د موضوعګانو سرپاڼه

تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري‌ مرستې

کمپيوټر پښتو څنګه ليکي ؟

شمشاد شينواری
14.04.2003

کمپيوټر څه شی دی، څه کار کوي او پښتو څنګه ليکي؟؟؟
کمپيوټر يو بريښنايي (الکترونيکی) وسيله ده چې معلومات څيړئ او ساتي يې. کمپيوټر لاندې برخې لري:
کليدړه ( کيبورډ) او موږک (موس) سره د کمپيوټر کارونکی خپل معلومات کمپيوتر ته ورکوي.
کمپيوټر کې ډيره مهمه برخه CPU (Central Processing Unit) ده چې د کمپيوټر ټولې عملې کنترولوې او لارښونه ورته کوي.
بله برخه يې تلويزيون ته ورته پرده (مانيتور) ده چې مونږ پکې د خپلو معلوماتو پايلې ګورو. کمپيوټر نورې برخې هم لري لکه، چاپګر ( پرنټر) چې په کمپيوټر کې ليکل شوی متونونه چاپوي، انځورګر (سکنر) دا چاپ شوې متونونه او يا هغه څه چې پر کاغذ ليکل شوي وې کمپيوټر ته انځوروي او داسې نور
کمپيوټر زمونږ په ورکړ شويو معلوماتو څه کوي؟
هغه معلومات چې مونږ کمپيوټر ته د کليډړې يا موږک پواسطه ورکوو هغه کمپيوټر CPU ته د تحليل له پاره ورکوي او وروسته د تحليل څخه يې پايله راته ښايي چې بيا دا معلومات په کمپيوټر کې ساتلی شو.
کمپيوټر په خپله څنګه کار کوې او يا څنګه دا معلومات پيژني؟
کمپيوټر په باينري (Binary) سيتم کار کوي. باينري دوه ايز ته وايې، دا دوه ايز O او 1 دي چې د ماشين د ژبې (Machine Language) په نوم هم ياديږي.
ټول هغه معلومات چې مونږ کمپيوټر ته ورکوو کمپيوټر يې باينري سيستم ته اړوي په دې معنا چې مونږ په يوه ژبه خبرې کوو او کمپيوټر يې د ځان له پاره په بله ژبه ( د ماشين په ژبه) اړوي.
که مونږ د لاتين (A) ليکو دا کمپيوټر 0000000001000001 په باينري شکل پيژني. پاتې دې نه وي چې 0 د مړ (off) او 1 د لګيدلی (on) په معنا دی لکه، بريښنايې څراغ که و لګول شې 1 به وی او که مړ شي نو 0 به وي.
لکه چې پورته مو وليدل A له پاره د يو لوی باينري رقم په کار دې نو ددې اوږدو رقمونو د لنډيز له پاره يو بل سيستم دي چې د هګذاډسمل (Hexadecimal) په نوم ياديږي دا د دوه کليمو هګذا (Hexa) شپږو(A, B,C, D, E, F) او ډسمل (Decimal) د لسو (0-9) څخه جوړ دی. راځئ چې د A هګذادسمل رقم وګورو نو هغه به 0041 په ډول وي.
مونږ په خپل ژوند کې کوم حسابې رقم پکاروو؟ څرګنده ده چې دسمل (0-9). زمونږ ټول حسابي رقمونه د همدې 0, 1, 2, 3, 4, 5, 6, 7, 8, 9 څخه جوړيږي.
اوس غواړو پوه شوکمپيوټر پښتو څنګه ليکئ؟
په همدې دوه ايز (باينري) 0 او 1 سيستم يې ليکي. نو کيداشې تاسو وخاندئ او به وايئ دا خو مونږ پورته ولوستل چې کمپيوټر ټول معلومات 0 او1 ته اړوئ. دا هم سم ځواب دې خو پوره نه دی نوپوره ځواب به څه وي؟
د نړی ډيرې ژبې په کمپيوټر کې ليکلی شو د هغې له پاره همدا هګذادسمل رقمونه دي او ورته يونې کوډ(Unicode) وايې.
که مونږ د لاتين A په نظر کې ونيسو دا توری دوه بڼې لري يو لوی A او بل کوچنی a وي. نو تاسو به ووايې زمونږ ژبه (پښتو) خو ډير اسانه ده ځکه چې يوه بڼه لري.
خو داسې نه ده ، راځئ چې مونږ د (ب) تورې وګورو چې څو بڼې لري؟ دا ځانيز (ب)، سريز (با)، منځيز (ببا) او پاييز (بب ) بڼې لري.
کيدای شي تاسو اوس دا وپوښتې چې د ب له پاره به يونې کوډ يا هګذاډسمل رقم څه وي؟
د ب له پاره يونې کوډ 067E دي او په باينري 1110000001100111 دی خو ددې توری ډول، ډول بڼو له پاره ډول، ډول رقمونه پکاريږی چې دا رقمونه بله هيڅ ژبه کې نه پکارول کيږي دا يواځې د همدې ب له پاره ورکړ شوی دی.
اوس دا ب خو په عربی، پارسي او نورو ژبو کې هم شته. دا خبره هم سمه ده زمونږ د ژبې (پښتو) ليک ډول (Script) هم عربې دی نو د پښتو خاص توري ټ، څ، ځ، ډ، ړ،ږ، ګ، ښ،ې، ۍ دي.
مايکرو سافټ د نړۍ ډيري ژبې په وينډوز کې ځاې کړي خو له بده مرغه پښتو په کې نشته. مونږ د خپلې ژبې، خلکو او هيواد د خدمت له پاره دا کار کړې او کوو يې.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more