د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

پاکستاني طالبان سوله، نه غواړي

اتل
10.08.2012

ګرانو وطنوالو، سلامونه، د الله جل جلاله رحمت دي پر تاسې وشي.
د پاکستان د انصاف د ګوند مشر عمران خان چی د بې پیلوټه الوتکو د عملیاتو سره سخت مخالف دئ ویلي چې، د سیاسي کمپاین د یوې برخې په توګه به دزرګونو خلکو په ګډون د سپټمبر په میاشت کې وزیرستان ته په لاریون لاړ شي چې د امریکا د بې پېلوټو الوتکو د حملو پرضد مظاهره وکړي.
د طالبانو ویندوی اسوشیتید پریس خبري اژانس ته په استولي ایمیل کې ویلي چې د پاکستاني طالبانو شورا به یوه اوونۍ مخکې تر دې چې عمران خان راشي خپله پرېکړه اعلان کړي چې څه باید وکړي.

ده همدارازهغه ویلي:« دا یقیني او څرګنده خبره ده چې موږ له عمران خان سره هیڅ راز خواخوږي نه لرو، نه د هغه خواخوږي ته اړتیا لرو ځکه چې دی په خپله وايي چې لیبرال دی او موږ لیبرالان کفار بولو.»

پداسې حال کې چې عمران خان د طالبانو ملاتړ کوي، او وايې چې چندي مسلمان دئ، ولې یی طالبان تکفیروي. د طالبانو نطاق احسان الله احسان دومره نا پوهه هم ندئ چې د لیبران په معنی پوه نشي، خو اصلي خبره داده چې طالبان نه غواړي سوله وکړي، ځکه چې طالبان خپله بقا د جنګ په دوام او مسلمه اومت په کشت او خون کې لټوي. دوی به هیڅکله هم په صداقت او اخلاص د سولې خبرو اترو ته حاضر نشي. د دوی دسولې نارې سورې، هسې اوتې بوتې دي، او دوي پدي ترتیب غواړي د مسلمانانو په سترګو کي خاوري واچوي، استثمار او استعمار یې کړي، د جهاد په نام چندې ترې واخلي، سوداګر، تجاران او د کارو بار خاوندان په زور او جبر د ذکات او عشر په نامه د پیسو ورکولو ته مجبور کړي. پداسې حال کې چې خلک له یوې خوا حکومت ته مالیه ورکوي، او له بلې طالبن عشر او ذکات ترې غواړي، آیا دا حرام ندی؟

دوی ان تر دې حده د خپلې ناروا د خره نه، نه شکته کیږي چې یو چندي مسلمان، چې د لکونو مسلمانانو مشري کوي تکفیروي. دوی د عمران خان د زړه نه څه خبر دي، چې هغه کافر دئ؟
د طالبانو نطاق احسان الله احسان ویلي چې :« دا یقیني او څرګنده خبره ده چې موږ له عمران خان سره هیڅ راز خواخوږي نه لرو، نه د هغه خواخوږي ته اړتیا لرو ځکه چې دی په خپله وايي چې لیبرال دی او موږ لیبرالان کفار بولو.»

محترم نطاق صاحب، تاسې عمران خان کافر بولئ، که قرآن هغه کافر بولي؟ که د پردګار عالمیان په قانون کي عمران خان کافر نه بلل کیږي، نو تاسې دا حجت له کومه کړ چې په هغه باندې د کفر فتوا کوئ؟ آیا پدې تر تیب تاسې د خدای تعالا په احکامو کې تصرف نه کوئ، ځان نه پکې شریک کوئ، او آیا ستاسې دغه عمل شرک نه ګڼل ګیږي؟
آیا تاس دا لاندي آیت چیري لوستلئ دئ، او که سترګې پرې پټوئ؟:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا ضَرَبْتُمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَتَبَيَّنُوا وَلَا تَقُولُوا لِمَنْ أَلْقَىٰ إِلَيْكُمُ السَّلَامَ لَسْتَ مُؤْمِنًا تَبْتَغُونَ عَرَضَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا فَعِندَ اللَّهِ مَغَانِمُ كَثِيرَةٌ ۚ كَذَ‌ٰلِكَ كُنتُم مِّن قَبْلُ فَمَنَّ اللَّهُ عَلَيْكُمْ فَتَبَيَّنُوا ۚ إِنَّ اللَّهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًا

ترجمه: (ائ هغو کسانوچه ایمان یې راوړئ دئ (ائ مؤمنانو) کله چه سفر کوئ تاسې په لاره د الله کښی (جهاد ته) نو ښه تحقیق وکړئ او مه وایئ تاسی هغه چا ته چه درواچوي تاسې ته سلام چه نه یې ته مؤمن (او د سلام کلمه دې له ویرې ویلې دی) غواړئ تاسې مال(اسباب) ددې حیات دنیوي(ژوندون لږ خسیس او که واقعي غنیمت غواړئ) پس د الله څخه غنیمتونه ډیر)

طالیانو وروڼو، لنډه دا چې ستاسې سره، نه د اسلامي اصولو پر بنا خبرې اترې کيداي شي او نه هم د منطق او عقل پر بنیاد، ځکه چې تاسې د ناړامئ او سر تمبګې نه پرته پر بل هیڅ شي نه پوهیږئ.
(ستاسې سره خبرې کول، درمسال ته خټی کول دي).
تاسې دې پاک رب يه صراط مستقیم روان کړي.


pattang
10.08.2012

اتل جانه !
ليبراليزم يوه اسلامي پدېده نده ، بلکې داسلامي اخلا قو او تنظيم لپاره زهر دی !
ليبراليزم هغه اسلامي لبراليزدی او بس .
دپاکستان طالبان ښه وايې چې ليبراليزم کفر دی !
يو وارې د ليبراليزم په مانا ځان پوه کړه او عملي پلو يې وګوره !!


اتل
14.08.2012

پتنګه وروره، سلامونه او احترامونه
مسئله دا نده، چې لیبرالیزم، څنګه شئ دئ، ښه شئ دئ، که بد شئ دئ؟
بلکه مسئله داده، چې یو انسان چې کلمه وایې او اقرار کوي، چې زه مسلمان یم، څنګه څوک کولای شي، چې پر هغه د کفر فتوی وکړي؟ د زړونو مالک یوازې پاک رب دئ، او د رب په کارونو کې تصرف ناروا دئ.
ما آیت شریف هم په همدې مدعا ذکر کړیدئ.
ستاسې د ځواب نه مننه، پاک ربه مو په نیکي شه.


larghonay laraway
15.08.2012

السلام عليکم!
اتل صيب پاکستاني طالبان ټول يو ډول نه دي!
اکثره يې په پاکستان کې سوله غواړي خو په افغانستان کې يې نه غواړي!
په دې طالبانو کې اکثره پاکستاني پوځيان دي چې د دندې له مخې دلته رالېږل کېږي!
دوی ته هلته شپږ مياشتې وړاندې دستور ورکول کېږي چې وېښتان د وزګوړي غوندې ببر کړي او په افغانستان کې هغه وحشت وکړي چې د نه منلو وي!
باور وکړه په خوست او د ننګرهار په ځينو غرنيو سيمو کې چې کوم وزيرستانيان راځي له ورايه ښکاري چې پاکستاني پوځيان دي!
مننه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more