د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

پر ولسي ادب د روانې مبارزې اغېزې

pattang
26.09.2012

پر ولسي ادب د روانې مبارزې اغېزې

[img:602888983e]http://www.nunn.asia/images/stories/adab/sharoona/qafila.jpg[/img:602888983e]

بـــــرخه: پښــــتو ادب
25 سپتمبر 2012
لیکوال: داد محمد ناوک

زموږ خواته يو متل ډېرمشهور دى چې : تروژلي ورو پرې ايښې ګومل ښه ده.
کله چې مشران د دې متل کيسه راته کوي،نويې هم جرړه جګړې ته رسېږي،او د دې له پاره چې د ګوملې مېړه نه غوښتل خپل ورو دګوملې په خاطر ووژنې نو يې مخه ترې ونيوه،او ويې ويل: تر وژلي ورور پرې ايښې ګومل ښه ده.
ولسي ادب که څه هم سينه پرسينه ترموږ رارسېدلى دى اوهرومرو يې ځينې کلمې اوښتې را اوښتې دي،چې کله کله خويې سړى پرماناهم سم نه پوهېږي،چې دغسې کليمې رفيع صيب له پښتوهم مشرانې ګڼې،اوپه خبره يې دادهغه وخت کلمې دي،چې اريايانو لا کوچونه نه و پيل کړي،اوپه يوځاى کې په يوه ژبه سره اوسېدل.مګر د دغسې اوښتنو سره سره بياهم ولسي ادب ديوه ولس يومخې اينه ده.

زما په نظر په نړۍ کې هغه ولسونه ډېر څه لري،چې يايې ډېرڅه اخيستي وي،يا يې ډېرڅه له لاسه ورکړي وي،موږ يې له دې دويمې ډلې يو.موږ تل خپل خواخوږي،خپل ارمانونه،خپلې هيلې ...له لاسه ورکړي دي.ځکه خوزموږ په ولسي ادب کې زماپه نظر حماسي اورزمي برخه ډېره قوي مالومېږي،اوهمدغه علت وو،چې زموږ هرلوستي نالوستي ماشوم به له خپل دين،مېنې،ژبې او ولس سره مينه لرله .اوځکه خو تل پرموږ خوار،بې ټکنالوجي،بې سواده،خوباغيرته او ايماندار ولس د نړۍ لويو-لويومغرورو قوتونو حملې کړې دي.پرولسي ادب کې که دليکوالو ورته پام وي،که خداى کول ورکاوى نه راځي،مګر زياتېدل په کې ځکه راځي،جې زموږ پرولس بيا وحشي حمله شوې،بياارمانجن شوي يو،بياکړېدلي يو بيا...
زموږ په ولسي ادب کې دانګېرنو،متلونو،کيسيو،کيسواوپه ټوله کې دنثر برخه کمه نه ده،مګر نظم يې هم دډېرې پام لرنې وړ دى.زه چې لا زده کوونکى وم،دغه پوښتنه به ډېره راته پيداکېده،چې دغه (مثلا :

اللۍ للو
مه راځئ غلو
پلانى داسې ويده دى
لکه ګوډى درنجو)

داخوبه هم يوچاپه يوځاى کې جوړه کړې وي،چې دغه به څوک و؟

دامې هيڅ زړه ته نه لوېده چې يوشى دې ويل شوي وي،خو ويونکى دې يې نه وي مالوم.مګر اوس يې په رڼو سترګو وينم،چې داسې نوې سندرې جوړې شوې چې ديواني هم نه دى،پوره ولسي دي او زما ترمخ را رواج شوې،مګر بيا يې هم ماته شاعر مالوم نه دى.

خو دمخکينيو خبرو په استناد په ولسي ادب کې دغه سندرې ځکه ورزياتې شوې،چې ضرورت يې احساس شوى دى .مثلا زموږ دکلي وړې ،وړې نجونې له درياوو سره بې له دې چې دچاورته پام شي،يادې يې څوک تهديدياتشويق کړي دغسې سندرې وايي:

وۍ –وۍ دامې ارمان دى
حماس په توروغروکې را روان دى
××××
نجماني شهيده څه پرارمان لاړې!
داسرې جنډې دې جګوي طالبان ژاړي
نجماني شهيده څه پر ارمان لاړې!!

او...

[img:602888983e]http://www.nunn.asia/images/stories/taliban/mula_habibullah.jpg[/img:602888983e]

په دې نويو ولسي سندروکې چې شاعريې هيچاته هم مالوم نه دى،دطالبانو ستاينه اوديرغلګرو اودهغوى د تالۍ څټو غندنه ډېره ځکه کېږي،چې موږ لاهم مسلمان يو،لاهم پښتانه يو،لاهم دپرديوغلامي ته فطرتا تيارنه يو،زموږ فطرت،هماغه فطرت دى،زموږ ارمان لاهماغه ارمان دى،موږ لا اوس هم هيڅ پردى په خپله خاوره نه منو.اوپردي مو هغه څوک دي چې دخداى او رسول دلارې نه اخوا وي.

