د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

دکمونسيانو په وخت کي دملت پاڅون جهاد و؟

tandar
19.10.2012

دکمونسيانو په وخت کي دملت پاڅون جهاد و؟
او که د٢٠٠١ کال نه راپه دي خوا اصلي جهاد شروع شوي او په هر وطنفرست افغان فرض دي؟
که خلقيان او پرچميان کافر وه نو دوي خو اوس هم له ټولو افغانانو سره په داخل او خارج کي په يو ه درستخوان ډوډي خوري :oops:
په وادونو ،غم او خوښي کي برخه اخلي بيا ددوي په مقابل کي څنګه جهاد په کار و؟
ځکه روسان خو وروسته مستقيم راننوتل که داسي نه وه؟
دهر چا خپل نظر دي
زه وايم چه روسانو په خپل وخت او زمان سره په افغان اولس کي خلقيان او پرچميان وروزل او په يوه داخلي کودتا سره ئې په قدرت راوستل
که چيري غربيانو او امريکايانو ،،امپرياليزم،، مداخله نه وي کړي او ملت ئې ورته نه وي راپارولي شايد دومره نابودي ، قتل او قتال مينځ ته نه وي راغلي که څنګه؟
منظور دادي چه خلقيانو او پرچميانو ته ئې لږ وخت ورکړي وي چه دوي څه کول؟
خو دلته سوال دادي چه امريکايانو او غربيانو ،،امرياليزم،، د همدي افغانانو په وينه کمونيسيان له ميدانه وايستل په عين زمان کي ئې غير مستقيم دisi تر کنطرول لاندي دپاکستان په مختلفو منطقو کي واړه ماشومان په اسلامي مدرسو کي دطالب په نوم وروزل چه نن يوه ډله ئې پاکستاني طالب او بله ئې افغانې طالب ونومول شول
اوس امپرياليزم ،امريکا،غربيان، دطالب ټکولو ته د القائده سره ملګرتيابهانه کړيده او د زوړ مرام يا هدف ته درسيدوسره ئې په ګډه افغانستان اشغال کړي او غواړي چه په ټوله منطقه کي يعني پاکستان ،افغانستان او ايران د زړي يوګوسلاويا پلان تطبيق کړي يعني څو واړه مملکتونه مينځ ته راوړي چه وروسته ئې ددغو وړو مملکتونو کنطرول او دملتونو ويني ځبيښل ورته په اسانه تمام شي
نو په دي لحاظ زما له نظره اصلي جهاد داشغالګرو په مقابل کي د٢٠٠١ کال راپه دي خوا شروع او په فرد فرد واقعي افغان فرض دي
شايد سياست پوهان په دي هکله له ما ښه پوه شي

ا، سمت شمال يو مملکت
٢،دايران ،افغانستان او پاکستان بلوچ ،بلوچستان،بل مملکت
٣،پښتونخوا بل مملکت
٤، ټوله کراچي بل مملکت
٥،پنجاب بل مملکت
٦،وزيرستان بل مملکت
دcia او isi لاسونه دافغان په وينو سره دي


پښتون:
19.10.2012

د افغانستان د خلق دیموکراتیک ګوند په ۱۳۴۴ کال کی رسماً تاسیس شو چې مشري یې نورمحمد تره کي په غاړه واخیسته چې ورسره بـبرک کارمل - دستګیر پنجشیري - میر غلام محمد غبار - طاهر بدخشي او داسې نور کسان شامل وو
دغه حزب د یو لړ اختلافاتو په وجه په دوه برخو تقسیم شو چی یوه برخه یی د پرچم په نوم ونومول شوه چی مشري یې بـبرک کارمل په غاړه واخیسته
او بله برخه یې د خلق په نوم ونومول شوه چې مشري یې نورمحمد تره کي په غاړه واخیسته
دغه حزبونو وکولای شول چې په ډیر لږ وخت کی په ټولو ولایتونو او حتی په اردو کی ډیر کسان ځانته جذب کړی .

د سردار محمد داود خان د زمامدارئ په وخت کی د پښتونستان دلانجې په سر اختلافات دومره زیات شول چې حتی د یو احتمالي جنګ په خاطر د دواړو مملکتونو پوځونه سرحداتو ته ولیږل شول خو بیا د ایران په منځګړیتوب دغه لانجه په موءقتی طور سره ختمه شوه او د دواړو مملکتونو تر منځ جنګ ونشو - خو پاکستان د یوی موقعی په تلاش کې و چې د افغانستان حالات خراب کړي تر څو په آینده کی افغانستان پخپلو لانجو کی بند شي او د ډیورند کرښه او یاد پښتونستان مسله ورنه پاتې شي.

