د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

خدای چېرته لټوئ؟

محمود سعيد
26.08.2012

د هغه قوم برخليک به څه وي چې خدای د نجونو په مخونو، د ماشومانو په پښو، د وزو په خېټو او د ونو په څانګو کې لټوي. ای خلکو! خدای ستاسې د ژوند او کايناتو په هره ذره کې خپل ځواک څرګندوي، لږ سترګې وغړوئ.
لا هم هغه افغانان چې ځانونو ته د نړۍ تر ټولو کلک مسلمانان وايي، د کوډګرو، تاویذګرو، بدعتي صوفيانو، بې لارو او مزخرفينو په خرافاتو، اوهامو او درواغو باور کوي.
دا څو ورځې په کابل کې د يوې نجلۍ پر مخ د الله او محمد د مبارکو نومونو د څرګنداوي شور او ځوږ دی. ټول هغه کسان چې په دې ډول انځورونو باور کوي، د خرافاتو او اوهامو په سيند کې تر ستوني ډوب دي.
لږ ځير شئ! آيا د اسلام په تاريخ کې دې ته د ورته پېښو کومې بېلګې شته؟ دا ډول نومونه ولې د پیغمبر (ص) او اصحابو کرامو د بيبيانو، لوڼو او ماشومانو پر بدنونو نه رابرسېره کېدل؟
راځئ نور د دين په نامه د هر خرافاتي، بې علمه رواجي او ميراثي ملا، بدعتي صوفي او نا اهله خبرو ته غوږ کښېنږدو او له دين څخه بنسټيزه پوهه تر لاسه کړو.


larghonay laraway
26.08.2012

‌سلامونه!
سعيد صيب سعيد اوسې!
تېر کال سپوږمۍ تندر نيولې وه (خسوف) ؤ نو د کابل په احمدشاه بابا مېنه کې يوه ډنډوره جوړه شوه چې د يوې سرمعلمې په کور کې جاينماز لمونځونه کوي او سجدې کوي نو ټولو خلکو دغه خرافات منل او توبې به يې ويستلې؟
حتی ځينو بې شعوره خلکو به ويل چې دا معجزه ده. خو په دې هم نه پوهېدل چې معجزه د پيغمبرانو په لاس څرګندېږي !

د افغانستان په سلو کې پنځوس حتی زيات خلک تر هرڅه په خرافاتو ډېره زياته عقيده لري. د زرنګار پارک په مخه کې سکان (هندوستانيان) ناست دي چې له غټو غټو ږيرو او تسبو سره خلک ورته ناست وي، طالع يې ګوري او تعويذونه ورته ليکي
اکثره پښتانه له دې لامله په دښمنۍ اخته کېږي چې په ليرې پرتوپښتنو کليو کې د (ښاپيرۍ) په نامه چالاکه کوډګرې ښځې دي او هغوی ښځو ته وايي چې په تا دې خواښې، خسر، يور ليور او نورو کوډې کړي او زه يې راوباسم.
چې په دې توګه پيسې هم ترې واخلي او په دښمنۍ يې هم واړوي ځکه چې هغه او کورنۍ يې بيا د هغه بل پسې ګرځي چې يا پرې کوډې وکړي او يا يې په بله بهانه له منځه يوسي!
څو چې د پښتنو تعليمي سطحه لوړه نه شي همدا به يې حال وي!


