د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

ملا محمد عمر یا وژل شوی یا بندي دی

مومند
15.10.2012

تاوده سلامونه او نیکی هیلی
د نن ورځ په ورځپاڼو کی د مجاهد ملا عمر په هکله خبر خپور شوی چی وایی د طالبانو مشر ملا محمد عمر یا په جیل کی وژل شوی او یا په ذهنی/عصبی ناروغی اخته شوی دی. ستاسو په عقیده آیا دغه لاندنی خبر ریښتیا دی؟

((ملا عمر یا وژل شوی یا بندي دی
تاند(میزان۲۴) یوې لوېدیخې ورځپاڼې ډیلي بیسټ (Daily Beast) ادعا کړې چې د وسله والو طالبانو مشر ملا محمد عمر یا په «جېل» کې وژل شوی او یا په ذهني او عصبي ناروغۍ اخته شوی دی.
ورځپاڼه وايي چې د طالبانو د کوټې د شورا یوه غړي نیوزویک مجلې ته وویل چې د طالبانو نور مشران د ملا عمر په اړه فکر نه کوي ځکه چې په اوس وخت کې د دوی لپاره د ملاعمر روغتیا یا د استوګنې ځای ډېر مهم نه دی.
ده همداراز ویلي چې د طالبانو لپاره مهمه دا ده چې :« باید تمرکز او پام جهاد او مقاومت ته وي.» خو ویل کېږي چې طالب جنګیالي هم ان ې چې له خپل اوښي سره په موټرسایکل دوپشته سپور و، د کندهار په شاوخوا کې خپلو پلویانو ته موعظه دېښمن او هم حیران دي چې مشر یې دا دومره موده چیري دی. ده یوولس کاله پخوا په داسي حال ک کړې وه خو له هغه وخت وروسته خپلو پلویانو نه دی لیدلی.
ورځپاڼه ادعا کوي چې اکثره وېره لري چې ملا عمر به وژل شوی او یا معیوب شوی وي. دوی شک لري چې د پاکستان استخباراتي ادارې آی ایس آی به ملا عمر یا په پټه بندي کړی یا وژلی وي.
د طالبانو د یوه پخواني جګپوړي مقام په وینا، چې نور له دې ډلې جلا شوی، باید یو څه وي چې له طالبانو سره د ملا عمر د تماس مخه نیسي. کنې هغه به لږترلږه په خپل ږغ ثبت شوی پیغام ورلېږلی و او د امریکا له خوا د زرګونو افغانانو پر وژلو به یې خواخوږي حرګنده کړې وه.
ده همداراز وویل:«که ملا عمر په سم حالت کې وای، یو ثبوت به یې ښکاره کړی و چې ژوندی دی.» ده تاکید وکاوه چې د القاعده شبکې د اوسني مشر ایمن الظواهري لپاره ۲۵ ملیون ډالره جایزه ټاکل شوې خو له دې سره سره نوموړی هر څه موده وروسته په منظم ډول پیغامونه خپروي، «ولې یې ملا عمر نه خپروي؟»
ده وویل چې دا سمه ده چې د ملاعمر په نوم په کال کې یو یا دوه ځلي د اخترونو په مناسبت لیکلي پیغامونه خپرېږي خو څوک چې له مسلې خبر دي پوهېږي چې دا پیغامونه جعلي دي. ځکه چې ملا عمر هیڅکله هم داسي په چوکاټ برابر او روان نثر نه شي لیکلی، هغه یو ساده ملا دی، حتی هغه کلمې او جملې نه شي لوستلی چې د ده په نامه خپرېږي دا خو لا پرېږده چې ده به لیکلي وي.
د ده په وینا ملاعمر د طالبانو د واکمنۍ په موده کې بي بي سي پښتو ته په خپلو مرکو کې، چې یو نیم وخت به یې کوله، په خپله مورنۍ ژبه کې پر له پسې ټکنی کېده.
د طالبانو د کوټې د شورا یوه غړي وویل:«د ملا عمر اوږده چوپتیا مغشوشوونکې ده. ما له ۲۰۰۱ څخه ملا عمر نه دی لیدلی، د ده د لیدلو اصرار هم نه لرم. خو د یوه انسان په توګه د هغو پیغامونو، اعلامیو او فرمانونو په اړه پوښتنې لرم چې د ده په نوم خپرېږي.»
دی همداراز وايي چې په دې پوهېږي چې طالبان یو ځل د ملاعمر په نوم په یوه جعلي پیغام غولول شوي ول.«د څه مودې لپاره یو ویدیو ټېپ په دې نوم لاس په لاس کېده چې د ملاعمر دی، خو بالاخره موږ پرې پوی شوو چې جعلی دی، د بلوچستان د یوه ملا ږغ و.»
ډیلي بیسټ ورځپاڼې او نیوزویک مجلې لیکلي، ځیني کسان حتی وايي چې ملا عمر له عصبي او عقلي ناروغۍ سره مخامخ شوی دی. هغه کسان چې یو وخت له ملاعمر سره نژدې ول، وايي چې دی د ۱۹۹۹ کال له اګست څخه، یعني له هغه وخته چې په کندهار ښار کې د ده د کور مخته له چاودېدونکو موادو ډک ټرک وچاودېده، په سخت دیپرېشن اخته و. د چاودنې په مهال ملاعمر د خوب په خونه کې و چې د ودانۍ په شاتنۍ برخه کې وه. چاودنې ده ته زیان وانړاوه خو دوه وروڼه یې چې کوڅې ته په نژدې خونه کې ویده ول، له خپلو پنځو ساتونکو سره ووژل.
د کوټې د شورا پخواني غړي وویل، کله چې د ملاعمر وروڼه خاورو ته سپارل کېدل، ملاعمر په لوړ ږغ وویل:«وه خدایه زما وروڼه راکړه چې اوس دې بېرته واخیستل!»
د ده په وینا ملاعمر په چا باور نه کاوه. تر دې چې له خلکو سره به یې په اسانه نه کتل. ده د خپلې واکمنۍ په موده کې له بهرنیو پلاوو سره له کتنې ډډه کوله، د سعودي عربستان د پاچا له شخصي بلنې سره سره حاضر نه شو چې حج ته سفر وکړي حال دا چې حج یوه فریضه ده.
د ملا عمر په اړه د دې خبر نور تفصیل د تناند په انګلیسي ویبپاڼه کې ولولئ.))

