د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

ای ايس ای څنګه له افغانانو خپل غچ واخيست ---وروستۍ برخه

طالب ISI
25.10.2012

www.taand.com

ای ايس ای څنګه له افغانانو خپل غچ واخيست
| جمعه, 19.10.2012, 10:57 AM | (1981 لیدل شوی)

بريګيډېر( ر ) سيد ارشاد احمد ترمذي.

ژباړه: سيدشاه سقيم

هغه وخت چې روسي سرتېري د افغانانو پر وطن ور وختل پاکستان يې له سختو اندېښنو سره مخ کړی وو. له يوې خوا د پاکستان ملي امنيت له ګواښ سره مخ وو او له بلې خوا يې بايد خپل دفاعي ځواک هم تر هغې کچې پياوړی کړی وای چې د افغانستان له خوا پر دوی د روسانو د احتمالي بريد وېره يې د دوی له زړونو ايستلې وای. دا خو تر لمر سپينه خبره ده چې په نړيواله کچه يو زورور ځواک پر يو کوچني هېواد يرغل کوي نو د اشغال شوي هېواد ګاونډی خو بايد هره ساه په احتياط واخلي.هر شېبه به يې اړخ سوځي ځکه هره شېبه ورباندې د بريد امکان وي. هغه وخت پاکستاني چارواکي پرته له دې چې په افغانستان کې له مېشتو روسي سرتېرو ډارېدل بلکې پاکستان ته دميليونونو افغان کډوالو ورتګ هم سخت ورېرولي وو ځکه پاکستانيانو فکر کاوو چې د افغان کډوالو په مېنځ کې به د افغانستان د استخباراتي ادارې ( خاد ) کارکوونکي هم خامخا پاکستان ته ننوتي وي. دا اندېښنه يې پر ځای هم وه ځکه چې هغه وخت مونږ ډېر داسې کره راپورونه هم ترلاسه کړي وو چې وو چې ګواکې د خاد زښت زيات کارکوونکي د افغان کډوالو په مېنځ کې پاکستان ته راغلي دي. چې بايد مونږ يا خو نيولي وای يا مو بېرته راستنېدو ته مجبوره کړي وای. به دې سربېره هغه وخت مونږ دځينو اروپايي مرستدويه موسسو تر سخت فشار هم لاندې وو. دغو موسسو له پاکستان څخه افغان کډوالو ته د سرپناه، روغتيا او خوراکي توکو د پاره مرکزونه جوړول غوښتل. هغه وخت زمونږ د پاره د خپل دوست او دښمن پېژندل ډېر ضروروي وو خو هېواد ته د راغليو دښمنانو کړنې څارل او د هغوی مخه نيول تر هغه هم اړين وو.

په هغو شپو ورځو کې مونږ په دې اخته وو چې څنګه له راپېښو ستونزو څخه هم ځانونه خلاص کړو او هم تاواني نه شو چې يوه ورځ خبر راغی چې په کابل کې د پاکستان د (ايير اتاشي) د دفتر يو کا
جنرال اختر عبدالرحمن
رکوونکی له پاکستانيت څخه بې زاره شوی دی، له افغان حکومت سره يې لاره يوه کړې او په افغانستان کې يې سياسي فناه هم اخيستې ده. په کابل کې زمونږ سفارت راته وويل چې مونږ څو واري د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ته ويلي دي چې زمونږ دغه کارکوونکی تښتول شوی خو خبرې ته مو څوک غوږ نه نيسي. بيا زمونږ سفارت له افغان چارواکيو څخه وغوښتل چې له ور اوښتي پاکستاني سره دي زمونږ د سفارت يو کارکوونکي ته د ليدو اجازه ورکړل شي. په کابل کې د پاکستان د سفارت تر بيا بيا هڅو وروسته افغان چارواکيو ومنله چې د پاکستان د سفارت يو کارکوونکي ته به اجازه ورکړي چې له ور اوښتي پاکستان سره وويني. زمونږ سفارت له بدلاري شوي پاکستاني سره د لېدنې د پاره خپل دويم سکرټر وټاکه. هغه ويل کله چې زه ورغلم نو هلته په يوه کوټه کې د مېز شاته هماغه بدلارې شوی پاکستانی کښېنول شوی وو. ښۍ خواته يې دوه افغان او چپې خواته يې دوه روسي افسران ناست وو. څنګه چې زه کوټې ته ورننوتم نو پرته له کوم روغبړ څخه هغه پاکستاني افسر خبرې پيل کړې. کټ مټ تا به ويل يو ثبت شوی پيغام راته اورول کېږي.

