tolafghan.com
ټول افغان لومړي مخ ته

 ډېرځليزې پوښتنېډېرځليزې پوښتنې   لټونهلټونه   د غړو لستد غړو لست    کاروونکو ډله  کاروونکو ډله    د نوم ثبتولد نوم ثبتول 
 د پېژندنې څېرهد پېژندنې څېره    خپل شخصي پېغامونه وګورئ خپل شخصي پېغامونه وګورئ   ننوتنهننوتنه 

کیسي اوپندونه
پاڼي ته لاړ شئ شاته  1, 2, 3, 4  مخکي
 
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> ټولنه او ټولنپوهنه
شاته موضوع وګورئ :: مخکې موضوع وګورئ  
ليکوال پيغام
رښتینی
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 02 جون   2006
ليکنې: 1807

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٤   شنبه   نومبر   28, 2012 11:44 am    عنوان   : Reply with quote

29
د مصر فاتح او والي عمرو بن العاص رضي الله عنه د تجیب قبیلي یوه سړې ته وویل : منافقه ! داسړی عمر بن الخطاب رضی الله عنه ته ورغی او شکایت یې وکړ چې : امیرالمومنینه ! عمرو راته وویل : منافقه ، په خدای سوګند ماچې اسلام منلی دی له هغي ورځي نیولي ترننه پوري ما دمنافقت هیڅ عمل ندی کړی ،عمربن الخطاب رضی الله عنه د مصر والي عمرو ته لیک ولیکی : دعاص ـ ګناه ګار زوی ته ( الي العاصي بن العاص) ، ماته فلانکي التجیبي ستا شکایت وکړ چې منافق دي بللی دی ، ما هغه ته وویل چې ته ددي خبري شاهدان وړاندې کړه که خبر رښتیا شوه دا کس به دي څلویښت دري (جلد) وهي .داسړی مصرته ستون شو خلکو ته یې وویل : تاسوته قسم درکوم که چا دعمرو هغه خبر اوریدلي وې چې ماته یې وویل : منافقه ! ، نوپورته دي شې ، په جومات کې ناست خلک پورته شول او ویې ویل : هو داخبر یې زموږ په مخکي وکړه ، دي سړي ته دعمرو بن العاص یوه ملګري چې حنتمه نومیدی وویل : ته غواړي امیر په درو ووهي ؟! امیر به مالي عوض درکړې له دي کاره تیرشه ، که امیر دا پوري کنیسه ( څنګ ته کنیسي ته یې نغوته وکړه) له مال نه راته ډکه کړې نه یې غواړم زه خپل غچ خامخا اخلم ، حنتمه بیا ورته وویل : ته غواړي امیر ووهي ؟! سړی وویل : دلته خلک دعمر خبر نه منې او روان شو ، عمرو بن العاص وویل : سړی راوګرځوئ ، هغه راغی او ورته ویې ویل راشه پرما حد جاري کړه ، دهغه دوره په لاس او دعمرو په مخکي ودریدی او ورته ویې ویل : کولی شې په خپل واک او ځواک سره له مانه ځان خلاص کړي ؟ عمرو ورته وویل : نه ، ژر کوه خپل غچ اخله او وهه مې ، سړې ورته وویل : بښلی مې یې . د حافظ ابن الجوزي له کتاب :مناقب أمير المؤمنين عمر بن الخطاب ، څخه ، رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې : دمسلمان ښکنځل فسق ده . او امیر حق لرې چې فاسق ته تعزیري سزا ورکړې ، الله دي پر موږ رحم وکړې ، که رښتیني اسلامي مساوات شتون لرلی ، زموږ ډیرو ولي به په درو تک شنه پړسیدلي وو ...
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
رښتینی
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 02 جون   2006
ليکنې: 1807

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٤   شنبه   نومبر   28, 2012 11:48 am    عنوان   : Reply with quote

30

هغه ښار چې اوسیدونکي یې زړونه نلرې !!

