د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

کمونیزم څه ته وايي؟

حذيفه
04.08.2012

له فیس بوکه
ټوپ
حنا زین
ژباړه: خان ولي خان بشرمل
هغه نظريه چې د مارکسیزم پر بنسټ ولاړه وي دکارګرې طبقي دغير استحصالي او غير طبقاتي ټولنې لپاره زيار وباسي کمیونزم دي. په دغه کې شخصی پانګه چې دبل وګړي د استحصال پر خاطر کارولاي کېږي شتون نه لري.
...تولید او انساني زيار دکارګري طبقي شريکه پانګه وي، په دغه غونډال کې دهرچا څخه دهغي د استعداد مطابق کار اخيستلي کېږي او ورکولاي کېږي. داسی د ذهنی او طبیعی زيار ترمنځ توپير له منځه لاړشي. دټولنې هر وګړي ته خوراک، ډوډۍ، څښاک، کالي، کور، پوهه او د روغتيا اسانتياوي پرته له کوم تعصبه مساعد کېږي. په دغه نظام کې دبي کارۍ، لوږي، مریضتیا،جهل او نوري نيمګړتياوي، چې په پانګوال نظام کې شتون لري خلک ترې په امن کې وي. خپلواکه، پرمختللي او ريښتني ټولنه په ريښتيا هم په دغه نظام کې وجود لري.
پوښتنه - پرولتاريه يا کارګره طبقه څه ته وایې ؟
ځواب-
پرولتاريه يا کارګره طبقه هغه طبقه ده چې دا د ذريعه یې تولید دواک له ولو څخه محرومه او د خپلي بقا لپاره او دژوند داړتياوو دپوره کولو لپاره خپل زيار په بازار کې خرڅوي. په پانګوال نظامکې هغه څه پخپله توليدوي خو واک او ګټه نلري. دکارګري طبقي ښادي او غم، ژوند او مرګ اوهان تردي چې د نوموړي بقاء انحصار او طلب یې دښه او بد کاروبار ددغه پانګوال ترمنځ اقتصادي ټیټه جګه يا مسابقې سره تړلي شوي ده. دنولسمې پيړي په اصطلاح کارګره طبقه هغه طبقه ده چې په لويو او کوچنيو منډيو يا بازارونو کې د خپل ژوند ساتلو لپاره زيار دپانګوال په لاس خرڅوي.
ایا دا رښتیا وايي ؟ تاسو په دې اړه څه نظر لرئ؟
لطفا شريک يې کړئ چي لوستونکي ترې ګټه واخلي !.


کامیاب
09.08.2012

ستاده دبحث دعنوان جواب:
مگرته وهابی نه یی؟
وهابی اوکمونست په عمل کی څه فرق سره لری؟
حذیفه اووصل بیروزه!

څنگه یاست وهابیانوهههههههههههههه


ډاکتر څپاند
15.08.2012

دوهابيانو او کمونستانو مشابه ګڼل ليونتوب دې!

که دې باور نه وي:

http://www.marxists.org/farsi/index.htm


پتوال
15.08.2012

[quote:6c24c4be69]حنا زین
ژباړه: خان ولي خان بشرمل
هغه [color=red:6c24c4be69]نظريه[/color:6c24c4be69] چې د مارکسیزم پر بنسټ ولاړه وي دکارګرې طبقي دغير استحصالي او غير طبقاتي ټولنې لپاره زيار وباسي [color=darkred:6c24c4be69]کمیونزم دي[/color:6c24c4be69][/quote:6c24c4be69].یعنې :

۱- نظریه(...)کمونیزم دی ؟؟؟؟؟

۲- خیر نو کمونیزم یو ذهنی (نظري) شی دی، ټولنه نه ده او واقعیت نشي موندلای؟؟؟؟

۳- [quote:6c24c4be69]په دغه کې شخصی پانګه چې دبل وګړي د استحصال پر خاطر کارولاي کېږي شتون نه لري.[/quote:6c24c4be69]
په داوطلب او آزاد ډول که په زور جبر او بوځي دیکتاتورۍ سره ؟؟؟؟

۴- که په جبر او دیکتاتورۍ وي ددې دیکتاتورۍ علت څشی دی؟؟؟؟؟

۵- سرمایدارۍ خو فردي آزادي اودیموکراسي رامنځته کړه ، کمونیزم زور او دیکتاتوري رامنځته کوي؟؟؟؟؟ دا خو فرعون او نمرود هم کول ، غلامانو ته به يې ډوډۍ ورکوله ، نه آزادي!
کار هلته هم جبری و او د شوروي په کمونیزم کې هم جبری و!

۶- دا [color=red:6c24c4be69]ذريعه یې تولید [/color:6c24c4be69] تاسو څه ته وایئ ؟؟؟؟ دا مو کوم نوی نویز اختراع کړی که څنګه؟؟؟؟

پوښتنه :

تاریخي ټولنې لکه قومي قبایلي او عشیروي ټولننې، برده داري، فیوالی او پانګوالي یوه هم د کوم ګوند له خوا نه ده رامنځته شوې، آیا کومونیزم هم دغسې په ‌‌‌‌‌طبیعي -تاریخي ډول د کوم ګوند له رهبرۍ او
سیاسی پلان پرته رامنځته کېدای شی ؟؟؟
که نشي رامنځته کېدای، نو دا بیا هسې ریشخند او په سیاسی سټېچ یوه هنري پارچه ده چې د سرونو او وینو
د سیلابونو په قیمت لوبول کیږي او بس ! که نه نور د اوښ د یوې پچې ارزښت هم نه لري!

