د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

افغان دولت او طالبانو ته څه پکار دي؟

طالب ISI
25.10.2012

په اوس وقت کې داسې ښکاري چې امریکا، انګلستان، هندوستان او پاکستان پدې موافقه کړي وي چې پاکستان به نور په کشمیر کې ګوتې نه وهي. آزاد کشمیر به د پاکستان سره وي، د هند کشمیر به له هندیانو سره وي.

مقابل کې به د ډیورند کرښه به په رسمیت پیژندل کیږي. او پاکستان به نور په افغانستان کې ناټو ته سرخوږی نه جوړوي. له دې معاملې داسې ښکاري چې طالبانو هیڅ واک نه لري ، هر څه چې پاکستان وایې همغه باید قبول کړي.

په واقعیت کې په کشمیر کې چندان څه شته هم نه، یو خو وړوکې ساحه ده، بل پاکستان ته مشکله ده چې هند ته هلته ماتې ورکړي. اوس کشمیریان هم چندان د پاکستان کیسه کې نه دي.
نو پاکستان ولې لویه لمړی ونه کړي . افغانستان څخه به اوبه ورته راځي، چې د پنجاب ځمکې اوبه کړي، بندونه یې بریښنان تولید کړي، د سوند توکي، د تعمیراتو کاڼي، هر څه لنډ افغانستان کې شته، چې چین او امریکا له لرې ورته لیواله دي، نو پاکستان یې ولې ونه خوري؟ چې په خوا کې یې پروت دی. په ۲۰۵۰ عیسوي کال کې به ۳۵۰ میلویونه نفوس په څه باندې چلوي؟

پاکستان دوه پلانونه لري یو دا چې ډیورند رسمي شي او دوی ډاډه شي دا خو به اوله لمړی وي له افغانستان څخه. دویم قدم کې به د ترانزیت د مشکلاتو، افغانستان کې د اقلیتو سره د مرستې له لاري، د طالب په وسیله د د پښتنو د بې تعلیمي کولو له لاري به ورور افغانستان هم قبضه کړي. که انګلستان په ۱۱۹ کلونو کې ډیورند څخه اخوا پښتانه له افغانستان څخه بیل ساتلي ، پاکستان به په دوه سوو کالو کې افغانستان خپله خاوره ونه ګرځوي؟

نن ورځ ټول طالبان هم د پنجاب غلامان نه دي، که ټول داسې وی نو د پنجاب په زندانو کې به یې ساه نه ورکوله او هلته به نه خښیدل.

نو هغه طالب چې د پنجاب له پاره کار نه کوي، د حزب اسلامي کسان او د کرزي حکومت باید په ګډه ددغه نړیوال دام په مقابل کې په یوه دریځ سره راټول شي.

نن ورځ په پاکستان کې میشت پښتانه محکوم دي. هغوی د هیڅ واک نه لري، حتا د یوه پښتو تلویزیون د اجازه نامې اخیستو حق نه لري. خپله بریښنا تولیدوي خو خپل کورونه یې تیاره دي. پنجاب د بریښنا پیسې هم نه ورکوي. خو خپل اوړه او ټوکر ښه په ګرانه بیرته په پښتنو خرڅوي. په پښتو د تعلیم او ژبې حق یې اوس لږ، لږ ورکړی دی.

پنجاب غواړي د افغانستان پښتانه هم داسې کړي. نو لر او بر پښتنو باید د پنجاب او نړیوالو ددغه دسیسي مقابل کې را ویش شي.

نن غربي اروپا د میلیاردو ډالرو په ورکولو سره غواړي د جنوبي اوروپا هیوادونه وژغوري تر څو له اروپا څخه ونه وځي. ځکه دوی فکر کوي چې راتلونکې او اوس وقت کې په وړو او کوچونیو هیوادو باندې په نړیوال ډګر کې نه شي کولای خپلې ګټي خوندي کړي، باید لوی بلاکونه موجود وي. دغه خبري ما د جرمني د بهرنیو چارو له وزیر څخه وارویدي.
دوی ویل نن چین، هند، روسیه، برازیل، امریکا، جنوبي امریکا غوندې لوی هیوادونه یا بلاکونه موجود دي، نو ټوټه ، ټوټه اروپا نه شي کولای ددوی ځواب ووایي.

نو پښتنو چې ټوټه ، ټوټه شي څنګه به وکولای شي د ایراني، پنجابي، تاجکستاني، ازبک، هندي، چینایې، امریکایي... مقابل کې په اقتصادي ، تعلیمي او نظامي میدان کې ودریږي؟

یو ځل د لرو پښتنو سره ظلم شوي چې بدون ددوی له مشوري عبدرحمن خان دوی انګریزانو ته ورخوشي کړل، بیا باید دغه ظلم تکرار نه کړو.

یابه یو کیږو یا به ورک کیږو.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more