(( زه نور له پاکستانيته بې زاره يم.په خپله خوښه له دغو خلکو سره يو ځای شوی يم او دلته مي سياسي فناه اخيستې ده......))

زمونږ ورغلي ډيپلوماټ ته له خپل پاکستاني سره هيڅ د خبرو کولو اجازه نه وه ورکول شوې او د هغو د خبرو تر اورېدو وروسته بېرته را ايستل شوی وو.

هغه وخت صدر صاحب (ضياءالحق) د ( ای ايس ای ) مشر جنرال اختر ته وويل چې تاسي د دغې پېښې پلټنې وکړئ. او وروسته له افغانانو څخه خپل غچ واخلئ. جنرال اختر ماته پسې وويل چي د دې په بدل کې ته د افغانستان له سفارت څخه يو کس را وتښتوه يا يې اړ کړه چې له افغانيت څخه بېزاره شي. په دې اړه تر ډېرو خبرو او مشورو وروسته چې زه د جنرال اختر له کوټې څخه راوتم نو جنرال صاحب راته وويل:
Take your Time. Don’t kill him.

که څه هم مونږ وار له مخه د افغانستان د سفارت زيات کارکوونکي سم پېژندل خو بيا مو هم ځان ته د دوی په مېنځ کې يو سم برابر ښکار لټاوو. ما د افغانستان د سفارت په شاو خوا کې د مېشتو پاکستاني ځواکونو له قومندان سره هم ډېرې سلا مشورې وکړې او په افغان سفارت کې مي ورته د يو برابر ښکار د لټولو دنده ور وسپارله.

تر دې څو ورځې تېرې شوې وې او مونږ لا ښکار هم نه وو په ګوته کړی چې له هندوستان څخه د هند وتلی سندرغاړی جګجېت سينګ او د هغه مېرمن چترا سينګ پاکستان ته راغلل. په اسلام اباد کې د هند سفارت د دوی د پاره يوه مېلمستيا کړې وه او ما بايد د خپلې دندې په خاطر چې هرڅنګه وای په دغه مېلمستيا کې برخه اخيستې وای. هلته مي بايد ورغلي ټول مېلمانه ليدلي وای، د هندوستان د سفارت کارکوونکي او د هغوی اجنټان مي ليدلي او څارلي وای او کېدای شي څه نوي چلونه مي هم ورڅخه ‎ زده کړي ‎ وای. خو هرڅنګه چې وه له نورو مېلمنو سره يو ځای زه هم وتوانېدم چې په هغه شپه د هند سفارت ته ننوزم.

دا يوه تشريفاتي غونډه وه. برخه وال يې زيات ځوانان وو خو د جګجېت سينګ په غږ مينو سپين سرو او سپين ږېرو هم برخه پکې اخستې وه. دځينو سفارتونو کارکوونکيو او ډيری پاکستانيانو هم ځانونه ورته را رسولي وو.سندري په درز کې روانې وې. خلک د موسيقي په درب او دروب او د جګجېت چترا په غږونو کې ورک وو خو ما سوکه سوکه د خلکو څهرې لوستې او د هغوی کړه وړه مي څارل.

د غونډې تالار ته څېرمه په يوه کوټه کې د شرابو پيالې وېشل کېدې. هندوو نجونو په ځانګړيو اداګانو او اندازونو مېلمنو ته شراب ورکول. په دغه کوټه کې د هند د استخباراتو ځينې کارکوونکي هم ښه په درز کې په خپلو چارو اخته وو چې ناڅاپه مي نظر د افغانستان د سفارت په ناظم الامور ( شارژدا پېر ) منصور احمد ولګېد.

