د موضوعګانو سرپاڼه

طب او نباتي روغتیاپالنه

دغوږو دروندوالی

ډاکتر څپاند
28.09.2012

[color=red:7ec8fc3ef3]دغوږو دروندوالی[/color:7ec8fc3ef3]

اوريدل يا شنوائي دانسان د لسږونو حواسو دجملې نه يو مهم جز ګڼل کیږي٠
دجوړښت له لحاظه غوږونه او په مغز کې داوريدو مرکز او دهغو ارتباطي
لړۍ ، ددې وظيفې لپاره اساسي اجزاوې دي٠
ځيني ماشومان دناروغيو په وجه، کاڼه زېږېدلي چه متاسفانه داماشومان،دښکاره ميکانيزم په اثر، خبرې يا تکلم هم نشي کولی٠
داورديو توان ، په ځينې نورو ماشومانو او ځوانانوکې دځينې ناروغيو په سبب متناقص شي خو زړښت دانسان دعمر هغه دوره ده چه د ګڼ شمير نورو نارو غيو تر څنګ داوريدو احساس هم متاثر کيدی شي٠
لکه څنګه چه کوڼ ماشوم ژبه زده کولی نشي،دغه راز که د ماشوم داوريدو حس ښه کار ونکړي،نوموړی ماشوم د مور پلار ،معلم او نورو غږ په ښه
توګه نه اوري،نه پرې پوهېږي او په ښکاره توګه لازم او داړتيا وړ عکسل
العمل نشي ښوولی٠پايله داشي چه ماشوم غبي،ناړام،بې توجه او حتی بې ادبه
معرفي کېږي٠
دغه راز په زړښت کې ددې ناروغې په وجه،دناروغ او دهغه دکورنۍ او ټولنې
تر منځ غلط پوهاوی يا سؤ تفاهم او لانجې رامنځ ته کيږي٠
په عمومي توګه، د اوريدو تنقيص په دوه ډوله ويشل شوی دی٠
لمړې دغږ د انتقال محدوديت چه په انګرېزئ کې ورته
conductive hearing loss
ويل کيږي٠
دويم دغږ داوردو داحساس محدوديت چه د
sensory- neural hearing loss
په نامه يادېږي٠
په لمړی ډول کې دغږ د اوريدو احساس نارمل وي خو دځيني عواملو په وجه،
دغږ انتقالي سيستم ښه کار نکوي٠دبيلګې په توګه که د غوږ په کانال يا سوري (سوراخ) کې بندښت رامنځ ته شي٠دغوږ دکانال بنديدل،دغوږدنارملو افرازاتو يا
wax
دتجمع په اثر رامنځ ته کيدی شي٠دغه راز دداخلي غوږ دعفونت يا التهاب په وجه چه دميکربي ناروغيو په وجه رامنځ ته کېږي،دغږ انتقال تنقيص مومي.خو په زږښت کې دلا داخلي غوږ غړي،خپله وظيفه په طبيعي ډول تر سره کولې نشي٠
داوريدو دکموالې په دويم ډول کې،دغږ اخذه، په مغز کې دغږ داحساس انتقالي تارونه او يا مرکز، ښه کار نکوي٠
دغږ دانتقال تار يا ريښه د مرکزي عصبي سيستم د دولسګونو ريښو نه يوه ريښه ده چه د اتم (٨) مرکزي عصب په نامه ياديږي٠
داوريدو داحساس لړۍ او مرکزي اجزاوې د اعصابو دمرکزي سيستم دناروغيوپه وجه زيان موندلی شي٠دبېلګې په توګه
meningitis & encephalitis
هغه ميکروبي ناروغئ دي چه اکثرا په ماشومانوکې دکڼېدو سبب ګرځي٠
د اتمې عصبي ريښي د پوښ تومور يا دانه چه د
acoustic neuroma
په نامه ياديږي او د
cerebelo-pontine angle tumour
هم داوريدو حس ته زيان رسولی شي٠دا تومورونه عمدتا په ځوانانو کې ليدل