دیوه پآچا ذهن ته داخبر ننوتله چې زړونه دکار خنډ اومانع دې ، ځکه زړونه دعواطفو او ګڼو تمایلاتو ځالي دې اود کار اوعمل له پاره دزړونو په ځای یو بدیل شی پکار دی څو انسان وکولی شې ښه او ډیر کار وکړې ، ډاکټران یې راوغوښتل او خپل نظر یې ورته وړاندي کړ او امر یې وکړ چې دزړه بدیل شی تیار کړئ ، ډاکټرانوکار پیل او څه موده وروسته یې یوداسې شی تیار کړ چې دکار هیڅ خنډونه یې نلرل ، او نه یې له عواطفو سره اړیکه لرله ،

پآچا اعلان وکړ چې ټول ولس باید د زړونو دتبدیلي عملیاتو ته ځانونه چمتو کړې او که دچا په سینه کې خپل زړه پاته و او تبدیل کړی یې نه و هغه ته به کار نه ورکول کیږې ، په بیړه سره د زړونو دتبدیلي کار پای ته ورسید ، اوس نو پآچاپه دي تمه و چې دخپلو نابغه افکارو هیښوونکي پایلي به وینې ، خلکوپه کارپیل وکړ ، ښه تیز کارونه روان وو خلکو دکور او اولاد فکرونه په زړو زړونو کې پري ایښې وو او دهیڅ شي فکر یې نه کاوه ، آن داونۍ رخصتي یې هم نه پیژندله ، خو ستونزه دا وه چې کار یې کومه مثبته پایله او ګټه نه ورکوله اوپاچا هک حیران پاته شو !!

د پاچا اندیښنه زیاته شوه چې کار هم ترنورو وختونو زیات او کار ګر له کار پرته نورفکر اوهیڅ اندیښني هم نلرې خو پایلي په زړه پوري او مثبتي ندي !! پاچا دیوه لیري پرتي سیمي له یوه داسي حکیم نه دسبب دمعلومولو مرسته وغوښتله چې په سینه کې یې زړه لاره هغه ورته وویل : پاچا تباه اوبرباد شې !
ته نه پوهیږې چې دانسان زړه دهغه ضمیر ده ؟ .... تا له هغوی نه زړونه ایستلي دې نوهغوی که څه هم کار ډیر کاوه خو اخلاص یې نه لاره نوځکه ستاکار
مثبته پایله درنکړه ...
یعني څوک چې مخلص نه وې هغه ضمیر نلرې اوبي ضمیره خلکوته دکار تمه مه لرئ
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
pattang
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 05 اګست   2004
ليکنې: 5018
ځای: Germany

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٤   شنبه   نومبر   28, 2012 12:57 pm    عنوان   : Reply with quote

وروره رښتينی صيب په قلم دبرکت شه !
که دغه نيکې، پندي او حکمتي کيسې د يوو کتاب په شکل ولکيل شي نو د ټولنې
په معنوي برخه کې به ډېره مرسته وکړي !
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
رښتینی
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 02 جون   2006
ليکنې: 1807

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٥   شنبه   نومبر   29, 2012 11:41 am    عنوان   : Reply with quote

محترم ورور پتنګ صاحب خوشاله اوسي
په نیت کې مې دې چې یوڅه نوري هم ولیکم
اوبیابه یې ان شاء الله په کتابي بڼه خپروو
بیاهم مننه .

اونپوهیږم دټول افغان نور وروڼه زما لیکني ته ولي توجه نلرې
دلته خو کومه سیاسي او یابله اختلافي خبره هم نشته !!
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
pattang
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 05 اګست   2004
ليکنې: 5018
ځای: Germany

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٥   شنبه   نومبر   29, 2012 10:02 pm    عنوان   : Reply with quote

رښتينی صيب سلامونه درته وړاندې کوم !
پښتانه کله حليم ميجاز لري چې دبل خبرې واوري ، هريويې په خپل
سر ډنګوي او هلته ځې چې مادي ګټې ولري !
او عجيبه داده چې ډېر کم پښتانه به پيدا کړې چې دوی په خپلوراتلونکو
ايتنيکي او کلتوري ګټو پوه شي!
هو،اوس دا لله داد دی ، يو شمير په خبر او قلم پوه مسلمانان وروڼه هم شته خو شمېر
يې تر دانورو کم دی . زه پر دې عقيده يم چې په تېرو کې دپښتون سره نه يواځې
مالي اواقتصادي ظلم بلکې دکلتوري متانت ، کتور ساتنې ،روزنې او د سياسي
شعورد غوړېدنې او تکامل ظلم هم شوی دی ٠
خدای پاک دې تېر واکداران په دوزخ کې واچوي چې مونږ پښتانه يې په توره شپه
کې ساتلي يو!
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
رښتینی
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 02 جون   2006
ليکنې: 1807

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٥   شنبه   نومبر   29, 2012 11:41 pm    عنوان   : Reply with quote

پتنګ صیب ستاسو خبره سمه ده خوشاله اوسي وروره
اصلا دټول افغان خوند هم کم شوی دی داخو زه اوته یو
چې لایې نه پریږدو Smile
رښتیا هغه پتوال صاحب خو باید وی هغه هم نادرکه ده خدای
دي وکړي روغ او خوشاله به وې داراز ځیني نور مهم ملګري
هم نه لیدل کیږې !!
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
رښتینی
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 02 جون   2006
ليکنې: 1807

