د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

د طالبانو ضد پراخ پاڅون پيليږي

تيمور
07.08.2012

ګرانو او عزتمندو هیوادوالو اسلام علیکم، د هیواد نامتو ورځپاڼه (خدمتګار) داسې لیکي:
په غزني كې د وسله والو طالبانو ضد پاڅونوالو له طالبانو سره په سره اوسپنه جګړه وكړه، خو د نورستان د وايګل په بر كلي كې سرښوونكي عين الله خان د ښوونځي نږدې پنځو سوو ځوانانو په پاڅون سره په كاڼو او كوتكو وسله وال له سيمې وشړل او ښوونځي يې پرانستل.
د نورستان د پوهنې مشر غلام حسين وايي، د عين الله په مشرۍ زده كوونكو وسله او ټوپك نه لرل، خو طالبان يې له سيمې وشړل او د ډبرو او كوتكو په مټ يې هغوى د ښوونځيو له تړلو منع كړل.
له ډېورنډ پولې سره ګاونډى نورستان، چې ان شمالي ولايتونو او منځنۍ اسيا ته د وسله والو د تګ ور بلل كيږي، ډېرې سيمې يې له وسله والو سره دي، خو د زده كوونكو پاڅون خلك زړور كړي دي او
قومي مشران يې وايي، په دغه ولايت كې پراخ پاڅون ته چمتو كيږي.
د نورستان يو قومي مشر نور محمد خان وايي، ولس نور وسله وال طالبان زغملاى نه شي، ولس له طالبانو ستړى دى، د دوى ګواښونه او غوښتنې منلاى نه شي. ولس د طالبانو تر قانون، حكم او واك لاندې ژوند كولاى نه شي:(همدا وجه ده چې د طالبانو ضد پاڅون پيل شوى، كه څه هم د دې پاڅون ډېر وخت نه كيږي او په کمه سيمه كې دى، خو زه دا ژمنه كوم چې ولس به ډېر ژر په ټول نورستان كې د وسله والو طالبانو ضد پاڅون وكړي.)
كه څه هم ځينې شنونكي ورته پاڅونونه په راتلونكي كې د افغانستان د امنيت لپاره ګواښ بولي، خو ځينې نور وايي چې ولس له جګړې ستړى دى، د وسله والو اصلي څېره يې پېژندلې ده، په دا ډول پاڅون سره پخپلو سيمو كې د تاوتريخوالي مخه نيسي او د پرمختګ په لور ګامونه پورته كوي.
د كابل ستراتيژيكو مطالعاتو د مركز مشر ولي الله رحماني وايي، د وسله والو طالبانو تېر لس كلن ناوړه چلند خلك ولسي پاڅون ته پارولي دي:( زه هيله من يم چې د طالبانو ضد ولسي پاڅون ټول افغانستان ته پراخ شي، ځكه په هيواد كې د ثبات ټينګولو لپاره او كړكېچ اوارولو لپاره ښه بديل دى.)
كه څه هم طالبان وايي چې د دوى پرضد ولسي پاڅون نه دى شوى او پاڅونوال اربكي بولي، خو شنونكي د طالبانو له دې ادعا سره جوړ نه دي او وايي چې طالبان د خلكو د پرمختګ خنډ دي، د ښوونځيو، روغتونونو او نورو عامه خدمتونو مخه هم نيسي، ځكه يې خلك پرضد پورته كيږي.
ولي الله رحماني هم ورته نظر لري او له يو اېس اې ټوډې سره يې په مركه كې ويلي، په لومړيو كې ځينې خلكو له طالبانو سره خواخوږدي درلوده، د دوى ملاتړ يې كاوه، خو طالبان د هغو پرمختيايي پروژو خنډ شول چې خلك يې غواړي، همدارنګه وسله وال خلك ځوروي، همدا وجه وه چې ولس له طالبانو ستړى شو او پرضد يې پورته كيږي.
د طالبانو ضد پاڅون چې په غزني كې هم اول په اندړو كې پيل شوى و، وروسته مقر ته وغځېد، د نورستان د قومي مشرانو له څرګندونو دا امكان شته چې د نورستان په وايګل ولسوالۍ كې دا پاڅون ټول نورستان ته ورسيږي.

هیله ده چې مظلوم ولس نور د طالبان دناولو پلانونو او شومو دسیسو ښکار نه شي.
والسلام،


pattang
07.08.2012

لېونيه دا کوم عقل مني چې دطالبان دې په کوتکو وشړل شي !
صليبي اشغالګر له عصري وسلې سره طالب نشي شړلی نو دکلي خلک يې په کوتکو
څرنګه سړي ! اصلا طالب په مکاتبو کار نلري ، راغلو دغزني مسئلې ته هغه د cia پلان
دی لکه په عراق کې ! دروژي مياشت دی د cia د پروپاګندې ګوډی له ځانه مه جوړوه !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more