نو :
کمونیزم څه ته وايي؟
ځواب : د مسکو یا بجینګ له پاره د خپل ولس په وړاندې د ځینو لوده روشنفکرانو سیاسي خیانتونو او جنایتونو لړیو ته او بس !


Naeem sadat
03.09.2012

ګراڼو وروڼو السلام عليکم

حذيفه صاحب ډیره ښکلي پښتنه مو کړي ٠ کمونيزم څه شي دي ؟

کمونيزم د انسان د معنويت په ضد يوه لويه توطيه وه ٠ او يا که په بل عبارت ووايو ، کمونيزم د اسلام د مبارک دين په ضد يوه لويه توطيه وه چي نړيوال سيهونيزم طراحي کړي وه ٠
مارکس د جرمني يهودي وو چي په انګلستان کي اوسيده ، نړيوال سيهونيزم د همدي مارکس په خوله يا دده په نوم خپله توطيه نړي ته واوروله ٠

کمونيزم دوه اړخه لري ، يو يي فلسفي يا زموږ په ژبه ديني او بل يي اقتصادي يا زموږ په ژبه دنيا وي ٠

فلسفي اړخ ؛ مارکس يا نړيوال سيهونيزم د کمونيزم په فلسفی اړخ کي څه نوي څه نه دي راوړي ٠ د کمونيزم فلسفه په ماټرياليزم يا زموږ په ژبه په ماديت ولاړه ده ، چي دا څه نوي خبره نه ده ٠ ماديت يا مادې کفر د مارکس څخه مخکي هم په نړې کي موجود وو ٠ د معنويت څخه انکار ډیر زوړ تاريخ لري چي مارکس دا مادي کفر راواخيست او د ماټرياليزم ډياليکتيک په نوم يي تشريح کړ ٠

ماټرياليزم ډیاليکټيک څه شي دي ؟

د مارکس څخه مخکي يو بل يهودي فيلسوف چي هغه هم له جرمني څخه وو د هيګل په نوم ، دي سړي د ډيالکټيک نظر ورکړي وو، هغه داسي ويل چي ټول انساني اجتماعي تغيرات د دوو متضادو حرکتونو د ټکر څخه را پيدا کيږي ٠ يعني دوه متضاد اجتماعي حرکتونه ټکر سره کوي او نتيجه يي دريم حرکت زيږوي ٠ديته وايي ډياليکتيک ٠
هيګل ويل ، چي هغه اولي دوه حرکتونه ، د انسان نه پورته کوم بل قوت ده چي منځته يي راولي٠

خو مارکس د هيګل دا ډياليکټيک را واخيست او تغير يي کړ

او دايي وويل ، چي نه، د انسان نه پورته کوم بل قوت نشته چي هغه اولي دوه حرکته منځته راوړي ، بلکي دا اقتصاد ده چي هغه اولي دوه حرکته منځته راوړي او نور يي مطلق له معنويته انکار وکړ ٠
يعني کمونيزم معنويت نه مني او د نيا يواځي مادي ګڼي او يواځي په ماديت عقېده لري ٠

ولي نړيوال سهونيزم غواړي چې ټولو خلکو ته مادي عقيده ورکړي ؟

هغه داسي ده ، چي يو تجربي علم ده ، چي هغه له تجروبو څخه منځته راځي لکه فيزيک ،کيميا،بيولوژي او داسي نور او بل پوهه يا د تحليل قوه ده ، چي انسان پري د ښو او بدو تشخيص کوي
انسان کولاي شي چي تجربي علم د زدکړی له لاري لاسته راوړي ، خو پوهه يا د تحليل قوه انسان نشي کولاي چی د زدکړي له لاري لاسته راوړي ، هر انسان ته چي الله (ج) څومره پوهه ورکړي وي ، نوموړي انسان مجبور ده چي په هغي قناعت وکړي ،او بله کومه چاره نلري چي له بلي کومي لاري نوره پوهه يا د تحليل قوه لاسته راوړي

يعني د پوهي له نظره الله (ج) انسانان مختلف پيدا کړي دي ،چاته يي زياته پوهه ورکړي او چاته کمه ٠ او د همدي پوهي د تو پير له وجهي ده ، چي انسانان يو په بل حکومت کولاي شي ٠يعني هغه انسان چي پوهه يي زياته ده ،په هغه انسان چي پوهه يي له ده کمه ده حکومت کوي ٠ د انسانانو يو په بل حکومت د يوي اوږدي زيني بڼه لري ، چي هر سړي پکي د خپلي پوهي په اندازه پخپله زينه باندي ولاړ ده او په هغه چا حکومت چلوي چي له ده څخه کمه پوهه لري او دخپلي پوهي په اندازه په را ټيټه زينه باندي ولاړ ده ٠او په ده باندي هغه څوګ حکومت چلوي چي له ده څخه پورته زينه کي ولاړ ده ، او په همدي ترتيب ټول خلګ په دي زينه ولاړ دي او يو په بل حکومت چلوي ٠ که چيری الله (ج) ټولو انسانانوته په په يوه اندازه پوهه ورکړي وايي نو بيا په هغه صورت کي به هيچا د هيچا حکومت نه مانه او ټولنی به نظم نلاره ٠

نور سبا انشاالله


Naeem sadat
03.09.2012

ګراڼو وروڼو السلام علیکم

کله چي الله (ج) خلکوته د پوهي په ورکړه کی مساوات نه دي تامين کړي نو بيا عدالت څنګه تامينداي شي ؟

بغير له ديني يا اسلامي اخلاقو په ټولنه کي عدالت نشي تامينداي ٠ دا دينی اخلاق دي ،اوېا که په بل عبارت ووايو دا د الله (ج) څخه ويره ده ،چي يو انسان ديته مجبوروي چي له خپلي هغي پوهي چي الله (ج) ورکړي د بل انسان د ځورولو او يا د هغه د حقوقو د خوړلو لپاره استفاده ونکړي ٠ اود خپلي پوهي په واسطه نورو ته خدمت وکړي٠

