د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

رښتیا هم ملاله یوسفزۍ ټپي شوې؟

pattang
23.10.2012

رښتیا هم ملاله یوسفزۍ ټپي شوې؟ - بلال سادات
| سې شنبه, 23.10.2012, 11:06 AM | (31 لیدل شوی)

[img:884ca81437]http://new.taand.com/images/article/2012_10/36310/u26_1.JPG[/img:884ca81437]
د خیبرپښتونخوا ایالت په سوات سیمه کې نجونو ماشومانو ته د ښوونځیو د حق ورکونې ملاتړې ملالې یوسفزۍ باندې دوو تنو وسله والو له شاوخوا دوو مترو څخه ډزې وکړې چې ملاله په سر او غاړه ټپي شوه او ترڅنګ یې دوه نورې نجونې هم ټپیانې شوې.
ملاله د سوات روغتون او په ډیر لږ وخت کې د خیبرپښتونخوا ایالت پوځي روغتون ته په چورلکه کې ولیږدول شوه، ډاکټرانو تر درې ساعتونو عملیات وروسته مردکۍ په بریالیتوب راوویست او ویې ویل چې ملالې ښه ده ، له هغې وروسته راولپنډۍ کې د پوځ مرکزي روغتون ته ولیږدول شوه.
ملالې او پلار ته یې په همغه لومړی شپه پاسپورتونه جوړ او د انګلستان او متحده عربي اماراتو ویزې پرې ولګول شوې چې بیا وروسته له پاکستان څخه انګلستان ته د درملنې لپاره ولیږدول شوه.
پاکستاني وسله والو طالبانو د دې برید مسوولیت ومانه، له برید وروسته د خیبر پښتونخوا د پولیسو عمومي قوماندان اکبر خان هوتي رسنیو ته وویل، پر ملالې یوسفزۍ د برید پلان په افغانستان کې طرح شوی، برید ګر له افغانستانه باجوړ او بیا سوات ته داخل شوی وو. تر نوموړي وروسته د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک په پيښور کې خبريالانو ته وویل، چې پرملالې برید کوونکي یې پيژندلي او دغه برید له پولې بهر پلان شوی وو، نوموړي د پاکستاني طالبانو د ویاند احسان الله احسان پر سر سل میلیونه کلدارې جایزه هم علان کړ، خو له دې څو ساعته وروسته د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر او د صوبايي حکومت ویاند میا افتخار حسین بیا یوې خبري ناستې کې وویل، صوبايي حکومت به هر هغه چاته چې د بریدګرو د هویت په باب معلومات ورکړي، لس میلیونه کلداري نقدي جایزه ورکړي چې په حقیقت کې دا یو ډول ضد او نقیص خبرونه دي.
اوس راځم اصلي مطلب ته،
آیا په پاکستان کې دا لومړۍ ځل وو چې وسله والو طالبانو وسله وال فعالیت پیل کړی ؟ ایا ملاله په دومره غټ موقف کې وه چې د پاکستان د ولسمشر په ګډون کڼ شمیر حکومتي مشرانو، سیاسي مشرانو او آن د علماوو شورا دغه برید وغانده، ولسمشر ملالې ته د بهادرۍ د مډال ورکولو اعلان هم وکړ. آیا د طالبانو ویاند احسان الله احسان د دې حزب له رهبر څخه هم ستر دی چې پر سریې دومره ستره جایزه اعلانیږي؟ ولې هغه کسان ونه نیول شول چې پيژندل شوي هم دي خو بیا هم افغانستان ته تښتي؟ ولې حکومت او میډیا په دومره زیاته پیمانه د ملالې ټپي کیدو مسالې ته انعکاس ورکړ؟ دغه راز د ملالې خپاره شوي تصویرونه ښيي چې د چپې سترګې په پورته برخه کې لیګیدلې، آیا د عملیاتو پرمهال دغه ساحه نه ده څیرل شوې څو ترې ګولی وویستل شوه، که څنګه؟ ملاله د انګلستان په روغتون کې د څو ورځو بیهوشۍ وروسته په هوش راغله او د یاد روغتون لخوا یې یو تصویر خپور شوی چې په هغې کې هیڅ داسې څه نه لیدل کیږي چې د دې د سترګې پورته برخه دې ټپي شوي او یا دې عملیات شوي وي او داسې نور....

