سياست او روانې چارې
پر عيسوي نجلۍ تور لګوونکی ملا نيول
مومند
06.09.2012
تاوده سلامونه او نیکی هیلی
د ملاد ظلم، دروغ او مکر یوه بله نمونه
دغه لاندنی خبر ولولئ او پخپله قضاوت وکړئ:
((په پاکستان کې هغه ملا نيول شوى چې پر يوې مسيحي انجلۍ يې د قرآن کریم د سوځولو تور لگولى و. امام خالد چېشتي وروسته تر هغه ونيول شو چې يوه مقتدي يې پرې شاهدي وويله چې د رېشمه مسيح د تورنولو لپاره يې په خپله د هغې په غوټه کې د قرآن سوځولې پاڼې وراچولې وې.
آغلې مسيح چې نابالغه او له عقلي پلوه نيمگړې ده، دوې اوونۍ وړاندې د قرآن کریم د سپکولو په تور اسلام آباد ته نژدې ونيول شوه.
اوس شاهدانو پوليسو ته ويلي چې ملا چېشتي د مسيحيانو خلاف د کېنې د پارولو لپاره په خپله قرآن سوځولى و.
په همدې تړاو زموږ همکار داود جنبش په پېښور کې د پاکستان د حقوقي چارو له يوه ماهر وسيم احمد شاه سره مرکه درلوده.
له هغه يې پوښتلي چې که پر ملا چېشتي باندې په لوى لاس د قرآن کریم د پاڼو د سوځولو يا شکولو تور ثابت شي، اسلام ته د سپکاوي قانون پرې پلى کېدلى شي؟
. دغه نجلۍ وروسته د قرآن کريم د پاڼو پر سوځولو تورنه شوه، چې په پاکستان کې يې سزا مرګ ده))
که یو مسلمان ملا او مولوی صرف د دغه په خاطر چی وکولای شی چی یوه ۱۴ کلنه عیسوی نجلی او یا هلک باندی د قرآن پاک د بی حرمتی او د اسلام سپکاوی تور ولګوی پخپله د قرآن عظیم شان بی عزتی کوی او سوزځوی یی نو د کفارو څخه بیا څه ګیله؟
ګورم جهان کې څوک کعبه ځنې بوتان جوړوي
غلطه پوهه له سړي ځنې شيطان جوړوي
په درناوی
مومند