دا ټول کارونه به سم وو ، خو که چيري شيطان نه واي موجود يعني موږ نفس يا نفسي خواهشات نلرلاي٠
شيطان موږ ديته هڅوي چي له خپلي پوهي د خپلو نفسي خواهشاتو د پوره کولو لپاره استفاده وکړو ٠ نفسي خواهشات ډير دي ٠خو يو له نفسي خواهشاتو څخه په نورو انسانانو د حکومت غوښتل او يا کول دي٠
نفسي خواهشات سرحد نلري ٠يو انسان چی څومره خپل نفسي خواهشات پوره کوي هغومره نفس نوري غوښتني کوي ٠ يو انسان چی کله د نفس د حاکميت لاندي په نورو انسانانو د حکومت کولو په لټه کي شي او بيا يي دهغي پوهي په واسطه چي الله (ج) له نورو څخه ده ته ډير ورکړي ،لاسته راوړي ،يعني په نورو انسانانو حاکم شي ٠نو په دي صورت کي نوموړي شخص نه تنها خپله غواړي چي په نورو انسانانو د هميش لپاره حاکم شي ، بلکي غواړي چي دده اولاده يا نسل او دده قبيله هم دهميش لپاره په نورو انسانانو حاکم پاتي شي ٠دا ډول خلګ پخپل منځکي د همدي هدف د عملي کولو لپاره سره ملګري شي او يو ګروپ جوړ کړي ٠
ددي ډول ګروپونو څخه يو هم نړيوال سيهونيزم ده، چي غواړي چي د يهودو حاکميت په ټوله نړي د هميش لپاره ټينګ کړي

نور بيا انشاالله


Naeem sadat
03.09.2012

ګراڼو وروڼو السلام عليکم

دا ګروپونه يوه ستونزه لري ،هغه دا چي دوي حاکميت د خپلو اينده نسلونو او خپلي قبيلي لپاره غواړي او دا حتمي نه ده چي ددي ډول خلکو اولادونه د هم د نورو خلکو څخه ډيره پوهه ولري ٠يعني داسي نه ده چي د هغه شخص چي له نورو څخه پوهه ډيره وي ، حتمي د د هغو د اولادونو پوهه له نورو خلکو څخه ډيره وي ٠او پوهه د الله (ج)ورکړه ده ٠دوي نشي کولاي چي خپلو اولادونو ته پوهه له کوم ځايه پيدا کړي٠

نو په همدي خاطر دوي داسي لاري چاري لټوي چي د خپلو اينده نسلونو حاکميت تضمين کړي

ددي ډول لارو چارو څخه يوه مادي عقيده ده ،چي دوي يي غواړي په ټولو خلکو تحميل کړي

په اصل کي ماده د معنا تابع ده ،يعني هيڅ ماده بغير د معنا وجود نشي لرلاي ،هره ماده اندازه لري يعني هرڅه چي تاسي په دي مادي نړي کي ويني اندازه لري دا په دي معنا چی هره ماده معنا لري او دهغي د فرمان لاندي ده

فرض مثال ؛ يو عادي د غره ډبره خپله معينه اندازه لري يعني ظاهري شکل غټوالي يا کوچني والي دروندوالي او سپکوالي ،کلکوالي يا نرموالي او داسي نور ،نوموړي د غره عادي ډبره د همدوغو اندازو دفرمان لاندي ده ،دا ډبره له خپله ځانه هيڅ حرکت نشي لرلاي بلکي همدا ددي ډبري اندازي دي چي دا ډبره له غره را رغړوي

يعني ماده د معنا د تاثير لاندي حرکت کوي يا که په بل عبارت ووايو مادي حرکت په اصل کي د معنا دوهم حرکت دي یعني ټول تصميمونه د معنويت په چوکاټ کي نيول کيږي او د ماديت په چوکاټ کي عملي کيږي

په همدي خاطر په انساني ټولنه کي هم ټول تصميمونه د معنويت په چوکاټ کي نيول کيږي او د ماديت په چوکاټ کي عملي کيږي

يو انسان په بل انسان هغه وخت حاکميږي چي پوهه يي له هغه بل انسان نه زياته وي خو دده مادي شکل په دي حرکت کي کوم رول نه لوبوي ٠ که ددي سړي ظاهري شکل غټ يا کوچني وي دا کوم رول نه لري

نور بيا انشاالله


پتوال
05.09.2012

ملتوال صیب ښه لړۍ پر مخ وړې، په قلم دې برکت شه !
صرف د دیالیکتیک په اړه به دې مطلب فریدریښ هېګَل وي ، نه فویَرباخ ، او د ماتریالیږم په اړه به دې مطلب بیا فویَرباخ وي ، چې دواړه د مارکسستې فلسفې د سرچینو په توګه کارول شوي:
مارکس د هېګل دیالیکتیک د فویر باخ دفلسفې پواسطه متریالیستي کړ او د فویر باخ متریالیږم یې د هیګل د فلسفې پواسطه
په دیالکتیکي متریالیزم واړاوه او په خپل نوم یې دیالیکتیکي متریالیزم
رامنځته کړ . فرید ریښ انګلس ورسره د متریالستي دیالکتیک په رامنځته کولو کې مرسته کړې ده ! د ۲۰ پیړۍ چپ سوشل دموکراتیک او کمونستی کارګري غورځنګونو او ګوندونو ایدیالوژي همدې فلسفې- اقصادي ښوونې جوړه کړې وه ، خو له روسیې پرته په یوځای کې یو موقتي بري ته هم ونه رسیدله او په شوروي کې هم د افغانانو په ګوزار دغه شیطاني طلسم دړې وړې شو !
اوس وخت دی چې امریکايانو ته هم دغسې درس ورکړی او طلسمونه یې ټول دړې وړې کړي انشا الله !


