د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

دډېورند دکرښې منل غندو اومونږ يې نه منو !

pattang
29.10.2012

دډېورند دکرښې منل غندو اومونږ يې نه منو !
وروڼو !
انګليس اوا مريکا چې په حقيقت کې د يوو پلار زامن دي غواړي چې په
د ډېورند کرښه په خپل لاسپوڅي رژيم دپاکستان دخوشالي لپاره قبوله کړي پر
دې هيله اوا ميد چې خپل ګوډا ګی انتي اسلامي رژيم په افغانستان کې ټينګ
کړي اوازادي غوښتونکي حرکتونه له پښو واچوي او مړه يې کړي !
سر بېره پر دې په داخل د افغانستان کې اوزبک، تاجک ، هزاره کامونه او خرڅ
شوي پښتانه د اشغالګرو دداسې يوې مفکورې او عمل پلوي کوي !
ډېر امکان لري چې کرزی، رشوتخواره بې کاره او جاهل ملګرې يې د خپلو
اقتصادي ګټو لپاره دغه معاهده نوې لاسليک کړي !
+++
زماغوښتنه داده چې ټول هغه افغانان چې د ډېورنډ د کرښې د لاسليک مخالفت
کوي خپل لاسونه سره يو کړي او دا عمل ګډ وغندې اودغه د کالوني د وخت
د پښتنو وېش هيڅ قبول نکړي او رد يې کړي ٠
- د يوو ايتنيک خپل سري وېشنه د اشغال ګرو قواوو له خوا غيرې قانوني ده .
- دډېورند د کرښې منل د کالوني د وخت کارونو او کالو نييل اشغال او پرېکړو
ته قانوني شکل ور کول دي !
- ديوو مملکت او خصوصا بيا ديوو ايتنيک دکالوني دوخت وېش په ټوله نړۍ کې
غيرې قانوني ګڼل شوی دی .
- د ډېورنډ د کرښې منل د حق او عدالت ماتې او د ظلم برياليتوب ښکاره کوي .
( پردې برخه کې عثمان ترکي د (وين ) او ( جينيوا) کو ن وينڅيونونه
تړلي او ياد کړي يې دي او ښه څېړنه يې کړې ده )

که څوک غواړي دلته دې خپل e.mail وليکي :
**
pattang@web.de


پتوال
07.12.2012

zwakman@hotmail.com

کور دې آباد او بچي دې لوی شه پتنګ جانه، هغه وخت چې زه په خپل یو نیم میاشتیني سفر بوخت وم او ما هلته انټر نټ
ته لاسرسی نه لرۀ ، تا دغه لیکنه کړې ، ما اوس ولیده !
نو د عثمان ترکي اړونده لیکنه د ایمیل په پورتنۍ پته راواستوه !
مینه ، نېکې هیلې او سلامونه !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more