مومن مهاجر
27.08.2012

ښاغلی سعید او لاروی صاحب سلامونه او ښې چاري
زموږ ټولنه له علمي، فکري او دیني اړخه د ناسم پوهاوي له امله داسي ځپل شوې ده چي اوس له خرافاتو پرته پر هیڅ علمي ، دیني ، تاریخي، مالي، کولتوري، سیاسي، عسکري، فکري او نورو حقایقو هیڅ باور نه کوي، د حقایقو د منلو ځواک یې داسي مسخه شوی چي له لوستي تر نالوستي ټول یې په جعلي او بې بنسټو ګروهو پسي روان دي ، نو د دې لپاره چي زموږ ټولنه نوره د غفلت،بې علمۍ ، ناپوهۍ، تېرایستنې ، فکري جمود او تقلید له تیارو راووزي نو اړتیا ده چي په ګډه شپه او ورځ همدې ارمان ته د رسېدو لپاره نه ستړی کېدونکی کار وکړو چي سمون ویب پاڼه د همدې لړۍ یوه کړۍ ده راسئ په هغې کي له همدې سپېڅلي یون سره ملتیا وکړئ او خپل هغه ملت ته چي له هره پلوه یې په مخلصوهیلو او احساساتو لوبې شوې د زړه له کومي د حقایقو او معیارونو په رڼا کي رښتنی خدمت وکړئ .


pattang
27.08.2012

وروڼو!
خدای کړه بنده ورته کاته .........
يو وخت زه په ښونځي کې وم، اوازه ولوېده چې يوو سړي له خپلې نګور سره
زناکړې ده نواوس يې سر دخره شوی او تنه يې دسړي پاته ده !
په کابل کې دغربي خوا ټول ښونځي او دپوهنتون محصلين په ګډه روان شو چې تر
څو دا معجزه وګوره ، نو قصه داسې شوه چې مونږ پسې ګرځېدو، خو پيداکولی
مو نشوی !
يوو چا به وېلې چې په باغ يې بابر کې دی ، بل چا به بيا وېلې چې په باغ بالا کې
دی او بيا به چې هلته لاړو نو راته وېيل به يې چې دخوشال خان ښونځي ته لاړ خو
اخر دلته هلته په ډلوډلو وګرزېدو او ستړي هم شوو ، نوپه اخر کې راته وويل شوو
چې دا سړی اوس باغ زنانه (اوس نوم يې پارک زرنګار دی) ته ننووت چې هلته
مونږ دداخلېدو اجازه نلرله !
وروڼو!
داشي نه په اسلام کې شته او نه داسې معجزي راځي ،ځکه کوم يو نبوي ايات او
حديث ددې لپاره نشته ( زه ديني عالم نيم !)
داټول شيان د اقتصاد او پوهې تابع دي ، له داسې مرضه هلته خلاصيږو چې
دولت له جنګي جنايتکارانو، بې علمه اربکيانو ، بې سواده غلو څخه خلاص شي!
اقتصادي او پوهنيز کلتوردغسې مزخرفات له منځه وړی شي که دولت داقتصاد
پوهو ، سياست پوهو او مسلک پوهو په لاس کې ورشي!

نالت په بې سواده ،بې کارو او ناهلو لاسپوڅيو مامورانو، وزيرانواو رئيسانو !


عبدالله صابر
28.08.2012

السلام عليکم

بايد ووايم چي په دي هکله ډيرمسؤليت ديني عالمانو ته متوجه دی هغوی
بايد خلک په دي هکله وپوهوي چي دا ډول کارونه جعلي دي او داقتصادي
يانورو شيطاني موخولپاره کاره ول کيږي خود تعجب اوافسوس ځای دادی
چي زمونږ هغه ديني عالمان چي داوسنئ پرمخ تللئ نړئ اوټکنالوجئ سره
نابلده دي هغوی په ځای ددي چي داډول کارونه رد اوجعلي وګڼي برعکس
دهغوتائيد کوي اودالله جل جلاله نښې يی بولي ، زماديوملګري له خولي چي
په تلويزون کښ له يو ملا څخه دهمدي موضوع په تړاؤپوښتنه شوه نوهغه
ځواب کښ داکارتائيد کړاودا یی دالله جل جلاله وحدانيت نښه وبلله ،
نواوس چي مونږ له کمپيوټراوټکنالوجئ ناخبره ملايان پوهه نه کړونوعوام
ساده خلک پوهول خوداسي مثال لري لکه يوماشوم ته چي داول صنف پرځای
يی  دوه لسم صنف شروع کړي ياداچي الف ،ب سيپارې مخکښ پري  د
الحمد يااول سيپاره وایی ٠
نو راځئ چي لومړئ زمونږ دجوماتونو ديني عالمان وپوهوو اودا ورته وښيو
چي په اوسني پرمخ تللي عصرکښ دا کارونه ډيراسان اوساده په جعلي ډول
جوړيدلئ شي ،دخلکورهبري بايد په سمه توګه وکړئ شي اوداسلام پاک دين
په رښتيني اوژوره توګه مطالعه کړی نوبه خپله پوهه شوچي داسلام په تاريخ
کښ دا ډول کارونه سابقه نه لري اونه دي ته اړتيا شته چي دالله جل جلاله
نومونه دي دخلکوپراجساد و ښکاره شي ٠
که څوک ازادئ راډيو،بي بي سي يانورو خبري واسائلوته لاسرسئ لري
هغوی بايد چي خلکوته دا ټګان اودپيسوغله وروښیي ٠