Naeem sadat
11.09.2012

ګراڼو وروڼو السلام علیکم

پتوال صاحب کور ودان ؛ او الله (ج) د خیر درکړی

ما د هیګل ،فایرباخ او مارکس په اړه دومره مشخص څه نه دی لیکلی ځکه چی ما یی دلته اصلی محتوا را نقل کړی او زموږ په دی بحث کی هم اصلی محتوا ته ضرورت وو
که چیری څوګ کلونه کلونه د مارکس او کمونیزم کتابونه مطالعه کړی خو اخری محتوا به یی همدا وی چی ما پاس لیکلی

راځو خپل بحث ته ،هغه خلګ چی غواړی موږ ته مادی عقیده راکړی دوی پخپله په معنویت ټینګه عقیده لری ،لکه فرعون چی پخپله د الله (ج) په قدرت پوه وو خو د خلکو مخکی به یی د خدایی دعوه کوله ، فرعون په دی پوهیده چی دی د الله (ج) بنده ده ،خو د خپل قدرت د ساتلو لپاره یی خلکوته دروغ ویل

نو نړیوال سیهونیزم هم په ټوله نړی د خپل قدرت د ټینګولو او بیا د هغه د دایمی کولو لپاره خلکوته مادی عقیده ورکوی
که تاسی چیری وګوری د نړی په ټولو قومونو کی دا مروجه ده چی نسل یا دیوه شخص ارتباط له کوم قوم سره د پلار په واسطه کیږی یعنی چی د چا پلار له کوم قومه وی نو نوموړی شخص له هغه قومه څخه حسابیږی خو په یهودو کی داسی نه ده د یهودو په حساب یهود هغه څوګ حسابیدای شی چی له یهودی موره زیږدلی وی ،یعنی یهود قومی ارث د مور لخوا وړی نه دی پلار له پلوه

په دی کی هم ددوی د مادیت راز پروت ده ، هغه داسی ده چی که تاسی زموږ په افغانستان کی زموږ په کلیو کی اوریدلی وی چی همیشه ماما ګان خپل خوریونو ته وایی چی دا زموږ ذات ده او بیا ترونه خپلو وریرونو ته وایی چی دا زموږ طایفه ده ٠یعنی زموږ خلګ خپل مورنی ارث ته ذات وایی او خپل پلرنی ارث ته طایفه وایی

مورنی ذات څه شی دی ؟ مورنی ذات په دی معنا چی زموږ مادی بدن د مور له بدنه جوړ شوی یعنی چی کله ماشوم د مور بطن کی جوړیږی هر هغه مادیات چی د ماشوم د جوړیدو لپاره ضرورت دی د مور له بدنه پوره کیږی یا که په بل عبارت ووایو زموږ د مادی شکل لپاره مواد د مور له بدنه اخستل کیږی
په همدی خاطر ښځه ددوی لپاره د مادیت سمبول ده ددی لپاره دوی خپل ځان د مور له نسله بولی او خپل ځان د مادیت وارثان ګڼی دا یو ډول شیطان پرستی یا مادیت پرستی ده

د پلارڅخه انسان څه په ارث وړی ؟ یا طایفه څه شی ده ؟
هغه داسی ده چی کله چی د ماشوم د جوړیدو لپاره ټول مواد د مور له بدنه اخستل کیږی ،لکه پورته چی ما یاد کړه چی د یوه غره عادی ډبره له ځانه هیڅ یو حرکت نشی لرلای بغیرله معنا څخه چی باید دی ډبری ته د حرکت حکم ورکړی د مور له بدنه دا اخستل شوی مواد هم له ځانه هیڅ حرکت نشی لرلای تر څو د پلار لخوا څخه معنویت یا INFORMATION ددی موادو سره یو ځای نشی په همدی خاطر ددوی لپاره نارینه د معنویت سیمبول ده
که تاسی په فارسی ژبه کی وګوری هلته دوه متضادی کلیمی د (ماده ) او (نر) په شکل شته
ماده په فارسی ژبه کی ښځینه شکل ته وایی چی د (مادی) د کلیمی معنا همدا ماده یعنی مادیت ده

نور بیا انشاالله


Naeem sadat
11.09.2012

ګراڼو وروڼو السلام علیکم

دا قانون د معنویت او مادیت چی ما پورته یاد کړ ، په ټولو ساحو کی تطبیقیږی ٠

دلته پوښتنه را پیدا کیږی چی د مادی عقیدی خپرول ، یهودو ته ، یا که مشخص ووایو سیهونیستانو ته ځکه چی داسی یهودان هم شته چی د یهودو د حاکمیت مخالف دی ، د نړیوال حکومت په نیولو کی څه ګټه کوی ؟

هغه داسی ده ، لکه ما چی پورته وویل انسانی حکومت چی انسانان یو په بل حکومت کوی یوازی د پوهی په واسطه یا د پوهی د کموالی او زیاتوالی له وجهی چلیږی
او دا پوهه ده چی په طبیعت حاکم الهی قوانین تشخصولای شی او په مادی دنیا کی د معنوی قوانینو په عملی کولو سره خپله لار چی الله (ج) ورته تعینه کړی پیدا کولی شی
نړیوال سیهونیزم نشی کولی چی زموږ پوهه را څخه واخلی خو دوی کولای شی چی زموږ د پوهی هدف یا د لاری مسیر را تغیر کړی یعنی دوی داسی غواړی چی زموږ پوهه د مادیت په چوکاټ کی را بنده کړی یعنی زموږ پوهه زموږ د نفس د کنترول لاندی راولی
کله چی څوګ مادی عقیده ولری د هغه شخص پوهه د طبیعت د الهی قوانینو د پیژندلو په لټه کی نه وی بلکی په مادی چوکاټ کی د خپل نفس د کنترول لاندی ځانته سعادت لټوی