زما په آند دا یوه سیاسي لوبه ده، دوو تنو پر ملالې برید کړی چې یو یې دوه نورې زده کوونکې ټپیانې کړې او بل یې فلمې او یا د ټریننګ وسلې څخه کار اخیستې څو هغه ځای وینې کړي یا پرې رنګ وغورځوی، چې رښتینولی ته یې نږدې کړې، پاکستان اوس د ملالې له نامه څخه یو شعار جوړ کړی د هرې خبرې په سرکې یې ملاله وي، په افغانستان يې تور ولګاوه چې د پاکستاني طالبانو مشر ملافضل الله په کونړ کې دی ، په پاکستان کې یې هم د طالبانو پرضد د خلکو ترمنځ نفرت راوټوکاوه، نړیوالو ته یې طالبان نه یوازې د نظام او حکومت مخالفین وبلل بلکې د تعلیم او پوهې دښمنان معرفي کړل او د دې نامه نه په استفادې اوس غواړي چې سرکشې طالبان له منځه یوسي او په پاتې نورو خپل ټول پلانونه عملي کړي.
بلال سادات
جلال کوټ


larghonay laraway
23.10.2012

السلام عليکم!
پتنګ صيب رښتيا هم دا يوه ډنډوره وه او زما په اند د امريکا له خوا پلان شوې وه نو ځکه د امريکا او انګريز ګوډاګي حکومتونو (پاکستان او افغانستان) په غبرګو غږونو وغندله او ميډيا هم ډنډورې جوړې کړې. ځکه چې ميډيا هم د انګريز او امريکې له خوا اکمالېږي.
همدا راز د انګريز او امريکې وسله والې ډلې (طالبانو) هم تائيد کړه او خبره لاړه ډنډوره شوه.
زه خو وايم که د پاکستان او افغانستان په چارواکو کې لږ غيرت ، احساس، عاطفه او انسانيت وای نو په هغې نجلۍ يې ولې دومره وير نه کاوه چې په سوات کې د غير محرمووحشي طالبانو له خوا په کيبلونو وهل کېده، د هغې لمن هم پر سر اوښتې وه او کوناټي يې معلومېدل او چيغې يې وهلې ژړل يې. طالبانو تر هغې ووهله چې کوناټي يې ورباندې شنه تڼاکي کړل.
هلته خو نه کرزي چغه وکړه، نه افتخار حسين، نه رحمان ملک او نه هم دې بې احساسه ميډيا!

بالکل دا يوه ډنډوره وه او زما په اند هغه د ميوند ملاله هم د همداسې يوې ډنډورې په ترڅ کې رامنځته شوې او واقعيت بل شی دی!


طیب زابلی *
23.10.2012

السلام علیکم ورحمة الله !
پتنګ صیب دا خبره بالکل زړه اخلی
کله چی دا واقعه پیښه شوی ده او درسنیو
بر مخ دا شور ماشور وینم نو زه په دی فکر
او سوچ کی یم چی داولی ؟
ځکه چی په افغانستان او هم دارنګه په پاکستان کی په ډیر
ځله له ښځو او نجونو سره تردی وحشتناکه
عملونه شوی دی خوچا څه نه دی ویلی او کله
چی بینظیره ووژل شوه چی دا په نړۍ کی یو پیژندل شوی
څیره وه هم رسنیو دومره ډنډوره نه ده جوړه کړی لکه
اوس چی یی پر یو وړه او ګمنامه انجلۍ جوړه کړه ،
نو ددی تر شا به خامخا یو دسیسه پرته وی ،


عبدالله صابر
24.10.2012

السلام عليکم

[quote:8cf5197abc]چې په سوات کې د غير محرمووحشي طالبانو له خوا په کيبلونو وهل کېده، د هغې لمن هم پر سر اوښتې وه او کوناټي يې معلومېدل او چيغې يې وهلې ژړل يې. طالبانو تر هغې ووهله چې کوناټي يې ورباندې شنه تڼاکي کړل. [/quote:8cf5197abc]

لاروی صيب
هغه هم ډنډوره اوډرامه وه ، دا دواړه په ډراميز ډول يوبل ته ورته پيښې
دي ،خوداچي تاسوهغه ويډيوته هم دحقيقت په سترګه ګورئ فکرکوم دتاسو
له سويې سره نامناسبه خبره ده اويوساده کليوال فکرورته حقيقت ويلئ شي
دابه ومنوچي ملالې په ويشتلوکښ ښايی پاکستاني طالبان لاس ولري خوزما
په فکرکه طالبان خبروی چي له دي به دومره لويه ډنډوره اوډرامه جوړيږي
نوپه دي کاربه يی ښايی غورکړئ وئ
ترکومه چي د ملالې ماشومتوب اوبي ګناهئ خبره ده اول خوملاله دطالبانوپه
ويناپه شرعي لحاظ بالغه ګڼل کيږي که بياماشومه هم وي نوکاراوتاوان يی د
طالبانوخلاف له بالغ انسان هم زيات وو، دبي بي سي اردوڅانګې وسعت الله
خان په ويناکله چي يوماشوم له باروتوډک وسکټ اغوندي اوځانمرګئ بريد
کوي نوهغه که له هدف مخکښ وويشتل شي نوبي ګناه اوماشوم نه بلل کيږي
خوکه يوماشوم خپل قلم له باروتوډکوي داسلام اوطالبانوخلاف بريدونه کوي
بياهغه دماشوم والي په خاطربي ګناه بلل کيږي
[color=red:8cf5197abc]دملالې حقيقت [/color:8cf5197abc]هغې به ويل اوبامه مي خوښ دی ،ځينوپاکستاني ورځپاڼود
ملالې اوپلاردامريکايی چارواکوسره پټ ليده کاته افشاکړي اودهغې جاسوسئ
ته اشاره شوي
http://www.ummatpublication.com/2012/10/15/news.php?p=story2.gif
http://www.ummatpublication.com/2012/10/16/news.php?p=story1.gif

