د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

ترکي ورځپاڼه : طالبانو په انقره کې دفتر پرانستی

pattang
23.10.2012

خــبرونه » راپورونه

ترکي ورځپاڼه : طالبانو په انقره کې دفتر پرانستی
| سې شنبه, 23.10.2012, 12:15 PM | (945 لیدل شوی)

تاند- د ترکیې «زمان» ورځپاڼې د دوشنبې د ورځې په ګڼه کې د افغانستان د راتلونکي او د ترکیې د رول په اړه په یوه تبصره کې ویلي: ډېر دلایل شته چې د ۲۰۱۴ میلادي کال په پای کې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان د راتلونکي په باب اندېښنه وشي.
جګړه ځپلی او ویجاړ کړای شوی افغانستان ممکن په یوه بله کورنۍ جګړه کې ښکېل شي او په داسي حال کې چې له افغانستانه د خپلو پوځیانو ترایستلو مخکې له طالبانو او د افغانستان د دولت له نورو وسله والو ډلو سره د امریکا د پخلاینې څرک نه لګېږي د افغانستان د ختیځ او لوېدیځ دوه غښتلي ګاوندیان په دغه هیواد کې د سولې او ثبات له راوستلو سره مرسته نه کوي.
زمان، چې د ترکیې یوه ګڼ تېراژه ورځپاڼه ده، وايي: ایران د امریکا پرضد د پردیو(افغانانو) په وسیله خپله جګړه افغانستان ته وړې او په پټه د افغانانو په ټولنه کې د ځینو ډلو په وسیله د غیرقانوني او ناروا فعالیتونو مالي ملاتړ کوي.
د ورځپاڼې په باور حتي له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو له وتلو وروسته هم داسي نه ښکاري چې ایران دې په افغانستان کې د پخلاینې له سبوتاژ کولو او د یوه پیاوړي او باثباته افغانستان د مخنیوي لپاره له هلوځلو لاس واخلي.
زمان ورځپاڼه زیاتوي: د ایران جاسوسان او عوامل به د افغانانو په منځ کې په قومي او نورو بنیادونو د افغانانو ترمنځ د اختلافاتو پارولو ته دوام ورکړي او د ایران په مالي ملاتړ جوړې شوې رسنۍ به د افغانانو په منځ کې د تبعیض او درز هڅول جاري وساتي.
یوه جګپوړي لوېدیځ چارواکي، چې په افغانستان کې د ایران د نفوذ او اغېز په اړه خورا زیات مالومات لري، وویل، د افغانستان په سلو کې اویا رسنۍ د ایران له لوري کنټرولېږي.
که څه هم د دغه لوېدیځ چارواکي منظور به هغه رسنۍ وې چې مستقیماً د ایران په مالي مرسته جوړې شوي دي خو عملاً هغه رسنۍ چې د امریکا او فرانسې په مالي مرسته په افغانستان کې تاسیس شوي دي هم د ایران د ګټو، کلتور، خاصې ژبې او ارزښتونو د خپراوي لپاره کار کوي.
زمان د پاکستان په اړه بل ډول نظر لري. ورځپاڼه وايي چې پاکستان د افغانستان په اړه له خپلو تېرو تېروتنو لاس اخیستی دی ځکه چې دا هیواد اوس د خپلو طالبانو او سخت دریځو په غم اوښتی دی.
د دې ورځپاڼې په نظر نور پاکستان په داسي موقعیت کې نه دی چې پر افغانستان خپله خوښه تحمیل کړای شي.
ترکیه په افغانستان کې اتلس سوه پوځیان لري چې په وردک او جوزجان ولایتونو کې ځای پرځای دي. ترکیې تراوسه پوري د افغانستان او پاکستان د همکاریو د زیاتولو لپاره د دواړو هیوادونو د ولسمشرانو، د پوځ د لویو درستیزانو او بهرنیو چارو وزیرانو په سویو ګڼې غونډې جوړې کړي دي.
زمان ورځباڼې لیکلي چې د پاکستان په تشویق، ترکیې طالبانو ته اجازه ورکړې چې په استانبول کې دفتر پرانیزي څو له دې لارې په افغانستان کې له ملي پخلاینې سره مرسته وشي.
ورځپاڼه وايي چې دې مسلې دا خطر هم رامنځته کړی چې ترکیه په افغانستان کې له پخلاینې سره د مرستې پرځای د یو لوري په پلویتوب تورن شي.
زمان ورځپاڼه وايي چې د پخلاینې اصلي کیلي د امریکایانو په لاس کې ده ځکه چې د طالبانو اکثره غوښتنو ته یوازې امریکایان ځواب ویلی شي خو هغوی څرکند ځواب نه ورکوي.
ورځپاڼه وايي، که په افغانستان کې د ملي پخلاینې بهیر ناکام شي او افغانستان په کورنۍ جګړه کې ښکېل شي، ترکیه به ممکن د پاکستان په شان بل ناکام لوری وي. خو له دې سره سره وخت به وښيي چې ایا انقرې سم دریځ غوره کړی دی.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more