دا هغه څه دی چی نړیوال سیهونیزم یی غواړی چی ددنیا په ټولو خلکو یی تحمیل کړی ٠ ځکه هر هغه څوګ چی دطبیعت په الهی قوانینو ډیر پوه وی هغه به په ټوله نړی حکومت کوی
کله چی د ټولی نړی د پوهی هدف مادیت وی او یواځی د سیهونستانو پوهه به د طبیعت د الهی قوانینو په لټه کی وی نو دا واضح خبره ده چی دوی به په معنوی قوانینو ډیر خبر وی
او هغه معنوی ،الهی قوانین چی الله (ج) د محمد (ص) په واسطه موږته را لیږلی یعنی قران کریم خدای نخواسته هغه به زموږ په فکر را بی ارزښته کړی ٠اصل به یی را نه پټ کړی او خپله به ترینه پخپله شیطانی لار کی استفاده کوی او لکه د نورو پیغمبرانو کتابونه یی چی پټ کړل او په عوض یی ورته نور جعلی کتابونه را برسره کړل ٠همداسی زموږ سره هم غواړی چی وکړی
او زموږ پوهه هم په مادی چوکاټ کی را بنده کړی پداسی حالت کی ددوی حکومت دایمی کیدای شی
فرعونانو هم همداسی کول ،او دوه دری زره کاله یی په نړی حکومت وچلاوه دا د فرعون سنت ده چی نن یی نړیوال سیهونیزم پر مخ وړی

خو کله چی دوی د انسانانو د پوهی مسیر بل پلو ته واړوی او انسانان د طبیعت له الهی یا معنوی قوانینو لری کړی نو دلته به انسانانو ته پوښتنه پیدا شی چی په دی مادی نړی کی په کومو قوانینو موږ ژوند وکړو ؟ دوی ددی پښتنی د ځواب لپاره مخکی له مخکی امادګی نیولی

هغه داسی ده چی دوی غواړی چی خلګ داسی تربیه کړی یا داسی ورته تلقین کړی چی په مادی نړی کی موږ کولای شو چی د تجربی په واسطه ژوند وکړو
یعنی دوی غواړی چی تجربه د پوهه جانیشینه کړی

یعنی ددوی دا پلان دوه بخشه لری ،یو یی د انسان د پوهی د مسیر بدلول د طبیت دالهی قوانینو له مسیر څخه د مادیت مسیر ته او دوهم یی بیا په هغه ځای کی د تجربی په چوکاټ کی داسی بندول چی بیا هیڅکله را ونوځی
پداسی حالت کی د طبیعت الهی قوانینو ته به یواځی دوی لاس رسی ولری لکه فرعون او په انحصار کی به یی وی

یعنی خلاصه د خبری دوی هغه څه چی انسان ته قدرت ورکوی هغه غواړی پخپل انحصار کی راولی

نور بیا انشاالله


ډاکتر څپاند
11.09.2012

سلامونه،

1-ذات او طايفه عربي کلمات دي،کېدی شي پښتو ته واړول شي؟

2-ما اوريدلي چې د هر چا مور معلومه ده خو کيدی شي چې پلار !!!

ويل کېږي چې يهودان دعيسی (ع) دپلار دنه شتون (په ظاهره) نه روسته دې
فيصلې ته ورسېدل چې ديوه سړي "مليت"دهغه دمور پورې وتړل شي٠


حمید هڅــاند
11.09.2012

اسلام علیکم...
آن په هغو لومړیو کې چې حذیفه صیب په اسلامي بحثفورم کې مطرح کړې وه، زما اراده وه چې تبصره پرې وکړم، خو لا هم نه یم توانېدلی. زه به انشا الله په پای کې نظر څرګند کړم، ترڅو د ملتوال صیب روانه لړۍ ګډوډه نه کړم. ملتوال صیب، لیکنو ته مو دوام ورکړﺉ، واقعا خوږې دي او خوند ترې اخلم. وروسته به زه هم د کمونیزم د عملي میخانیکیت په اړه خپل نظر څرګند کړم.

درنښت

نور وروسته...


Naeem sadat
11.09.2012

ګراڼو وروڼو السلام علیکم

څپاند صاحب لیکلی

1[color=darkred:e412ac62bd]-ذات او طايفه عربي کلمات دي،کېدی شي پښتو ته واړول شي؟[/color:e412ac62bd]

نه نشی کیدای ځکه چی زه نه پری پوهیږم ٠ماته په پښتو ژبه کی داسی کلمات نه دی معلوم چی د ذات او طایفی کلیمی بدلی کړی ٠که تاسی ته معلومی وی مهربانی وکړی او وي لیکی
بیا دلته د کلمو محتوا مهمه ده نه شکل ،عربی کلمی زموږ خلګ په پراخه کچه استعمالوی

[color=red:e412ac62bd]2-ما اوريدلي چې د هر چا مور معلومه ده خو کيدی شي چې پلار !!! [/color:e412ac62bd]

د هر چا مور معلومه ده ، یعنی مادیت یا مادی جهان موږ پخپلو سترګو لیدلای شو خو معنوی دنیا موږ یواځی د عقل په سترګو لیدلای شو په همدی خاطر چی د یو چا مور وی نو حتما به پلار هم لری یعنی نامعلوم د نه شتون په معنا نه ده

