د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د لوی اختر دمیاشتي دلومړیو لسوشپو فضیلت

رښتینی
15.10.2012

د لوی اختر د میاشتې د لومړیو
لسو شپو فضیلت او عبادت

په یوه حدیث کې راغلي دې چې غوره عمل هغه دی چې دایمي وي که څه هم هغه کم عمل وي، خو په حدیثو کې د ښه عمل دترغیب او هڅوني له پاره ځیني ځانګړي وختونه او موسمونه ښودل شوې دي او دا ویل شوې دي چې په دې وختونو کې ښه عمل ډیر اجر او لوی ثواب لري چې یو له دي ځانګړیو وختونو نه د لوی اختر دمیاشتي لومړۍ لس شپې دي په دې لیکنه کې ددي مبارکو شپو په اړه لنډ معلومات وړاندي کوم .

د دې لسوشپو فضیلتونه

1- الله جل جلاله په قرانکریم کې په دې لسو شپو قسم کړی دی او لوی ذات چې په کوم شي قسم کوې هغه شی به هم لوی وې،
قرانکریم وایې : وَالْفَجْرِ ، وَلَيَالٍ عَشْرٍ ، جمهور مفسرین وایې له دې لسو شپو نه مراد دلوی اختر لومړۍ لس شپي دي، ابن کثیر وایې همدا رایه غوره او ښه ده .

2- دا لس هغه معلومي ورځې دي چې الله جل جلاله ویلي دي په دې معلومو ورځو کې ذکر کوئ او خدای یادوئ ، قرانکریم وایې : ويذكروا اسم الله في أيام معلومات على ما رزقهم من بهيمة الأنعام [الحج:28] جمهور علماء وایې له دي لسوشپو نه مراد د لوی اختر دمیاشتي لس شپې دي او دعبدالله بن عمر او عبدالله بن عباس رضی الله عنهم هم دا وینا ده .

3- رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې: داد نړۍ ترټولو غوره ورځې دي په یوه روایت کې راغلي دې : افضل أيام الدنيا أيام العشر ـ يعني عشر ذي الحجة ـ قيل: ولا مثلهن في سبيل الله؟ قال : ولا مثلهن في سبيل الله إلا رجل عفر وجهه بالتراب( [ رواه البزار وابن حبان ) یعني دنړۍ ترټولو غوره ورځې هغه لس ورځي دې یعني دلوی اختر لس ورځې، چا وویل: دالله په لاره کې وخت لګول هم د دې ورځو په څیر نده؟ هغه وویل نه هغه هم نده ، خوهغه انسان چې مخ یې په خاورو لړلی وي.

4- په دې لسو کې دعرفې ورځ ده ، دعرفات ورځ دلوی حج ورځ ده او دا د ګناهونو دبښلو ورځ ده که د لوی اختر په دې لسو ورځو کې نور هیڅ فضیلت هم نه وي او یواځي دعرفې ورځ پکې وي نو دافضیلت یې هم بس و .

5- په دې لسو ورځو کې د قرباني او نحر ورځ ده اوځیني علماء وایې چې داورځ دکال ترټولو غوره ورځ ده، رسول الله صلي الله علیه وسلم وایې: ترټولو غوره ورځ داختر ورځ ده اوبیا دقدر : أعظم الأيام عند الله يوم النحر، ثم يوم القدر . (رواه أبو داود والنسائي ) .

6- په دې ورځو کې خورا غټ اومهم عبادتونه رایوځای شوې دي امام ابن حجر وایې چې ددې ورځو غوره والی په دې کې ده چې په دوی کې خورا ستر عبادتونه رایوځای شوې دي لکه لمونځ، روژه، صدقه اوقرباني او حج اوداټول عبادات دکال په نورو ورځو کې نشې راتلای.

په دې ورځو کې دعمل ثواب

رسول الله صلي الله علیه وسلم وایې: په دې ورځو کې عبادت دنورو ټولو وختونو له عبادت نه الله ته غوره ده، چا پوښتنه وکړه چې یارسول الله دالله په لاره کې جهاد هم د دې ورځو دعبادت په څیر نده ؟ هغه ورته وویل: او نه جهاد، مګر هغه کس چې خپل ځان او مال یې دالله په لاره کې ایستلی وې اوبیا یوشی هم بیرته رانوړې . ما من أيام العمل الصالح فيها أحب إلى الله من هذه الأيام ـ يعني أيام العشر ـ قالوا: يا رسول الله، ولا الجهاد في سبيل الله؟ قال: ولا الجهاد في سبيل الله، إلا رجل خرج بنفسه وماله ثم لم يرجع من ذلك بشيء) [رواه البخاري].

په دې اړه نور حدیث هم شته او په دي سره داخبر ثابته شوه چې په دې لسو ورځو کې عبادت ترډیرو لویو عملونو نه زیات ثواب لرې څرنګه چې دا لس ورځې دومره زیات فضیلت لري نو مومن ته پکار ده چې دا څو شپې غنیمت وګڼي او ترخپله وسه په دي ورځو کې زیات عبادت او غوره کارونه ترسره کړې، دسلفو علماو په اړه په یوه روایت کې راغلي دي چې هغوی به دری لس لس ورځي ډیري لویې بللې او په هغو کې به یې ډیر کوښښ کاوه چې هغه د روژي وروستی لس ورځي، د ذوالحجي لومړۍ لس ورځي او دمحرم دمیاستي لومړی لس ورځي.