په دې لويه تبليغاتي جګړه کې لابياهم زموږ دکليو اوبانډو ولس يوه يرغلګرته د يرغلګر په سترګه ګوري او دوزير محمداکبرخان لارويان خپل وروڼه او دښمنان يې د ابد له پاره که پر هرنامه وي،که دهرچاپه لاسپوڅۍ وي دځان دښمنان ګڼي.

په پورته لومړنۍ سندره کې د(حماس)يادونه شوې ،چې اصلي نوم ملامحيب الله دى او دغه څوکاله پرلپسې د پکتيکادواومنې دولسوالي مسوول پاتې شوى دى.حماس په دې څوکلن جهادکې دخپلو اخلاقوله مخې دومره دخپل ولس په زړه کې ننوتى چې په سندروکې هم يادېږي.

مېړني دې چې يادېږي
په سندرو يا په وير

[img:602888983e]http://www.nunn.asia/images/stories/taliban/naeem.jpg[/img:602888983e]

اوداځکه چې په دې نږدې لس کلن جهادي بهير کې د دغې ولسوالۍ يو ښوونځى هم نه دى تړلى شوى.يوځوان هم بې ځايه نه دى تهديدشوى،مګرد چرسو،دکورنيو دويډيوګانو دډکولو،لمونځ نه کولواو...په اړه يې پوره پوښتنه کړې،او عاملين يې تروهلوټکلو هم رسولي.چې يادې خبرې ټولې دهمدې ولس په ګټه دي.ځکه خو حماس ديوه سپېڅلي جهاد رېښتينى مجاهد دى.

په دويمه سندره کې (نجماني) چې اصلي نوم يې محمدنعيم و. دپکتيکا ولايت د اومنې ولسوالي دزواکې دکلي هغه ځوان و،چې خپل ټول شته ،کورنۍ،خپله مينه او خپله ځوانۍ يې دهيواد د خپلواکۍ په لاره کې قربان کړه،نجماني د يرغلګرو په وړاندې په پکتيکاکې له لومړنيو پاڅونکونکيو څخه و.نږدې له اته کاله مبارزې وروسته يې دپکتيکا اړوند دسروبي په ولسوالي کې ديرغلګرو اودهغوى دبوټ پاکوپه چاپه کې دشهادت څکه وکړه.
دپکتيکا ديحى خېلو دسيمې اړوند يو بل باتور ځوان شهيد غلام رسول رحمه الله وو،چې په جهادي کتارکې يې نوم (قدرت) و.او دټولې ناټوپه وړاندې يې ديوه ريښتوني مسلمان ولس دقدرت استازيتوب کاوه.ماچې د دې نوي بهير ځينې ولسي انګېرنې او سندرې راټولولې د همدې باتورشهيدرحمه الله په اړه مې هم له يوڅونه يوه دومره انځوريزه اوله مانا ډکه سندره پيداکړه چې ورته حيران شوم:
قدرت لاړ دشهادت په لوري

وسله يې کور ده
کور يې دچمن په غاړه
(...)يې خورده.

[img:602888983e]http://www.nunn.asia/images/stories/taliban/ghulam_rasool.jpg[/img:602888983e]

په دې څومنظوموکرښوکې دقدرت دشهادت ،په چاپه کې شهيدېدل چې دهغه ډېره وسله په کورکې وه،دهغه دکور دموقعيت څرنګوالى.ډېرپرهنرسره پېيل شوي دي.که څه هم شهيدقدرت رحمه الله ترسپيڼ ږيرى پلار ،مور او ترځان کشر ورور هم درلودل. مګر دلته د خور دنوم اخېستل زماپه نظر دوه سببه لري:
1 داچې دغه سندرې ډېرې دښځينه وو له خواويل شوې،او اوس يې هم په ودونوکې وايي. نو دښځينه عاطفي شراکت او دهغې درک به د ټولنې دغې طبقې(ښځې)ته چې دغه سندرې يې جوړې کړې دي.ښه مالوم وي.
2 د ځوان پرشهادت دکورنۍ تربل هرغړي خور ډېره ځورېږې.پښتنې پېغلې په ښکنځلوکې پر(پلارمړې شې! ځوانېمرګه شې!...) دومره نه خپه کېږي،لکه پر(وراره شې!)ويلو چې غوصه اوخپه کېږي.نوځکه په پورته سندره کې دخور ټاکنه يوه مناسبه ټاکنه ده.

ځينې مفسد څېړونکي د يرغلګروله خوا په روان تبليغاتي پروپاګندکې ممکن د (کوريې دچمن په غاړه)مسرې نه بله ماناواخلي.اولکه په وراو واروچې ويل کېږي،چې دغه سپېڅلې مبارزه دپرديوله خوا دپرديو دګټوله پاره جګړه ده.دغه هم ووايي چې شهيدقدرت رحمه الله هم د بلوچستان دچمن دشاوخوا غاړو وو،مګر دا دپکتيکا ټول ولس ته _د دولتي چارواکوپه شمول_ مالومه ده چې،شهيد غلام رسول قدرت رحمه الله دپکتيکاولايت ديحى خېلو ولسوالي دملاباغ کلي اوسېدونکى و،چې کوريې ديوه شنه چمن پرغاړه دى.