په درناوی
مومند


pattang
15.10.2012

دډيلي بيسټ غربي ورځ پاڼې د افواهاتو په اړه داسلامی امارت غبرګون
دوشنبه, 15 October 2012 16:18 Umair پیغامونه .
داچې تيره ورځ له مبالغوډکې غربي ورځ پاڼې ډيلي بيسټ يو جعلي او بي سنده راپور خپور کړ چې ګنې خدای مکړه عالیقدر اميرالمؤمنين يا وفات شوی او يا هم ناروغ ده ، اسلامي امارت ددښمن دغه راز افواهات چې په کراتو يې خپاره کړي دي او دتبليغاتي موخو لپاره ورڅخه استفاده کوي په کلکو ټکو ردوي او دا دماتې خوړلي دښمن دتجربه شوو ناکامو هڅو نه يوه بله هم بولي ، داسې غير مسئولانه خبرې او افواهات به کله هم ونشي کړای چې داسلامی امارت دمجاهدینو او افغان مسلمان ملت په روحياتو هغه اغیز وکړي چې دښمنان يې هيله لري
، عاليقدر امیرالمؤمنين دايولس کاله دالله جل جلاله په نصرت او دخپل مؤمن اولس په مرسته توانيدلی چې د ۴۹ یرغلګرو هیوادونو له نيم ميلیون بهرنيو عسکرو او کورنیو مزدورانو سره په پوره ميړانه مقابله او جهاد وکړي ، دماتې په درشل کې واقع دښمن به طبعا دخپلو مورال بايللو عسکرو او مايوسه شويو حربي جنرالانو د روحياتو لپاره نورې هڅې هم وکړي خو اسلامی امارت خپلو ټولو مجاهدینو او ملت ته ډاډ ورکوي چې دعاليقدر امیرالمؤنين په اړه هيڅ راز تشويش هم ونلري هغه الحمدالله ازاد ژوند او ښه صحت لري او وخت په وخت داسلامي امارت مسئو لینو ته شفا هي او تحریري هدا یات ورکوي ،موږ باور لرو چي دا ډول ددروغورا پورونه خپرول به دهغو مزدورو رسنیو اعتبار لا زیات زیانمن کړي څوک چې ددښمن دا ډول بي سنده او وچ درو غ په بار بار خپروي او له وړاندي نه یې لا ازا دي او بي پري والی تر سوال لاندي ده .

دافغانستان اسلامی امارت

۱۴۳۳/۱۱/۲۹ هق

۱۳۹۱/۷/۲۴ هش ــ ۲۰۱۲/۱۰/۱۵ م


larghonay laraway
16.10.2012

السلام عليکم!
بس ملاعمر د امريکا چاړه ده چې په خپله پرې خټکي خوري او مونږ پرې حلالوي
يوازې ملاعمر نه بلکې له اسامه او القاعده يې هم همداسې ډنډوره جوړه کړې ده. کله چې په امريکا کې کوم بدلون راځي يا يې انتخابات رانږدې شي نو د ملاعمر او القاعده وو په اړه ډنډوره جوړه کړي. دوی هم ويډويويي او غږيز پيغامونه راپورته کړي، خپل خلک پرې وېروي چې که په افغانستان کې خنثی نه شي نو دلته راځي او کله يې چې هلته نه وي په کار نو دغه چړې بيا افغانانو ته تيرې کړي چې څوک په خېټه او څوک په مرۍ کې پرې حلالوي!