پدی جریان کې احمدشاه مسعود او انجینیر ګلبدین حکمتیار د یو لړ سیاسی لغزشونو په اساس چې د داود خان له حکومت سره یې لرل پاکستان ته وتښتیدل او پاکستان هم هغوی د پښتونخوا صوبی د چراټ په سیمه کی په یو پوځي روزنځای کېدافغانستان په ضد پوځي روزنه ورکړه .
احمدشاه مسعود او ګلبدین ته یې ډیرې پیسې ورکړې تر څو په افغانستان کې د پاکستان دآی اس آی اهداف پوره کړي.
( د تاریخ یوه کوچنی حصه صرف د احمدشاه مسعود د قیام په هکله داسی لیکي )

فرماندهي در نخستين قيام مسلحانه
(در اواخر زمستان ۱۳۵۳ که احمد شاه مسعود پشاور رفت، تعدادي از اعضاي فعال نهضت اسلامي معروف به اخوانيها که به بيش از چهل نفر مي رسيدند غرض فراگيري تعليمات نظامي به پاکستان آمدند. مسعود در اين تعليمات کوتاه نظامي مشارکت داشت. هدف از اين تعليمات نظامي، آمادگي براي انجام قيام مسلحانه در برخي ولايات و اطراف کشور در همآهنگي با کودتاي نظامي بود که در کابل به وقوع مي پيوست. گلبدين حکمتيار که مسؤليت امور نظامي نهضت اسلامي را به دوش داشت از مؤفقيت برنامۀ کودتا به همه اعضاي نهضت اطمينان داده بود. تدارک براي کودتا و قيام تا فصل تابستان اتخاذ شد و احمدشاه مسعود به حيث فرمانده قيام در وادی پنجشير تعيين گرديد. اما او علي رغم بي باوري به پيروزي کودتا و تشخيص زمينۀ نامساعد براي قيام، ناگزير به اطاعت از اقدامي شد که در آن جمعي از فعالان نهضت اسلامي مشارکت داشتند. در اين قيام داکتر محمدعمر در ولايت بدخشان، جان محمد در ولايت کنرها، مولوي حبيب الرحمن در ولايت لغمان و عبدالخالق در ولايت پکتيا فرماندهي عمليات را عهده دار شدند. احمد شاه مسعود که بيشتر از همه در مورد قيام و کودتاي مذکور شک و ترديد داشت به تدابير و راه هاي انديشيد که در صورت ناکامي قيام مي بايد به آن متوسل مي شد. اساسي ترين انديشه و برنامه ي او در صورت ناکامي قيام و کودتاي نظامي، تداوم مبارزه بود. از اين رو قبل از ورود به پنجشير و آغاز قيام انجنير محمد اسحاق و برادرش کفايت الله دوتن از همرزمان خود را که از مرکز ولسوالي پنجشير (رخه) بودند به پنجشير فرستاد تا تمام دره هاي جانبی اطراف رخه را ببيڼد و ساختمان اراضي آن را به دقت مطالعه نمايند.
احمدشاه مسعود در سرطان ۱۳۵۴ به پنجشير آمد. تعدادي از محصلين دانشگاه کابل و ساير مؤسسات عالي آموزشي عضو نهضت اسلامي را که قبلاً براي شرکت در قيام مسلحانه تشخيص شده بودند در اواخر سرطان ۱۳۵۴ در پنجشير جابجا کرد. او اين برنامه را به دور از آگاهي سازمان امنيت دولت و پوليس با دقت عملي نمود. براي افرادي که مورد پرسش همسفران شان به سوي پنجشير و هرکسي ديگر قرارمي گرفتند، سپري نمودن روزهاي تعطيلات تابستاني نزد صنفي ها و دوستان شان ظاهراً دليل موجه و قانع کڼده بود.
احمدشاه مسعود در اين اولين فرماندهي قيام مسلحانه عليه دولت ۲۱ سال داشت. او درشب اول اسد ۱۳۵۴ افراد تحت فرمان خود را براي تصرف ولسوالي تنظيم و سازماندهي کرد. آنها در چهار دسته تقسيم شدند. يکدسته براي قطع راه اصلي ورود به وادي پنجشير، مدخل دره، فرستاده شد. و سه دستۀ ديگر براي تصرف مراکز اداري حکومت در رخه، مرکز ولسوالي توظيف گرديدند. اين افراد با سلاح هاي که خود حين ورود به پنجشير مخفيانه آورده بودند مسلح شدند. مسعود عمليات را در سحر گاه اول اسد پس ازطلوع آفتاب آغاز کرد و به سرعت، بدون تلفات و خون ريزي مرکز ولسوالي را به دست آورد. آنگاه به نشرات راديوي دولتي که از کابل پخش مي گرديد گوش فراداد تا خبر پيروزي کودتا را بشنود. گلبدين حکمتيار پيش از قيام اسد گفته بود کودتا توسط جنرال عبدالکريم مستغني رئيس ستاد مشترک ارتش به راه مي افتد و قيام کڼدگان در اطراف، پيروزي کودتا را از راديو مي شنوند. احمدشاه مسعود چندساعت بعد از تصرف مرکز ولسوالي به جاي شنيدن خبر کودتا از راديو، خبر ورود نيروهاي دولتي را به پنجشير شنيد. هنوز نيروهاي دولتي به محل شورش مسلحانه در رخه نرسيده بودند که مردم محل به شورشگران حمله بردند. تلاش مسعود و قيام کڼدگان براي قانع ساختن مردم که آنها را پاکستاني و تخريبکار مي خواندند بي نتيجه ماند. احمدشاه مسعود با ورود نيروهاي دولتي از بيرون پنجشير، فرمان عقب نشيني را به همرزمان خود صادر کرد. هرچند او با جمعي از يارانش به سختي مؤفق گرديد تا زنده و سلامت از اين قيام مسلحانه بيرون شود اما ۱۲ تن آنها در اين واقعه کشته و يا اسير نيروهاي دولت شدند. اين قيام نافرجام، نخستين تجربۀ نظامي و فرماندهي احمدشاه مسعود بود که در شکل گيري مبارزه و مقاومت آينده و مسير کار و عمل او اثرات عمده و تعيين کڼده اي به جا گذاشت.)