نور بی

ای ايس ای څنګه له افغانانو خپل غچ واخيست --- دويمه برخه
| دوشنبه, 22.10.2012, 06:44 PM | (1076 لیدل شوی)

هغه په يو کونج کې په يوې وشنده پاکستانۍ نجلۍ لاس اړولی وو. نجلۍ سپېڅلې مالومېده او داسې ښکارېده چې نوې ځواني ته رسېدلې ده. د منصور بېخونده حرکوتونو او د نجلۍ ښآيست زه چندان نه کړم حيران خو له دې سره مي دستي په ذهن کې را وګرځېده چې مونږ د افغانستان په سفارت کې يو ښکار لټوو او د دې د پاره منصور احمد بېخي په تول پوره راته ښکاره شو. بس هغه لحظه مي په دې فکر کول پيل کړل چې څنګه بايد سړي ته کوهی وکينم او څنګه يې پړ مخې په کې وغورځم.

يو وخت د جګجېت سينګ سندرې ودرېدې خلک په دغه وفقه کې د پښو غوړولو د پاره په تالار کې يوه بله خوا ګرځېدل خو ما په منډه ځان هماغې پاکستاني نجلۍ ته ورساوو چې ليږ مخکې له افغان ډيپلوماټ منصور احمد سره ناسته وه.

زما تر رسمي پېژندنې وروسته هغې نجلۍ خپل نوم شازيه را وښود او راته وو يې ويل چې زه په راولپېنډۍ کې په يو مسافر وړونکي شرکت کې کار کووم. ما ژر ژر هغې ته خپل پلان ووايه. نجلۍ په لومړي سر کې ليږ وارخطا شوه خو وروسته يې راسره ومنله چې زما په خوښه به کار کوي. ما ورته وويل چې زه دي اوس د يو سفارت کارکوونکي ته ورپېژنم ته يوازې هغه ته ما خپل مشر ور وښيه او وروسته چې زه هرڅه وايم ته خالي هو هو کوه.

څو شېبې وروسته مونږ دواړو تر منصور پورې ځان ورساوو ما منصور ته خپل ځان ښاغلی ملک د ( اې بي سي ټرېول ايجنسي ) مشر ور وښود او چې وار شازيې ته ورسېد ورته ومي ويل چې دا له ماسره زما په دفتر کې کار کوي.

منصور ته چې مي وويل چې شازيه له ماسره په دفتر کې کار کوي بس نغده يې وليده. دستي يې له جېبه خپل ويزيټينګ کارټ را وکيښ ماته يې ونيو او راته يې وويل چې بله ورځ مي په خپل کور کې تاسي دواړه مېلمانه ياست. په دې خاطر چې زما زړه نور هم د ځان خواته ور مات کړي راته يې وويل چې زمونږ له سفارت سره دغه ستاسي په څانګه کې ښه کارونه شته که مونږ ستاسي شرکت ته درکړل دواړه به خوشحاله يو.

هغه وخت مي لا شپږم حس راته وويل چې ياره ماهی په خپله جال ته ننوت او ورسره سم مي خپل پاتې پلان هم بشپړ کړ. په دا سبا ورځ مي سهار وختي ( اې بي سي ټرېولنګ ايجنسي ) ته ځان ورساوو. د ياد شرکت مشر مي پوه کړ چې ما د پاکستان د عزت په خاطر يو چا ته ستا پر ځای خپل ځان ستا د شرکت مشر ورمعرفي کړی دی.

هغه بيا تر ما لا ډېر په پاکستان مين وو دستي يې راسره ومنله چې تر خپله وسه پورې به راسره مرسته هم کوي. اوس د هغه پر ځای زه د دوی د شرکت مشر وم. د ورځي به د څه وخت د پاره د دوی شرکت ته تلم او هلته به مي د ټيکټونو د ورکولو چلونه هم زده کول. په څو ساعته کې زما نوي ويزيټينګ کارټونه هم را ورسېدل. په دې خاطر چې منصور احمد ما په رښتيا د دغه شرکت مشر وبولي له ځينو مشتريانو سره مي د همدې شرکت د مشر په توګه غونډې هم وکړې. که څه هم دا کار ډېر سخت وو خو زما دنده وه دا ستونزې ګالل په ما فرض وو او ما هم اوږه ورکړې وه.

