د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

لرغونيه اوس به څه کوۍ !

pattang
23.10.2012

لرغونيه اوس به څه کوۍ !
سياسي هم غلام يو کلتوري هم غلام ، کوم نر به غږ پورته کړي !!!
دطالب په وخت کې په ټول کابل کې خلکو پښتو وېله !

تاند-

د تهران د شهید بهشتي طبي پوهنتونوايي چې د افغانستان د طب پوهنځیو ته یې په سلګونو جلده کتابونه ولېږل.
د شهید بهشتي د طبي پوهنتون د عامه اړیکو او نړیوالو چارو د څانګې ريیس ډاکتراحمد قره باغیان وویل، دا تخصصي کتابونه په شهید بهشتي پوهنتون کې چاپ شوي او د دغه پوهنتون د استادانو له لوري لیکل شوي دي.
د ده په وینا دا طبي کتابونه یې په تهران کې د افغانستان د سفارت له کلتوري اتشې سره د مخکینیو خبرو او موافقې له مخې افغانستان ته لېږلي دي.
ایران په وروستیو شلو کلونو کې افغانستان ته په منظم ډول درسي کتابونه، فلمونه او نور تاریخي او ادبي کتابونه لېږي.
دې هیواد په افغانستان کې ګڼې چاپي او تصویري رسنۍ هم فعالې کړي دي. تر دې چې د ځینو لوېدیځوالو په وینا د افغانستان اویا فیصده رسنۍ د ایران تراغېز او کنټرول لاندې دي.
د ترکیې «زمان» ورځپاڼې د پرونۍ ګڼې په یوه راپور کې ویلي: یوه جګپوړي لوېدیځ چارواکي، چې په افغانستان کې د ایران د نفوذ او اغېز په اړه خورا زیات مالومات لري، وویل، د افغانستان په سلو کې اویا رسنۍ د ایران له لوري کنټرولېږي.
که څه هم د دغه لوېدیځ چارواکي منظور به هغه رسنۍ وې چې مستقیماً د ایران په مالي مرسته جوړې شوي دي خو عملاً هغه رسنۍ چې د امریکا او فرانسې په مالي مرسته په افغانستان کې تاسیس شوي دي هم د ایران د ګټو، کلتور، خاصې ژبې او ارزښتونو د خپراوي لپاره کار کوي.
د شهید بهشتي طبي پوهنتون د عامه اړیکو او نړیوالو چارو ريیس دا هم وویل چې دوی په پلان کې لري چې د افغانستان د طب پوهنځیو ته په خپل پوهنتون کې د لنډې مودې کورسونه هم دایر کړي.
ده وویل چې افغانستان ته به د طبي کتابونو د لېږلو لړدۍ ته دوام ورکړي


larghonay laraway
29.10.2012

پتنګ صيب باور وکړه څو چې دا ملاعمر او داکرزی وي که پښتانه دغلامۍ له غړوندي خلاص شي!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more