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٥   شنبه   نومبر   29, 2012 11:46 pm    عنوان   : Reply with quote

33
یو هلک موسي علیه السلام ته راغلی او ورنه ویې غوښتل ، دعاراته وکړه چې خدای مې شتمن او غني کړې ، موسي علیه السلام ورته وویل : غواړي د ژوند په لومړیو دیرشو کلونوکې شتمن شې اوکه په وروستیو دیرشو کې ؟ هلک حیران شو ، فکریې کاوه چې کوم دیرش کلون
ه غوره کړې ... !
له لیږ ځنډ فکر وروسته یې ورته وویل : غواړم دژوندپه لومړیو دیرشو کلونو کې مې خدای شتمن کړې ، .... ځکه ده غوښتل په ځواني کې شتمن واوسې او دژوند پاته دیرش کلونه یې معلوم ندي چې دی به ژوندی وې او کنه ...

موسي علیه السلام دعا ورته وکړه چې خدایه ! دژوند په لومړیو دیرشو کلونو کې یې غني او شتمن کړه ، دموسي دعا قبوله شوه او هلک خورا زیات شتمن شو ، له هرلوري د مال او روزي دروازي ورته پرانستل شوې او دبي حسابه مالونو او شتمنیو خاوند شو ،

هلک ځوان شو او ترخپله وسه یې له هیچا یوډول مرسته هم نه سپموله ، چاته به یې مال ورکاوه ، ځینو ته به یې دکاروبار لاري اوچاري ورښوولي ، شنعتونه او زراعتونه به یې خلکو ته تیارول او له مختلفو لاروبه یې خلکو ته کار پیدا کاوه ، له یتیمانو لو بي وزلو سره به یې مرستي کولي او بي ودو ځوانانو ته به یې کورونه ابادول اوداسي نور ......

دژوند لومړې دیرش کلونه یې په ختمیدا وو او وروستي دیرش رانږدي کیدونکي وو ، او موسي علیه السلام دپیښو په انتظار و !!
اخیر دویمه دیرشیزه هم پیل شوه او دسړي حال په خپل حال او هغه یې شتمني کې یې هیڅ کمښت رانغی بلکي لایې شتمني زیاته شوه ، موسي علیه السلام یوه ورځ له الله جل جلاله نه پوښتنه وکړه چې لومړې دیرش کلونه خو پ،ره شول ...

الله جل جلاله په ځواب کې ورته وویل : دي سړي زما بندګانو ته دروزي لاري پرانستلي نو زه نه غواړم په ده باندي دخپل رزق لاري وتړم !!

نورو ته د روزي لاري پرانستل او له بي وزلو سره مرسته کول دشتمنو په مال کې برکتونه اچوې او لوی څښتن یې لا شتمن کوې ، موږ هم په خپل هیواد کې ډیر شتمن لرو مسکینانو ته له خیراتونو او صدقو ورکولو سره باید هغوی دځوانانو او بیکاره خلکو له پآره دکاراو صنعت لاري چاري هم برابري کړې ،

خدای دي زموږ دشتمنو زړونه نرم او په
ذهنونو کې دي خدای دخیر فکرونه پیدا کړې .
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
رښتینی
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 02 جون   2006
ليکنې: 1807

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٥   شنبه   نومبر   29, 2012 11:50 pm    عنوان   : Reply with quote

34
دښکاري اوپاچا کیسه


کیسه کا چې یوښکاري و ، میرمن اوڅو اولادونه یې لرل ، څو ورځي یې دماهیانو ښکار لاس ته نه و ورغلی ، داولاد خواړه یې په ختمیدو وو ، داښکاري نیک او صالح سړی و اوصبر یې لاره ، سهار به ښکار ته ووت ښکار به یې ونکړ بیرته به تش لاسونه کورته راستون شو ، اولادونه یې له لوږې کړیدل او څو شپي دا بدمرغي روانه وه .


