د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

د ترکیې ولسمشر او مېرمنې د برما له خلکو سره له نږدې وکتل

حمید هڅــاند
11.08.2012

د ترکیې ولسمشر لومړنی مسلمان ولسمشړ ؤ چې د برما د خلکو کړاو باندي یې غوږ وګراوه. په داسي حال کې چې زموږ د اسلامي نړۍ مشرانو څخه غیرت تېښته کړې، د ترکیې دا ګام د خلکو د خوښې او مړاو هیلو د غوړېدو لامل شوی دی.

[img:4273abd123]http://a3.sphotos.ak.fbcdn.net/hphotos-ak-ash4/430252_513250322033829_435414746_n.jpg[/img:4273abd123]

د اسلامي نړۍ د ویښتابه په هیله


pattang
12.08.2012

صليبيان خو اوس بيده دي څکه چې مسلمانان وژل کېږي او ددوی غوا لنګه ده !
دوی خو ډېر دبشر له حقوقو څخه نارې وهي خو هغه هلته چې داسلام ضعف او
ددوی سياسي هدفونه وي !
ځينې کمعقله مسلمانان ددوی په دوه مخي سياست باندې ډېر ژر غوليږي .

ما UN او amnesty international ته ټول هغه مالومات چې په internet کې
مې پيدا کړی وو،دوی ته د e-mail په توګه ور واستول او غوښتنه مې ترې وکړه چې
دوی په دې بر خه کې خپل فعاليت ښکاره کړي ، ځکه چې ددوی دا بنسټيزه دنده ده ،
خو په ځای ددې چې ماته ځواب راکړي نو يو ما شيني e-mail راليږي او په هغه کې
يې زما د نوم پتنګ پر ځای داسې ر اته ليکلي وو :
محترم پښتو Pashto (مادپښتو ،د انګليسي او جرمني دپاڼو نومونه ورکړي وو
،کومو چې دا ظلم ليکلی اويايې ياد کړی وو ) ته زمونږ پاڼې وګوره !
نو کله مې چې ددوی پاڼې وکتلې يوټکی مې هم پکښې پيدا نکه !
مخ کې لدې څخه مې دخپل کار له ځايه تلفوني هم خبرې ورسره کړې وې .
دارزيلان ټول کارونه کيفي کوي او هغه هم هلته چې ددوی د ايديالوګي
ګټې پکښې پرتې وي .


حمید هڅــاند
12.08.2012

دروند او مشر ورور پتنګ صیب، تاسو ته د لوی الله جل جلاله له دربار څخه د ثواب دوعا کوم، الله پاک مو په عمر او نیکو کارونو کې برکت واچوه ( امین).

محترم پتنګ صیب، نه یواځي داچې د اسلامي دولتونو مشران چپ دي، بلکې ټولیزو رسنیو هم له جنایته ډکه چوپتیا غوره کړې ده، ډېری خلک خو لا خبر هم نه دي چې برما کې څه تېرېږي. د ترکیې ولسمشر هم وویل چې موږ ته به له برما څخه ضد او نقیض خبرونه راتلل، ځکه اړ شوم چې پخپله د دې هیواد لیدنه وکړم. پتنګ صیب، که لږ څه د برما روان حالاتو په اړه خبرې وکړئ، ښه به وي.

درنښت


larghonay laraway
13.08.2012

السلام عليکم!
ښاغلی هڅاند او پتنګ صيب الله مو روژې قبولې کړه !
اسلامي هېوادونه ټول د امريکې په واک کې دي که تاسو له غټ خېټو عربانو دا تمه لرئ نو هغوی تر هر چا لومړی امريکا ته ډېر وفادار دي!
دترکيې چارواکو ښه کار وکړ او بايد وستايل شي!
پتنګ صيب ملګري ملتونه خو د امريکې دارالانشاء ده نو تاسو له هغوی هيڅکله هم دا تمه مه کوئ چې د مسلمانانو په ګټه کار به وکړي او يا به د امريکې جنايتونه وغندي!

په پای کې هڅاند صيب :
له برما نه يې ليدنه ونه کړه . ځکه برما کوم لوړ ځای يا بام نه دی چې د ترکيې ولسمشر او ښځه يې هلته وختل او شاوخوا سيمه يې ترې وليده! بلکې
د ترکیې ولسمشر او مېرمنې یې برما وکتله
او که نه غواړې چې د پاړسو (ديدن نمود) هو به هو وژباړې نو په ګڼو تعبيرونو دا عنوان ليکل کيدلی شي:
د ترکیې ولسمشر او مېرمنې د برما له خلکو سره له نږدې وکتل
د ترکیې ولسمشر او مېرمن يې برما ته لاړل
د ترکیې ولسمشر او مېرمنې یې د برما د مسلمانانو خبر واخيست
د ترکیې ولسمشر او مېرمن یې د برما د خلکو پوښتنې ته ورغلل
او...


حمید هڅــاند
13.08.2012

مننه لاروی صیب، خدای مو روغ او خوښ لره.

منې چې ان د موضوع له لیکلو وروسته مې یو ځل له ځان سره وویل چې ښه به وه چې سرلیک مې یې ( د ترکیې ولسمشر د برما لیدنه وکړه) ورکړی وای، چې ممکن یوڅه به روغ وای. د ملګرو ملتونو او عرب هیوادونو په اړه زه درسر هم نظر یم، البته مصر کې حالات ښایې په بل لوري تللي وي او روان دي. خو د برما د ناورین په اړه لا هم پوروړی یې، که خپل مالومات شریک کړې، ښه به وي.

درنښت او مننه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more