د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

نن څونۍ ده؟

حمید هڅــاند
08.10.2012

پیلنۍ
یوني
دونۍ
منځنۍ
څلنۍ
پنځنۍ
ادینه

هغه د خرش ـ پرش خبره، دا لا کومه ګانه شوه :o
منې چې ماته خو په زړه پورې دي :!:
تاسو څه وایاست :?:

درنښت


larghonay laraway
16.10.2012

السلام عليکم!
هڅاند صيب په دې موضوع په همدې فورم کې (د اونۍ د ورځو پښتو نومونه) په نامه بحث شوی دی
مننه


پتوال
24.03.2013

هڅاندصیب اول به يې املا او انشا ته لږ څه پام وکړو :

پیلَنۍ ، یوه ني ، دوه نۍ ، درېنۍ ، څلورَنۍ، پنځه نۍ ، جمعه

دا نومونه چې د لومړي ځل له پاره ما ټاکلي و بیا مې په ټول افغان کې هم وضع کړل، د څلورنۍ په ځای مې په کې منځنۍ
لیکلې وه، اوس له دې کبله چې منځنۍ د وروستنۍ او مخکینۍ غوندې یو قید دی نه اسم ، بیرته په څلورنۍ بدلوم په دې شرط چې تر ډیر وخته پورې (ر) په فتحه وویل او ولیکل شي او د نَنګرَهار د لیک او تلفظ غوندې غلطي په کې ونشي چې اوس یې
څوک د لومړي (ن) فتحه او څوک یې د (ر) فتحه له پامه غورځوي !
والسلام


حمید هڅــاند
26.03.2013

ښکلی نوښت مو کړی دی پتوال صیب! هم اسانه نومونه او هم ښکلي نومونه دي...هم خرما ده هم ثواب....دا (یوه ني) به (یوه نۍ) وي...

درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more