د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

کاشکې کانونه مو و نه سپړل شي

حمید هڅــاند
18.09.2012

اسلام علیکم و رحمة الله....

د افغانسان د دولت د فساد کچه د اندازې نه ده. د دولت فساد زموږ د اولس په کړوپه ملا دروند ګذار او نه بښل کېدونکې ګنا او جفا ده. ښکارې چې دې فساد ته بهرنیانو په لوی لاس کار کړی دی او نن ورځ هغه پړاو ته رسېدلی چې د شته نظام په شتون کې یې مهارېدل له منطق څخه وتلې خبره ده. د بدمرغۍ ځای دادی چې اوس مو تر ځمکې لاندې د پېړیو-پېړیو خوندي زېرمې هم نه دی په امان. نن یا سبا به د همدې فساد ژورې خېټې ته دننه کېږي. کاشکي چې، لږ تر لږه، زېرمې مو له دغې تورې بلا خوندي وای.

درنښت


Re: کاشکې کانونه مو و نه سپړل شي

pattang
18.09.2012

هڅاند صيب په قلم دې برکت !
حتمي نده چې هر سړی طالب شي خو ملي مقاومت په هر انسان فرض دی يانې دا
هېواد يواځې طالبي ندی بلکې اسلامي ، افغاني او کلتوري دی٠
دې ټکې ته ما څو وارې اشاره کړې ده :
اشغالګر غواړي چې پښتني ، اسلامي اخلاق او عنعنات مات کړي دغه يوه اوس
انتي اسلام ويديويې يو بل سبوت او ډرامه ده .... کله چې کلچر ، پښتني او اسلامي
اخلاق مات کړي نور نو بيا ددوی په مخنيوي کې څوک نه دريږي ٠
داشغالګرو دغه هدف جنګي جنايتکاران او دکرزي فاسد رژيم په ډېره خوښي
مخته ور سره وړي٠
cia ته ګورو څومره دالر شيندي او لوړ معاشونه د جرمني په سويه ورکوي هدف يې
دادی چې نرخونه جګ شي غريب خک په ګونډو او په نس وږي شي ترڅو چې دوی
ته له لوږې ورشي او يا په فقر غريبي ککړ پاتې ژوند وکړي ٠

[quote:722980dca7="حمید هڅــاند"]اسلام علیکم و رحمة الله....

د افغانسان د دولت د فساد کچه د اندازې نه ده. د دولت فساد زموږ د اولس په کړوپه ملا دروند ګذار او نه بښل کېدونکې ګنا او جفا ده. ښکارې چې دې فساد ته بهرنیانو په لوی لاس کار کړی دی او نن ورځ هغه پړاو ته رسېدلی چې د شته نظام په شتون کې یې مهارېدل له منطق څخه وتلې خبره ده. د بدمرغۍ ځای دادی چې اوس مو تر ځمکې لاندې د پېړیو-پېړیو خوندي زېرمې هم نه دی په امان. نن یا سبا به د همدې فساد ژورې خېټې ته دننه کېږي. کاشکي چې، لږ تر لږه، زېرمې مو له دغې تورې بلا خوندي وای.

درنښت[/quote:722980dca7]


حمید هڅــاند
19.09.2012

[quote:0538ee54f9]cia ته ګورو څومره دالر شيندي او لوړ معاشونه د جرمني په سويه ورکوي هدف يې
دادی چې نرخونه جګ شي غريب خک په ګونډو او په نس وږي شي ترڅو چې دوی
ته له لوږې ورشي او يا په فقر غريبي ککړ پاتې ژوند وکړي ٠ [/quote:0538ee54f9]
سل په سلو کې همداسې ده. افغانستان کې د فقر ټغر غوړول د صلیبیانو وروستۍ تکیه ده. البته، دولت یې وار له مخه د فقر په ټغر کېنولی دی، د دولت د کارکوونکو، نظامیانو او انکشافې بودجې څخه معاش ورکوونکو ته پیسې ټولې په بهرنیو مرستو تکیه لري. که دا مرستې نه وي، د دولت ماشین فلج دی. ته فکر وکړه، افغان دولت به ولې د امریکا د ستراتیژیکو اډو څخه انکار کاوه؟ دا انکار شونی نه ؤ، امریکا په لوی لاس دوی اړ وساتل، اوس هم د ټولو هغو زمینو له مینځه وړونکې په خپله امریکا ده چې له امله یې ممکن د افغانستان دولت په ځان بسیا/په خپلو پښو ودرېږي. په دې موخه فساد یوه لویه وسیله ده چې کارول شوې او مثبته نتیجه یې ورکړې ده.

درنښت


larghonay laraway
23.09.2012

السلام عليکم!
هڅاندصيب دا د اشغالګرو پاليسي ده چې دولتي چارواکو ته يې د فساد لاره پرانيستې، خپله په خپلو اهدافو پسې سر دي!
اکثره بيسونه يې په داسې ځايونو کې دي چې هلته معدنونه دي!
يوازې اوسپنيز کانونه که ترې پاتې وي نور يې په اکثرو کې ګوتې وهلې دي. هغه مواد چې وړل کېږي دا لس کاله يې وړي او چور يې جوړ کړی دی!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more