طیب زابلی *
16.10.2012

السلام علیکم ورحمة الله
یاره دا درواغجنی او شیطانی ورځپاڼی هم عجبی خبری کوی
له یوی خوا وایی چی طالبان په سیاست نه پوهیږی
له بلی خوا بیا وایی چی دا دطالبانو نظام یولس کاله
دامیر په نشتوالی سره په جعلی فرمانونو چلیږی،
ایا دا ددنیا دهر څومره غټو سیاستمدارانو له وسه پوره ده ؟

امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد حفظه الله اوس هم ژوندی ده
او طالبان دده تر قیادت لاندی جهاد کوی په دارنګه درواغجنو توطیو سره
نه دطالبانو روحیه کمزوری کیږی او نه پری باور کوی .


مومند
16.10.2012

تاوده سلامونه او نیکی هیلی
طیبه وروره تاسو به ښه وایست خو د وړاندی لیکنی په هکله یوه ټکی یی زما په زړه کی هم شک راپیدا کړ: « ده تاکید وکاوه چې د القاعده شبکې د اوسني مشر ایمن الظواهري لپاره ۲۵ ملیون ډالره جایزه ټاکل شوې خو له دې سره سره نوموړی هر څه موده وروسته په منظم ډول پیغامونه خپروي، ولې یې ملا عمر نه خپروي؟»
نو ستاسو په انډ دا ولی؟ ولی ملا محمد عمر مجاهد لخوا کوم ویډیویی پیغام او یا د هغه په آواز کوم پیغام نه خپریږی؟
که ملا محمد عمر مجاهد په ریښتیا ژوندی دی او جوړ او روغ دی نو ولی د خپلو خلکو د زړه آرام لپاره یو ویډیویی او یا خپل په آواز/غږ یو کسټ/سی ډی نه خپروی او خلکو ته او خپل دښمنانو ته د خپل د روغتیا او ژوند ثبوت نه ورکوی؟ که دغه کار وکړی نو د هغه د دښمنانو دروغونه او ډندوری به هم بیکاره او بی اثر سی او خلکو ته به هم لږ شانتی د زړه آرام ورکړی.

په درناوی

مومند


larghonay laraway
17.10.2012

السلام عليکم!
ملاعمر حتی د امارت پر مهال هم په قومانده او پيغام نه پوهېدو!
تاسو خپله قضاوت وکړئ چې د يو انپړ او بې سواده به څه پيغام وي؟
ظواهري خو عالم دی او د ملاعمر په اړه مې اوريدلي چې لمونځ او قرئت يې هم سم نه دی!
په هر حال که مړ وي خدای دې ورته معافي وکړي او که ژوندی وي خدای دې ورته د نېکۍ هدايت وکړي ځکه د پښتنو بېړۍ خو يې غرقه کړه!
لس کاله د پښتني سيمو ماشومان بې زده کړې پاتې شول!


طیب زابلی *
17.10.2012

السلام علیکم ورحمة الله
مومند صیب دا خبره دی پرځای
ده مګرددی علت داده چی دملامحمدعمرمجاهد له وخته
داعادت اوسیاست ده چی له
ویډیو ،تصویر اومرکوڅخه ډډه کوی حتی چی
داقتدار په وخت کی هم نه چادده ویډیولیدلی ده نه تصویر،
اوغږیزی
مرکی یی هم ډیری کمی وی


ډاکتر څپاند
18.10.2012

سلامونه ومنئ،

زما يو قريب وو چې دمکتب په دوره کې خورکی ډير ناتوانه وو،جمع،ضرب او
داسې نور شيان ئي سره نه پيژندل٠پلار ئي برخلاف،يو هوښيار اومدبر انسان
وو او دازموينو په وخت به ئي سرمعلم او معلم صاحبان ميلمانه کړه او زوئ
به ئي کامياب شو٠

يوه ورځ په صنف کې ددولسم ټولګي دجغرافي ښونکي تری وپوښتل چې (ش)
جانه خلک لګيا دي پښتونستا پښتونستان وائي،دا پښتونستانچېرې دی؟
(ش)ورته کړه چې ياره ....زما په پکر پښتونستان ددی ګنبيري ډاک نه اخوا
د کومې سيمي نوم  دی٠ :shock: :D

نو موږ هلکان چې دده همزولي وو،له ده نه مو پښتل چې (ش)جانه ،ته ولې  خپل درسونه نه وائي؟ ده به کړه چې تاسې ساده ګان ياست،هسې خپل ماغزه
خورئ،ما خپل مازغه پوهنتون ته ساتلي دي 8)

په خدای (ج) باور وکړئ چې واقعا دی د پوهنتون نه فارغ شو٠درباني استاد
په حکومت کې،ډګروال شو،دطالب جان په زمانه کې په ملا (ش) مشهور،دوالي
معاون ګوټی شانتې وو او اوس دغټ تجارت،ارګاه او بارګاه څښتن دی،خواوس هم جمع،ضرب اوتقسيم
نه پيژني،مګر ټول ماشومان ئي دکمپيوټر ماستران شوي دي٠

نو جناب رهبر صيب،دغټو طالعو څښتن دی،خپل مازغه بيځايه نه خوري،خو که داځل د اميرالمومنين قدم کندهار ته ورسيد،دټولې دنيا امير به شي


مومند
19.10.2012

تاوده سلامونه او نیکی هیلی
دا خو مو بلکل درسته خبری لیکلی دی څپاند صیب
ریښتیا هم چی رهبر صیب د غټو طالعو څښتن دی او خپل ماغزه نخوری پر ځای یی د ولس وینه تویوی او د سپیڅلی ولس ماغزه ور باده وی. دغه د پارسی متل می په یاد شو چی وایی:
تا احمق در جهان است مفلس در نمی ماند
نو تر هغه وخت پوری چی په افغانستان کی د جهالت او بی سوادی لمبی بلی وی دوی کولای شی چی په آرامه او بی له کوم زیار نه خپل واک وچلوی او ولس خطا باسی.

