د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

چه دامريکا قرضونه خلاص شول بيابه له افغانستانه لاس اخلي

tandar
20.10.2012

چه دامريکا قرضونه خلاص شول بيابه له افغانستانه لاس اخلي
نن امريکا دټولي نړي قرضداره ده او افغانستان به داقرضونه خلاصوي
په نړي کي يواځيني هيواد چه تر ننه پوري ئې چا په دغه هيواد کي په مدرنو تخنيکي وسائلو سره دسيني دسپړلو عمليات نه دي اجراکړي هغه افغانستان دي
وطنفروشانو به دپنجښير زمرد او يا دبدخشان لعل او جواهر غلا او په خپلو بادارانو خرڅ کړي وي خو دا ماته سطحي يعني دځان ګرول ښکاري
خو ددي خاوري دزړه دوينو ځبيښلو ته نن امريکايانو او غربيانو ملا تړلي ده
دوي ولي دا کار کوي؟
ددي کار په خاطر دخپلو بچيو ويني هم تويوي او ولي؟
ځواب ئې زما په نظر دادي خپل راتلونکي نسل ته د يوه ارامه او بي احطياجه ژوند ضمينه مساعده کوي
ايا په افغان اولس کي هم څوک شته چه دخپل ملت لپاره دغسي احساس ولري؟
چه دنړي جابر او ظالم ته سوک په خوله ورکړي ؟
او ورته ووائې چه زما دبچي دخولي نه ډوډي مه اخله هغه هم انسان دي او دارام او دبي احطياجه ژوندحق لري
ايا داسي څوک شته چه دخاوري ازادي د ملي سرمائي حفاظت او دراتلونکي نسل دخوشبختي غم وخوري؟
ملنګ جان وائې
[color=darkblue:c28d168187]زه خوشحالخان يا اکبرخان يا ميرويس نه يادوم
............................. په موجوده خانانو کي زه هغسي يو خان لټوم
...............دزماني ستم رنځور کړم طبيبان لټوم.........................[/color:c28d168187]
اياپه مونږ کي به هم ديوالي او په خاوره او ملت دننګ احساس بيا راژوندي شي؟
او ولي مړ دي؟
ايا دخپلو نيکونو وينه زمونږ په رګو کي نه بهيږي؟
[color=red:c28d168187]چه د٥ لاسپوڅو،وطنفروشانو،قاتلانو او جنايتکارو اودپرديو دشمنانو ،،cia اوisi ،، ژوند بهتره وي ښه به وي او که دخپل ملت؟[/color:c28d168187]
راشي چه خپل ګريوان کي سر ښکرته کړو او له خپل وجدان سره قضاوت وکړو
په وطن او ملت مين پوهان شايد له ماپوه او ښه قضاوت وکړي
دcia اوisi لاسونه دافغان په وينو سره دي


حمید هڅــاند
21.10.2012

د امریکا د زبرځواکۍ ورځې نورې به ختمېدو دي،،،،،،دا هیواد نور له اقتصادي خرابۍ څخه نه شي را ګرځول کېدای. د ډالر پرځېدلو ته انتظار باسه او بیا د امریکا د راتلونکې ننداره کوه او بس....


pattang
21.10.2012

هڅاند صيب سلا مونه !
نه ډالر به پورته ځي ، ځکه د امريکې مصرف کميږي او افغانۍ به خپل قيمت داسې
بايلي لکه دمجاهدينوپه وخت کې ! چاچې اشغالګرو ته ترجمان کړې او يايې له
اشغالګرو سره کار کړی هغه به دخارج بورسونه واخلي او نور ملت به له لوږې سره
کلک مخامخ شي ! دولت خو نشته چې اقتصادي فکر وکړي دلوچکانو يو بازار دی
خدای پاک دخير پېښوي ? په هغو ځايو کې چې طالبان وروڼه قدرت لري بايد
دنرخونو کنترول وکړي اودspeculation مخه ونيسي !

[quote:3d6b1b861c="حمید هڅــاند"]د امریکا د زبرځواکۍ ورځې نورې به ختمېدو دي،،،،،،دا هیواد نور له اقتصادي خرابۍ څخه نه شي را ګرځول کېدای. د ډالر پرځېدلو ته انتظار باسه او بیا د امریکا د راتلونکې ننداره کوه او بس....[/quote:3d6b1b861c]


طیب زابلی *
21.10.2012

السلام علیکم ورحمة الله !
په افغانستان کی دوه قوته سره په جنګ دی
یو لوری ته ناټو ده چی په رأس کی امریکا ده او دکرزی اداره
یی شاته ولاړه ده ، او بل لوری ته بیا طالبان او مجاهدین دی
چی داسلام ددفاع او وطن دازادۍ لپاره له دی قوت سره کلکه
مقابله کوی ،
او ملت هم پر دوی ډلی ویشل شوی ده یوه ډله بی احساسه او
دیموکراسی پلوه خلګ دی چی دیو څو ډالرو په تمه یی
دامریکا لاره اختیار کړی ده ،
او بله ډله بیا اکثریت ملت ده چی دوطن د ازادۍ او پر وطن داسلامی نظام پلیکیدو
په هیله دطالبانو ترشا ولاړ دی ،
او دا یو جاری طریقه ده چی له وخته راروانه ده ،
مګر خو کله کله بیا په ټولنه کی داسی خلګ هم پیداکیږی
چی له یوی خوا سره یی هم زړه نه لګیږی دانو دا خلګ دی

(مُذَبْذَبِينَ بَيْنَ ذَلِكَ لَا إِلَى هَؤُلَاءِ وَلَا إِلَى هَؤُلَاءِ وَمَنْ يُضْلِلِ اللَّهُ فَلَنْ تَجِدَ لَهُ سَبِيلًا)


larghonay laraway
21.10.2012

طيب خانه سمه د انګريز پاليسي دې اختيار کړې ده!
کله چې هند او پاکستان وېشل کېدو نو يو خوا يې د هندوانو ګرند ايښی ؤ او بلې خوا ته قرآن او خلکو ته يې ويل چې کوم يو ته رايه ورکوئ
ستا د مطالعې، پوهې، عقل او شعور د کمښت له کبله تاته هم د ملاعمر انپړه ډله د اسلام سمبول ښکاري.
ولې پام دې وي چې ( د جاهلو خلکو رهبر هم جاهل وي) هسې نه چې خدای مه کړه د جهالو په ډله کې شمار شې!
د کرزي فاسده ډله او د ملاعمر ډلګۍ د امريکايانو د بهبود لپاره کار کوي چې پاک او سپېڅلی ملت يې تر منځ ځپل کېږي.
دا چې په ملاعمر پسې تر اوسه په دې کې اختلاف دی چې آيا لمونځ ورپسې روا دی او کنه ځکه چې قرأت يې سم نه دی نو د ده مخالفينو ته د دې ايات استفاده کول چې تاسو کړې تر (جهالته کمه نه ده)!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more