ددی سره ماته یوه د نصرالدین ټوکه را په یاد شی ، وایی نصرالدین یو ورځ شل خره چیرته بوول نو په لاره کله چی به نصروالدین په خره سور وو او خره به یی حساب کړه نولس به شول او کله چی به له خره را کوز شو او خره به یی حساب کړه بیا به بیرته شل شول هغه ځکه چی کله به نصروالدین په خره سور وو نو هغه خر چی دی پری سور وو هغه به یی نه حساباوه
اوس موږ هم مادی دنیا لیدای شو خو خپل ځان نشو لیدای موږ پخپله معنویت یو موږ خپل ځان یواځی د عقل په سترګو پیژندلای شو یهودان غواړی چی زموږ همدا د عقل سترګی را ړندی کړی

او د عیسی (ع) د پلار نه شتون د الله (ج) اراده وه ځکه چی د طبیعت ټول معنوی قوانین الله (ج) منځته راوړی او همدا ډول الله (ج) کولای شی چی دا قوانین هر کله چی وغواړی تغیر کړی

[color=darkred:e412ac62bd]ويل کېږي چې يهودان دعيسی (ع) دپلار دنه شتون (په ظاهره) نه روسته دې
فيصلې ته ورسېدل چې ديوه سړي "مليت"دهغه دمور پورې وتړل شي[/color:e412ac62bd]

نه داخبره غلطه ده ،ځکه چی کله عیسی (ع) راغی او غوښتل یی چی یهود له دی لاری چی ما پاس لیکلی واړوی ، دوی هغه ونه مانه او دروغژن یی ورته وویل او هغه یی د الله (ج) د پیغمبرپه څیر ونه مانه ،او د هغه د وژلو پسی راووتل
او د روم د امپرطوری د هغه وخت د کنعان یا د ننی فلسطین والی پان پیلات ته ورغلل او غوښتنه یی ترینه وکړه چی عیسی (ع) ګرفتار او ووژنی

یهودان تر نن ورځی اصلأ عیسی (ع) د پیغمبر په حیث نه پیژنی
یهودانو د عیسی (ع) د راتګ نه ډیر مخکی هم خپل نسل د مور لخوا حسابوه

او تا څپاند صاحب د عیسی (ع) د پلار د نه شتون لپاره د (ظاهرأ) کلمه استعمال کړی شاید تا به دا اشتباه لیکلی وی مهربانی وکړه خپله اشتباه جوړه کړه

نور بیا انشاالله


Naeem sadat
11.09.2012

ګراڼو ورڼو السلام علیکم

د کمونیزم اقتصادی اړخ

ددی لپاره چی موږ د کمونیزم اقتصادی اړخ وڅیړو اول باید په دی پوه شو چی سرمایه څه شی ده ؟

زموږ د خلکو په نظر سرمایه هغه مال ده چی یوه انسان یی د ژوند په بهیر کی را ټولوی یعنی د یوه عادی انسان له نظره سرمایه توکو یا مال ته وایی

خو د مارکس سرمایه چی پخپل کتاب کی چی سرمایه نومیږی تشریح کړی بله سرمایه ده یا چی کله نړیوال سیهونیزم سرمایه یادوی مطلب ترینه هغه سرمایه نه ده چی زموږ په نظر راځی

د سیهونیستانو سرمایه څه شی ده ؟

ددی لپاره چی دا سرمایه موږ وپیژنو اول موږ باید په دی پوه شو چی پیسی څه شی دی
زموږ خلګ هره ورځ پیسی استعمالوی ، او په دی هم پوهیږی چی پیسی ارزښت لری خو په دی نه پوهیږی چی پیسی څه شی دی او له کوم ځایه خپل ارزښت لاسته راوړی
لکه ما چی پورته یاد کړه چی په معنوی نړی کی د حاکمیت قوه پوهه ده پیسی په مادی نړی کی د پوهی معادل ده یا د پوهی اعتبار ده
هغه ځکه چی حاکمیت یا دولت د پوهی له هغی زینی منځته راځی چی ما پورته یاد کړی او پیسوته همدا دولت ارزښت ورکوی یعنی پیسی د پوهی معادل ده

یا که په بل عبارت ووایو پوهه دولت ته اعتبار ورکوی او دولت پیسوته ،که په کوم ځای کی چی دولت نه وی موجود یعنی خلګ قبیلوی ژوند کوی هلته مال یا توکی سرمایه حسابیږی

نور بیا انشاالله


ډاکتر څپاند
12.09.2012

ملتوال صيب سلامونه،

ته کمونيزم او يهوديت مشابه بولې،زه سره ددې چې ددواړو سره موافق نه يم خو يو
د بل په تضاد کې وينم٠که ئي نه منې دا ئي ثبوت:مګر په دقت سره ئي ولوله٠

http://www.marxists.org/farsi/archive/marx/works/1844/yahood.