د پاکستان حکومت او بیا په تیره بیا د هغی جاسوسې اداره آی اس آی چی له ډیره وخته داسې یو حالت ته انتظار درلود لکه پیشو چې موږک ته پټه وي له دې موقعی نه په استفادې سره یې هغه پخواني روزل شوي مزدوران لکه احمدشاه مسعود او ګلبدین حکمتیار دې ته وهڅول چی د دې موقعی نه استفاده وکړي او خپل د وفادارئ قسم په ځای کړي .

د پاکستان حکومت په ډیره کامیابۍ سره وکولای شول چې داسې خلک استعمال کړي او د حکومت په مقابل کې پرې خلک راپورته کړي ،،دې ډول خلکو بیا ملایان استعمال کړل ځکه چې زمونږه دافغانستان خلک ټول بیسواده ؤ او ملا به پکې لږ با سواده ؤ او بله دا چې زمونږه خلک ټول ساده مسلمانان دي او ملا ته ډیر په قدر او عزت ګوري او ملا د پیغمبرانو وارثین ګڼي نو د ملا هره خبره ورته د پیغمبر او خدای تعالی خبره ښکاري،، نو ملایانو د خلکو په منځ کې تبلیغات شروع کړل چې دا حکومت کافر دې ،، ستاسو د دین دشمن دې ؛ کور ، کالي او ډوډۍ چې د کمونستانو شعار دې اوس دوی خپل کړیدې .

زمونږه ساده او بیسواده افغانان د هغه وخت د ساده ملایانو او د پاکستان او آی اس آی د تبلیغاتو ښکار شول او بیا یی بیت المال او عام المنفعه ځایونو ته زیانونه آړول شروع کړل مثلاً
هغه مکتب چې د هغوی آولادونو به پکې درس وایه هغه یې وسوځول او معلمان یې مړه کړل
په ولسوالیو یې حملې شروع کړی
پلونه یې په بمونو والوځول
شفا خانې او کلینیکونه یې د حملو لاندې ونیول
د حکومتي چارواکو کورونه یې وسوځول او د هغوی ژوند او عزت ته یې خطر ونه پیښ کړل
په عامه سرکونو او بازارونو کې یې بمونه والوځول او داسې نور .........
چی د دې په ځواب کې حکومت هم ډیر مجبور شو چې د هغوی د ځپلو لپاره میدان ته را ووځي لکه څرنګه چې په دې ناورین کی د اخوانیانو ملایانو ډیر لوي لاس ؤ نو حکومت هم په اول سر کې د ملایانو په نیولو او ځپلو لاس پورې کړ
چې دغه کار بیا مجاهدینو او اوس طالبان هم کوی یعنی کوم ملا یا حافظ د قرآنکریم چی د د کرزی د حکومت طرفدار وی طالبان یی هم وژني او حلالوي يي،،
د کندهار د ښوونې اسلامی ریئسان او غړي د هلمند او پکتیا او داسې نورو ولایتونو علما چې حکومت پلوي دي همیشه د طالبانو لخوا وژل کیږي
ولې یو طالب پلوه کس هم داسی طالبانو ته نه وایی چی دا خو ملا ؤ یا دا خو یو حافظ د قرآن ؤ - تاسو یی ولی وژنئ ( خلقیانو ته د ملایانو وژل حرام ؤ - ولی طالبانو ته د ملایانو وژل روا دي ) یو بام او دوه هوا - عجیبه انصاف دې!!!!!!!!!!!!!!!!