په درناوی

مومند


مومند
19.10.2012

[quote:ddc5606a79="larghonay laraway"]السلام عليکم!
ملاعمر حتی د امارت پر مهال هم په قومانده او پيغام نه پوهېدو!
تاسو خپله قضاوت وکړئ چې د يو انپړ او بې سواده به څه پيغام وي؟
ظواهري خو عالم دی او د ملاعمر په اړه مې اوريدلي چې لمونځ او قرئت يې هم سم نه دی!
په هر حال که مړ وي خدای دې ورته معافي وکړي او که ژوندی وي خدای دې ورته د نېکۍ هدايت وکړي ځکه د پښتنو بېړۍ خو يې غرقه کړه!
لس کاله د پښتني سيمو ماشومان بې زده کړې پاتې شول![/quote:ddc5606a79]

تاوده سلامونه او نیکی هیلی
تاسو سمه خبره کړی ده. ریښتیا هم چی د یو نازده کړه او بی سواده سړی به څه پیغام وی. او زه هم وایم چی که ژوندی دی الله پاک دی د نیکی هدایت ورکړی او زمونږ د پښتنو د سر نه لاس واخلی او نور مو مه ځوروی او پریږدی چی زمونږ ماښومان خپلی راتلونکی لپاره زده کړی وکړی او هیواد ودان کړی.
آمین

په درناوی

مومند


pattang
19.10.2012

داسې خبرې چې اورم نو داسې مالوميږي چې پښتانه مکتبيان ډېر وروسته پاتې
دي دوی په خشک او وچ نوم کې نيښتي دي چې نمونې يې دکرزي کابينه ده چې هر
يوډاکتر او پرو فيسر ځان ته وايې خو يو يې هم نه وجدان لري او نه په خپل کار
پوهيږي ! مکتبيان پښتانه لا اوس هم په خپل پوچ او غلط غرور کې بند پاتې دي!
اوس به راشم لوی ملا صيب ملا محمد عمر مجاهد ته !
په وروستويو کالو کې دافغانستان په تاريخ کې دوه جنګي قهرمانان شته چې يو
يې شهيد ملال دادالله و چې د cia دطالبانو په امريکايانومړ که اوبل يې مجاهد
ملا عمر دی ، هغه خت چې طالبان په باميانو کې په څټ راغلل نو لوی ملا صيب
په خپله د جنګ لاره او پلان واخيست او با ميان يې ونيول ، ملا صيب مخ کې هم
دروسانو په مقابل کې جنګېدلی او خپله سترګه يې له لاسه ورکړې ده !
## ايا تيتو چې وروسته مارشال تيتو شه کومه دجنګ اکادمي لوستلې وه چې د
هتلرعساکرو ته به يې سخت تلفات اړول !
## هوچېمين چې اول يې مذدوري کوله کومه جنګي فاکولته لوستلې وه چې
ويتنام
يې ازاد او سره يو که !
## چې ګووارا ، د طب ډاکتر و و خو په ګوريلايې جنګ کې بېساری و و او افسانوي څېره تر اوسه پورې پاته دی !
## په سلګونو نور مسالونه شته ، په جنګ کې جنګي پسېخولوګي مهمه ده چې پر
چا څومره خلک او جنګيان را ټولېږي !
ملا عمر د طالبانو روحاني مشر او خلک پرې را ټول دي خو دا چې افغانستان اوس
صليبيانواشغال کړی نو په زرګونواولکونو خلک شته چې بې له ملا عمره د جهاداو
دازادي مفکوره په خپلو سرونو کې لري !
ملا عمر دپښتنو جنګي لاس دی نو پردې اساس سپکې ورکې ورته وېيل په اکسرو
پښتنو بدې لګيږي ،خدای پاک دې دغو صابونکي پښتنو ته هدايت وکړي چې
له داسې سپکو سپورو خپل لاسونه  واخلي !!


larghonay laraway
20.10.2012

السلام عليکم!
پتنګ صيب مقايسه يو فن دی چې هر څوک يې نه شي کولی!
دغه نړيوال جګړه ماران مارشالان چې تاسو ياد کړي هغه د ملاعمر د زمانې نه وو!
تاسو مهرباني وکړئ د ملاعمر د وخت مسلمان يا غير مسلمان رهبر راوښيئ چې انپړ وي؟
پاتې شوه د کرزي کابينه
چې د ملاعمر سپي هم تر دوی شرف لري.
مونږ هيڅکله هم نه دي ويلي چې يوازې زده کړه او پوهه د مشرتابه لپاره ضروري ده بلکې انسانيت هم دی