یوه ورځ ناوخته وه او په ډیرو ناکامه هڅو سره ستړی شوی و خو اخري ځل یې چې کوښښ وکړ ، جال یې اوبو ته وغورځاوه ، بیرته یې چې را کاږه دروند معلوم شو ، ډیر خوشاله شو چې جال یې راوکیښ خورا لوی ماهی پکي بند و دومره غټ چې په ټول ژ،ند کې یې دومره غټ ماهی نه و ښکار کړی


ماهی یې رابار کړ او په لاره کې دسوچونوپه سیند لاهو شو ، له ځانه سره ګړیدی چې په دي ماهي به اوس څه کوم ؟ خپل اولادونه به ښه پري ماړه کړم ، یوڅه به د راتلونکوشپو خوراک کړم ، یوڅه به یې مسکینانو ته هم ورکړم او یوڅه به خرڅ کړم ، دپاچا دلښکر نارو یې خوبونه پریکړل ، څو فوځیان یې مخته ودریدل او ورته ویې ویل چې پاچا ته ستا ماهي خوند ورکړ او یې غوښت ، دا مهال پاچا له خپلو لښکرو سره د ده خوته تیردی او له ښکاري سره یې دا غټ ماهی لیدلی و نوځکه یې فوځیان ورته راولیږل ،


ښکاري انکار وکړ چې دا زما د وږېو اولاد نو نفقه ده څنګه یې درکړم او که پاچا ته یې خوند ورکړی وې نو قیمت یې راکړئ او وړئ یې ،
خو فوځیانو ماهی ورنه واخیست او ولاړل ، (ښکاري خوار کۍ له خپلي ناوسي او وږیو اولادونو سره پریږدو او ، له پاچا او ماهي سره دهغه قصر ته ځو ) پآچا خپل اشپز ته امر وکړ چې ماهی ښه پوخ او دبیګا له پاره یې تیار کړه ،


څه موده وروسته دپآچا دپښې په یوه ګوته کې درد پیداشو دردونه زیات او کړاو درانه شول ، ډاکټران یې راوغوښټل او درملنه پیل شوه ، ډاکټرانو چې د ګوتي معایني وکړې ورته معلومه شوه چې باید دپاچا ګوته پريکړل شې او که پري یې نکړې ناروغي پورته پښې ته غځیږې
داخبره یې پآچا ته وکړه هغه په کلکه انکار وکړ ، پآچا امر وکړ چې له بل هیواد نه تکړه ډاکټران راوغواړئ هغه هم راغلل او د پاچا د زړو ډاکټرانو خبر یې وکړه دا مهال ناروغي پورته پنډۍ ته رسیدلي وه اخر پاچا په دي قانع کړل شو چې پښه یې په پنډۍ کې باید پریکړل شې
او دپاچا سلامت پښه پرې شوه ....


په دي وخت کې په هیواد کې ګډ وډې او مخالفتونه هم زیات شول اودپاچا په دردونو باندي د واک له لاسه وتلو اندیښني هم انبار شوې ، پآچا یو وتلی حکیم راوغوښت څو دموجوده ستونزو او ګډ وډیو په اړه مشوره ورسره وکړې ، حکیم راغی او پاچا خپل مشکلات ورته بیان کړل او ورته کړه یې چې څه نظر لري ولي دا ستونزي رامنځته شوې څه وجه ده ؟ حکیم ورته وویل : پاچا صیب ظلم دي کړی او دا دهغه ظلم پآیله ده ... پاچا حیران شو او ویې ویل ما خوهیڅ طلم ندی کړی !! حکیم ورته وویل : ښه فکر وکړه خامخا دي په یوچا ظلم کړی دی ،


دلته پاچا ته ښکاري او ماهی وریادشول ، خپلو کسانو ته یې امر وکړ چې ژر کوئ هغه ښکاري راپیدا کړئ دپاچا کسان دسیند غاړي ته ولاړل ښکاري یې پیدا اوپاچاته یې راووست ، ښکاري چې دپاچا مخته ودرول شو پآچا ورته وویل : رښتیا به راته وایې کله چې ما ماهی درنه واخیست تا له هغه وروسته څه وکړل ؟؟ ښکاري وویریدی او ویې ویل : ماهیڅ هم ندي ویلي ، پاچا ورته وویل : مه ویریږه ته په امن کې یې رښتیا خبره وکړه ! ښکاري ډاډه شو او ویې ویل : ما خدای ته لاسونه لپه کړل او ومې ویل : خدایه ! پاچا ماته خپل زور راښکار ه کړ اوس په هغه باندي ستا زور ماته راښکاره کړه ...


یو عرب شاعر وایې :

لا تظلمن إذا ما كنت مقتدرا * * * فالظلم ترجع عقباه إلى الندم
تنام عينك والمظلوم منتبه * * * يدعو عليك وعين الله لم تنم
کله چې وس او واک ولرې ظلم مه کوه ، ځکه دظلم پآیله پښیماني ده ، ته به ویده شې اومظلوم بیدار وې ، ښیرابه درته وکړې او الله خوب نه کوې .

