د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

د يرغلګروښځې به سپيازې کيږي

عبدالله صابر
21.09.2012

السلام عليکم

داتلومجاهدوطالبانوکفرځپونکو بريدونوله ويرې ديرغلګروښځې سپيازې (له
وخت مخکښ لنګيږي )
افغانستان دجينکوجنګ وطن نه دی ،دوښمنه خطاوتئ يی چي افغانستان ته
جينکئ راليږي ٠

ټيټ مي مه بوله غورځنګ راباندي مه کړه
زه په دي افتادګئ کښ لوی کړنګ يم

له تراوسه يی مازغه په کرارنه دي
چاچي ماسره وهلئ سرپه څنګ دی


یوه برتانوۍ ښځینه پوځي په جبهه کی لنګه سوه
خبري څانګه
Larawbar.com 2012-09-20

بی بی سي او اسوشیټیډ پریس راپور ورکوی چی هغه برتانوۍ ښځینه پوځي چی د هلمند ولایت د برتانوي پوځ په « کېمپ باسشن » کی دنده اجرا کوی ، وړمه ورځ ناببره لنګه سوه او زوی یې وزوکېد . هغې تر لنګون فقط څو ساعته مخکی له درده شکایت وکړ څو چی ډاکټرانو بستر کړه او هلته یې زوی پیدا سو . دا وایی چی زه تر دې مهاله خبره نه وم چی امیدواره ( حامله ) یم . دغسی ښځینه پوځیانی د برتانوي قانون له مخی په جبهه کی وظیفه نسي اجرا کولای ، نو ځکه احتمالأ دا وایی چی زه تر دې مهاله په خپل حامله توب خبره نه وم !
دغه لوی پوځي بېس په تیرو څو ورځو کی د دوو خورا غټو پیښو شاهد دی : لومړی دا چی برتانوﺉ شهزاده هېري دلته د هلیکوپتر د یو پیلوټ په حیث راغلی دی تر څو د طالبانو پر ضد هوایی عملیات اجرا کړی ؛ دوهم دا چی [color=green:4d84b1c340]درې ورځی مخکی طالبانو پر دغه لویه پایګاه خورا منظمه او غافلګیره حمله وکړه او د درنو وسلو سره د هغې خارجې محوطې ته ورننوتل ، دوه امریکایی مرین پوځیان یې ووژل او څو نور یې زخمیان کړل ، اته طیارې یې باالکل محوه کړې ، څلور نوری یې خرابی او زیانمنی کړې ، ودانۍ یې ورانی کړې او په دې ډول یې امریکایی او برتانوي پوځ ته لویه ځانی ، مالی ، روحیاتی او ستراتیژیکی ضربه ورکړه ؛او څیړونکي وایی چی ښایی د همدې حملې یو تأثیر به همدا له وخته مخکی لنګون وی [/color:4d84b1c340]دغه ښځینه پوځي په تیر مارچ کی افغانستان ته راغلې ده . په افغانستان کی ۲۰۰ برتانوي ښځینه پوځیانی په عملیاتو بوختی دي . دا د برتانیې په تاریخ کی لومړنۍ پیښه ده چی یوه انګریزه پوځي په جبهه کی لنګیږی .

http://www.larawbar.net/33815.html


سلامونه

tandar
21.09.2012

سلامونه
نه ئې وايم خو له غمه ئې وايم
د٢٠٠ ښځو شمير به ئې رسمي وي خو غير رسمي چو څومره هر کال راځي او بيرته له ډکو خيټو سره ځي معلوم نه دي
دلته انګريزان غواړي چه هلمندي باغيرته نسل په خپل وطن کي زيات کړي نو په همدي خاطر ډير ځوانان په زوره نيسي او دخپلو ښځو سره ئې جبري يوځاي کوي اوبيا خپلي ښځي پس له حمله وطن ته ليږي چه په راتلونکي وخت کي ښه جنګيالي سرباز تري جوړ شي
يعني انګريز په هيڅ شي صرفه نه ده کړي
ددغي انګريزي بچي به له چا څخه وي؟
پلار ئې هم په جبهه کي ورسره وو بيا په جبهه کي ئې کورواله ئې کول او که جنګ؟
ځکه کورواله خو ځانته ارام اعصاب غواړي هغه هم په هلمند کي او په جبهه کي:oops:
يومتل دي
که علم، دانش او احتراعات غواړي جرمن ته لاړ شه
که فيشن، سنګار ،مود غواړي فرانسي ته لاړ شه
که چل ،شيطاني او حرامزاده ګي غواړي نو انګريز ته لاړ شه
داټول واقيعت دي
دانګريز هره خبره او قدم بي مطلبه نه دي يعني بدون ددوي له ګټي نه دي
نو ددوي دبل نسل ځانته ګډول هم را ته کوم شک نه پيدا کوي نور به الله پوهيږي
زه ډاريږم چه داناسکه هلمنديان که ئې وزيږول او غټ شول چه بله ورځ دپولي او پټي دميراث دعوه ونه کړي ؟ ځکه سره خپل شو او خبره به له اشغاله ووځي ټول به يو وطن وي نه به پاسپورت وي او نه به ويزي وي او ملکه به مو يوه وي :oops:
بيا به ئې ښه پوره کړو
دcia او isi لاسونه دافغان په وينو سره دي


