د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

په ۲۰۵۰ کال کې!

محمود سعيد
08.09.2012

د يوې څېړنې له مخې په ۲۰۵۰ کال کې به افغانستان هیڅ رسمي کاري ورځ ونلري. تر هغه مهاله به زموږ په کليزه کې لسګونه رخصتۍ زياتې شي، د بېلګې په ډول:
د ستر جنرال حاجي دوستم د زوکړې ورځ!
د ملا محمد عمر مجاهد د امارت ورځ!
د ملي اتل د شهادت ورځ!
د ملي خاين د خيانت ورځ!
د افغانستان د غلامۍ ورځ!
د افغانستان د خپلواکۍ ورځ!
د فساد پر ضد د مبارزې ورځ!
د ژوند د چاپېريال ورځ!
د ځمکو د غصب ورځ!
د پخواني ولسمشر د مړينې ورځ!
د نوي ولسمشر د ناستې لمانځغونډه!
د موټرو د دود له کبله د رخصتۍ ورځ!
د باد او دوړو له کبله د رخصتۍ ورځ!
د ملي چور او تالان ورځ!
د ښوونځيو د بندولو ورځ!
د سړکونو د ورانولو ورځ!
پر مخونو د تېزاب شيندلو ورځ!

د انسانانو د حلالولو ورځ!
...
نورې ورځې تاسې پسې زياتولای شئ!


pattang
09.09.2012

يوه فرضيه درڅخه پاته شوې ده :
که دافغان اولس او وګړي يې دومره بې غيرته شي او تر هغه وخته پورې دغه
لاسپوڅي اود صليبي اشغالګرو مذدور دولت ته د ژوند او پاتيکېدو وخت
ورکړي !!
ژوندی دې وي د افغانستان اسلامي امارت !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more