سياست او روانې چارې
په غزنی کی د امنیت انتقال ...
عمر۲۰۱۲
16.08.2012
قدرمنو،
سږ کال په جنوری کی د انتقال په دوهمې پروسې کی، د غزنی ولایت د پلازمینی امنیت افغان ځواکونو ته وسپارل شو. د خلکو غبرګون مختلفه ده، بعضی خلک د ښار د امنیت په نیولو کی په افغان پولیس او اردو باور لري او بعضی نور دومره خوشبینه نه دي. په غزنی کی برابر دوه نیم زره پولندي سرتیري د افغان پولیس او اردو په روزنه کی بوخت دي سربیره له دی چی امریکایي سوله ساتې سرتیرو سره دندي هم تر سره کوي. د دوې قوماندان وایې چی تر اوسه افغان ملي امنیتي ځواکونه ثابته کړي چی د امنیت په نیولو کی ټکړه دي.
http://www.youtube.com/watch?v=X-_uu6M5hCE
مننه،
عمر
طیب زابلی *
17.08.2012
یاره عمر صیب ته هم عجبه غوندی سړی یی
ستاسو لا باور نه په کیږی ؟
په لاری وهونکو غلو امنیت نه شی راتلی ؟
یا په معتادانو او نشیانو نشی راتلی ؟
یا هغه له کوره شړل شوی دمور او پلار په ازاریانو نشی راتلی ؟
یا په هغه بی دینانو نشی راتلی چی نه خدای پیژنی او نه رسول ؟
ماشاء الله ملی اردو او پولیس خو له دغو ذکر شویو او صافو ټول پوره برخمن دی
نو چی دوئ هم امنیت نشی راوستلی نو به یی ځوک راولی ؟
چی په دوئ هم خلګ باور نه وکړی نو په چا به یی کوی ؟
هو! پولنډی سرتیرو به ډیره ښه روزنه هم ورکړی وی ،
ډیرښه کرامات به یی ور ښودلی وی ،
داسلام په ارزښتونو به یی ډیر ښه پوه کړی وی ،
بس عمر صیب ته بیغمه او سه یوه بله دانتقال دوره هم راروانه ده
ان شاء الله چی دومره وخت به نه وی ورته پاتی ،
بیابه ددغو روزل شویو عسکرو او ستاسو رقمه خلګو ان شاء الله ښه پوره خدمت
وکړل شی ، او ښه امنیت به مو هم خوندی شی تاسو ډیر دامنیت په ارمان یاست.