مومند
22.10.2012

تاوده سلامونه او نیکی هیلی
پتنګ صیب تاسو خو یو ځل بیا توهین نه ډک او بی له کوم منطق بحث پیل کړی یاست. ګوره وروره! د یو هیواد مشر او رهبر تش په نوم نشی مشر کیدای مونږ او تاسو د یو وړوکی کورنئ په هکله خبری نه کوو، مونږ د یو بسته هیواد په هکله خبری کوو، تاسو لیکلی دی چی: ((داسې خبرې چې اورم نو داسې مالوميږي چې پښتانه مکتبيان ډېر وروسته پاتېدي دوی په خشک او وچ نوم کې نيښتي دي چې نمونې يې دکرزي کابينه ده چې هر يوډاکتر او پرو فيسر ځان ته وايې خو يو يې هم نه وجدان لري او نه په خپل کارپوهيږي ! مکتبيان پښتانه لا اوس هم په خپل پوچ او غلط غرور کې بند پاتې دي!))
مونږ پښتانه وروسته نه یو پاته شوی او نه هم یواځی په وچ نوم کی نیښتی یو بلکی د نړی په واقیعتونو پوهیږو او په دا هم پوهیږو چی یوه بی سواده سړی به څنګه کولای شی چی د یو هیواد مشری وکړی او بیا وکولای شی چی هغه هیواد د نړی پر مختللی هیوادونو سره رقابت او تجارت ته چمتو کړی؟ یوه بی سواده سړی د زده کړو او ښونځیو په ارزښت او اهمیت څه پوهیږی؟ یوه بی سواده سړی د هیواد په پرمختګ کی به څه اغیزه ولری او د اوسنی نړئ په مهیارونو سره سم به څنګه هیواد چمتو کړی؟ هغسی سړی چی خپل نوم لیکلی لا ندی زده هغه به څنګه وکولای شی چی زمونږ په هیواد کی د عالی زده کړو لپاره زمینه برابره کړی؟
ما هیڅکله د کرزی د حکومت او یا د هغه د حکومت کارکوونکی ستاینه کړی دی او نه یی کوم.
تاسو د نړی ځنی رهبرانو نومونه لیکلی دی پتنګ صیب. لومړی مارشال ټیټو دولس کلن و چی زده کړه یی پریښود اوکا ر یی کاو خو د شپی له خوا ښونځی ته تلل او د تاریخ، جغرافیه او د ژبو زده کړه یی کول او په کال ۱۹۱۳ کی په عسکری کی جلب شو او د عسکری تمرینات لپاره ښونځی ته واستول شو. نو ستاسو وینا غلط دی مارشال ټیټو بی سواده نه وّ.
تاسو لیکلی دی چی ،چې ګووارا، ستاسو وینا سره سم هغه هم ډاکټر و. تاسو مونږ ته د اوسنی نړی بی سواد مشرانو نومونه وښي.
افغانستان اوس داسی یومشر ته اړه لری چی وکولای شی د دیرشو نه ډیر کلونو جګړی ختم کړی او د جګړه ځپلی او وران شوی هیواد بیا رغونه وکړی او د افغان ولس ته کار او روزګار برابر کړی او زمونږ ماښومانو لپاره د زده کړو زمینه برابره کړی. تاسو لیکلی دی چی ملا عمر جنګی قهرمان دی وروره افغان ولس اوس تر جنګی قهرمان نه یو پیاوړی او با سواد، با وجدان او سیاسی پوه سړی ته اړه لری د جنګیالیانو له لاسه خو دلته ورسیدو چی په هیواد کی هیڅ شی ندی پاته شوی، زمونږ واړه او ځوانان بیله جنګ او جګړه په بل هیڅ شئ نه پوهیږی. د کتاب او لوستل او زده کړو هیڅ نښه نښته او تاسو لا هم د جنګ او جګړه ناری وئ، او دا ځکه چی تاسو په افغانستان کی ژوند نکوی ښایی ستاسو بچیان په آرامه ښوونځی ته ځی او تاسو هوسایی سره او بی له د ټوپکو او بمونو د ږغونو نه ماشام ویده کیږئ، نو ستاسو ګناه ندی چی د جنګ او جنګیالیانو ملا ټړ کوئ. وایی ځمکه هغه سوزی چی اور پر بل دی. او په پای کی خدای دی پښتنو ته هدایت ورکړی چی په راتلونکی کی وکولای شی چی خپل دوست او دښمن وپیږنی او هغو خلکو څخه چی د افغانستان او د پښتنو پر ګټو خپلو د ناوړو هدفونو رسیدو لپاره پښه ایږی خپل ځانونه لیری وساتی او هیواد ته داسی یو مشر وټاکی چی د دوی د بچیانو د زده کړو او د هیواد راتلونکی لپاره زیار وباسی او کار وکړی نه د خپل بادارانو ګټو لپاره.

