د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

په افغان دولت کې کرکټ!

تاج محمدتمکین
04.09.2012

لیکوال : تاج محمد تمکین
په افغان دولت کې کرکټ

تاسو خو عملا په میدانونو کې او په خلاصو چمنونو کې د کرکټ لوبه لیدلي وی ، ورته به خندیدلي یئ او یاهم د دلوبې به بایلو به مو خواشیني څرګنده کړي وي ، خو په دولت کې د کرکټ لوبه به مو نه وي لیدلي . په دولت کې دکرکټ لوبه کې عملا توپ او بیټ نه وي خو په معنوي لحاظ پکې داسې کرکټ روان وي چې تاسو به هم ورته حیران شئ چې تماشه خو دغه تماشه ده چې دنیا په ننداره ده او ترې جوړه کشاله ده.
په نزدې وختونو کې په لمړئ پاور پلي کې د پارلمان توپ اچونکو وکیلانو د دفاع وزارت او کورنیو چارو په وزارت یو یارکر وویشته چې نتیجه کې یې د دفاع وزیر او کورنیو چارو وزیر له ځانه دفاع ونه شوه کړای او کلین بولډ شول ، او امپایر ابراهیمي هم ګوته اوچته کړه چې دواړه لوبغاړي باید د میدان څخه ووځي ځکه چې وسوځیدل .
د ابراهیمي ددې فیصلې نه وروسته ولسمشر میدان ته راودانګل او رقیبان یې وځپل او یو شارټ یې وواهه چې له امله یې دواړه وزیران بیرته سرپرست وزیران شول خو په دغه شارټ کې د دفاع وزیر رن اوټ شو او ځان یې خپله له دندې څخه ګوښه کړ او زړه یې ونه غوښتل چې د پارلمان د کلین بولډ او یارکر توپ نه وروسته هم خپلې دندې ته دوام ورکړي او دا فیصله یې په وخت پریښوده چې خلک به یو وخت خپله قضاوت وکړي چې څوک رښتوني وو.
دکرزي ددغه شارټ نه وروسته پارلمان بیا ګوګلي توپ واچوه او ولسمشر باندې یې د ددې توپ له لارې د خبرو ګوزارونه وکړه او امپایر ابراهیمي ته یې اپیل وکړ خو دغه اپیل کوم ځای ورنکړ . ځکه چې هغه بلې خوانه دومره اوچته شپږیږه د ولسمشر د لمړي مرستیال لخوا ووهل شوه چې توپ یې د باونډري نه هم لرې ګوزار کړ او ولسمشر ته یې وویل چې په هرترتیب وي بسم الله محمدي به د یو وزارت ویکټ کیپر مقرروې .
ولسمشر کرزی هم په یوه دوه کې حیران شو چې اوس نو له کومه تکتیکه کار واخلي .ځکه چې د لمړي مرستیال جګې جګې شپږیزي هم له سړي څخه داسې لاره ورکوی لکه څنګه یې چې د موټرو کاروان دکابل ښاریانو نه لاره ورکه کړي کله چې لمړی مرستیال یو ځآی ته ځي او یاهم د یوځآی څخه لیدنه کوي اویاهم داسې لاره سړي نه ورکه وي لکه افغانستان کې یې چې دسولې نه ورکه کړي ده.
دبلې خوا نه عزیزالله لودین هم د فساد اداري په توپ باندې ډاکتر زاخیلوال د مالیې وزیر ته فل ټاس وکړ او غوښتل چې دافغان دولت له ټیم څخه زاخیلوال وسوځوي خو زاخیلوال هم ښه تکړه بیټسمین دی هغه داسې شپږیزه ووهله چې داداري فساد په ضد دمبارزې دیوال یې پرې وویشته او توپ د مشرانو جرګې د رییس دفتر کې ولوید او هغه چې توپ ولید نو د زاخیلوال دشپږیزې یې نه یواځې چې ستاینه وکړه بلکه ویې ویل چې مونږه د زاخیلوال پشان په افغان دولتي ټیم کې نورو تکړه کسانو ته اړتیا لرو.جاوید لودین ددغې شپږیزې نه ورسته بیا توبه وباسله چې په توپ اچونه کې به بیا هیڅکله هم کوم پښتون ته پل ټاس توپ ونکړې ځکه چې د شپږیزو وهلو ډیر احتمال پکې وي.دبلې خوانه ولسمشر کرزي هم په اوټ سوینګ باندې رحمت الله نبیل د خپلې کابینې څخه کیچ اوټ کړ.
پرون ورځ امریکې هم یو ان سوینګ بال باندې ولسمشر کرزی وویشت چې پکې یې ترینه غوښتې وو چې دایران سره دې نورې سوداګریزې اړیکې نه نیسي خو ولسمشر صیب نو تکړه توپ وهونکی دی هغه دفاعي حالت اختیار کړ او په دې توپ باندې یې منډه ونه وهله .
د اداري فساد د کرکټ له لوبډلې سره هم ښکلي مقابله روانه ده. پرون راته یو محترم شخصیت قصه کوله چې څو ورځې مخکې دادارې فساد په ضد دمبارزی دکرکټ لوبډلې چاته یو څو پاڼې ورکړې وې چې خپله شتمني پکې ثبت کړي ، هغه پاڼې ډکې کړي وي چې بله شپه پرې غله کورته ورچپه شوي وو هغه ورته ویلي ووچې ولا که هیڅ څیزلرم ، غلو ورته ویلي وو چې شه هغه پاڼو کې دې خپله ، دښځې او زامنو دومره دومره شتمني لیکلې هغه څه شوه او لاسلیک دې هم ورسره کړی وو .په افغان دولت کې داداري فساد په ضد دمبارزې د کرکټ لوبډله ډیره خطرناکه ده چې دافغان دولت د کابینې هر لوبغاړی ترینه ځان ساتي.
ولسمشر کرزي پارلمان ته یو بل باونسر وویشت او په دې باونسر باندې یې اسدالله خالد د ملي امنیت درییس په توګه ، حاجی دین محمد دسرحداتو وزیر په توګه ، بسم الله محمدی د دفاع د وزیر په توګه او د وزارت داخلي معین صیب د داخله چارو د وزیر په توګه .خو ګورو چې دولسمشر کرزي دغه باونسر پارلمان څنګه لوبوي .ولمشر خو غواړي چې په یاد باونسر سره پارلمان د ویکټ کیپر په ذریه کیچ اوټ کړي خو مالومه نه ده چې ددې باونسر پایله به څه شي ځکه چې ولمشر کرزی باید وپوهیږي چې باونسر باندې کله کله مزیدارې او لوړې شپږیزې هم لږیږي .
په افغان دولت کې دکرکټ لوبه ښه زور او شور کې روانه ده او هر لوبغاړی هڅه کوي چې په توپ اچونه کې او یاهم په توپ ویشتنه کې تر ټولو زیاتې نمرې واخلې خو په افغان دولت کې دتوپ نیونې لوبغاړي دوه هغه لوبغاړي دي چې هم توپ نیونه کوای شي هم په توپ اچونه کې باونسر ، یارکر ، ګوګلی ،فل ټاس ، ان سوینګ او اوټ سوینګ ویشتی شی بلکه ددې سره سره په توپ وهنه کې هم ښه مهارت لري او ښې شپږیږې او څلوریزې وهلی شي او دغه دوه لوبغاړي عبارت دي د ولمشر د لمړي مرستیال او دوهم مرستیال څخه .بس الله دې زمونږه د افغان دولت د کرکټ لوبډله د خپل ملت د خدمت لپاره چمتو کړي .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more