دهمدي موضوع په تړاؤ لاندي لنک کښ مهم معلومات اوليکني لوستلئ شئ

http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=8961


larghonay laraway
28.08.2012

ځينې ديني علماء چې په کمپيوټر هم پوهېږي او له يو بحث نه بوزګشي جوړوي او د اسونو غوندې لغتې وهي نو له هغوی نه به د خلکو د پوهولو څه تمه وشي!
دا يې لا څه کوئ چې په بېلابېلو نومونو ښکنځې او سپکې سپورې هو کوي!
افسوس


pattang
28.08.2012

ګوره بيا دې خپه کړم !
په کپيوټر خو اوس هر لوچک پوهيږي او خپل وخت پکښې تېروي او عشقونه هم
پکښې کوي ! کمپيوټراو پوهه اخلاقي معيار نشي کېدی !!!!!!!!!
معيار : => اخلاقي معيار :=> اخلاقي متانت کلکوالی :=> ( اسلام ،پښتو ،پښتنولي + اقتصادي کلتور + پوهه .... )
ته بايد نور هم ژور فکر وکړې ! دګلو د باغ عاشقي پرېږده !!

[quote:2da16cb029="larghonay laraway"]ځينې ديني علماء چې په کمپيوټر هم پوهېږي او له يو بحث نه بوزګشي جوړوي او د اسونو غوندې لغتې وهي نو له هغوی نه به د خلکو د پوهولو څه تمه وشي!
دا يې لا څه کوئ چې په بېلابېلو نومونو ښکنځې او سپکې سپورې هو کوي!
افسوس[/quote:2da16cb029]


larghonay laraway
29.08.2012

پتنګ لالا ډېر نازک طبعيته شوی يې او زر خپه کېږې!
ما دا نه دي ويلي چې که ملا په کمپيوټر پوه نه شو نو هغه به په دين هم نه پوهېږي!
په روژه کې په همدې اسلامي بحث فورم کې د ديني عالمانو تر منځ بحث ؤ خو د دې پرځای چې خبره سپينه شي او اميانو يا عوامو ته صفا خبره ورسېږي، دوی د يو بل د تخريب داسې تلولۍ منډې ترړې کولې لکه د ازبکانو بوزکشي!


حمید هڅــاند
29.08.2012

د دې نجلۍ خبر د دې له وروره وروسته ممکن د لومړي ځل لپاره ما بیرته په فیسبوک خپور کړی وي، ځکه ګاونډیان یې راسره یوځای ول، او سعید صیب لومړی کس ؤ چې ورباندي تبصره یې وکړه او وویې ویل چې خرافات دي، پیروز صیب لکه چې وروسته وویل چې تر شا یې انګیزه د قدر شپې پسې د تړلیو خرافاتو تقویه کول دي. ما ته ځکه خبر په زړه پوري ؤ چې د رښتیا کېدو په صورت کې یې همدا تېره شپه د قدر کېده :). د اسلام حقانیت خو بې شکه چې ددغسې ډول کیسو په رښتیا او دورغ پسې هیڅ اړوند نه دی، البته دومره اوس هم وایم چې زه ورته سوچ دروغ نه شم ویلی، ممکن دورغ وي، ممکن نه، والله اعلم.

