د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

طالب ولې سپیره توب دی؟

طالب ISI
21.10.2012

لاندې لیکنه کې د غزني د زنخان ولسوالی حال بیان شوی. دوی بیا د ټول افغانستان واک غواړي. د طالبانو د امارت وقت کې هم افغانستان وچکالي ځپل و او هیڅ نه و. اوس هم چیرته چې طالب دی هغه ځای سپیره دی، نه تعلیم شته، نه اوبه ، نه سړک...

په زنخان کې ښوونځي بنداو يوتن ماشومانو ته وړيا زده کړې ورکوي
خبریال سيف الله مفتون.Oct 19, 2012 - 13:37

غزني ښار (پژواک ۲٨ تله ۹۱): د غزني د زنخان ولسوالۍ خلک وايي، چې د دوى په سيمه کې ښوونځي تړلي دي او د دغې ولسوالۍ په حسن خېلو كلي کې يوتن په وړيا ډول لسګونو ماشومانو او ځوانانو ته زده کړې ورکوي.

د هغوى په وينا، له تېرو دوو کلونو راهيسې ٥٥ کلن حاجي عبدالحميد پرته کوم مادي امتياز څخه شاوخوا ٨٥ ماشومانو او تنکيو ځوانانو ته لومړنۍ زده کړې ورکوي.

په خپله عبدالحميد پژواک اژانس ته په يوه ځانګړې مرکه کې وويل، چې دى د خپلو كليوالو پر ژوند ځکه ځورېده، چې ډېر شمېر يې بې سواده وو.

نوموړي زياته کړه: ((زموږ په کلي کې ښوونځي نشته او نه دولت جوړکړي، نو په دې خاطر مې دې کار ته ملا وتړله، څو د خپلې سيمې خلک له تيارو څخه ترخپله وسه راوباسم او دې کار ته به دوام ورکوم.))

د هغه په وينا، اوس مهال نوموړى ۸۵ ماشومانو ته په وړيا توګه د کلي په جومات کې درس وايي.

د عبدالحميد په خبره، څو ځلې د يو شمېر ماشومانو پلرونو ورته ويلي، چې د هر ماشوم په سر دې مياشتنۍ پيسې واخلي، خو ده په ځواب کي ورته ويلي، چې د هغو پيسو په بدل کې دې خپلو ماشومانو ته کتابونه، کتابچې او نور درسي مواد واخلي.

نوموړي وويل: ((په دې دووکلونو کې مې يوه پيسه نه ده اخيستې او نه به يې واخلم.))

د ده په خبره، دى خپلو زده کوونکو ته د ښوونځي کتابونه، قران شريف او نور ديني کتابونه هم تدريس کوي.

عبدالحميد وايي، دده په زده کوونکو کې چې د چا اقتصادي حالت ښه وي، له لومړنيو زده کړو وروسته د غزني ښار ته ځي او د سويې ازموينه ورکوي.

نوموړي د پوهنې له چارواکو وغوښتل: ((زه له دوى نه تنخوا نه غواړم، خو د خداى لپاره پښتانه تباه شول، ښوونځي دې ورته جوړ کړي، زموږ په سيمه کې يو باسواده ځوان نشته.))

د عبدالحميد يو زده کوونکي ۱۶ کلن محمدالله، چې غزني ښار ته د درسي توکو د اخيستو په موخه راغلى و، پژواک اژانس ته وويل: ((عبدالحميد کاکا هره ورځ راته درس وايي، پخوا مې هېڅ نه وو زده، خو اوس په ښار کي ټولې ځوړنده لوحې لوستلى شم.))

د هغه په وينا، اقتصادي حالت يې خراب دى او پلار يې د لاس مزدوري کوي او په هماغه پيسو ورته درسي توکي اخلي.

د عبدالحميد يو بل زده کوونکي ۲۳ کلن عبدالله، چې له تېرو څو ورځوراهيسي يې درس پيل کړى وايي: ((اوس مې دومره څه زده کړي، چې د خپل کور د ټولو غړو نومونه ليکلى شم او د دې ترڅنګ جمع او تفريق هم کولاى شم.))

