د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

په پکتيکاولايت کې د وسايطو ديو ماين دچاودنې له امله شپږتنه ووژل شول.

مومند
14.09.2012

تاوده سلامونه او نیکی هیلی
د دغو بریدونو او ځای په ځای شوی او ښخ شوی ماینونو هدف زمونږ د بیوزلو عام خلکو وژل دی. طالبان پوهیږی چی په کومو لارو کی زمونږ بی بسه او بی وزله عام ملکی خلک تګ او راتګ کوی خو دوی پروا نلری زړه سوی نه ښکاره کوی او که د دوی د کړونو له کبله عام ولس ووژل شی او یا ژوبله شی د دوی په بلا. دوی خپل په ویناوی او خطابو کی تل وایی چی زمونږ مشر ملا عمر ملکی وګړو ته زیان او د ملکی وګړو وژل او ټپی کول په جدی ټوګه منع کوی چی ټول یا خو دروغ دی او یا دا چی طالبان خپل د مشر په خبرو او اوامر هم غوږ نه نیسی. دغه لاندنی خبر د هغه پیښی په هکله دی چی زمونږ شپږ تنه مظلوم او بیګناه هیواد وال خپلو کورونو ته د تلو په وخت کی د دوی د ځای پر ځای شوی ماین په واسطه ووژل شو.

((کابل- باختردوږي دمياشتې ٢٤
په پکتيکاولايت کې تير ماښام د وسايطو ديو ماين دچاودنې له امله شپږتنه ووژل شول.
دپکتيا ولايت مطبوعاتي دفتر باخترا ژانس ته خبرورکړ: دغه ماين چې ددغه ولايت دخوشامند ولسوالۍ په تګلورې کې دمخالفينو له خوا ځاى پرځاى شوى و، ديوتراکټور دتيريدو په وخت کې وچاوديد چې له امله يې دتراکټور شپږتنه سپرلي ووژل شوي اويوتن يې ټپي شو.
ددغې پيښې ټول قربانيان ملکي وګړي وو چې له غزني څخه پکتيکا ته خپلوکورونو ته روان وو)).

په درناوی

مومند


larghonay laraway
15.09.2012

السلام عليکم!
مومند صيب دا خو رښتيا هم ناوړه عمل دی چې عام ولس وژل کېږي خو همدغه عام ولس دی چې طالبانو ته ډوډۍ ورکوي، عشر او زکات ورکوي، په کلي او جومات کې شپې ورکوي او لارې ګودرې ورته ښيي !
ولس بايد له طالبانوسره خبره وکړي چې که جګړه کوئ له حکومت او بهرنيانو سره يې وکړئ خو زمونږ سرک، مکتب، کلينيک، پل او پل ګوټی به نه ورانوئ
ښه مې په ياد دي چې د جهاد په وروستيو کې ځينو ګوندونو هزاربايجان ته مجاهدين استول خو هلته نه مجاهدينو او نه عام ولس څوک ورانکارۍ ته پرېښودل.
نو زمونږ ولس به يې کله او له چا زده کوي؟


سلامونه

tandar
15.09.2012

لاروي صيب سلامونه خداي پاک دي په خوله برکت کړه
هزاربايجان ته چه تلل هغه غريب مجاهدين وه چه هغلته دمياشتي ١٠٠ ډالره وګټي يعني ١٠٠ ډالره ئې معاش ورکولو چه زه خپله بعضي پيژنم او ډيرو د ١٠٠ ډالرو په بدل کي خپلي ککري هم وخوړلي
ولي سرکونه او مکتبونه ورانيږي؟
اوڅوک ئې ورانوي؟
په راس کي څوک دي؟
دچامکتبونه ورانيږي او سوزول کيږي؟
دچا بچيان بايد بي سواده پاتي شي او ولي؟
دغو جنايتکارو ته دا وسايط او اعايشه څوک په اختيار کي غورځوي؟
اياد isi په مرسته داجنايات صورت نه نيسي؟
بيا په خپله isi د cia نوکر نه دي؟
ايا په راس کي همدغه جهاني جنايتکار اشغالګر نه دي؟
ايادغه ټول جنايتکاردجهاني اشغالګرو مزدوران نه دي؟
هم مو په خپله وژني اوهم مو غير مسقيم په نورو وژني

[color=red:2b7530e399]نن ټول افغانستان خصوصا پښتانه يوالي ته او يو واقعي مشر ته ضرورت لري چه له دغو بدبختيو خاوري او ملت ته نجات ورکړي [/color:2b7530e399]
حالات نور هم خراب شوي امنيت په ټول وطن کي نشته فقط خبره خانه جنګي ته پاتي ده
غټ مثال ئې دننګرهار خوګياڼي دي چه عادي مامورين ئې خپل کلي ته نشي تللي
نن ملي يوالي ،ملي قيام او يو واقعي ملي رهبر ته ضرورت دي او بس
مننه


مومند
17.09.2012

تاوده سلامونه او نیکی هیلی
لاروی صیب سلامونه
بی بس عام خلک سره کومه بله چاره نښته وروره. که یی ورنکړی نو بیا به طالب له لاسه ځوریږی او ژوند به یی تریخ شی. زما هم دغه ګیله ده چی ولی زمونږ بیګناه ولس ځوریږی او ولی دوی تل قربانی ورکړی؟ زه هم دا وایم چی زمونږ پلونه، ښونځیو، کلینکونه او سرکونه مه ورانوی او پریږدی چی زمونږ بچیان په آرامه او بی له ویری نه ښوونځیو ته لاړ شی. خو مونږ باید چی د نړی د نورو هیوادونو څخه زده کړو چی څنګه او په څه ویاړ خپل ملی ګټو لپاره هڅه کوی او خپل هیوادونه ودانوی، یو مونږ افغانان یو چی نور خلک خپل ګټی لپاره مونږ سره او زمونږ جذباتو سره لوبی کوی. تاسو ریښتیا وایست تر څو چی مونږ افغانان خپل ملی ګټی او خپل د ژوند ښه والی لپاره زیار ونه باسو او د هر چا د ډول په آواز ونه رقصیږو تر هغه وخت پوری به همدا آش وی او همدا کاسه.
باغ او بڼ يې بې بلبل بې عندليبه
رنځوران يې بې دوا او بې طبيبه
څه په لوږه څه په تبه څه په تېغ مري
ورک شه ورک شه د پښتون خواره نصيبه
که يې ښه پوره په حال باندې خبر شې
خدايږو ته به هم پرې وژاړې رقيبه
ناپوهي خواره خواري ده او پښتون دی
کور يې وران کار يې ګډوډ او بې ترتيبه
لاس يې يو ځای، پښه يې بل ځای، سر يې بل ځای
پښتانه ټوټې ټوټې دي بې ترکيبه
نه ډوډۍ لری ، نه پوهه نه تعليم څه
بې له تورې بل له هر څه بې نصيبه

په درناوی
مومند


سلامونه

tandar
17.09.2012

سلامونه
په شعر کي مو ډير څه پراته دي دژړا ځاي دي
خلاصه پښتانه به په راتلونکي کي دکابل دپل خيشتي په څنګ کي ولاړ وي او رسي په اوږه او دنورو چواليتوب کوي
په نړي کي به بدبخته او وروسته پاتي قوم وي
بيا به په خپلو مينځو کي دبي اتفاقي افسوس او ديوالي ارمان کوي خو وخت به تير وي
دcia او isi لاسونه دافغان په وينو سره دي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more