درنښت


رښتینی
29.08.2012

ماڅوځایه لیکلي چې دا خبره تش خرافات او سادګي ده مسلمانان باید پوه کړل شې چې اسلام داسې ساده او ماشومانه استدلال او منطق ته هیڅ اړتیا نلرې اسلام سوونه کاله پخوا ثابت ، کره او بي له شکه د پوه مسلمانانو عقیده اوپه زړونوکې یې ځای لرې .


حمید هڅــاند
29.08.2012

محترم حامد وروره؛ ما مخکي هم یادونه کړې چې د اسلام حقانیت د دا ډول کیسو استدلال ته هیڅ اړتیا نه لري او ستا خبره زه هم تکراروم چې اسلام سوونه کاله وړاندي کره، ثابت، او له حقانیته ډک ؤ. د غې خبرې خورا زیات وزن واخیست او دا وزن اخیستل یې بې ځایه ؤ او دا ځکه چې:
لایې هم په اړه طبي څېړنه نه ده شوې
ځکه خو د خبرې نه رښتیا مالوم دي او نه دروغ، نو بیا تاسو ولي ورته سوچ دروغ وایاست؟ زه پخپله نه ورته دروغ ویلی شم نه رښتیا، خو تاسو چې ورته دورغ وایاست، دلیل یې څه لرئ؟. په یاد ولرئ چې موږ په دې کیسه کې د اسلام حقانیت نه لټوو، خو د کیسې د کره یا ناسم ثابتولو سالم دلیل غواړو.

درنښت


pattang
29.08.2012

په کجکي کې له اسمانه خر رالویدلی (طنز)

[img:84daaf7b3d]http://www.bilder-upload.eu/thumb/1e32e8-1346282285.jpg[/img:84daaf7b3d]

http://www.bilder-upload.eu/show.php?file=121684-1346281384.jpg

تفصيل بـــــرخه: طنــزونه

29اګست2012.
لیکوال: ذره بین .

چې انټرنیټ مې خلاص کړ ، عجیب خبر مې ترسترګو شو ، پژواک اژانس لیکلي وو ( عاجل خبر : دهلمند په کجکي کې له اسمانه خر رالویدلی ) ژر مې ټیلفون ته لاس کړ ، دپژواک اژانس دمشر دانش کړوخېل نمبر تیار راسره په مبایل کې محفوظ وو ، نمبر مې وواهه ، چې له واره زنګ ورتېر شو .
ـــ دانش صیب سلامونه
ـــ وعلیکم السلام . . . ښه یاست
ـــ شکر دی . . . ستاسو دروغتیا په هیله . . . یوه خبره مې کوله
ـــ ولې نه مهرباني وکړئ


ـــ ستاسو د اژانس په ویب سایټ مې یو خبر ولید چې ویل یې په کجکي کې له اسمانه خر رالویدلی ، آیا دارښتیا ده ؟

ـــ هو بالکل رښتیا ده ، ځکه ماپه خپله څو شیبې وړاندې په هلمند کې له چارواکو سره خبرې وکړې ، هغوی ویل چې داخبره سل فیصده واقعیت لري .

ـــ ښه تاسو په خپله تماس ورسره ونیو ، هان ؟؟

ـــ هو هو لومړی داخبر زموږ سیمیز خبریال راولیږه ، چې ویل یې دهلمند دوالي ویاند داود أحمدي داسې ادعا کوي ، خو وروسته ما خپله له داوداحمدي سره خبرې وکړې ، هغه ویل چې زموږ منابعو راته ویلي دي ، چې پرون سهار پاو باندې اته بجې د هلمند ولایت دکجکي ولسوالۍ دغریب اباد په سیمه کې له اسمانه یو تک شین خر راغورځیدلی دی .

