د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

دکندز په برید کې (٤٠) تنه وژل شوي او ژوبل سوي دي

مومند
10.09.2012

سلامونه او نیکی هیلی
یو ځل بیا د طالبانو د بریدونو قربانی د افغان سپیڅلی ولس. دوی به کله او په څه قیمت پر افغان ولس دغه شان بریدونه بند کړی? دوی به کله پر افغان بیګناه او بی بس ولس باندی لږ زړه سوی ښکاره کړی؟

((دکندز په برید کې (٤٠) تنه وژل شوي او ژوبل سوي دي
10 Sep 2012, 4:26
په کندز کې د خبریال ویبپاڼې همکار ته روغتیا يي چارواکو ویلي دي چې تر اوسه روغتون ته ۱۶ مړي او (۲۳) تپیان وروړل شوي دي . په وژل شویو کسانو کې (۸) پولیس او نور عام وګړي دي .
دا ځانمرګی بريد دافغانستان له وخت سره سم پر ۳ بجې او لس دقیقې دکندز پر لویه څلور لاري په ښار کې دننه وشو .

امنیتي ساتونکو دپیښي په ځای کې خبریال ویبپاڼې ته وویل چې ځانمرګي برید کوونکي دپولیسو موټر په نښه کړو .
یوه عیني شاهد سلطان محمد خبریال ویبپاڼې ته وویل چې برید کوونکی پلی وو خو چاودنه ډېره زوره وره وه .
په وژل شویو کسانو کې یو ماشوم هم شامل دی .
په تپي کسانو کې چې د ۶ روغتیا يي حالت یې داندېښنې وړبلل شوی دی دوې میرمني هم شامل دي .
په کندز ښار کې دخبریال ویبپاڼې همکار وايي چې تر اوسه لا سیمه دامنیتي ځواکونه په قبضه کې ده ، سخت امنیتي تدبیرونه دي او امنیتي ساتونکي هر چاته دپیښي ځای ته دورتګ اجازه نه ورکوي .
په شمال کې د پامير زون وياند لعل محکمد احمدي وايې چې په دي پیښه کې پنځلس تنه وژل سوي دي او پنځويشت تنه شاوخوا ژوبل سو يدي.هغه وايې چې په وژل سويو کې اته تنه پوليس دي او په ژوبل سويو کې پنځه تنه شامل دي.
بل لور ته وايې چې ډېرى ولسي وګړي په دي پیښه کې وژل سوي او ژوبل سوي دي.
روغتیا پالان وايي چې ښايي دمرګ ژوبلي کچه نوره هم زیاته شي . ځکه ځیني ټپیان خلکو شخصي روغتونونو ته رسولي دي‌.
دخبریال ویبپاڼې همکاران هڅه کوي چې دپېښي په اړه لانور جزیات راغونډ کړي))

په درناوی

مومند


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more