په داسې حال کې چې ټول مسلمان ملت يو بدن دى،پردې سربېره هغه څوک چې په تېرو وختوکې د(CIA)پروسله او د(ISI)پرپيسوله (KGB)سره جنګېدل،ولې ځانته مجاهدين وايې؟

ځکه چې دوى له سره دجهادنيت نه درولود،جهاد ديونيم ميليون شهيدانو کورنيو په لرونو،تبرګيو اوچاقوګانوکړى،دغه غداران چې نن دجهادپرنامه هرچوکۍ اوهر بلډينګ دځان بولې په هماغووختوکې د دې شهيدانو پر جسدونواوپه کعبه کې يې پر قران پښې کېښودې اوشپيته زره بې ګنا مظلومان په شهادت ورسول.اوجالبه لاداچې دوى شعار (دخداى له پاره جهاد)ورکاوه،مګرنن يې بدله (چوکۍ)له خپلو نوروبادارانو(انګرېزانو) غواړي!!!!

داهم دولسي سندرو څونمونې:

ارمان دى خاوروته يې وړېنه
ارمان دى
زه ورپسې ژړاکومه
ارمان دى.
×××
طالبه وروره!څڼې دې ولې کړې اوږدې
لږيې لنډې پرې کړه
سبابه بياسنګرته ځې.
×××
زاوکه جګه برخانه (بالاخانه)ده
زواکه جګه
که نورڅه نه وي
نعيم ګل شهيد يې لوړه نښانه ده
زواکه جګه.
×××

غازي لالى مې بيامورچې ته خېژي
دجګوغروپه سرو سرې لمبې بلېږي
غازي لالى مې بيامورچې ته خېژي.
×××
راغلو طالبان
مشينان(کلاشنکوف)يې په څنګوکې دي
خداى به برى ورکړي
دوى په لوړو-لوړو غروکې دي
راغلوطالبان.
×××
وۍ –وۍ دامې ارمان دى
حماس په توروغروکې را روان دى
××××

قدرت لاړ دشهادت په لوري
وسله يې کور ده
کور يې دچمن په غاړه
(...)يې خورده.
×××
نجماني شهيده څه پرارمان لاړې!
داسرې جنډې دې جګوي طالبان ژاړي
نجماني شهيده څه پر ارمان لاړې!!

دادمحمدناوک
پکتيکا
١٣٩١-٠٦-٠


larghonay laraway
01.10.2012

السلام عليکم!
ناوک صيب ښه ليکنه دې کړې او دا حقيقت دی چې ټولنې ولسي، شفاهي يا فولکلوري سندرې لري او دا د ولس مال دی.
لومړی کس چې پښتو شفاهي ادبيات يې راټول کړي هغه فرانسوی څېړونکی جيمز ډار مسټټر دی چې د انګليس تر جګړې وروسته يې پښتو شفاهي سندرې راټولې کړي او د (پښتونخوا د شعر هاروبهار) نوم يې ورته ايښی دی. وروسته بيا له بده مرغه په افغانستان کې هغه کتاب ژباړل شوی خو تحريف شوی هم دی او له ځانه يې د بېچاره ډارمسټټر په کتاب کې لاسوهنې کړي او خپلې جوړې شوې مصنوعي سندرې يې په کې ورمنډلې دي!
تاسو هم ښه کار کړی چې د اوسنيو اشغالګرو اړوند سندرې مو راټولې کړې دي
زه هم يوه لنډۍ درته وايم
د طالبانو سخت نظام دی
زه مې پيکۍ تر خولۍ لاندې پټومه
د اليکوپتر غوندې کږه شوې
لکه القاعده دې په راکټو ووېشتمه

دا ښه کار دی د يو ولس ادبيات راټولول د خوندي کولو په معنی دي. که څه هم تاسو په دې مقاله کې تر ادبياتو په سياست ډېر زور اچولی خو بيا هم ښه ليکنه ده ولې زه يوه پوښتنه لرم او هغه دا چې تاسو ليکلي
(دغسې کليمې رفيع صيب له پښتوهم مشرانې ګڼې،اوپه خبره يې دادهغه وخت کلمې دي،چې اريايانو لا کوچونه نه و پيل کړي)
ماخذ يې څه دی؟
ايا د کلمو لرغونتوب په اټکل سره ثابتېږي او که په ماخذ سره؟
ايا د افغانستان په ژبپوهانو کې څوک په لرغونو ژبو پوهېږي؟
تاسو په کوم جرات يوه داسې خبره (کوټ) کوئ يا يې د نقل قول په توګه کاروئ چې پرې مطمئن نه يئ؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more