له نېکمرغه د منصور کور ته څېرمه د هغه يو ګاونډی پښتون زما د يو نږدې ملګري خپلوان وخوت. دغه پښتون هم له منصور سره ښه راشه درشه درلوده. يوه ورځ زه او پښتون دواړه د منصور کره ولاړو پښتانه هم زه منصور ته د ( اې بي سي ) شرکت مشر ور وپېژندلم. اوس نو د منصور دوی کره زما پښه نوره هم ورخلاصه شوه او څو ورځې وروسته د منصور سمه زړه ته ولوېده چې زه د ( اې بي سي ) شرکت مشر يم. او سمه يې راسره جوړه هم شوه. مونږ دواړه ښکاريان وو منصور غوښتل شازيه ښکاري کړي او زه بيا دې ته غلی وم چې څنګه شازيه هم د منصور له منګولو وژغورم او په خپله دی هم څنګه په دام کې ګير کړم.

ما د منصور د کورنۍ ټول غړي مطالعه کول د هغه او د هغه د مېرمنې د لېدو د پاره به همېشه د دوی کور ته ورتلم. په دغو دوستانه ليدنو کې ماته د منصور ټولې کمزورۍ رامالومې شوې او کولای مي شوای چې تر خوږ ګوته يې ونيسم.

منصور په کور کې ښه ژوند درلود. دوې لوڼې دوه زامن او يوه مېرمن يې درلودل. مېرمن يې ښه کليواله کورنۍ ښځه وه خو زه په دې هم وپوهېدم چې منصور په خپل هر کار کې د خپلې مېرمنې خبره مني. د منصور مشر زوی د منځني طب په يو کورس کې زدکړې کولې او کشر زوی يې په پېنځم ټولګي کې وو.

د منصور له خبرو څخه مالومېده چې شازيه يې له خياله نه ووزي. هغه به کله کله د ( اې بي سي ) دفتر ته راته او زړه يې غوښتل چې شازيه ښې ګپې ورسره وکړي.

يوه ورځ مي منصور ته سر سري ورياده کړه چې شازيه مي له دفتر څخه ايستلې ده. ويل يې ولې خير خو دی؟

ما ويل ځکه چې هغې د واده د پآره اوږده رخصتي غوښته.

دا يوازينی لاره وه چې زه شازيه له منصور څخه وساتم په داسې حال کې چې هغې ته مي په يو بل مسافر وړونکي شرکت کې دنده ورپيدا کړې وه.

سوکه سوکه مي شازيه له منصوره بېله کړه.

دا د منصور او د هغه د مېرمنې پر وړاندې زما يوه روحي جګړه وه چې تر ګټلو ورسته يې هغوی دې ته اړ کړم چې خپل وطن پرېږدي، له خپل هويت څخه لاس په سر شي، په پآکستان کې سياسي فناه واخلي او مونږ په دې توګه له افغانانو څخه خپل غچ واخلو.

ما به کله کله د خبرو په مېنځ کې هغه ته وريادوله چې پاکستان د اوسېدو د پاره يو وړ هېواد دی. او افغانستان چې د يو لښکر خطرونو ځاله ده که ورشې نو خپلې پښې به دي په خپله په تبر وهلې وي. مابه هغه ته ويل چې دا مهال په ټوله نړۍ کې د اسلام غمخواره د اسلام د ساتنې د پآره راپورته شوي دي او په مقابل کې يې ورځ تر بلې د کمونيزم پښې ښويېږي. خو په افغانستان کې بيا د کمونيزم حال بېخي تر بدو تر بتر دی ځکه هلته نږدې ټول ملت کمونيزم خپل دښمن بولي. او د خپلې عقېدې د ساتلو په موخه يې تورې ته لاس کړی دی. هغه ورځ لېرې نه ده چې مجاهدين به روسان له خپلې خاورې شړي او بيا به نو د روس پلويان له شرمه په افغانستان کې چاته پورته هم نه شي کتلای.

زه په لنډ وخت کې وپوهېدم چې خبرې مي په منصور اغېزه کوي. ورځ تر بلې د منصور فکر بدلېده. اوس به نو کله کله هغه له خپلې مېرمنې سره د افغانستان او کمونيزم په اړه زما په نه شتون کې هم خبرې کولې.

منصور يو ښه مسلمان وو. پېنځه وخته به يې لمونځ کاوو او څو وارې خو ما هم يو ځاي له هغه سره لمونځ کړی دی.

