو غورځنګ د اصلاحي او کلتوري خوځښت په توګه يادیږی، تاسو ماته ووایاست چی د طالبانو ډل په افغانستان کی کله چی دوی په هیواد کی واکمنان وّ د افغانانو لپاره کوم داسی اصلاحی او یا کلتوری کار کړی دی چی د افغانانو ژوند باندی مثبت اغیزه ولری؟
تاسو ماته یوه کتاب او یا کومه علمی څیړنه وښی چی ملا عمر کړی وی او یا لیکلی وی. طالبان د زده کړو، ښوونځی او کتاب او قلم سره دښمنی لری نو ځکه دوی به هیڅکله د یو علمی او یا کلتوری او اصلاحی غورځنګ سره مقایسه او یا په نوم یاد نشی. د طالبانو کلتور د ټوپکو او ځان مرګو او سوزولو او وژلو کلتور دی او بس. نو د هغه وخت روښانیان د دغه وخت طالبانو سره ډیر توپیر لری وروره. روښانیان یو سياسي، عرفاني، ادبي او اصلاحي خوځښت وّ او طالبان یوازی یو جنګی ډله ده.

په درناوی

مومند


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more