larghonay laraway
22.09.2012

السلام عليکم!
ګرانو تاسو ډېر جذباتي ليکل کړې دي!
پښتنو ته په کار دي چې ژور او شعوري و اوسي!
دا که ستاسو خبره ومنو چې د هلمند ځوانان په همدې بده ورځ کې هم زناکاران دي نو تر دوی به نور سپک او بې شعور خلک نه وي!
ځکه د يو چا مور، خور، ورور، زوی، پلار او خواخوږي چې شپه او ورځ د بهرنيانو دبمباريو، شپنيو عملياتو او ځمکنيو قواوو په ينډوخر کې وژل کېږي، بې پته کېږي، سرتورېږي او د دوی ځوانان دې د بهرنيانو فاحشو بيسونو ته ورشي او هلته دې زنا وکړي چې د بهرنيانو نسل بدل شي؟!
دا نو بيا هغه بيغيرتي ده چې انسان بايد ترې امان وغواړي!
هسې نه چې څوک ووايي چې : پښتون نه په پروت شرمېږي او نه په ولاړه!

دا بهرنيانو سره زمونږ جګړه بايد شعوري، کلتوري، اسلامي او افغاني وي!
زنا، فحاشي او بدکاري نه په اسلام کې ځای لري او نه په افغانيزم کې!

بله دا چې مونږ بايد ځانونه له انګليسانو سره برابر نه کړو. د هغوی په کلتور کې زنا، حرامي بچي راوړل، (بوای فرينډ او ګرل فرينډ) غوره او لوړ خويونه دي خو زمونږ په کلتور کې دا شيون ځای نه لري!

هلمند د انګليسانو له لاسه دومره له غربت، وحشت، بدې او غملړلې ورځې سره مخ دی چې باور وکړئ زه ورغلی وم که به يې په مخونو کې سرخي یا په خولو کې مسکا ښکاري!
بايد زړه پرې وسوزوو او په هر ډول چې وي هلمنديان د بهرنيانو لنډغرو له ينډوخر او د طالبانو له وحشته وژغورو!


سلامونه

tandar
22.09.2012

لاروي صيب سلامونه
ستاسو نظر دقدر وړ دي خو يو کار ولو که غير بشري او غير اسلامي غير انساني هم وي خو په زور او جنايت سره په نورو انسانانو تطبيق کيږي لکه په عراق کي چه ويديو ئې ټول جهان وليدله
[color=red:fc753bbbbe] نو داشغالګرو لپاره داسي جنايات لکه وحشيانه وژنه، دمړو دجسدونو سوزونه په جسدونو متيازي کونه دنورو په ناموسونو تعرض کونه او داسي نور جنايات په زور وحشيانه ډول صورت نيسي نه په رضا[/color:fc753bbbbe]
دا دخوښي او خوشحالي او افتخاري اعمال نه دي چه يو هلمندي په خوښي دانګريزي سره کورواله کوي بلکه په زور او جبر سره ئې مجبوروي
دغه جنايات د انګريزانو او امريکايانو يو نوي کشف په عراق او افغانستان کي نه دي دوي دغسي جنايات په دوهمه جګړه کي په جرمني کي هم تر حده زيات کړيدي
په جرمني کي چه له زړو ښځو او نرو څخه په دوهمه جګړه کي ددوي داعمالو قيصي واوري له حيرانتيا نه دسړي دسر ويښتان ورته پورته کيږي
ايا خبر ياستي چه ٨٠ فيصده همدغه انګريزان چه په هلمند کي پراته دي سمه پښتو وائې دوي ښه پاخه تللي دي دا زما دسترګو ليدلي حال دي او داسي نور
نن زور غږيږي يواځي هلمند نه دي داشغالګرو وحشيانه جنايات په ټول افغانستان کي روان دي
دتور پنجابي وحشيانه جنايات چه په افغانانو وګوري اشغالګر دسړي له ياده وځي
خلاصه دافغان دبدبختي زمان راغلي دي اوبس
دcia اوISI لاسونه دافغان په وينو سره دي


هیښ
23.09.2012

سلامونه

[code:1:16d1bf8243]دا بهرنيانو سره زمونږ جګړه بايد شعوري، کلتوري، اسلامي او افغاني وي!
زنا، فحاشي او بدکاري نه په اسلام کې ځای لري او نه په افغانيزم[/code:1:16d1bf8243]

يوازى دپورته اصولو او ارزښتونوجدي مراعاتول او ورته وفاداري او تعهد ددى جګړى رواتوب،حقانيت ،تقدس او برياليتوب تضمينولاى شي.

مننه


حمید هڅــاند
23.09.2012

اسلام علیکم...
هېښ صیب، له اږدې غیر حاضرۍ وروسته دي بېرته راتګ ته ښه راغلاست وایم. چیرته یې ناځوانه، درکونه دې نشته.

درنښت


هیښ
23.09.2012

سلامونه
ډیره مننه هڅاند صاحب.خیریوسې اوکورداباد اوسه.
چیرته به وو،هغه دپاکستانی پولیسوخبره په همدې تاڼه کې پراته یو.

مننه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more