د ۱۳۵۷ کال د ثور په ۷ تاریخ انقلاب وشو او پوره ۲۱ میاشتې بعد روسانو په ۶ د جدي په افغانستان نظامي یرغل وکړ ولې د روسانو د تعرض نه مخکې زمونږه خپلو آفغانانو له افغانستان نه کنډواله جوړه کړې وه او ډیر خلک مهاجر شوي ؤ
د روسانو د راتلو سره د هجرت پروسه لا پسې ګړندۍ شوه او د روسانو د راتلو مقصد چې د پاکستان نیول او بیا د کراچۍ تودو اوبو ته رسیدل ؤ د پاکستان حکومت په ډیره زیره کئ سره وکولای شول چې دغه آفغان مهاجر د افغانستان سره په سرحدونو کی ځای په ځای کړي او دغه افغانان د یو دفاعی ډیوال په شان د روسانو مقابلې ته ودروي او بیا همدغه افغانان جهاد ته تشویق کړي او همدغه افغانان د حکومت او روسانو سره وجنګوي او خپل پاکستان او پاکستانیان د روسانو نه په آمان وساتي.

د افغانستان په جنګ کې له هرې خوا نه افغانان قرباني شول او لا قربانیږي.
که افغانان د روسانو په مقابل کی جنګ نه وی کړې او قرباني یې نه وی ورکړې نو اوس به پاکستان د روسانو د لاس لاندې وی
خو د افغانانو قرباني اوس پاکستان هیڅ نه منی او اوس پاکستان کوښښ کوي چې افغانان له پاکستان نه په زور وباسي،،، او همیشه افغانان د پاکستانیانو د لورې نه ځورول کیږي او وهل کیږي او بې عزته کیږي , د افغانانو دغه احسان خو هیڅ نه مني .
د پاکستان حکومت ته اسلام هیڅ مهم نه دې بلکه پاکستان همیشه خپلې ګټې په پام کې نیسي د پاکستان ګټه چې په هر څه کې وي هغې خوا ته زور کوي،،،،،،ولی زمونږ د افغانانو په سرونو کې چی د خره ماغزه پراته دي هیڅکله یې خپله ګټه او تاوان ونه پیژانده او همیشه د نورو د لاس آله ګرځي او بیا خصوصاً د پاکستان د لاسونو آله ګرځیدلې دي
کله چې د یو سیاسي مفاهمت او ایتلاف له مخې مجاهدینو افغانستان ونیو نو ټولو مجاهدینو به ویل چی دوی خو هم زمونږ په شان انسانان دي - مجاهدینو ویل چی مونږه ته یی په پاکستان کی افغانستان میشته افغانان ډیر په بد شکل و صورت او خوی معرفي کړی ؤ در حالیکه چې افغانستان میشته افغانان خو ډیر نرم او ښه خلک دي دلته مسجدونه دي دلته آذانونه کیږي - دلته خو اسلام ته درناوی دې او بیا به یې پاکستان ته ښکنځلې کولې چې ناحق یې زمونږ وطن په موږ باندې خرابوه
د مجاهدینو په قدرت کی رسیدو سره سم د قدرت پخاطر جنګونه شروع شول او افغانستان یې د ملانصرالدین د قبر نه هم بد تر کړ ، د خلکو کورونه یې چور کړل ، سلاح او مهمات یې چور او خرڅ کړل ، بې ګناه یې خلک مړه کړل او داسې نور ،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،، ،،،،،؛
او هر چاته دا ثابته شوه چې د دغه مجاهدینو جهاد د الله لپاره نه ؤ بلکه د قدرت لپاره ؤ .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more