په درناوی

مومند


pattang
22.10.2012

دروند مومند صيب ستا دسولې ،سوکالي او دعلم خبرې بلکل د قدر وړ دي زه
يې عقيدوي احترام کوم او خپله لاره يې ګڼم!
مونږ پښتنو ته معجزه نه پيدا کېږي چې سوله راولي ، سوله به ګټې يا په جنګ
يا په هوښياري ! خو هغوی چې دسولې سياسي پلو يې نيولی دی هسې دخولې
خبرې کوي ، سپين او صادقانه عمل نشته ، زماخبرې کنځلې ندي بلکې دمايوسي
ګيلې دي چې کوم يې !
ته ليکې :

[quote:405c90e459]مونږ پښتانه وروسته نه یو پاته شوی او نه هم یواځی په وچ نوم کی نیښتی
یو بلکی د نړی په واقیعتونو پوهیږو ....[/quote:405c90e459]

خو دحل ابتکار يې نلري او سوله کورته نه درته راځي !

بيا ليکې :
[quote:405c90e459].....او په دا هم پوهیږو چی یوه بی سواده سړی به څنګه کولای شی چی د یو
هیواد مشری وکړی او بیا وکولای شی چی هغه هیواد د نړی پر مختللی هیوادونو
سره رقابت او تجارت ته چمتو کړی؟ [/quote:405c90e459]

هو که په اطراف کې يې ښه مشاورين وي ولې نه?
اوبامايو لنډغر وو ، کرزی څوک دی يو چالاکه مداري دی چې زور پرې راشي
نو ښابی ژاړي ! دالمان کنڅلر چې انګېلا مرکل نوميږي ، ته باور په خدای
پاک وکړه چې په ا وله مرحله کې يې په الماني جمله هم واضح نشوی وېيلی
خو قوي پارټۍ يې څټ ته ولا ړه ده او دمشاورينو کا غذونه لوني !

بيا ليکې :

[quote:405c90e459]یوه بی سواده سړی د زده کړ واو ښونځیو په ارزښت او اهمیت څه پوهیږی؟
یوه بی سواده سړی د هیواد په پرمختګ کی به څه اغیزه ولری او د اوسنی نړئ په
مهیارونو سره سم به څنګه هیواد چمتو کړی؟ هغسی سړی چی خپل نوم لیکلی لا ندی
زده هغه به څنګه وکولای شی چی زمونږ په هیواد کی د عالی زده کړو لپاره زمینه برابره
کړی؟ ما هیڅکله د کرزی د حکومت او یا د هغه د حکومت کارکوونکی ستاینه کړی
دی او نه یی کوم. [/quote:405c90e459]

خو همدغه ستاسو خبرې دي چې زما پورته خبرې يې را پارولي دي !
صداقت او خواخوږي له خپل ملت سره په کار ده نه نيکتايې او نور.... نور کارونه
به يې زه او ته کوولکه په نوره نړۍ کې !

که مکتبي پښتانه دجنګي طالبانوداسې سياسي لاس شوي وی لکه په ايرلنډ کې
د Sinn Féin پارټۍ چې دکاتوليکانوسياسي لاس وه ، نو اوس به دافغانستان
حال بل قسم وو ، خو متاسفانه زمونږ مکتبيان ځينې ارام ژوند او ځينې يې دالر
غواړي چې دواړه يې له صداقته څخه ډېر لرې دي !!!!


مومند
23.10.2012

پتنګه وروره سلامونه
تاسو لیکلی دی چی:
(( مونږ پښتنو ته معجزه نه پيدا کیږي چې سوله راولي ، سوله به ګټې يا په جنګ
يا په هوښياري ! خو هغوی چې دسولې سياسي پلو يې نيولی دی هسې دخولې
خبرې کوي ، سپين او صادقانه عمل نشته ، زماخبرې کنځلې ندي بلکې دمايوسي
ګيلې دي ))
وروره زه هم نه وایم چی زمونږ هیواد ته د کومی معجزی له لاری به سوله راشی نه وروره مګر د جګړه مارو او افراطی خلکو او ډلو او هغوی چی یو ځل خپل امتحان ورکړی دی او ناکامه شوی دی ملاتړ کولو سره هم د سولی راوستل امکانات لږ دی، مونږ ته په کار دی چی ټول، که پښتون وی که تاجیک او که هزاره د یو ګډی ټولنی په شان متحد شو او خپل چارو کی د نورو پردیو لاس وهنی غندنه وکړو او خپل ولس اود هیواد پرمختګ او سولی لپاره زیار وباسو.