کيږي٠
لوړ غږ يا صدای بلند لکه موسيقي،يا په کارخانو کې ټک او ټوک هم کولی شي
چه غوږ زيانمن کړي٠
دغه راز ځينې دواګانې، لکه په فقيرو هيوادو د توبرکلوز دناروغئ دتداوئ
مستعمله دوا چه د
streptomycin
په نامه ياديږي،هم دکوڼتوب پايله لرلی شي٠
کله ناکله څو عوامل يو دبل له پاسه داوريدو دتنقيص سبب ګرځي٠
څنګه پوهيدی شو چه د چا اوريدل متاثر شوی دي؟
١-نوی زيږيدلی ماشوم په پرمختللې نړۍ کې دمخصوصو وسايلو په مرسته
معاينه او تشخيش کيږي٠خو په فقيرو هيوادو کې والدين يا دکورنۍ نور غړي
دماشوم داوريدو په هکله شکمن شي٠که يو درې مياشتنی ماشوم لا هم دغږ
په مقابل کې بيتفاوته وي او دغږ دمنبع خوا ته نه ګوري،کيدی شي چه نوموړی ماشوم کوڼ وي٠
٢-ماشومان په ١٨ مياشتنې کې دمشرانوپه "ساده" خبرو پوهېدی شي او پخپله
هم يو څو کلمې ويلی شي٠که يو ماشوم په دوه کلنۍ کې لاهم څه نشي ويلی
د نوموړي ماشوم داوريدو په هکله بايد پلټنه وشي٠
ځیي وخت داسې پيښیږي چه دماشوم داوريدو او تکلم حس په ابتدا کې نارمل
وي خو روسته دغوږ دناروغيو په وجه،متضرر شي٠دا ماشومان دمور،پلار،
ښونکي او نورو خبرو ته بې توجه اوبې پروا بريښي٠مشران داسې انګېري چه ګواکې ماشوم ناړامه دی٠دماشوم په مزاج او تربيه کې منفي تغيرات را منځ ته کيږي٠دا ماشومان دراډيو او تلويزيون غږ پورته کوي چه بيا هم مشرانو ته دبي ادبئ تعبير ورکولی شي٠
که دا ډول ناروغان په لازم وخت معالجه نشي،ددوئ د تکلم او خبرو دزدکړې
توان شديدا متاثر کيدی شي،نو لازمه ده چه دامکان په صورت کې عاجله طبي
مرسته تر لاسه کړی شي٠
٣-په مشرانو کې دکڼېدو مشکل نسبتا په اسانئ سره پيژندلی شو٠که داورېدو
مشکل د غږ په انتقال کې وي،داناروغان په ټيټ غږ خبرې کوي اود نورو غږ
ښه اوريدلی نشي٠که مشکل په اخذه او مرکزي سيستم کې وي،ناروغ په لوړيا جګ غږ غږېږي٠
د اورېدو دناروغيو پيژنده د مخصوص طبي کارمند په وسيله چه د
Audiologist
په نامه ياديږي سر ته رسي٠نوموړی د ځانګړې طبي وسيلې په مرسته چه
Audio graph
نوميږي،ومعالج ډاکتر ته معلومات ورکوي٠دې عمليي ته
Audiography يا Audiometery
ويل کيږي،او دغوږ داوريدو اندازه ديوه ګراف په مخ ثبتوي٠
ډاکتران نوموړې نتيجې ته په کتو سره دناروغ د اوريدو دسيستم د فعاليت او
مصدوميت په هکله لازم معلومات تر لاسه او د علاج لپاره لازم اقدام سرته رسوي٠
Hearing Aid
هغه وسيله ده چه په غوږ کې ايښودل کيږي،نوموړې وسيله له يوې خوا غړ ته
لوړټيا بښي او دبلې خوا دغږ دانتقالي سيستم سره مرسته کوي٠

دزياتو معلوماتو لپاره خپل ډاکتر ته مراجعه وکړې٠
په درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more