موږ که زور ولرو او یا دخولي چالاکي ولرو نو د نورو په حق خوړلو او پرنورو ظلم اوتیرۍ ډیرپه اسانه سره کوو ، موږ په خپل هیواد کې ټوپکمل سړیخواره هم لیدلي دې او په محکمو کې مو دخولي په چالاکي ، منافقت او قران دربولو سره دیتیمانو ، کونډو او ساده لوحو خلکو پر مالونو اوځمکو بلوسګر هم ښه لیدلي دې ....


خدایه ! موږ سم کړې ...
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
رښتینی
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 02 جون   2006
ليکنې: 1807

ليکنهد ليکنې نېټه  : جمعه   نومبر   30, 2012 5:45 pm    عنوان   : Reply with quote

34
دسیاستوالو فریبونه

امام الشعبي رحمه الله ( 16هـ _ 103هـ) سترتابعي ، ښه عالم او داموي خلیفه عبدالملک بن مروان نږدي ملګری او مشاور و ، دی وایې : زه عبدالملک بن مروان د روم پاچا ته ولیږلم ، زه چې دهغه په مجلس کې کېناستم هغه خورا ډیري پوښتني ران وکړې او ما یې یوه پوښتنه هم بيځوابه نه پریښودله ، له ده سره به د باندني استازي ډیر نه کیناستل خو زه یې له ځانه ډیر وخت کینولم ، اخر زه تنګ شوم او دوتلو په نیت پاڅیدم ، چې روانیدلم ده رانه وویل : ایا ته دخلیفه له کورنۍ نه یې ؟ ماورته وویل : نه زه له عامو عربو نه یم ،

له خپلو نږدي خلکو سره یې څه پټي خبرې وکړې او بیا یې یو بل کوچنۍ لیک راکړ اوراته کړه یې : کله چې خلیفه ته هغه نور لیکونه ورکړې بیادا لیک هم ورکړه ، شعبي وایې کله چې زه بیرته را غلم خلیفه ته مې لیکونه وسپارل ، او هغه کوچنی لیک مي هیرشو ، دباندي ووتلم ، چې هغه لیک مې رایاد شو بیرته ورغلم او هغه لیک مې هم ورکړ ، ده چې هغه لیک ولوست راته ویې ویل : ایا د دي لیک له درکولو مخکي هغه له تاسره څه خبري وکړې ؟ ما ورته وویل : هو کي ! هغه رانه وویل : ایا ته دخلیفه له کورنۍ نه یې ؟ ماورته وویل : نه زه له عامو عربو نه یم ،

زه له عبدالملک نه راروان شوم چې دروازي ته ورسیدم بیرته یې وروغوښتلم ، چې مخته یې ودریدلم هغه راته وویل : ته پوهیږې چې دروم پآچا په دي کوچني لیک کې څه لیکلي دې ؟ ما ورته وویل نه . هغه راته وویل : داده ویې لوله ! ما هغه ولوستله په هغه کې یې لیکلي و : هغه قوم ته زه حیران یم چې ددي سړې (شعبي)غوندي پوه انسان په دوی کې شتون لرې او دوی بل څوک واکمن کړی دی !!

شعبي وایې ما عبدالملک ته وویل : په خدای سوګند که زه داسي پوهیدلی وی چې ده به داخبره لیکلي وې ، ما به دالیک هیڅکله تاته نه و را وی ، اوهغه دا خبر ځکه کړي ده چې ته یې نه یې لیدلی ، عبدالملک راته وویل : پوهیږې داخبر یې ولي کړي ده ؟ ماورته وویل : : نه . ده وویل : ځکه هغه چې ستاپوهه لیدلي نو ستاپر سر یې زما سره حسداو کینه پیداشوي ده اوپه دي لیک سره ما ستا وژلوته هڅوې !! څه وخت وروسته چې د روم پاچا ددي لیک په اړه وپوښتل شو هغه اعتراف وکړ چې زما موخه همدا وه .

" دابن خلکان له وفيات الأعيان څخه"

په دولتي قصرونو کې میشت ذهنونه ټول دخپل واک ساتلو ته ځیر وې ، ډیری واکمن په دي لاره کې دچا په مال ، ناموس او وینو هیڅ رحم نلرې اوس هم موږ پریمانه واکمن وینو چې هیڅ ډول انسانیت او اخلاقي نورمونو ته ندي ګروهمن ، الله المستعان .
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
رښتینی
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 02 جون   2006
ليکنې: 1807

ليکنهد ليکنې نېټه  :   شنبه   دسمبر   01, 2012 5:19 am    عنوان   : Reply with quote

