د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

دسولي په اړه دحسن بن علي رضی الله عنه رول

رښتینی
24.08.2012

حسن رضی الله عنه وایې : له ابوبکره رضی الله عنه نه مې اورېدلې دې هغه ویل چې
رسول الله صلی الله علیه وسلم مې په منبرباندې ولید او حسن بن علی رضی الله عنهما
یې څنګ ته ناست و، کله به یې خلکو ته کتل او کله به یې حسن ته وکتل او ویې ویل :
زما دا زوی سردار دی خدای پاک به دده په ذریعه د مسلمانانو د دووډلو په منځ کې
سوله وکړې .

أَخْرَجَ الْبُخَارِيُّ والنَّسَائِيُّ وَالطَّبَرَانِيُّ وَأَحْمَدعَنْ الْحَسَنَ ، يَقُولُ : سَمِعْتُ أَبَا بَكْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ
عَنْهُ ، يَقُولُ : رَأَيْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَلَىالْمِنْبَرِ وَالْحَسَنُ بْنُ عَلِيٍّ رَضِيَ اللَّهُ
عَنْهُمَا ، إِلَى جَنْبِهِ ، وَهُوَ يَلْتَفِتُ إِلَى النَّاسِ مَرَّةً ، وَإِلَى الْحَسَنِ مَرَّةً ، وَيَقُولُ : " إِنَّ ابْنِي هَذَا
سَيِّدٌ ، وَلَعَلَّ اللَّهَ أَنْ يُصْلِحَ بِهِ بَيْنَ فِئَتَيْنِ مِنَ الْمُسْلِمِينَ " .

فایدې :
(۱)
رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل لمسۍ له ځانه سره په منبر کېنولی و او تاسوڅه فکر وکوئ
چې دا دمینی کومه کچه بللی شو ؟!!زما په اند دا له ماشومانو سره دبی انتها مینی معنی لرې او
په دې سره امت ته داپیغام ورکول و چې خپل ماشومان مو ونازوئ په دینی چاروکې یې له ځانو
نو سره شریک ولرئ او په دینی ناستو او محافلوکې یې بلد او روږدې کړئ .

(۲)
د اسلام د دریم خلیفه عثمان بن عفان رضی الله عنه په اخرې وخت کې ځېنې شرغوښتونکود
هغه پر خلاف بغاوت وکړ او ددې بغاوت تر شا اساسی څېره په تاریخ کې د عبدالله بن سبآ په
نامه سره یادېږې . دې کس ځېنې مغرض اوځېنې ساده خلک ودروهل او دعثمان رضی الله
عنه په خلاف یې بغاوت وکړپه دې بغاوت کې عثمان رضی الله عنه صبرا شهید شو او له هغه
وروسته علی بن ابی طالب کرم الله وجهه خلیفه شو او له همدی بغاوت نه دمسلمانانو په منځ
کې مخالفتونه او آن ترجګړو خبره ورسېده .
خبره لنډوو کله چې علی رضی الله عنه شهید شو له هغه وروسته دده زوی حسن رضی الله عنه
خلیفه وټاکل شو حسن بن علی رضی الله عنهما په لنډ وخت کې له معاویه رضی الله عنه سره
سوله وکړه او دمسلمانانو په منځ کې بوږنونکې جګړې او مخالفتونه پای ته ورسېدل او دا
له خلافت نه د حسن بن علی رضی الله عنه د تېرېدلو په برکت .

زما په اند اسلامی نظام ته درسېدلو له پاره ستونزې هم ډیرو خلکو ګاللې دې او داسلامی
نظام دپلي کولوله پاره هم داسلام په تاریخ کې ډېرې هڅې شوې دې خو له واک نه دتېرېدلو
کار له هغو نوروکارونو نه ډېر سخت دی او دا سخت کار درسول الله صلی الله علیه وسلم دې
ستر لمسي سرته رسولی دی .اودخپل ستر نیکه رسول الله صلی الله علیه وسلم ستره هېله
(دمسلمانانوپه منځکې سوله ) یې سرته رسولې ده

یوه خبره چې زه ډېر ورته په تعجب کې یم هغه دمورخینو دا یو عجیب کار دی چی درسول
الله صلی الله علیه وسلم دکشرلمسي حسین بن علی رضی الله عنهما کار او اقدام تاریخ
او مورخینو ډېر ځلولی دی او په هغه باندي مستقل کتابونه لېکل شوې دې خو دحسن بن
علي رضی الله عنهما دسولي رول دومره ندی ځلېدلی اونه چا دومره اهمیت ورکړی دی !!

نن سبا که دیرغلګرو او ظالمانو په خلاف دمبارزې له پاره موږ په تاریخ کې د حسین بن علی
رضی الله عنه رول کتلو او څېړلوته اړکېږونو نن خو ډېرځله دمسلمانانو په منځ کې خپلمنځې
جګړې هم رامنځته کېږې او همدا ستونزه ددي لامل ده چې مسلمانان یې کمزورې کړې او
ځپلې دې اوپه داسي حالاتو کې موږ باید خلکو ته دحسن بن علی رضی الله عنهما رول بیان
او دهغه په رڼاکې باید خلک خپل منځې روغې جوړې ته را وبلل شې ، داراز د عثمان بن عفان
رضی الله عنه شهادت هم دې ته ورته بېلګه ده خو له بده مرغه چې د حسن رضی الله عنه له رول
نه ډېر کم خلک خبر دې اوډېر یې په اړه معلومات نلرې .


میرویس
17.01.2013

رېښتینیه وروره، دیر ښکلي نصیحتونه او پندونه دې زموږ د ناروا جګړې د ختمولو دپاره راوړي دې، سلامونه او افرینونه دې در باندې وي.
خو له بده مرغه، نه دا چې زموږ ماشومان روزل کیږي، نازول کیږي او د حق پر لاره روان کیږي نه، بلکه په زور ستم، خدعه او یا د انسان تښتونې له لارې د ځان وژني په حملو کې په زور او جبر استعمالیږي.
د خلکوزامن تښتول کیږي، بمونه ور تر تخرګ ګیږي، او بیا عامه محضرونو ته استول کیږي چې د همدغومظلومو ماشومانو پلرونه، میندې اونورعزیزان ووژني او د قاتلانو او بشریت او اسلامیت ضد عناصرو د عقدې اقناع او ارضا سبب شي. میندې او پلرونه باید خپلو اولادونو د سر د ساتنې دپاره او د عام ولس د قتل د مخنیوي دپاره د هغوی ساتنه او څارنه وکړي.
رېښتنئ صاحب په عمر دې برکت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more