ــ ښه نو تاسې دا ترې ونه پوښتل ، چې داخبره څنګه امکان لري ، او په کوم اساس دعوه کوي چې دا خبر رښتینی دی ؟؟

ــ وروره زموږ دومره چیړ چاړ نه دی زده ، خو نوموړي وویل چې زموږ منابعو داخبره کړې ده ، او همدا دهلمند دولایت دمقام نننۍ رسمي خبرپاڼه ده ، چې باید پژواک یې نشر کړي .

ــ ښه ښه ، هسې زما مطلب داوو چې ستاسو دویب پاڼې په لومړي مخ لیکل شوي دي ، چې ( دپيښو رښتیني هنداره ) مطلب داچې ستاسو په پاڼه کې چې څه راځي هغه به ضرور رښتیا وي ، زه ستاسو دپاڼې اکثره خبرونه په پټو سترګو منم ، خو په دې خبره کې لږ شک رالویده ما ویل هسې خپل شک ختم کړم .

ــ ورور جانه که رښتیا درته ووایم یو په دې خبر یو څه زما هم زړه غل دی ، ځکه خبر په ژورنالیستیک معیار برابر نه دی ، کجکي ولسوالي هغه سیمه ده چې نه په کې یو خبریال شته ، نه په کې تیلفون کار کوي ، او نه دمعلوماتو بله سرچینه هلته وجود لري ، دا خبر که له یوې خوا عجیبه دی ، له بلې خوا یوازې دیوه تن ( دهلمند دوالي ویاند داود احمدي ) لخوا مطبوعاتو ته لیږل شوی دی ، چې په ژورنالیستیک مسلک کې نهایتا ادعا بلل کیدای شي ، او داچې موږ نشر کړی دی ، دایې درښتیا والي دلیل نه شي کیدلی ، ځکه موږ هم تړلي چرګان یو ، دهلمند والي دامریکایانو ډیر سکنی دی ، که موږ یې خبرپاڼې همداسې بې سانسوره نشر نه کړو ، بیا امریکایي سفارت کله میاشتنی فنډ راکوي ، پوه شوې وروره ، که زما منې په دې خبرو پسې سر مه ګرځوه .

بې واره مې ټیلفون کټ کړ ، ځکه دکړوخېل ګډو وډو بیخي ګنګس کړم ، دپژواک ویب سایټ مې وتاړه ، او بي بي سي پښتو ډاټ کام مې راخلاص کړ ، هلته هم ټاپ خبر همدا وو ، بي بي سي والو د پښتو لیکدود په خپل ممتاز سبک لیکلي وو ( دکجکي اسمان خر را ورولی دی ) حیران پاته شوم ، دټیلفون ګوشۍ مې راوخیسته ، دنومونو په لست کې مې د ( ع ) توری کلیک کړ ، دعزیز احمد شفیع نوم راواوښت ، چې په هلمند کې دبي بي سي لپاره کار کوي ، دوه دری ځله مې ټیلفون ورته وکړ ، خوپورته یې نه کړ ، څلورم ځل یې چې پورته کړ ، نو خورا په غوسه وو .

ــ داڅوک یې چې درګرده ژنګونه وهې . . .

ــ ها هاها شفیع صیب زه یم ولې داسې په غوسه یې په کور کې خوبه دې جنګ نه وي کړی . . .

ــ او هو بښنه غواړم ، ماویل داڅوک دی چې داسې بې وخته راته زنګونه وهي ، ښه څه خبره مو کوله ؟

ــ هو همدا اوس مې په بي بي سي پښتو ډاټ کام کې ولیدل چې په کجکي کې له اسمانه خر رالویدلی ، داکیسه څنګه ده ؟

ــ خر دې خدای تباه کړي لا له هغو خرو سره چې دا ډول ادعاګانې کوي ، تو خدای دا خبره به خر ومني .

ــ یاره نو موږ ته ولې برګ برګ کیږي ، خو ستاسو راډیو همدا خبره کوي ، او ستاسو له خولې یې کوي چې په هلمند کې یې استازی یاست .