هغه څو ځله له ما څخه په پاکستان کې د ده تر دايمي پاتې کېدو وروسته د خپل برخليک په اړه پوښتنې کولې. ما به هغه ته ډاډ ورکاوو چې که ته له افغانستان څخه مخ واړوې په پاکستان کې به هوسا ژوند ولرې. ما هغه ته يوه بله تمه هم ورکړه ورته وومي ويل چې ته يو افغان يې او کېدای شي دلته د سياسي فناه تر اخيستلو وروسته پاکستان تاته د بهرنيو چارو په وزارت کې د افغانستان په څانګه ( افغان ډيسک) کې يوه ښه دنده در وسپاري. د منصور مېرمنې به زما خبرې په خوند اورېدې او زيات وخت به يې زما د خبرو ملاتړ کاوو. داسې مالومېده چې ورځ تر بلې خاوند او مېرمن په خپلو کې همدغه زما خبرې تکراروي ځکه ورځ تر بلې به منصور هم له روسيانو څخه ماته زياتې خاورې بادولې.

يوه ورځ منصور زنګ راته وواهه او په بېړه يې د ده دفتر ته د ورتلو راته وويل. او زه د يو منتظر ښکاري په توګه د سترګو په رپ کې منصور ته ورسېدم.

ای ايس ای څنګه له افغانانو خپل غچ واخيست ---وروستۍ برخه

| پنجشنبه, 25.10.2012, 11:04 AM | (251 لیدل شوی)

هغه ډېر خواشينی مالومېده. ماته يې وويل چې له کابل څخه حال راغلی او زه يې بېرته کابل ته غوښتی يم. زما پر ځای دلته يو بل کس را روان دی.

نن د منصور مېرمن او د هغه اولادونه هم خواشيني مالومېدل. ما داسې و انګېرله چې اوسپنه اوس په بشپړه توګه ګرمه شوې ده بس د څټک واری غواړي.

ورته مي وويل چې که په رښتيا هم دلته پاتې کېږي نو مېرمن او بچيان دي زما کره راوله او په خپله افغانستان ته له تګ څخه انکار وکړه. تر څه وخته چې دي خوښه وي زما کره اوسه. زه به په پاکستان کې ستا د کاروبار د شروع کولو د پاره تاته يوميليون پاکستانۍ کلدارې هم درکړم. د منصور مېرمنې ته مي مخ پسې ور واړاوو او د هغې مخې ته مي افغانستان ته د دوی تر تلو وروستو د دوی د تت برخليک يوه ورېرونکي نقشه وايسته.

ويل مي که ولاړئ مېړه او زوی به دي يا د پلخمري په زندان کې ( کېدای شي د ليکوال موخه د پل چرخي زندان وي ) مېچن ګرځوي او يا به دي زوی او خاوند په مرميو درته سوري سوري کړل شي.

د کابل اداره به له تاسي ټول واک واخلي او بيا به يو داسې ژوند تېروئ چې په ژوند به نه شمېرل کېږي.

خبرو مي پر دوی اغېزه وکړه. وار له واره يې راته له سفارت څخه د خپلې تښتې په اړه وويل چې څنګه به کېږي.

په دا سهار منصور د کور ټول سامانونه ليلام کړل. هر څه به يې په نيمه بيه پلورل. د کور سامانونو ته يې په خريدارانو کې زه هم ورغلم. منصور وليدم. يو بغل ته يې کړم، په غوږ کې يې راته وويل چې :

(( زه له افغانيت څخه بېزاره شوم. ما له خپل هويت څخه لاس واخيستل ))

منصور ويل اوس نو مهرباني وکړه. دلته زما د پاتې کېدو تابيآ نيسه.

په همدغه ماښام مي د ( ای ايس ای ) مشر جنرال اختر ته په ټلېفون ټول حال ووايه. هغه سخت خوشحاله شو. ځکه تر دې له مخه هغه فکر کاوو چې زه به د افغان سفارت يو د ټيټې رتبې ډيپلوماټ تېر باسم خو اوس يې چې د منصور احمد د بدلارې کېدو واورېدل په جامو کې نه ځايېده.

دوې شپې وروسته منصور زنګ راته وواهه. ويل يې ما د کور ټول سامان پلورلی يوازې ځېنې سامانونه چې ستا خوښ دي هغه په کور کې پاتې دي. راشه او له ځان سره يې يوسه.

