د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

د يار په وينو

زهيرشينواری
15.04.2003

[ديار په وينو
د تورې شپې په زړه کې
له هسکو ، دنګو غرونو
د شين زمری په شانې
په ښار ورننو تم
* * *
څو چې سحر ويښيده
د ښار سپيرې کوڅی مې
په سرو ، سرو وينو ديار
ښايسته رنګينه رنګ کړی.
* * *
د وير سرود غږ يده
شپه د ماتم اوږ ده شوه
وزرلرونکی مرغان
ټول په هوا شولاړل
* * *
خوبې وزره مرغان
د بې وسيو بنديان
څو ما شومان ، بوډاګان
د ښار په منځ کې ناست وو
له ستر ګويې اوښکی تللې
او په ژړا کې يې ويل:
قاتل به وينی سزا
قاتل به ويني سزا
* * *
د سزا نوم مې واوريد
شومه له خوبه راويښ
شکر د خدا ی مې وويست
چي زه خونه يم قاتل ١٣٧١ کال _ جوزا مياشت _ کابل


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more