ــ وروره خپه نه شې ، داچې نن مې خبرې داسې ګډوډې دي او اعصاب مې ګنګس دي ، همدا دکجکي دخره او د لښکرګاه او لندن دڅو نورو خرو له لاسه ، سهار وختي راته دوالي ویاند ټیلفون وکړ ، چې ژر ځان راورسوه چې خبري کانفرانس دی ، ماویل سمه ده ، خبري کانفرانس ته چې ورغلم چې ګورم دوالي ویاند داود احمدي چې تازه یې په پڅه چاړه مخ شین کړی وو ، په سټیج راښکاره شو ، لومړی یې په خبریالانو زیری وکړ ، چې نن یې دخپلو بي نومه منابعو په توسط یو خورا جالب خبر ورته موندلی دی ، ژورنالیستا ن ټول په هیله شول ، په دې وخت کې داود احمدي دوالي ګلاب منګل مطبوعاتي خبرپاڼه پرانیسته او ویې ویل چې دهلمند ولایت په کجکي ولسوالۍ کې له اسمانه یو تک شین خر را لویدلی دی .

ددې خبرې په اوریدو چې ژورنالیستان له یوه بل سره وموسیدل او کړسنده خندا ته یې ځان جوړاوه ، دوالي ویاند ټنډه تروشه کړه او له ژورنالیستانو یې وغوښتل چې دخبرپاڼې پاتې برخې ته غوږ کیږي او له ځانه سره یې په خپلو ریکارډرانو کې ثبت کړي .

دوالي ویاند وویل دا ډیر دافتخار ځای دی ، چې دغه پیښه په داسې وخت کې رامنځته کیږي ، چې په هلمند کې دګلاب منګل غوندې یو مسلکي او په چارو پوه شخصیت دنده اجراء کوي ، نوموړي وویل په هلمند کې دخره رالویدل داپه ډاګه کوي ، چې دهلمند والي له ځانه سره ترکومې کچې دامریکا دولسمشر بارک اوباما ملاتړ لري ، ځکه خر دبارک اوباما ددیموکرات ګوند انتخاباتي سمبول دی ، او داچې نن همدغه خر په هلمند کې رالویږي معلومه ده ، چې دافغانستان دبلې هرې سیمې په نسبت دهلمند والي له ځانه سره ډیر امریکایي ملاتړ لري .

داود احمدي همدا وویل ، او نور پرته له دې چې دژورنالیستانو پوښتنې او ذهني سوالیې ځواب کړي ، له غونډې روان شو ، نوموړي په دروازه کې یوځل بیا شاته راوکتل او ژورنالیستان یې په امرانه لهجه مخاطب کړل چې نور تاسو پوه شوئ او کار مو . . .

له خبري کانفرانسه په داسې مهال راپاڅیدلم ، چې یوه دنیا تشویشونو په مخه کړی وم ، په لاره مې دازادۍ رادیو خبریال الیاس داعي او پژواک خبریال ښاغلی شمس څنګ ته کړل ، او له واره مې ورته ورته کړل چې ( څه په کې وایاست ؟؟)
هغوی هم چې ترشونډو لاندې موسېدل وویل ، چې موږ عاجزان به څه په کې ووایو ، په دا ډول خبرپاڼو کې خو یوازې هغه مهال څه ویل کیدای شي چې لا دولایت په ماڼۍ کې ترتیب شوي نه وي ، اوس چې دګلاب منګل له توشیح او داود احمدي لخوا ابلاغ شوې ده نو لکه چې وایي ( په سُر ناچي یې یوازې پُو دی ) په موږ یې هم یوازې لندن او پراګ ته پارسلول دي .

ما ورته وویل همداسې ده داخبره چې ښایي دخره ماغزه یې هم ونه مني اوس چې دګلاب منګل په دماغ کې راګرځیدلې باید راپورونه ورباندې ولیکو ، او کنه نو باید دبولان دهدېرې انتظار وباسو . . .