د هغه په وينا، پخوا يې خپل نوم هم نه شو ليکلى او کله چې به چېرته ولاړ او هلته به يې باسواده ځوانان ليدل، نو ډېر به ځورېده.

نوموړي زياته کړه: څه موده مخکې ښار ته يو ډاکټر ته د معاينې په موخه راغلى و او له هر چا به يې چې د هغه پوښتنه وکړه، هلته ورشه لوحه يې ځوړند ده، خو ټوله ورځ وګرځيد او هغه ډاکټر يې پيدا نه کړ او له همدې امله يې هوډ وکړ، چې خامخا به زده کړې کوي.

د ده په خبره، که څه هم دا ورته ډېره سخته وه، چې په دې عمر کې دې زده کړې له الف او ب څخه پيل کړي، خو د بې سوداۍ له شرمه يې دغه کار ښه وګاڼه.

د زنخان ولسوالۍ د حسن خېلو د سيمې يو ۶۵ کلن ګل محمد، چې خپله يې زده کړې نه دي کړي، اوس يې ۱۵ کلن زوى له حاجي عبدالحميد څخه درس وايي، پژواک اژانس ته وويل، چې د خپلې تجربې له مخې يې ونه غوښتل، چې اولادونه يې د ده په څېر بې سواده ووسيږي.

نوموړي زياته کړه: ((زما خو ټول ژوند همداسې په پټو سترګو تېر شو او اوس پښېمانه يم، چې زما ژوند خو هېڅ معنا نه درلوده، کاشکې مې درس ويلى واى.))

ګل محمد، چې اوس هم بزګري کوي، وايي که چېرته يې زده کړې کړې واى، نو اوس به يې ارامه دنده درلوده.

هغه وويل: ((لس کاله تېر شول، خو دولت زموږ په سيمه کې ښوونځي جوړ نه کړل، ښوونکي معاشونه اخلي، خو ښوونځي نشته او تراوسه مو د پوهنې رياست هېڅوک په دلته نه دي ليدلي.))

د غزني د پوهني رياست چارواکي هم په دغه ولسوالۍ کې د حاجي عبدالحميد له لوري ماشومانو ته د زده کړو ورکول مني او وايي، چې دغه کس ته دوى تنخوا نه ورکوي او په وړيا ډول ٨٥ ماشومانو او تنکيو ځوانانو ته زده کړې ورکوي.

د پوهنې رياست وياند غني غالب پژواک اژانس ته وويل، دا رښتيا ده، چې په زنخان ولسوالۍ کې د پوهنې په برخه کې سم ګامونه نه دي اخيستل شوي او لامل يې هم ناامني ده.

د هغه په وينا، په زنخان ولسوالۍ کې ټول نهه ښوونځي دي او دا ډېر لږ دي او په يو شمير سيمو کې يې هېڅ نشته.

نوموړي له حاجي عبدالحميد څخه مننه وکړه، چې د زنخان په څېر ناامنه ولسوالۍ کې يې داسې ګټور ګام پورته کړى او دوى يې هرکلى کوي.

غالب وايي: ((ډېر شمېر سيمې دي، چې ښوونځي نه لري، بايد د سيمې خلک همداسې راپورته شي او خپلو ماشومانو ته درس ووايي.))

د هغه په وينا، د زنخان په ټوله ولسوالۍ کې تراوسه له دوولسم ټولګي فارغ نشته.

خو د زنخان د پوهنې مدير محمد داوود کوچي که څه هم د عبدالحميد له لوري خلکو ته د درس ورکول مني، او وايي، چې دغه کس له دولت سره رسمي ښوونکى نه دى.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل: ((په زنخان ولسوالۍ کې ټول څلور ښوونځي دي، چې هغه هم په جومات او يا هم په خيمو کې زده کوونکو ته په کې درس ورکول کيږي.))

د غزني د زنخان ولسوالۍ د غزني ښار شمال ختيځ ته په ۳۰ کيلومترۍ کې پرته ناامنه سيمه ده، چې په ډېر شمير سيمو کې يې وسلوال طالبان واکمن دي او د نوروکارونو ترڅنګ د پوهنې په برخه کې هم ورته پاملرنه نه ده شوې


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more