زه د منصور په مطلب وپوهېدم زما د خوښې سامانونه يې خپل اولادونه او مېرمن ښودل. زه په منډه د هغه کور ته لاړم. دا وخت د ماخوستن د ډوډۍ خوړلو وخت وو. منصور راته وويل چې د شپې په يوه يا دوې بجې راشه مونږ درسره ځو. هغه کس چې زما پر ځآی راغلی د ننه ناست دی. او ماته يې د خدای پاماني د پاره د ماښامنۍ تابيا نيولې ده. دوی وايي چې زه بايد سهار د نوي ډيلې په لاره کابل ته ولاړ شم.

زه چې بېرته راوګرځېدم د ( ای ايس ای ) مشرته ته مي زنګ وواهه چې مېلمه نن تشريف راوړي.

هغه راته وويل ليږ صبر وکړه زه له صدر صاحب ( ضياء الحق ) سره خبرې وکړم. ځکه چې په دې اړه د صدر صاحب اجازه اخيستل ډېر ضروري ده خو هغه اوس له يو عرب مېلمه سره په سټېټ ګيسټ هاوس کې په خبرو بوخت دی. دا نه ده مالومه چې زه به له هغه سره اوس اړيکې ونيولای شم که نه خو بيا هم زه هڅه کوم.

ما ورته وويل: سر! په مونږ اوس هم ډېر وخت تېر شوی دی. صدر صاحب مونږ ته دنده را سپارلې وه او مونږ په ښه توګه سر ته ورسوله. زه مېلمه راولم ته سهار صدر صاحب ته ووايه چې مونږ ستا راسپارل شوې دنده سر ته ورسوله. ځکه که چېرې دغه کس نن د شپې رانه وړو، نو ټوله خواري به مو عبث لاړه شي.بيا به په ژوند دغسې موقع په لاس رانه شي.

ما له خپلې خوا جنرال اختر ته ټولې خبرې وکړې خو بيا هم پوهېدم چې هغه د صدر صاحب له اجازې پرته هيڅ هم نه کوي. زه سخت اندېښمن وم. ما ويل که صدر صاحب او د ( ای ايس ای ) مشر راته ( نه ) ووايي خو ټوله خواري به مي عبث لاړه شي. او کېدای شي بيا له افغانانو څخه د بدل اخيستلو دغسې موقع هم په لاس رانه شي.

په هر حال اوس خبره زما تر وس تېره وه او ماته له انتظار ايستلو پرته بله يوه لاره هم نه وه راپاتې. اوس که دوی هره پرېکړه کړې وای ما به منله. وروسته زه خبر شوم چې د ( ای ايس ای ) مشر د صدر صاحب د پوځي برخې له سيکرټر سره په ټليفون خبرې کړې وې او ورته ويلي يې وو چې په منډه دي ټلېفون صدر صاحب ته ورکړي. ځکه چې دی ورسره په يوه ډېره مهمه موضوع خبره کوي. صدر صاحب د ډوډۍ خوړلو له مېزه راولاړ شوی او له ده سره يې تر خبرو وروسته ورته ويلي وو چې ميلمه راولئ. زه په خپله کوټه کې لټ په لټ اوښتم چې د ( ای ايس ای ) د مشر زنګ راغی. ټليفون مي پورته کړ، جنرال اخترراته وويل چې:

(( اجازه ده مېلمه دي راوله ))

بيا يې راوته وويل چې نو څنګه به يې راباسې؟

ما ورته وويل چې زه په خپل موټر کې ځم او مېلمانه راسره پلاني مېلمستون ته بيايم . هلته د دوی د اسېدو د پاره وار له مخه تابيا نيوله شوې ده.

جنرال اختر په خندا کې راته وويل چې تر اوسه دي مېلمه ياداوو اوس دي څنګه مېلمانه ياد کړل. ما ويل سر! له مېلمه سره يې مېرمن، دوې لوڼې او دوه زامن هم دي.

بيا يې راڅخه وپوښتل: نو ته يوازې د هغوی د راوستلو د پاره ورځې؟

هو. ما ورته وويل.