35
دسمرقند کیسه

( داسلامي لښکرو دعدل داستان )

د پنځم راشد خلیفه عمر بن عبدالعزیز رحمه الله په زمانه کې د خراسان دوتلي قومندان قتیبه بن مسلم لښکري د سمرقند ښار ته په داسي حال کې ننوتلي چې دښار خلکو ته یې مخکي خبر نه و ورکړی ، هغوی یې اسلام ته نه وو رابللي او نه یې دجزيي وړاندیز ورته کړی و ، دسمر قند خلکو خپل استازی عمربن عبدالعزیز ته ور ولیږی څو د دوی شکایت ورته ورسوې ، خلیفه دسمرقند استازي ته لیک ورکړ ، په لیک کې یې دسیمي قاضي ته لیکلي و چې د دوی په منځ کې عادلانه پریکړه وکړه ،

سمرقندي سره له خپلو مذهبي مشرانو پر قتیبه غږ وکړ : قتیبه ! (بي له کوم لقبه) محکمي ته حاضر شه ! سمرقندي اوملګري یې له قتیبه سره یوځای دقاضي (جمیع ) محکمي ته حاضرشول ، قاضي سمرقندیانو ته وویل : څه دعوه لرئ ؟ هغوی وویل : دقتیبه لښکري زموږ ښارته په داسي حال راننوتلي چې موږ ته یې داسلام دعوت او داسلام منلوپه اړه دفکر کولو وخت نه و راکړی ، قاضي قتیبه ته وکتل او ورته کړه یې : قتیبه ته څه وایې ؟ قتیبه وویل : جګړه فریب او دوکه ده ، داډیر ستر ښار دی ، شاوخوا نوري سیمي یې هم زموږ سره پر مقاومت بوختي دې ، دوی اسلام ندی منلی او نه یې جزیه پریکوله ، قاضي ورته وویل : مخکي له جګړي دي هغوی ته داسلام دعوت ورکړی و ، دجزيي دي ورته ویلي و او دجګړي خبر دي ورکړی و ؟ قتیبه وویل : نه .

قاضي ورته وویل : ستاله خبرو معلومه شوه چې اقرار دي وکړ اومدعي علیه چې اقرار وکړې خبره فیصله او ترحکم لاندي راغلي ، قاضي په صفا ټکو قتیبه ته وویل : ګوره قتیبه ! دي امت چې څومره بریالیتوبونه ترلاسه کړي دې هغه د دي دین په برکت سره دې ، او له غدر نه دځان ژغورلو او دعدل په قایمولو سره ، او قاضي زیاته کړه : موږ خپله پریکړه په لاندي ډول اعلانوو :

دسمرقند له سیمي به دمسلمانانو ټولي لښکري وځي ، داراز واکمن او دهغوی کورونه او ورسره راغلي ټول خلک به له سمرقند نه وځي ، او دلته دهغوی کورونه او دکانونه اوهرڅه به په ځای پریږدې ،

سمرقندیان له قاضي نه ووتل خودا باور یې نه کاوه چې دا دڅو ګړیو محکمه به عملي کیږې او دمسلمانانو لښکري به له دومره لویې سوبي اوفتحي ترلاسه کولو وروسته بیرته د دوی له ښاره وځي ...

لیږ ځنډ وروسته دسمرقند خلکو په شاوخوا کې د لیږد او رحیل ناري سوري واوریدلي ، دلښکرو او اسانو پورته شوې ګردونه او دوړي یې ترسترګو شوې ، پوښتنه یې وکړه چې دا څه چل دی ؟ ورته وویل شو چې دقاضي حکم نافذ اوپلی شو ، دمسلمانانو لښکري ستاسو له ښاره وځي !! عجیب حالت و ، دي عجیبي پیښې دلیدونکو غوني زیږه کړل او ویښتان یې ودریدل ....

مازدیګر مهال دسمرقند لاري اوکوڅي تشي ولاړي وې او فاتح خو پرعدل او نیاو مین مسلمانان دخپل قاضي دامر په تعمیل سره ټول وتلي وو ، په تش سمر قند کې د نرم زړو سمرقندیانو دژړا او انګولا کړیکي اوریدل کیدل چې په دي عادل ، مهربان او نیک سیرته مخلوق پسي یې کولي ، ډیره موده نه وه تیره شوې چې دسمرقند خلک ډلي ډلي راووتل ، مذهبي مشران یې په سر کې وو ، د مسلمانانو دلښکرو په لور په منډه روان وو او د (لا اله الا الله محمد رسول الله ) ایمان بښونکو نارو دسمرقند فضا په سر اخیستي وه .
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
رښتینی
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 02 جون   2006
ليکنې: 1807

