د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

طالبانو په كراچۍ كې په ملتپالو پښتنو پسې اخستې

شاه ولي
23.08.2012

ګرانو هیوادوالو اسلام علیکم و رحمته الله،

د پاكستان د طالبانو غورځنګ په كراچۍ ښار كې د عوامي نېشنل ګوند د يو مشر او درې نورو ملتپالو پښتنو د وژنې مسووليت ومانه.
د يادې ډلې د ملاكنډ سيمې وياند مولانا سراج الدين پرون رسنيو ته ويلي چې د دوى وسله والو په كراچۍ كې ملتپال مشر امير سردار او له هغه سره درې نور ملګري وژلي دي.
امير سردار د تېرې دوشنبې په شپه له روژه ماتي وروسته په هوټل كې له خپلو نورو ملتپالو پبښتو سره ناست و چې موټرسایکل سپرو وسله والو وواژه.
طالبانو نږدې مياشت مخكې په كراچۍ كې پښتنو ته ګواښ كړى چې د عوامي نېشنل ګوند له غړيتوب او پلوۍ لاس واخلي. په كراچۍ كې پښتانه ځكه د عوامي نېشنل ګوند ملاتړ كوي چې د مهاجر قومي غورځنګ له ظلمونو يې په امن كړي. مهاجر قومي غورځنګ له څو كلونو راهيسې په كراچۍ كې پښتانه وژني.
د پاكستان د طالبانو غورځنګ اوس په داسې كړنو سره پر هغو وژنو هم پرده اچوي چې په كراچۍ كې يې مهاجر قومي غورځنګ كوي، همدارنګه مهاجر قومي غورځنګ ته چانس وركوي چې د راتلونكي كال په ټاكنو كې بريالي شي او د پښتنو حقونه نور هم له پښو لاندې شي. په مقابل كې به يې نېشنل عوامي ګوند د وژنو له وېرې ډېر فعاليت نه شي كولاى او نه به پښتانه د بريدونو له وېرې د مركزونو ته تللاى شي.
طالبانو پر افغانستان سربېره چې پښتانه مشران، لوستي كسان، سوداګر او نور په نښه كوي، له پولې پورې غاړه هم ورته عمل كوي. د دوى دا هڅې په افغانستان او پاكستان كې د پښتنو دريځ او واك كمزورى كوي.
كابل- خدمتګار

آیا دغه راځ اعمال زمونږ د دینی او قومي اساساتو سره برابر دي؟


pattang
24.08.2012

وروره ملتپال هغه دي چې دصليب په مخ جنګيږي ، نه دالري جوالپال !


larghonay laraway
25.08.2012

السلام عليکم!
طالبان يوازې ملتپال پښتانه نه وژني بلکې له يوې مخې عام پښتانه، خاص پښتانه، ملتپال پښتانه، اخواني پښتانه، باسواده پښتانه، بې سواده پښتانه، غريب پښتانه او شتمن پښتانه، غټ پښتانه او واړه پښتانه، ښځېنه او نارينه هيڅوک هم نه پرېږدي!
ښه بېلګه يې په لر او بر کې د پښتنو سيمې دي چې د اور سره تبۍ يې ګرځولي او نور خلک ارام ژوند کوي!
طالبان پښتنو ته يوه نړيواله دسيسه ده


pattang
25.08.2012

داسې طالبان خو مونږ ندي ليدلي ! زما ورڼه زما قاتلان ? داخبره خو څوک نه مني
هو دامريکايانواشغل لګرو دجاسوسانو مرګ روادی ځکه ددې مخبرانو په مرسته صليبي ځناوران مونږ وژني !
دجنګ علت صليبي اشغالګر دي نه طالبان !

[quote:79ec23518c="larghonay laraway"]السلام عليکم!
طالبان يوازې ملتپال پښتانه نه وژني بلکې له يوې مخې عام پښتانه، خاص پښتانه، ملتپال پښتانه، اخواني پښتانه، باسواده پښتانه، بې سواده پښتانه، غريب پښتانه او شتمن پښتانه، غټ پښتانه او واړه پښتانه، ښځېنه او نارينه هيڅوک هم نه پرېږدي!
ښه بېلګه يې په لر او بر کې د پښتنو سيمې دي چې د اور سره تبۍ يې ګرځولي او نور خلک ارام ژوند کوي!
طالبان پښتنو ته يوه نړيواله دسيسه ده[/quote:79ec23518c]


larghonay laraway
26.08.2012

السلام عليکم!
پتنګ صيب وژل خو ډېر قسمونه لري کنه!
يو د امريکايي لنډه غرانو وژنه ده چې په توره شپه په پرديو کورونو د ليوانو په څېر ورخېژي او خلک وژني.
طالبان هم ترې کم نه دي!
طالبانو په خپلو ديني او دنياوي زده کړه درولې چې دا په خپله يو ډول وژنه ده!
په همدې ترتيب په هغو سيمو کې چې طالبان دي هلته تارياک ازاد کرل کېږي، د هيرويينو فابريکې ازادې دي او د مخدره توکيو قاچاق ازاد دی نو دا هم د پښتنو وژنه ده!
بله دا چې په وزيرستان، کندهار او ځينو نورو سيمو کې طالبانو غټ غټ قومي مشران ووژل !
نو اوس تاسو قضاوت وکړئ چې زمونږ وروڼه ولې زمونږ قاتلان دي؟
باور وکړه د فراه ولايت يو نورزي راته کيسه وکړه وايي ما مې خپل خوری د زوی په څېر لوی کړی ؤ ځکه چې د هغه مور او پلار مړه وو او زما په کور کې لوی شو. ما پرې قرانکريم هم حفظ کړ خو اوس طالب دی او ما په جومات کې مدرسه جوړه کړې وه خو ده بنده کړه او په سپکو ښکنځلو يې سپک کړم راته ويې ويل که مامامې نه وای او په کور کې دې نه وای لوی شوی نو وژلې مې هم. دا طالب د ملاذاکر نږدې نفر دی

چا ورته په ګوته مونږ ښودلي يو
کاڼی چې راځي زما په سر لګي


پتوال
02.09.2012

[color=blue:584cc5df1d]ناپوهي لویه بلا ده د بلا د ځامنې غاښ دی
.............ستا په غاړه کې وندر او د دوښمن په لاس کې واښ دی [/color:584cc5df1d]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more