د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

زیری

ډاکتر وطنمل
01.09.2012

[color=yellow:334d17943f]درنو لوستونکو او لیکونکو السلام علیکم و رحمة الله وبرکاته ![/color:334d17943f]

[color=blue:334d17943f]
د ټول افغان د مشرتابه پلاوي د پریکړې سره سم ځان او تاسو ته د بحثفورمونو دنوي مشر (ایدمین) د ټاکلو له امله د زړه له کومي
تبریکات وایم زیری درکوم چې زمونږ او ستاسې
ویاړلی استاذ، دوست، ملګری او همېشنی همکار محترم او مکرم مولینا عبدلکریم حلیمي صاحب په دغه دنده ټاکل شوی دی !
د استاد په مشرۍ د ټول افغان درنو لیکونکو او لوستونکو ته د ټول افغان سترې بریاوې غواړم !
د محترم استاد څخه مننه چې نوموړي مسولیت ته یې تن کیښود، په ویاړ به يې البته زه هم خپله مرسته هیڅکله دریغ نکړم !
ومن الله التوفیق[/color:334d17943f]

[color=white:334d17943f]ستاسې د فورمونو مخکینی
ټولګړی مسول : ډاکتر. وطنمل[/color:334d17943f]


سلامونه

tandar
01.09.2012

سلامونه
وطنمل صيب لکه تاسو چه دوطن ملتيا لري لوي خداي دي له تاسو سره تل ملتيا ولري
خو سوال دا پيدا کيږي چه دامسئوليت مو دصحي عواملو له نګاه نه حليمي صيب ته وسپارلو او که کوم بل علت وو ؟
دحليمي صيب په راتلو خوښي کوو خو ستاسو په تللو دخفګان احساس هم کوو
دبحث په فورم کي چه دافغانستان دازادي ، دملي تماميت او دملت په اوسني او راتلونکي سرنوشت په پراخه پيمانه يو قلمي جهاد روان وو او دي او راتلونکي نسل ته به يو تاريخ وي
دسياسي پوهانو قلمي جهاد په ټول افغان کي به په راتلونکي تاريخ کي په زرينو کرښو ليکل کيږي او ټول به پري افتخار کوو
دcia او isi لاسونه دافغان په وينو سره دي


larghonay laraway
03.09.2012

اسلام عليکم!
ښه زيری دی خو دا مسؤوليت ممکن نه دی!
ځکه له يوې خوا د انټرنيټ په بحث فورمونو کې ازادي يو اصل او دود دی او له بلې خوا يو نفر نه شي کولی د ټول افغان ګڼې بحث خونې کنټرول کړي! که چېرته دا کار کوي نو بيا مجبور چې بل کار ونه کړي او همدې ته کار ووايي!
زه حليمي صيب ته بری غواړم خو دا يوه خبره بايد په پام کې ونيسي او هغه دا چې بحث بندول او پرانيستل به د ټول افغان له پاليسۍ سره سم وي داسې نه چې کومه خبره د ده په نظر سمه وي هغه پرېږدي او کومه چې د ده له نظر سره خلاف وي هغه بنده کړي!
که داسې وشي نو خدای مه کړه له ټول افغان نه د ليکوالود فرار عامل به شي!
نور نو محترم او مکرم حليمي صيب وړ او منلی سړی دی
په همدې هيله
لرغونی لاروی


تاسو ته ټینګ اطمنان درکوم


ع کريم حليمي
04.09.2012

اسلام علیکم و رحمة الله و برکاته
غضب یو دروني قوه ده د الله رب العزت د سترو نعمتونو څخه شمارل کیږي !
په ما کښی دننه دغه د غضب قوه غښتلې ده ،اما خپل خُلق بـــې نه کړم ، ان شاء الله .
او ان شاء الله چه : بیمورده ،بېځایه او دائمي بــې د استفادې وړ نه کړم ، اطمنان درکوم چه ددغه نعمت په قوه به ستاسي مکرمو ،معززو ، محترم او مؤدب لیکوالو د مفدو لیکنو او نظرونو ( اطلاعات دیني او ملي )یو ښه ناظر اوسم
درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more