ليکنهد ليکنې نېټه  :   شنبه   دسمبر   01, 2012 5:25 am    عنوان   : Reply with quote

37
ښه روزنه

یو ښوونکی کیسه کا چې دلومړې ټولګي له شاګردانو مې وپوښتل : هریو راته ووایئ چې ستر شئ له ځانونو څه جوړول غواړئ ؟ چاویل زه غواړم پیلوټ شم بل به ویل : زه غواړم ډاکټر شم ، داراز ګڼ ځوابونه مې له خپلو شاګردانو واوریدل ، خو یوشاګرد چې غلی ناست و عجیب ځواب یې راکړ !! ټولو ټولیګوالو یې هم ورته وخندل ، هغه وویل :
زه غواړم له ځانه صحابي جوړکړم !!
ښوونکی وایې ماورته وویل : ولي څه وجه ده چې له ځانه صاحابي جوړول غواړي ؟ هلک ورته وویل : ځکه موږ چې هره شپه ویده کیږو نو مورمو دیوه صحابي کیسه راته کوې ، صحابي پرخدای مین وو ، تکړه وو او زه هم غواړم چې صحابي شم .....
استاد غلی شو ، او هڅه یې کوله چې خپلي اوښکي تم کړې ...، هغه پوه چې ددي ماشوم ترشا درنه اوستره مور ده ځکه یې موخه او هدف هم ستر او لوی دی .
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
pattang
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 05 اګست   2004
ليکنې: 5018
ځای: Germany

ليکنهد ليکنې نېټه  :   شنبه   دسمبر   01, 2012 9:56 pm    عنوان   : Reply with quote

رښتينی صيب رښتيا هم دمور غيږ داولاد داخلاقو او انکشاف زانګو ده ، چې
ونه (مور) ښه وي نو مېوه (اولاد) يې هم ښه ر اځي ٠ او همدغه خبره ده چې پښتانه
دوستي له هغه چا سره کوي چې مور او پلار ې ښه نېک نوم ولري !
دغه مسائل ډېر ځله / ژر داروپا په افغانانوکې ليدل کېږي دچا چې مور درنه وي
نولوريې هم درنه وي ، دلنډغرې مور، لور هم لنډغره وي !
زمونږ زاړه پښتني دودونه الماس او ملغلرې دي !
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
رښتینی
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 02 جون   2006
ليکنې: 1807

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٣   شنبه   دسمبر   04, 2012 12:54 pm    عنوان   : Reply with quote

38
له خپلي خورنه یې پوښتنه وکړه : په دي ونه کې څومره پاڼي دې ؟ مشري خوریې په مینه ورته وویل : ګراني ولي موداپو ښتنه وکړه ؟ ناروغي ماشومي ورته وویل : ځکه زه داسي فکر کوم چې کله د دي وني وروستی پاڼه لویږې زما دژوند شپي به هم پای ته زسیدلي وې ... مشره خور یې مسکۍ شوه او ویې ویل : چې داسي ده نو بیا به ماو تا ډیره موده له ژوند نه خوند وا خلو او که خدای کول دژوند ټول ارمانونه به مو ترسره شې ، ♥
شپي ورځي تیریدلي ناروغي ماشومي له خپلي خور سره یوځای خوندور ژوند تیراوه ، خوندوري لوبي یې کولي او دماشومتوب له پاچاهي یې مزي پورته کولي ، دوني پاڼي هره ورځ کمیدلي او ناروغي ماشومي به هروخت څارلي ، اخر په ونه کې یوه پاڼه پاته شوه او دي به همیشه هغه پاڼه څارله ، دي ګومان کاوه چې که داپاڼه ورژیدله نودابه خپله ناروغي وژني او مري به !
خزان اوژمی دواړه تیرشول خوداپاڼه لاپه ځای تم وه او ونه رژیدله ، ناروغه نجلی هم له ناروغي نه په رغیدا وه ترڅو رکه روغه شوه ، اوله خپلي خور سره یې خوشاله ژوند کاوه ، حالات او ژوند طبیعي شو او ناروغه ماشومه رکه روغه شوه ، عجیبه داوه چې هغه یوه پاڼه لاپه ونه کې پاته وه او نه وه رژیدلي !! یوه ورځ ماشومه وني ته ورنږدې شوه څو هغه معجزه پاڼه ووینې ، چې ویې لیدله هغه یوه پلاستیکي شنه پاڼه وه اوپه ډیره ښه توګه په ونه کې بنده کړل شوې وه ،ماشومه په خندابیرته راستنه شوه او پوه شوه چې مشري خوریې د دي د نا امیدي د مخنیوي په موخه داچل برابر کړی و ...
که دچا په وس کې وې چې خپل مسلمان ورور خوشاله ولرې نو نه دي سپموې ، هغه زړونوته چې نا امیدیو ځپلي وې امیدونه او ډاډ ورکړئ ، دردمنو اوغمځپليو وروڼو او خوندو ته دخوشالي رڼا ورکړئ ، اود ژوند شکلا ورته و ځلوئ ،
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
رښتینی
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 02 جون   2006
ليکنې: 1807