کلهچ


Naeem sadat
12.09.2012

ا


Naeem sadat
12.09.2012

ګراڼو وروڼو السلام علیکم

څپاند صاحب ما نه د ویلی چی کمونیزم او یهودیت سره مشابه دی ما ویلی چی کمونیزم سیهونیستانو جوړ کړی او په هدف یی غږیږم چی د کمونیزم له جوړولو سیهونیستانو څه هدف لاره
او په د باره کی چی کمونیزم په رښتیا هم سیهونیستانو جوړ کړی او که نه ما لا تر اوسه قصداٌ دلایل نه دی راوړی ، لړی لا پاتی ده په دی باره کی به انشالله وړاندی زه کره دلایل راوړم وارخطا کیږه مه

ب


حمید هڅــاند
12.09.2012

ملتوال صیب، سرمایه/ پانګه خو بېلابېل ډولونه لري، یو ډول یې نغدې پیسې دي. تاسو د پانګې او پیسو ترمنیځ څه توپیر وېنئ. پورته تاسو د پانګې معرفي مهمه بللې او بیا مو یې په موخه د پیسو پېژندنه اړینه بللې، خو د داوړو په اړه روڼ بحث ته اړتیا ده. تاسو پیسو د پوهې د انډول په نظر ګورئ، چې سمه ده زه به یې هم ومنم، خو یوڅه تفصیل ته اړتیا لري او له پانګې سره توپیر یې هم په ګوته کړئ.

مننه


Naeem sadat
13.09.2012

ګراڼو وروڼو السلام علیکم

هڅاند صاحب ښه پښتنه دی کړی ، که رښتیا ووایم زه پخپله همدی خواته روان وم چی همدا ووایم چی تا پښتلی

اول به راشو او وبه ګورو چی پیسی دکوم ضرورت له مخی منځته راغلی

هغه داسی ده چی اول په ټولنه کی خلګ مال سره تبادلعه کوی یعنی پیسی نه وی ، یوسړی مڼی لری اوبل غنم دوی پخپل منځ کی دا توکی سره تبادلعه کوی . په همدی شکل له خلکو سره مختلف توکی موجود وی چی دوی یی پخپل منځ کی سره تبادلعه کوی

دلته یو فرق شته هغه داچی د خلکو همیشه بعضی توکی نه وی پکار . یعنی بعضی توکی دی چی د خلکو همیشه پکار کیږی او بعضی کله کله .
له همدی تفاوته پیسی منځته راځی

په دی ډول خلګ کوښښ کوی چی هغه توکی ډیر واخلی کوم چی همیشه پکار کیږی
ځکه چی هرکله چی دوی وغواړی کولای شی چی د نورو توکو سره یی بدل کړی
ورو ورو په مرور د زمان یو ډول توکی یا یو ډول مواد ډیر د خلکو خوښ شی او یا خلګ همیشه ضرورت ورته لری ، او هر سړی کوښښ کوی چی دا مواد واخلی ، ځکه چی نوموړی سړی هرکله چی وغواړی دا مواد یا دا توکی په نورو توکو بدلولی شی ، په همدی خاطر موږ دی موادو ته پیسی ویلی شو
چی زموږ په ټولنه کی یا په نوره نړی کی په مختلفو زمانو کی مختلف مواد د پیسو په ځای استعمالیده ، چی اخری یی سره زر یا د سرو زرو سکی وی

په دی حالت کی موږ پیسو ته د پوهی معادل نشو ویلای ، ځکه چی دا پیسی نه دی بلکی مال یا توکی دی یعنی داسی پیسی پیسی نه دی بلکی لکه نور توکی داهم مال ده
په همدی خاطر زموږ خلګ هم څوګ چی ډیری پیسی ولری هغه ته مالداره وایی ، دا په د معنا چی نوموړی سړی ډیر مال لری
زموږ خلګ نن هم پیسو ته په هغه زاړه فکر ګوری ،خو ننی پیسی هغه پیسی نه دی ، دا بل ډول پیسی دی
کله چی په ټولنه کی زړی پیسی چلیدی نو یو وخت ددولت دی خبری ته ور پام شو چی دا پیسی باید پخپل انحصار کی راولی او هغه یی په دی ډول په انحصار کی راوستی چی په اوله کی دولت صرف د پیسو شکل جوړاوه یعنی طلایی سکی به یی جوړولی او په خلکو به یی خرڅولی او په دی کی به ړیی ګټه کوله

خو ورو ورو د وخت له تیریدو سره دولت خپلی ټولی طلایی سکی په خپله خزانه کی کیښودی او په خلکو به یی ددی سکو رسید یا کاغذ خرڅاوه
یعنی خلکوته به یی دا ویل چی ته سکی څه کوی دا رسید واخله کله چی دی سکی پکار شی راشه دا کاغذ راوړه نو موږ به یی درکړو
که تاس فکر کړی وی سابق د افغانستان په پیسو داسی لیکلی وو(دافغانستان دولت ددی سند لرونکی ته وعده ورکوی چی د غوښتنی په وخت کی شل افغانی ورکړی)
د څه وخت په تیریدو سره دولت دا لیکنه له خپله پیسو لری کړه ، په دی وخت کی پیسه تغیره شوه
یعنی له مادیت نه معنویت ته واوښته ، دا پیسه نوره مال نه ده بلکی معنوی ارزښت لری . دا پیسه په مادی نړی کی د معنوی پوهی معادل ده

اوس به راشو دیته چی سرمایه څه شی ده ؟

مخکی چی پیسه مال وه ، سرمایه هم مال یا توکی وو یعنی مادیت وو خو کله چی پیسه معنوی شوه سرمایه هم معنوی شوه
مخکی یی پیسه دار سړی ته شتمن یا مالداره ویل اوس باید پیسه داره سړی ته پوه وویل شی په دی فورمول باید همداسی وی

خو داسی نه ده ،

یا دا فورمول غلط ده او یا کوم بل چل ده
ځکه چی ننی سرمایه داران ټول پوه خلګ نه دی ، ډیر ناپوه خلګ هم نن سرمایه داران دی