ستا ماغزه خراب دي! کم عقله! دا کېدای شي افغانانو تاته کومه دسيسه جوړه کړې وي. کېدای شي له افغان ساتونکيو سره په لانجه واوړې. ولې ځان په بلا خورې، د خپل ځان د ساتلو د پاره درسره ساتونکي خامخا بوزه.

ورته ومي ويل: سر! هغوی دا کار په ډېره خوشحالي کوي او بل دا چې زما ساتونکی خدای دی. له دې سره جنرال وويل: ستا په چلونو زما هم والله که چندان سر خلاصېږي. ځه سمه ده چې څنګه دي زړه غواړي هماغسې وکړه. خو احتياط کوه او څنګه چې هم هدف ته ورسېږي ما خبر کړه.

د شپې يوه بجه به وه چې زه په خپل موټر کې د منصور کور ته ورسېدم. ما د ده کور ته له رسېدو څه وخت مخکې لا د موټر څراغونه ګل کړل. او وروسته مي د موټر انجن هم ګل کړه. د موټر ټايرونه د منصور د کور په خوا ور رغړېدل چې اخير يې ور ورسولم. منصور وارخطا راووت. راته يې وويل.

وروره دا چشی دی.دا اوس موټر دی چې تا راوستی. له ماسره د کور ډير قيمتي سامانونه لا پاتي دي. په دې موټر کې نه ځايېږي د يو غټ موټر بندوبس وکړه.

د وخت د لېږ والي له امله بايد مونږ دغسې بې مانا خبرې نه وای کړې. زه سخت خواشينی شوم.ځکه چې په دې سره مو هدف ته په رسېدو ډېر وخت لګېده. تر اوسه هر کار له پلان سره سم روان وو خو اوس که يوه وړه تېروتنه هم وشي ټول کار به خراپ کړي.

زه وېرېدم چې که چېري د پوليسو کومه ګزمه، افغان ساتونکي، د روسي سفارت خانې کارکوونکي يا د کومې استخباراتي ادارې کارکوونکي هم مونږ وويني حال به مو تر بدو بتر وي. حتی د کوم سپي غپا يا د موټر د ټايرونو خرپی هم مونږ ته د چا را پام کولای شي. خو زه په بشپړه توګه هرې احتمالي پېښې ته تيار وم.او بايد چې هر څنګه وای خپلې موخې ته رسېدلی وای.

په ډاډه زړه مي منصور ته وويل چې اول به ستا مېرمن او ماشومان يو خوندي ځای ته ورسوو بيا به دواړه د سامانونو په وړلو پسې راشو.

ما فکر کاوو چې يو وار د منصور ماشومان يو خوندي ځای ته ورسېږي بيا د سامان وړل چې ډېر ضروري هم نه وو اسانه کېږي. خو هغه زما مشوره ونه منله.

ورته مي وويل. نوی ناظم الامور ( شارژدا پېر ) چېرې دی؟ ويل يې هغه ته مي دومره شراب ورکړي دي چې تر سبا غرمې پورې به هم نه شي راپورته. پاکستاني او افغان ساتونکي مي هم سم نشه کړي دي. اوس ټول د فيل په غوږ کې ويده دي.

په دې خاطر چې زه ځان ډاډه کړم له موټره ورکښته شوم. شاو خوا درنه چوپتيا خوره وه خو کله کله به د يو عکسر خرهاري خاموشي ماته کړه.

زه په منډه راووتم . د ( ای ايس ای ) د موټرو له ګېراج څخه مي يو غټ موټر را وايست او بېرته په منډه د منصور کورته ورسېدم. مونږ که څه هم ډاډه وو چې په اسانۍ سره نه رسوا کېږو خو بيا مو هم له زښت احتياط څخه اخيست. ځکه هره شېبه زما د برياليتوب يا زما د مرګ وېره وه.

د کور څه سامان يې په صندقونو کې اچولی وو يو فريج مو هم په ډېر احتياط موټر ته وخېژاوو. بس خدای خدای مو کاوو او له کوره راوواتو. دا زمونږ خوش قيسمتي وه چې هيڅوک هم نه راباندې وو نه پوهېدل. دې کار ټول ټال دوه ساعته وخت ونيو.

له شکه وتلې وه چې د ( ای ايس ای ) مشر به زما ټليفون ته انتظار ايست. د شپې درې بجې وې چې زنګ مي ورته وواهه، په اول زنګ يې پورته کړ. ورته ومي ويل: سر! هدف ته ورسېدو.