عزیزاحمد شفیع ترهمدې ځایه خبره ورسوله چې زه یې په مطلب ترپایه ورسیدم نو مې ورته کړل

ـــ ښه ښه نو ستاسو عاجزانو دې هم خدای غور وکړي ، چې هغه څه راباندې منئ ، چې خپله ورپورې خاندئ ، او شنه دروغ درته ښکاري .

ـــ وروره والله نو څنګه وکړو ، دا یوګوله ډوډۍ مو ترهمدې مزدورۍ پورې تړلې ده ، که په همدې دروغو دلندن او لښکرګاه دصاحبانو زړونه ونه ساتو ، نو همدا راشن هم راباندې دریدلی بویه

له همدې سره مې له عزیزاحمدشفیع نه خدای پاماني واخیسته تیلفون مې کټ کړ ، او ژر ژر دنورو ویب پاڼو په کتلو بوخت شوم ، له الجزیرې نیولې تر رویټر پورې ، او له دویچه وله راډیو نیولې ، تر پریس ټي وي پورې ټولو همدا خبر ددهلمند والي دویاند داود احمدي لخوا رانقل کړی وو ، دغه راز مې چې پښتو ویب پاڼې رااړولې هم ټولو په لومړي مخ همدا خبر درلود .

خو په مختلفو ویب پاڼو کې ددې خبر دبیا بیا مطالعې په مهال څو ټکو ته متوجه شوم ، لومړی داچې دټولو خبري ادارو منبع یوازې دهلمند دوالي ویاند داود احمدي وو ، مطلب داچې داخبر یې په خپلو مستقلو او مباشرو معلوماتو نه وه بناء ، حتی ډير رسنیو ویلي وو چې پیښه په داسې ځای کې رامنځته شوې ، چې هلته هیڅ ارتباطي وسیله نه کاریږي ، او داخبر هم یوازې حکومتي سرچینو خپور کړی ، چې دخلکو او عیني شاهدانو تصدیق نلري .

بله داچې دخبر یوازینۍ منبع ( داود احمدي ) مختلفو رسنیو ته دخبر جزیات په مختلفو ډولونو ورکړي وو چې دې څورنګۍ سړي ته دخبر په اړه نور شک هم وراچاوه .

دبیلګې په ډول داود احمدي دازادۍ راډیو حمید مومند ته په مرکه کې ویلي وو ، چې راغورځیدلی خر په کجکي کې دامریکایانو دیوه بیس له څنګ سره راغورځیدلی دی، چې ډير ژر زموږ دمتحدینو امریکایي سرتیرو لخوا په ډیر عزت خپلې قرارګاه ته بیول شوی دی ، او ډير ژر ده چې دیوې ځانګړې چورلکې په واسطه مرکز لښکر ګاه ته رانقل شي ، ترڅو خبریالان ورسره عکسونه واخلي .

خو تاند ویب پاڼې ته داود احمدي بیا ویلي وو چې خر دکجکي په مربوطاتو کې دهلمند په څپاند سیند کې غورځیدلی دی و چې تراوسه یې موږ ته جسد په لاس نه دی راغلی ، دغه راز دا هم نه ده معلومه چې نوموړی خر به مړ وي او که ژوندی ، خو مهمه داده چې دا خر رالویدلی اوزموږ په ولایت کې داپیښه رامنځته شوې ده .

دغه راز بیا له خدمتګار ورځپاڼې سره په مرکه کې داود احمدي ویلي وو چې خر دکجکي په غریب آبادسیمه کې زموږ دمحلي پولیسو ( اربکیانو ) دیوه قومندان په کور کې رالویدلی او ددې لپاره چې دا مهم خر کومه خوا ونه تښتي تراوسه پورې نوموړي قومندان دغه خر دوربل ساتلی ، او ډير ژر ده چې داخرد خارجي دوستانو لخوا امریکا ته نقل شي ترڅو اوباما له دې تاریخي خره څخه په خپل ټاکنیز کمپاین کې کار واخلي .

