د موضوعګانو سرپاڼه

طب او نباتي روغتیاپالنه

د ECG تشریح د ډاکترانو او د طب محصلینو لپاره، په ساده ژبه په ویډیو کې

طالب ISI
05.09.2012

دغه ټولې شل ویډیو ګانې دي، او اي، سي،جې یې له صفر څخه پکې تشریح کړي.
ډاکتر نجیب د هند یو مسلمان دی چې امریکا هغه شاګردان تربیه کوي چې د ډاکتری امتحان غواړي ورکړي.
ضرور یې وګوری.
http://www.youtube.com/watch?v=S7mtmBwZ9zE&feature=relmfu


Re: د ECG تشریح د ډاکترانو او د طب محصلینو لپاره، په ساده ژبه په ویډیو کې

pattang
05.09.2012

شهير جانه ډاکتر ګل خو دې داسي انګليسي وايې لکه غويي چې کونجاړه خوري !

[quote:e81dc01f18="shaheer"]دغه ټولې شل ویډیو ګانې دي، او اي، سي،جې یې له صفر څخه پکې تشریح کړي.
ډاکتر نجیب د هند یو مسلمان دی چې امریکا هغه شاګردان تربیه کوي چې د ډاکتری امتحان غواړي ورکړي.
ضرور یې وګوری.
http://www.youtube.com/watch?v=S7mtmBwZ9zE&feature=relmfu[/quote:e81dc01f18]


طالب ISI
06.09.2012

patang saheb zamong de malano la arabi sakha kho sha da


ډاکتر څپاند
09.09.2012

په درناوي


pattang
09.09.2012

ډاکتر ګله د ECG توري ډېرې مختلفې مخففې ماناوې لري !
مونږ اميان په داسې مخففاتو نه پو هيږو !
دلته دې مقصد : electrocardiogram ده
دزړه هغه برقي فعاليتونه (پولس, امپولس ...) چې په مختلو حالاتو کې يې نيسي يايې لري !

[quote:377e402818="ډاکتر څپاند"]محترم شهير صيب سلامونه

زما په اند پدى سايت كى موژ بايد د عامو باسواده افغانانو د پوهى او ضرورت له مخى او سويه معلومات نشر ته وسپارو.
 
د EC G بحث يو لوى بحث دى او صرف مسلكي كسان ترى استفاده كولى شي.

كه تاسو دمهربانى له مخى دا بحث د ترجمى سره نشر كرى كيدى شي هغه افغانان چه په انگريزي نه پوهيژي هم ترى استفاده وكري.

كله چى زه د كابل د طب پوهنحي زدكونكى وم ، پوهاند داكتر سيد الفشاه غضنفر د ٦ مياشتو لپاره د كابل شار دمختلفو روغتونونو د قلبي ناروغيو داكترانو ته د ECG درس وركاوه. دده په شاگردانو كى د شرق او غرب تحصيل يافتگان شامل ول.

ددى هندوستاني داكتر توضيحات د ECG په ابتداىي كتابونو كى په ساده ژبه ليكل شوي دي.

په درناوي[/quote:377e402818]


طالب ISI
15.09.2012

سلامونه

څپاند صاحب فکر کوم له دغه سایټ څخه به ډاکتران او د طب محصلین هم استفاده کوي.
اکثریت محصلین تر یوه حده له انګلیسي سره بلد دي.
دغه استاد په امریکا کې تدریس کوي، محصلین او ډاکتران د هغه امتحان لپاره آماده کوي چې په امریکا کې د ډاکتری د سند لپاره لازمي دی.

په یوټیوب کې یې ویډیو ګانې په میلیونو ځله کتل شوي، او هیڅ څوک اعتراض نه پري لري.

که د استاد غضنفر د لیکچر ویډیو ګانې چا ډکې کړي او یوټیوب کې اچولې وی، اوس به مو له هغې ګټې اخیسته.
د علي آباد روغتون کې مختصص ډاکتر صاحب صافی هم د اي، سي ، جي کورسونه دایروي ، هیله کوم ورور به دا تکلیف وباسي چې د هغه ویډیو ګانې هم جوړي او یوټیوب ته کړي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more