بیا تاسو لیکلی دی چی:

(خو د حل ابتکار يې نلري او سوله کورته نه درته راځي)
وروره تاسو سره کومه ابتکار او یا سولی راوستو لپاره کومه د حل لاری شته؟ لطفا مونږ سره یی شریک کړئ.
د حل ابتکار څنګه راشی چی مونږ تاسو د یو بل سره د یوی منطقی او هر اړخیزی خبری په ځای یو بل ته کنځلی کوو او که په مونږ کی د یو نظر او آیدیا زمونږ د نظر او آیدیا څخه توپیر ولری نو بیا ورته جوړیږو او په کافر، نا پوه او بیلا بیلو نومونو یی یاد وو، مونږ پښتانه ډیر ضدی خلک یو او د بل هیڅ چا خبرو ته غوږ نه نیسو او داسی فکر کوو چی هر څه چی زه وایم درست او سم دی او نور خلک ټول غلط وایی نو په داسی یو ماحول کی څوک څنګه کولای شی چی د سولی راوړلو لپاره خپل نظر تاسو سره شریکه کړی؟ په افغانستان کی د سولی راوستل لپاره لاری موندل د یو سړی/شخص په ابتکار نکیږی ټول افغانان باید چی پکی برخه واخلی د حل یواځنی لار یی خبری او اتری، بحث او مفاهمه او مذاکرات دی نه جګړه او جنګ، وژل او ټکول او ښونځیو ته اور لګولو، خود کشو بریدونو او بی بس ولس وژلو سره.

نور بیا


مومند
23.10.2012

پتنګه وروره
تاسو بیا لیکلی دی چی:
(هو که په اطراف کې يې ښه مشاورين وي ولې نه؟
اوبامايو لنډغر وو ، کرزی څوک دی يو چالاکه مداري دی چې زور پرې راشي
نو ښابی ژاړي ! دالمان کنڅلر چې انګېلا مرکل نوميږي ، ته باور په خدای
پاک وکړه چې په ا وله مرحله کې يې په الماني جمله هم واضح نشوی وېيلی
خو قوي پارټۍ يې څټ ته ولا ړه ده او دمشاورينو کا غذونه لوني)
لومړئ: اوباما د لوړو زده کړو خاوند دی، دا چی مونږ او تاسو د هغه د سیاسی کړونو سره مخالف یو دا دلیل نشی کیدای چی یو با سواد سړی ته لنډ غړ او یا بی سواد ووایو، اوباما په ١٩٨٣ کال د کلمبيا له پوهنتونه د سياسي علومو او نړيوالو اړيکو لیسانس تر لاسه کړ. په ١٩٨٨ کال يې په شيکاګو کې له څو کلونو کار وروسته تحصيلي پور واخيست او د هاروارد پوهنتون د حقوقو پوهنځي ته داخل شو، اوباما ډېر ژر د هاروارډ له پوهنتون څخه د حقوقو افتخاري
دکترا ترلاسه کړه نو که تاسو غواړئ چی رښتیا خبری وکړو نو تاسو ته ښایی چی دلته خپل ځان نه قصی جوړی نکړی، زه د اوباما ستاینه او یا ملا تړ نکوم او نه می خوښ دی خو واقعیت واقیعت دی وروره او تاسو ته نه ښایی چی سترګی پر پټی کړئ. تاسو د نورو هیوادونو حکومت او مشران زمونږ طالبانو واکمنی سره نشی مقایسه کولای ځکه چی په دغو هیوادونو کی که یو مشر/جمهور ریس د ولس په خوښه کار ونکړی نو بل ځل یی ولس دئ ته رایی نه ورکوی مګر زمونږ په افغانستان کی که یو وار څوک د حکومت پر څوکی کیناست او څوکئ یی واخیست نو بیا ته چی وای د پلرونو میراث یی دی او بیا نه ایسته کیږی..
نن د ملا عمر په خبرو طالبانو هم غوږ نه نیسی او هر شی چی یی زړه غواړی کوی نو ملا عمر به څنګه وکولای شی چی ټول هیواد رهبری کړی او وچلوی؟
دوهم: د ملا عمر مشاوران هغه وخت چیرته وّ کله چی دوی په افغانستان کی واکمن وّ؟ ولی دغه مشاوران دوی ته مشوره ورنکړه چی اسامه دوی ته تسلیم کړی او د ټولو افغانانو ژوند د یو سړی په خاطر په خطر کی مه اچوی. د دوی مشاوران ولی هغه وخت دوی ته نه ویل چی د خدای لپاره د ښونځیو تړل بند کړئ او پریږدئ چی زمونږ بچیان زده کړی وکړی، ځکه چی د قرآن پاک لومړی وحی په (اقرا، یعنی ولوله) پیل کیږی،د دوی مشاوران هغه وخت چیرته وّ چی دوی ته مشوره ورکړی چی دوی پر ښځو باندې د بورقو او چادريو اغوستل هرومرو ګڼل پر ځای د هیواد بیرته ودانولو لپاره زیار وباسی. مګر دوی د هیواد بیرته رغونی پر ځای یی خپل وخت ښځو ته د اجازه نه ورکولو چې پرته د کوم نارينه نژدې خپلوان نه د کور نه دباندې ووځي حپه داسی حال کی چی د افغانستان ډیر شمیر ښځی د کلونو د جهاد له کبله کونډی شوی ، وّ او ځینی دغو خوارانو نارینه په کور کی نه درلودلی پرته له وړوکی ماښومان نه. د دوی مشاوران هغه وخت چیرته وّ چی دوی ته مشوره ورکړی چی سړيو باندې بنديزونه لګول او سړو باندې د ږيرو پرېښودل تحميلي کولو، او د غیر اسلامي جامو او وېښتو جوړولو بنديز لګولو پر ځای خپل ګران وخت د ښونځیو او ودانیو په ودانولو صرف کړی. د دوی مشاوران هغه وخت چیرته وّ چی دوی ته ووایی چی د خدای لپاره د سينما ګانې او موزيک سنټرونه بندولو او په کابل کې سزا ګانې د ټولو خلکو مخ ته د فوټبال په لوبغالي کې ترسره کولو، د هیواد ډېري کلتوري ميراثونه له مینځه وړلو او د افغانستان د ملي موزيم لرغوني او هنري آثار ويجاړولو څخه یی منع کړی. ملا محمد عمر د خپل د فرمانونو په دليل کې يواځې د اسلام د عزت او پياوړتيا خبره کوله او د ټوپکو په زور غوښتل چی خلک نمانځه ته مجبور کړی وروره که څوک د ټوپک په زور نمونځ ادا کوی نو د هغه سړی نمونځ د پاک خدای لپاره نه بلکی د ویری له کبله وي. د نړېوالو ټولنو د نيوکو او نارو سره سره طالبانو په باميانو کې د نړۍ تر ټولو لويه بودايي پژۍ له مینځه يوړله. دا پژۍ چې تاريخي قدامت يې په زرګونو کلونو وه او په ټوله نړۍ کې بې ساري پاتې وه د طالبانو د حکومت لخوا ړنګه شوه، هغه وخت کی د دوی مشاوران چیرته وّ؟ دوی یواځی او یواځی د بن لادن او القاعده په خبرو او مشورو غوږ نیول او د نور نړئ سره یی اړیکی نه درلودلی یواځی بن لادن ، القاعده او داسی ځینی نور پردی خلک وّ چی د دوی مشاوران و. او اوس د دوی د ناوړی او نیمګړی کړنو له کبله په ټول هیواد کی جګړی روانی دی او د سولی خبری ته هم دوی نه راضی کیږی. طالبان د يوه واحد ډلې په توګه کار كوي، په همدغه محدوده فضا کی مشوره او پرېكړې او جهاد کوی، هيڅكله د خپلې جګړې په اړه له ولس سره مشوره نه ده كړې. طالبان دغه جګړه د بهرنيانو په وړاندې بولي، خو تر بل هر چا زيات زيان يې افغانانو ته رسیدلی دی او رسیږی. که د دوی په زړونو کی لږ شانتی د افغان ولس لپاره څه رحم او زړه سواند وای نو دوی به اوس زیار ایستل چی مذاکرات پیل کړی او د هر لاری نه چی کیږی سولی راوستو لپاره کار وکړی.
په درناوی