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٣   شنبه   دسمبر   04, 2012 12:57 pm    عنوان   : Reply with quote

39

له عبرت ډکه کیسه
یو وخت یوه استاد خپلو شاګردانو ته دعقیدي درس ورکاوه او د لا إله إلا الله په اړه یې معلومات او تشریحات ورکول ، دي استاد له پیشوګانو او مرغانو سره مینه لرله یوه ورځ یې یوه شاګرد طوطي ورته راوړ دوخت په تیریدلو سره د استاد مینه له طوطي سره زیاته شوه آن چې د درس په مهال به یې هم له ځانه سره لاره او تردې پوري چې طوطي د لا اله الا الله کلمه ډیره په خوند زده کړه اوشپه او ورځ به یې دا کلمه ویله .
یوه ورځ شاګردانو خپل استاد په داسي حال کې وموند چې ډیر سخت یې ژړل کله چې هغوی دژړا دلامل پوښتنه وکړه ده ورته کړه : یوي پیشو زما طوطي مړ کړ هغوی ورته وویل : ایا په طوطي باندي دومره زیات ژاړې !!که غواړې موږ به همدا اوس تر هغه ښه اوښایسته طوطي درته راوړو ، استاد ورته وویل : پرطوطي نه ژاړم ، ژاړم پردي چې کله زما طوطي پیشو ونیو نو هغه په چغارو پیل وکړ اوتر مرګه یې چغې وهلي زما د طوطي لا اله الا الله ډیره ښه زده وه او هرو خت به یې ویله هم خو کله چې پیشو حمله پرې وکړه نو دا کلمه یې هیره شوه اویواځې چیغي یې پر خوله پاته شوې ځکه دا کلمه ده یواځي په ژبه زده کړي وه اوزړه ته یې نه وه لوید لي او نه دزړه له تله پرې پوهیدی اوبیا استاد وویل : زه ویریږم چې موږ ددي طوطي په څیر نشو په ژوند کې خو لا اله الا الله ډیره وایو او ذکر یې هم کوو او خدای مکړه دمرګ په مهال یې هیره نه کړو ځکه داویره پکار ده چې هسي نه زموږ زړونه هم دهغه طوطي په څیر تش پاته وې ، په دي سره یې شاګردانو هم په ژړا پیل وکړ ...
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
رښتینی
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 02 جون   2006
ليکنې: 1807

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٣   شنبه   دسمبر   04, 2012 1:03 pm    عنوان   : Reply with quote

40
رښتیني تقوي

دبشر الحافي خور له امام احمد بن حنبل رحمه الله څخه پوښتنه وکړه :دباچا دمشالونو وړونکي زموږ دکور خواته تیریږې ایا موږ دهغوی رڼا ته وړۍوریشلی شو؟ امام احمد ورته وویل : ته څوک یې الله دي په تارحم وکړي ؟هغي ورته وویل دبشر الحافی خوریم ، په دي سره امام احمى وژړل او ورته ویې ویل : بیشکه ستاسو په کور کې رښتیني ورع او تقوي ده ، اوزیاته یې کړه چې دي رڼاته وړۍ وریشل ندي روا .
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
مخکيني ليکنی وښاياست:   
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> ټولنه او ټولنپوهنه    ټول وختونه GMT دي
پاڼي ته لاړ شئ شاته  1, 2, 3, 4  مخکي
پاڼه   3  ټولې پاڼې  4

ورټوپ کړه:  

تاسو په دې څانګه  کې ليکنې نشئ کولی
تاسو د دې څانګې ليکنو ته ځواب نشئ ليکلی
تاسو په دې څانګه کې خپلو ليکنو ته بدلون نشئ ورکولی
تاسو له دې څانګې څخه خپلې ليکنې ړنګولی نه شئ
تاسو د دې څانګې په ټولپوښتنه کې برخه نشئ اخستلی


Powered by phpBB © 2001 phpBB Group

Chronicles phpBB2 theme by Jakob Persson (http://www.eddingschronicles.com). Stone textures by Patty Herford.