راته وويې ويل: وېل ډن. او ټليفون يې کېښود.

سهار چې د افغان سفارت کارکوونکي منصور ته د خدای پاماني د پاره ورغلل. په کور کې هيڅ هم نه وو.خالي ديوالونه او تشې کوټې پاتې وې.

ټول پوهېږي چې په دې سره به افغانان څومره ډېر ځورېدلي وي. مونږ له خدايه همدغه ورځ غوښته.

اوس هلته يو ډول کرکه خپره وه. څو شېبې وروسته د منصور کور د منصور په يارانو او پلټونکيو ډک شو. هر چا خپله رايه بيانوله، ساتونکيو او پوليسو په دې اړه هيڅ هم نه شوای ويلای. بس ټولو ويل چې صاحب او اولادونه يې ماخوستن لا همدلته وو.

پلټونکيو پلټنې وکړې خو هيڅ ( فينګر پرنټ ) د ګوتې نښانه يې هم وونه مونده. ځکه نو د هغه په اړه پلټنې يوازې په ګمان ولاړې وې.

روسي پلټونکيو په څو ساعته کې هوټل، هوايي ډګر، د موټرو تمځای او د منصور د يارانو کورنه هم وپلټل خو څه په لاس نه ورغلل.

په هرحال دا په مرموزه توګه د يو ناظم الامور ( شارژدا پېر ) د وکېدو خبره وه. په څو ساعته کې دا خبر لکه په ځنګله کې لګېدلی اور په ټولو سفارتونو کې خپور شو.

خلک ټول حيران وو چې اخير منصور ځمکې وخوړ که اسمان ته وخوت.

هر ډول زبر ځواک ته د هغه د کړنې په غبرګون کې دغسې سبق ورکول او بيآ دغه صحنه کتل د استخباراتي کارکوونکي د پاره يوه په زړه پورې منظره وي.

مونږ په خندا خندا روسي او افغان ډيپلوماټانو ته کتل چې خپل زخمونه يې څټل.

دغه خلک تر دوو دريو ورځو پورې د لېونو په څېر په منصور پسې وګرزېدل خو اخير ناکامه شول او پلټنې يې بندې کړې. اوس د هغوی په ودانيو کې درنه چوپتيا خوره وه، رسنۍ هم غلې شوې. روسي او افغان ډيپلوټانو هم نور په دې اړه زمونږ د بهرنيو چارو له وزارت سره اړيکې نه نيولې. له ما، ولسمشر او د ( ای ايس ای ) له مشر پرته هيڅوک هم نه وو خبر چې منصور چېرې دی. په هر حال زمونږ پيغام تر هغوی پورې ورسېد او هغوی هم په دې وپوهېدل چې د يو معمولي پاکستاني افسر په بدل کې يې لوړ پوړی ډيپلوماټ له دوی څخه بد لارې کړل شو.

ښاغلي منصور او د هغه د کورنۍ غړي مو په ښه توګه وساتل اوس هغوی د خپل برخليک په اړه فکر کاوو.

څو ورځې وروسته هغوی پرېکړه وکړه چې لندن ته ځي او هلته له خپلو خپلوانو سره اوسي. صدر صاحب ( ضياالحق) ته هم د دوی دغې پرېکړې خوند ورکړ او بيآ مو د ( بريټش اير وېز ) په يو پرواز کې دوی سهي سلامت لندن ته ولېږل.

دا چې په لندن کې به په ښاغلي منصور څه تېر شوي وي په دې اړه نه بيا تر اوسه پورې مونږ په هغه پوښتنه کړې او نه هم ده راسره اړيکه نيولې ده.

نه د ښاغلي ملک بيآ څه درک ولګېده او نه هم د هغه د ( اې بي سي ) شرکت.

په دغو عملياتو کې نه مونږ په چا جبر وکړ او نه مو هم منصور په زوره دې ته اړ کړ چې له خپل هويت څخه واوړي.

بس رواني جګړه وه او په پايله کې يې مونږ خپلې موخې ته ورسېدو.

بريګيډېر ( ر ) سيد ارشاد احمد ترمذي --- ژباړه سيدشاه سقيم


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more