مومند

نور بیا


مومند
23.10.2012

پتنګه وروره
بیا تاسو لیکلی دی چی:
خو همدغه ستاسو خبرې دي چې زما پورته خبرې يې را پارولي دي (
صداقت او خواخوږي له خپل ملت سره په کار ده نه نيکتايې او نور.... نور کارونه
به يې زه او ته کوولکه په نوره نړۍ کې
که مکتبي پښتانه دجنګي طالبانوداسې سياسي لاس شوي وی لکه په ايرلنډ کې
د Sinn Féin پارټۍ چې دکاتوليکانوسياسي لاس وه ، نو اوس به دافغانستان
حال بل قسم وو ، خو متاسفانه زمونږ مکتبيان ځينې ارام ژوند او ځينې يې دالر
غواړي چې دواړه يې له صداقته څخه ډېر لرې دي)

وروره سواد او پر مختګ په نکټایی او پتلون اغیستو پوری اړه نلری او هیڅ څوک دغه ادعا ندی کړی . زه ستاسو په دغه وینا پوه نشوم چی مکتبی پښتانه څخه مو څه مقصد دی؟ آیا تاسو سواد لرونکی پښتانه ته مکتبی پښتانه وایست؟ نو ځواب کی درته وایم چی : دا څنګه کیدای شی؟ ځکه چی طالبانو خو د مکتبی پښتنو سره په جنګ دی او دوی ته کافر لقب ورکړی دی، طالب خو په زده کړو اعتقاد نلری او یواځی د دینی پر زده کړو مدرسو باور لری نو مکتبی پښتانه به څنګه وکولای شی چی د دوی سیاسی لاس شی؟
پتنګ وروره تاسو خپله په هره لیکنه کی د ډالرو په هکله خبری کوئ، شاید تاسو ته ډالر ډیر اهمیت ولری وروره مګر پر هر شی باندی قیمت نشولګولی ځکه چی ځینی شیان داسی دی چی په ډالرو او یا فرانکو سره یی مقیاس نه شو کولی: لکه سوله!!!!!!!!!!!
په درناوی

مومند


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more