http://www.ummatpublication.com/2012/10/17/news.php?p=story1.gif

http://www.ummatpublication.com/2012/10/17/news.php?p=story3.gif

http://www.ummatpublication.com/2012/10/18/news.php?p=story2.gif

زماپه فکرطالبان به يی په حقيقت پوهيده ځکه يی نودهغې مرګ فيصله کړي
وه ، بايد وويل شي چي دملالې خوشال ښونځئ دسوات طالبانوپروخت هم له
کوموستونځوسره نه وو مخ په هغه وخت کښ هم داښونځئ نه وو بند شوئ

اوداهم زمادفيسبوک يوملګري دپاکستان داخله چاروزيررحمان ملک په هکله
تازه اوعاجل خبر

رحمان ملک کا ګهرمي بيټاپيدا هوا ، طالبان نی ذمه دارې قبول کرلې
يعني : درحمان ملک په کورکښ هلک پيدا شو ،طالبانويی پړه په غاړه واخسته

والسلام


pattang
24.10.2012

صابر خانه دومره سلامونه لکه د سټو کنډو او دازرې سپين غر !
وروره ما په 21.10.2012 نېټه دجرمني د تلويزيون په اول پروګرام کې يو فلم
چې د ملالې په کار نامو جوړ شوی دی وليد، ملا له او دهغې پلار يې هم له
ريچارد هولبروک Richard Holbrooke سره چې دامريکې لخوا افغانستان
او پاکستان ته خاص استازی وو يوځای وښودل ، ملاله هول بروک ته وايې چې دوی
دښوونځيولپاره پيسې نلري ،هولبروک ورته وايې : ولې مونږ خو ددې کار لپاره
پاکستان ته يو مليارد ډالره ور کړل .
ملالې له خارجي شبکو سره کار کاوو او دطالب پر ضد به يې پرو پا ګنده کوله !
دغه فلم د طالبانو پر ضد غيرې انساني پرو پاګنده وه خود ملالې روابط هم يې
له غربيانو سره وښودل ٠
ملاله د isi او cia او نورو اشغالګرويوه سياسي دسيسه ده چې طالبان بد نامه کړي !
داخو چارپای هم نه مني چې طالبان بس موټر ته ور وختل او يو يا دوه متره ترې لرې وو
او يواځې په سر يې داسې زخمي کړه چې دمرګ نه بچه شوه !! ايا دا څوک مني ??
دا کار هغلته کېږي چې يو څوک څوک په قصدا نه وژني خو پرو پاګنده ترې جوړوي
په دوه متري او يو متري کې څوک له چاڅخه نه خطا کېږي !!!

حقيقت دادی :
دپاکستان او افغانستان او لسونو به د اشغالګرو په ضد مظاهرې کولي خو دملالې
مکاري د پلار خلقي برېتو او د پاکستان isi يې داسې ډرامه جوړه کړه چې دااولسونو
د طالبانو پر ضد کوڅې ته ووتل ! خو دا حقيقت به ژر ټولو ته څرګند شي او په خپل
لاريون به پښېمانه وي !


larghonay laraway
24.10.2012

السلد ام عليکم!
پتنګ صيب ايله بيله چې پوه شوې!
اوس خو درته معلومه شوه چې ملاله رکه روغه ده خو شيطاني مثلث يې ډنډوره جوړه کړه!
امريکا طرحه جوړه کړه
طالبانو هوايي او په دروووووووووووووغه پړه په غاړه واخيسته
د پاکستان او افغانستان ګوډاګي حکومتونو پرې ويرنې وکړې!

دا ټول خپلو کې سره يو دي. امريکا، طالبان او ګوډاګي حکومتونه شيطاني مثلث دی خو افسوس چې پښتانه په دې غويمنډ کې لاندې شول.

صابر خانه د طالبانو خپلې ويب پاڼې له داسې وحشتونو ډکې دي چې انسان ترې پناه غواړي!
يوازې د سوات کلپ نه بلکې که د پکتيا د ازرې او مچلغو کلپونه وګورې او خلک درته خپل ليدلي او اوريدلي حالات ووايي نونونونونو که ټوکه درسره وکړم (ادوس به خامخا تازه کوې)


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more