ما دخره په اړه همدا دمختلفو پاڼو مختلف راپورونه او دهلمند دوالي دویاند له خولې مختلف اقوال تحلیلول او توحیدول ، چې ناڅاپه مو دسپارلي ۳۰۳ بس جمپ وخوړ ، او زه یې له درانه خوبه راویښ کړم ، سوړاسویلی مې وکیښ ، یوې بلې خوا ته مې په حیرانۍ سترګې وغړولې ، چې دڅنګ دسیټ ملګري راباندې غږ کړل ، لکه چې دموټر جمپ په خوب کې وویرلې ، ماورته کړل ، ښه شوه چې راویښ یې کړم ډیر جنجالي خوب مې لید چې سخت په کې سرګردانه وم .

ـــ څنګه ؟

ـــ خوب مې لید چې راډیوګانې وایي چې دهلمند په کجکي کې له اسمانه خر رالویدلی دی ، زه تلاش کوم او له هرچا پوښتنه کوم چې داخبره رښتیا ده که دروغ ، خو هیڅ مې سرنه پرې خلاصیږي

ـــ ښه ، ههههه دکجکي غوندې سیمو په اړه داډول خوب لیدل عجیبه مه بوله ، که داخبره دې اوس په خوب کې لیدلې ده کیدای شي یو وخت یې په ویښه هم واورې .

ـــ څنګه وروره ؟

ـــ کیسه داسې ده چې زه خپله هم دکجکي ولسوالۍ یم ، کجکي ولسوالۍ دافغانستان د ډیرو لرو پرتو سیمو غوندې هغه سیمه ده ، چې نه په کې تیلفون شته ، نه بله داړیکو اسانتیا او نه هم دکومې راډیو خبریال شته ، نو چې دچارواکو او خبریالانو هره خبره په زړه را وګرځي په همدې سیمو یې ورتپي ، چې بیا یې دچا پلار هم نه شي سپینولی .

زه دکجکي دروشن اباد دکلي یم ، څو ورځې وړاندې ټولو راډیوګانو دهلمند دوالي دویاند داود احمدي له خولې اوازه ګډه کړه ، چې د کجکي ولسوالۍ دروشن اباد په کلي کې طالبانو له ۱۷ کسانو سرونه پریکړي دي ، زموږ کلیوالو چې دا خبر واورید ، که له یوې خوا مو له خندا پښتورګي په درد شول له بلې خواحیران پاته وو چې اوس یې په چا سپینوې ، ځکه په هغه ورځ زموږ په کلي کې په والله کې ۱۷ میږیان لا مړه وو پاته انسانان شول ، نو مو همداسې راډیوګانو ته غوږ نیولی وو او حیران پاته وو .

ـــ ههههه تا دهلمند دوالي دویاند داود احمدي نوم یاد کړ ، ماچې په خوب کې له اسمانه دخره درالویدو خبر لید هغه هم دهمدې سړي له خولې نقل شوی وو ، چې داڅوک دی ؟

ـــ نه یې پیژنم خو خلک وایي دوالي ګلاب منګل پخوانی ملګری دی ، چې کیدای شي دهغه غوندې به خلقی وي .

په دې وخت کې یوه سپين ږیرې له شاتنۍ چوکۍ نه سر راوږد کړل او ویې ویل ، تاسو په ګلاب منګل او داود احمدي کې غږیدئ ، زه دوی پیژنم ، چې دواړه پخواني خلقیان دي ، چې اوس یي امریکایي پوست اغوستی .

ـــ ښه ته یې پیژنې ! نو دا ولې داسې دروغ وايي ؟

ـــ دوی چې دې څوکۍ ته رسیدلي په همدې دروغو رسیدلي بل خو کوم کمال نلري ، ځکه دامریکایانو دویاندۍ وظیفه خو صادق مسلمان نه شي کولای خو همداسې یو دروغجن به ورته ګوري ، ستاسو مجلس ته زما غوږ وو تاچې کوم خوب لیدلی کیسه کټ مټ همداسې ده ، ځیني خوبونه خورا واقعي وي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more