په دې ورځو کې غوره عملونه

په دې لسو ورځو کې څو هغه غوره عملونه را اخلم چې په حدیثو کې یې یادونه شوې ده اوهغه په لاندي ډول دي:

1- حج اوعمره

په دې لسو ورځو کې ترټولو غوره عمل حج او عمره کول دي، څوک چې وس ولري او په دې شپو کې حج او عمره ادا کړې نو بدل یې جنت ده ځکه رسول الله صلي الله علیه وسلم وایې: یوه عمره تربلې هغي پوري دمنځ ټول ګناهونه تویوي او د حج مبرور بدله خامخا جنت ده، العمرة إلى العمرة كفارة لما بينهما، والحج المبرور ليس له جزاء إلا الجنة [متفق عليه]. مبرور حج هغه حج ته وایې چې درسول الله صلی الله علیه وسلم په سنتو برابر شوی وي، ګناه، ریاکاري، فسق، فجور او تیری نه وي پکي ښوی.

2- روژه

روژه په صالحو اعمالو کې غوره عمل دی په قدسي حدیث کې راغلي دي: دبنیادم هر عمل دهغه له پاره دی یواځي روژه هغه عمل ده چې زما له پاره ده او زه به یې اجر ورکوم ،كل عمل ابن آدم له إلا الصوم فإنه لي وأنا أجزي به) [متفق عليه].
په دي ورځو کې دروژې فضیلت په حدیثو کې هم راغلی دی رسول الله صلي الله علیه وسلم وایې: د عرفې د ورځې د روژې اجر په الله ده یوکال مخکي او یوکال وروسته ګناهونه بښې ، صيام يوم عرفة احتسب على الله أن يكفر السنة التي قبله والتي بعده) [رواه مسلم]. نوعلماء وایې چې دعرفات د ورځي روژه سنت ده خو دحاجي له پاره نه او ځیني علماء وایې: دا نه واړه روژې مستحب دي لکه امام النووي د مسلم په شرح کې داخبره کړي ده.

3- لمونځ

دلمانځه فضیلت او اهمیت په قرانکریم او حدیثو کې بیخي زیات بیان شوی دی باید مومن په دې ورځو کې خپل لمونځ په خپل وخت او په جماعت سره اداکړي او ورسره نفلي لمنځونه هم زیات کړې.

4- تکبیر، حمد، تهلیل او ذکر

په حدیث کې راغلي دي رسول الله صلي الله علیه وسلم وایې: تردې لسو ورځو لویې ورځې دالله په نزد نورې نشته او په دي ورځو کې الله ته عبادت ترنورو ټولو ورځو ډیر ګران ده، په دي ورځو کې لا اله الا الله ، الله اکبر او حمد زیات وایئ : ما من أيام أعظم عند الله ولا أحب إليه العمل فيهن من هذه الأيام العشر، فأكثروا فيهن من التهليل والتكبير والتحميد) [رواه أحمد].

امام بخاري وایې: ابن عمر او ابوهریره رضي الله عنهم به په دي ورځو کې ښارته ووتل تکبیرونه به یې ویل او خلکو به هم له دوی سره تکبیر ویلي، عمر رضی الله عنه به په مني کې په خپله خیمه کې تکبیر ویلي، دمسجد خلکو به چې دده تکبیر واوریده هغوی به هم ورسره ویلي دښار خلکو به هم ورسره ویلي او په سیمه کې به دتکبیر انګازي خپرې وې، ابن عمر به په مني کې په دي ورځو کې تکبیر ویلي، له لمنځونو وروسته به یې ویلي په خپل ځای کې به یې ویلي، په خیمه کې به یې ویلي په مجلس او دتګ په حال کې به یې ویلي. او مستحب داده چې په دې ورځو کې په لوړ اواز سره تکبیر وویل شي خو په اجتماعي صورت سره یې ویل ندي پکار هرڅوک یې باید له ځان سره په لوړ اواز ووایې.

5- خیرات او ځیني نور عملونه

په دې ورځو کې باید خیرات او صدقه زیاته کړل شې او دا راز ځیني نور عملونه هم باید زیات کړل شې لکه: تلاوت، دقرانکریم زده کړه او ښوونه، استغفار، له مورپلارسره ښیګڼه، دخپلوانو پوښتنه اوګرویږنه، سلام ډیر اچول، خلکو ته ډوډی ورکول، دخلکو په منځ کې روغه او جوړه کول، په ښو امر او له بدو منعه کول، ژبه او شرمګاه ساتل، له ګاونډیانو سره ښیګڼه، میلمه پالنه، دیتیمانو کفالت او له هغو سره مرسته، له خوارانو سره مرسته او داسې نور.
الله دي موږ ته د ښه عمل توفیق راکړې .


رښتینی
21.09.2014

سلامونه يارانو!

دا لیکنه د دې ورځو له پاره ده.


lawangin
21.09.2014

رښتنی صيب سلامونه او نیکې هيلې !
ما خو ګمان نه کاوو چې مونږ به يواځې پرېږدې ! شه شوه چې را
مالوم شوې او جوړ یې ستا د صحت په هيله؛ زمونږ خو يار یې تر
قيامته پورې !

په پښتني مینه

پتنګ

[quote:e75af30885="رښتینی"]سلامونه يارانو!

دا لیکنه د دې ورځو له پاره ده.[/quote:e75af30885]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more