د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

د یوې بېړۍ سپاره، د یو بل دښمنان

حمید هڅــاند
08.10.2012

انځور د مسلمانو هیوادونو حالت بیانوي، تاسو وینۍ چې هر هیواد لګیا دی خپل ځان سره، موږ سره وېشل شوي یو، عربستان له ځان سره لګیا دی، مصر له ځان سره لګیا دی، عراق له ځان سره لګیا دی، مالیزیا له ځان سره لګیا ده او .... خو همدومره نه، موږ یو دبل دښمنان هم یو، یو د بل بېخ ایستلو ته ناست یو، په بې اتفاقۍ کې را ګېر یو. او دا هغه څه دي چې یواځې او یواځې زموږ دښمن ترې خوشال کېدای شي، زموږ دښمن زموږ په دې حالت خوښ او راضي دی. زموږ ځان ځانۍ موږ د ذلت وروستۍ کندې ته اچولي یو. ایا اړتیا نشته چې په ځان رحم وکړو!!!!؟؟؟؟

[img:6130cd14cb]http://sphotos-d.ak.fbcdn.net/hphotos-ak-prn1/s480x480/545640_549640685052417_717988942_n.jpg[/img:6130cd14cb]

درنښت


larghonay laraway
08.10.2012

السلام عليکم!
که د ديد ساحه لږ رالنډه کړو نو دا انځور د پښتنو ژوند ښه انځوروي. ځکه چې دوی ټول محکوم، محروم او مظلوم دي خو بيا هم د دوښمن پر ځای خپلو کې سره اړم دي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more