tolafghan.com
ټول افغان لومړي مخ ته

 ډېرځليزې پوښتنېډېرځليزې پوښتنې   لټونهلټونه   د غړو لستد غړو لست    کاروونکو ډله  کاروونکو ډله    د نوم ثبتولد نوم ثبتول 
 د پېژندنې څېرهد پېژندنې څېره    خپل شخصي پېغامونه وګورئ خپل شخصي پېغامونه وګورئ   ننوتنهننوتنه 

د منظور ولی له اشعارو

 
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> وطن پال او نور ګټور شعرونه
شاته موضوع وګورئ :: مخکې موضوع وګورئ  
ليکوال پيغام
ع کريم حليمي
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 10 جنوري   2004
ليکنې: 2640
ځای: new york

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٥   شنبه   اکتوبر   04, 2012 3:08 am    عنوان   : د منظور ولی له اشعارو Reply with quote

چی په مينه کی ختلی څوک په دار دی هغه زه يم
چی ستی د جدايي په سور انګار دی هغه زه يم

چې یې خلک په هر ځای کې په هر حال ملامت بولي
چې د غم پیټی د چا پر اوږو بار دی هغه زه یم

محبت کې خو ژړا فریاد او هر څه هر څه شته دی
چې په خپله د دې هر څه طلبګار دی هغه زه یم

چې نه خوب کړي نه خندا کړي ، نه له ژونده څه خوند اخلي
چې په سترګو د جانان پسې بیمار دی هغه زه یم

چې د مینې هر تکلیف یې په خپل ځان باندې منلی
چې منظور ته څوک ایسار پر لویه لار دی هغه زه یم

شاعر منظور ولی
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
ع کريم حليمي
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 10 جنوري   2004
ليکنې: 2640
ځای: new york

ليکنهد ليکنې نېټه  : جمعه   اکتوبر   05, 2012 4:23 am    عنوان   : Reply with quote

څوک به کړي دعشق کیسه زه به در یاد شم
لاس به ږدې ورته په خوله زه به در یاد شم
په تصویر مې که دوخت دوړې خورې شوې
مخ ته ونیسه ائینه زه به در یاد شم
په غمونو به دورځې ځان غلط کړې
خو تیاره چې شي خوره زه به در یاد شم
مورکۍ به دې علت داوښکو پوښتي
ورته پیاز به کړې پلمه زه به در یاد شم
نا څاپي به له همځولو شې اوچته
لاس به ونیسې په زړه زه به در یاد شم
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
tandar
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 20 دسمبر   2009
ليکنې: 2374

ليکنهد ليکنې نېټه  : جمعه   اکتوبر   05, 2012 9:01 am    عنوان   : احساس Reply with quote

زمونږ احساس ئې هم راوپارولو خو ولي صيب ته نشورسيدلي
چه دوطن داشغال له غمه ئې زړه پرهر پرهر وي؟
..........................که ئې ملهم دازادي پري کيښودل زه به وريادشم
تندربه ئې خاوره دپښولکه رانجه کاندي په سترګو
..........................که ئې قدمونه په لاره ديوالي کيښودل زه به ورياد شم
دcia اوisi لاسونه دافغان په وينو سره دي
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
ع کريم حليمي
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 10 جنوري   2004
ليکنې: 2640
ځای: new york

ليکنهد ليکنې نېټه  : ١   شنبه نومبر   11, 2012 9:33 pm    عنوان   : توره شپه کې Reply with quote

توره شپه کې
چې راياد شي کله يار په توره شپه کې
زړه مې ډېر شي نا قرار په توره شپه کې
ستا تصوير چې کله خيال ته زما راشي
ښکلوم يې تر سهار په توره شپه کې
ته چې هسې کله ووايې درځمه
زه کوم ستا انتظار په توره شپه کې
کله چې تصوير شي رانه ورک اشنا
منظور وخېږي په دار په توره شپه کې
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
tandar
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 20 دسمبر   2009
ليکنې: 2374

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٢   شنبه   نومبر   12, 2012 10:10 am    عنوان   : چه Reply with quote

چه يرغلګر او اشغالګر کړي ورماتي دروازي په توره شپه کي
.....................ناري سوري دماشومانو، شي رايادلوي خداي په توره شپه کي
وائې تندراي قادره اي قهاره نور رحم په مونږ وکړه
........................په افغان اولس به وي تر څو دغه حال په توره شپه کي
دcia اوisi لاسونه دافغان په وينو سره دي


وروستی ځل بدلون  tandar   په   ٢   شنبه   نومبر   12, 2012 9:20 pm   ورکړی دی   ,  د بدلون شمېره  1
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
tandar
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 20 دسمبر   2009
ليکنې: 2374

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٢   شنبه   نومبر   12, 2012 7:13 pm    عنوان   : سلامونه Reply with quote

حليمي صيب سلامونه
ډيره بښنه غواړم چه زه ستاسو په ليکنو پسي ليکني کوم
زه هره ورځ څوځلي ټول افغان ګورم که چيري يو ښه خبر واورم
ما دلته دشعرو کومه مقابله نه ده شروع کړي خو زما په وينه ،رګو کي فقط او فقط ديوه لوي افغانستان ازادي او دافغان اولس يوالي په ژوند وني ارمان دي
اوبس
دcia او isi لاسونه دافغان په وينو سره دي
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
مخکيني ليکنی وښاياست:   
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> وطن پال او نور ګټور شعرونه    ټول وختونه GMT دي
پاڼه   1  ټولې پاڼې  1

ورټوپ کړه:  

تاسو په دې څانګه  کې ليکنې نشئ کولی
تاسو د دې څانګې ليکنو ته ځواب نشئ ليکلی
تاسو په دې څانګه کې خپلو ليکنو ته بدلون نشئ ورکولی
تاسو له دې څانګې څخه خپلې ليکنې ړنګولی نه شئ
تاسو د دې څانګې په ټولپوښتنه کې برخه نشئ اخستلی


Powered by phpBB © 2001 phpBB Group

Chronicles phpBB2 theme by Jakob Persson (http://www.eddingschronicles.com). Stone textures by Patty Herford.