شاته موضوع وګورئ :: مخکې موضوع وګورئ |
ليکوال |
پيغام |
مساپر ستوري

دغړيتوب نېټه: 30 جون 2011 ليکنې: 243
|
د ليکنې نېټه : ٤ شنبه اګست 29, 2012 5:30 pm عنوان : طالبان اوس له خلكو په زور لوڼه بيايي |
|
|
كابل- خدمتګار
د میدان وردک ولایت یوه اوسېدونکي د خپل ناموس د دفاع لپاره دوه (پاکستاني) طالبان وژلي او د هغو ملګری افغان طالب یې ټپي کړی دی.
د میدان وردک ولایت د چارواکو او د سیمې د اوسېدونکو په وینا د سیداباد ولسوالۍ د زرین خېلو اوسېدونکي غلام محمد وروسته له دې پر پاکستاني طالبانو او د هغوى پر افغان ملګري ډزې وکړې چې له ده څخه یې په زوره لور وغوښته.
د میدان وردک ولایت د مطبوعاتي د اعلاميې له مخې، له اختر وروسته له کلیوالو طالبانو سره پاکستاني طالبان د نوموړي کور ته ورغلل او د نوموړي (۱۵) کلنه لور یې د پاکستاني طالبانو لپاره په زور وغوښته. غلام محمد چې انكار وكړ، پاکستاني طالبانو له خپل (۱۴) کلن زوی سره یوځای خپل مركز ته لاس تړلى بوتلو. وروسته یې زوی طالبانو په دې خاطر خوشى كړ چې کور ته لاړ شي یا د دوی غوښتنه ومني او یاهم (۸۰۰۰۰۰) اتیا زره افغانۍ راوړي چې پلار یې خوشې کړي او که تر سبا ورځې یې دا شرطونه ونه منل نو پلار به یې دولت ته د جاسوسۍ په تور حلال کړي.»
غلام محمد چې په ميدان ښار كې پرون رسنيوته خبرې كولې وايي، د شپې چې طالبان ویده شول نو د تېښتې هڅه یې وکړه، د طالبانو ګیرنکوف یې پر هغوی ضربه وکړه چې په نتیجه کې یې دوه پاکستاني طالبان ځای پرځای ووژل شول او یو سیمه ییز طالب ټپي شو او ده ځان د ملي اردو پوستې ته ورساوه.
د غلام محمد د کورنۍ غړي د پېښې په سبا د ده له کوره، په داسي حال کې چې طالبانو پرې ډزې کولې، د ملي اردو د ځواکونو له لوري وایستل شول او اوس په ميدانښار كې والي ور سره د يوې نمرې ځمكې او كار موندلو ژمنه كړې ده.
ګرانو هیوادوالو، دغه ټوله بدبختی او تباهی چې همدا اوس زمونږ په هیواد کې روانه ده، دا پخپله زمونږ د نا اهلو افغانانو د لاسه ده.
بهرنی خلک هیڅ ملامت نه دي، یو ډېر مشهور متل لرو چې وایي: وني ویلي چې که مې لاستی د ځان نه، نه وای ولې به تبر غوڅولم؟
اوس هم که مونږ په خپله د خارجیانو غلامي نه کوله، دوی به هیڅکله هم زمونږ په کور کې دغه شان عمل، لکه په وردګو کې یي چې وکړه، نه وای کړی.
زمونږ پلارونو او نېکونو دغه شیطان صفتان (دانګریز بچیان) په انسانانو کې هم نه وای شمېرلي. خو روزګار ته ګوره چې اوس دوی راځي او زمونږ نوامیسو ته په بده سترګه ګوري.
ای لویه خدایه، مونږ څومره بیغیرته شوي یو چې ټول په کراره ګورو، آیا په خوب کې بیده یو؟ او یا مو ځانونه قصداً غافل کړي دي.
کردم گنه که پشت ایمان شکند
به بازار بت پرستان همه بتان شکند
وربار گنه ام را بمیزان سنجند
ترسم ازآنکه بروز حشر میزان شکند
په درنښت، |
|
بېرته سر ته |
|
 |
pattang ستوري

دغړيتوب نېټه: 05 اګست 2004 ليکنې: 5018 ځای: Germany
|
د ليکنې نېټه : ٤ شنبه اګست 29, 2012 10:50 pm عنوان : |
|
|
دغه پرو پاګنده د cia ده ځکه چې ته بهرني ملامت نه بولي يواځې داخلي
دا پر دې مانا چې صليبي اشغالګر چې دجنګ عوامل دي ملامت ندي خو هغه
مسلمانان چې داشغالګرو پر مخ جنګيږي ملا مت دي!
په جنګ کې اسلامي جنګيالي هغه هم بيا يو پا کستانی واده نکوي،
خو زنا کوي او هغه هم دکرزي ډله او صليبيان دي چې تاريخ يې مالوم دی ! |
|
بېرته سر ته |
|
 |
رښتینی ستوري


دغړيتوب نېټه: 02 جون 2006 ليکنې: 1807
|
د ليکنې نېټه : ٥ شنبه اګست 30, 2012 4:26 am عنوان : |
|
|
پتنګ صیب لیکي :
په جنګ کې اسلامي جنګيالي هغه هم بيا يو پا کستانی واده نکوي،
خو زنا کوي او هغه هم دکرزي ډله او صليبيان دي چې تاريخ يې مالوم دی !
پتنګ صاحب دا هماغه دکجه کي د ولسوالی په څیر خبر ده او دسنټکام
ځوانانو پړسولي ده  |
|
بېرته سر ته |
|
 |
|