دلته چل ده ، او هغه داسی ده چی موږ ننی سرمایه نه پیژنو چی سرمایه څه شی ده ، موږ داسی فکر کوو
چی فرض مثال
یو ملیاردر چی لس ملیارده پیسی لری ، د نوموړی سرمایه دار پیسی چیرته دی هر څوګ به دا ووایی چی ددی سړی پیسی په بانک کیدی خو کله چی ددی د معلومولو لپاره موږ بانک ته ورشو نو معلومه به شی چی ده هلته کومه پوهه نه ده خوندی کړی چی نوموړی ملیاردر ووایی داده ما دلته د لس ملیاردو په اندازه پوهه خوندی کړی
په بانک کی به یوازی په کمپیوټر کی عداد لیکلی وی چی دا سړی د لس ملیارډو په اندازه اعتبار لری
نو موږ ته به معلومه شی چی نوموړی سړی ملیاردر نه ده بلکی چا ده ته د لس ملیاردو اعتبار ورکړی
یعنی دا ملیاردران یا میلونران چی موږ ته سرمایه داران ښکاری دا کومه سرمایه نلری بلکی بل چا دوی ته د سرمایی په شکل اعتبار ورکړی او هرکله چی وغواړی دا اعتبار بیرته ترینه اخستی شی
کله چی د ډاکتر نجیب حکومت ړنګ شو ډیر زموږ وطنوال هم لکه دا سړی تش په نوم سرمایه داران وو خو څو وخته وروسته همدا سرمایه یعنی پیسی یی په کور کی ایښی وی دا پیسی دوی مصرف کړی نه وی خو چی ګوری چی دوی بی سرمایی شوی یعنی هغه اعتبار یی چی ورکړی وو بیرته یی ترینه واخیستی وو

که چیری ستاسی په جیبونو کی همدا اوس پیسی وی ایا تاسی فکر کوی چی دا ستاسی سرمایه ده ؟
که تاسی داسی فکرکوی نو تاسی اشتباه کوی ځکه چی دا ستاسی سرمایه نه ده بلکی یواځی د همدومره سرمایی اعتبار ده چی تاسی ته درکړل شوی چی هر کله یی وعواړی بیرته یی درنه اخستی شی

نو چی داسی ده بیا پښتنه را پیدا کیږی چی اصلی سرمایه داران څوګ دی ؟

نور بیا انشالله


Naeem sadat
15.09.2012

۷۸۶
ګراڼو ورڼو السلام علیکم

دا خلګ چی موږ یی د سرمایه دارانو په نوم پیژنو ، کله چی دا سرمایه داران نه دی او دا حاکمان چی موږ یی د حاکمانو په نوم پیژنو او دا هم اصلی حاکمان نه دی . دا دا معنی ورکوی چی اصلی سرمایه داران یا حاکمان د پردی شاته دی او موږ یی نه وینو

یوی خبری ته مو پام وی چی کله پیسو معنوی ارزښت پیدا کړ یعنی پیسی د پوهی معادل شوی نور نو حاکم او سرمایه دار دا یوه خبره ده یعنی حاکم سرمایه دار ده او سرمایه دار حاکم ده

څنګه موږ کولای شو چی اصلی سرمایه داران وپیژنو ؟

هغه داسی ده ، ددی لپاره چی موږ اصلی د سرمایی صاحبان وپیژنو موږ باید اصلی سرمایه را پیدا کړو او د هر چا په لاس کی چی نوموړی سرمایه وه همغه په رښتیا سرمایه دار ده او یا اصلی حاکم ده او ټوله ټولنه هغه کنترولوی

موږ په دی پوهیږو چی پیسی د پوهی معادل ده خو پوهه معنوی شکل لری ، نو ددی لپاره چی موږ اصلی سرمایه را پیدا کړو ،موږ باید د پوهی ثبت شوی شکل په مادی دنیا کی ولټوو

کله چی یو انسان تفکر کوی او د طبعیت په بعضی الهی قوانینو پوه شی ،نو څنګه نوموړی شخص دا قوانین په مادی نړی کی ثبتوی یا ذخیره کوی

ددی لپاره چی موږ په دی پوه شو اول باید هغه لاری یا هغه پلونه وپیژنو چی د انسان مادی او معنوی نړی سره نښلوی چی هغه زموږ احساسات دی
یعنی دا د پوهی په واسطه او د د احساساتو له لاری موږ له معنوی نړی د طبعیت الهی قوانین اخلو یعنی د ښو او بدو توپیر پیژنو او د احساساتو له لاری خپل Information معنوی نړی ته لیږو
کله چی موږ دعا یا عبادت کوو له همدی لاری موږ معنوی نړی ته خپل خواست او یا عبادت لیږو
که تاسی نن سبا هر کتاب خلاص کړی ، نو هلته به لیکلی وی ، چی انسان پنځه احساسه لری
چی هغه عبارت دی له لیدو ، اوریدو ، لمسولو ، بوی کولو او خوند اخستلو څخه
دا پنځه احساسه د اول وار لپاره ارشطو مشخص کړی ، خو دا ټول احساسات نه دی ، دا زموږ دغلطولو لپاره شوی
پخوا د فرعونیانو په وخت کی مصریانو په دی باور درولوده چی انسان ۲۶۶ احساسه لری
خو زه بغیر له دی پنځو احساساتو چی ارسطو ښودلی څلور نور هم ښودلای شم
چی هغه عبارت دی له ،
د تودوالی او سوړوالی احساس، د درد او لوژی احساس ، د موازینی احساس چی انسان په هر وخت کی او په هر حالت کی موازنه احساسولی شی او د خپل مادی موجودیت احساس چی انسان په هر حالت کی او هر وخت کی خپل مادی موجودیت احساسولی شی

دا پنځه احساسه چی ارسطو مشخص کړی ، یوه بله غلطی هم پکی شته هغه داسی ده چی دوی یا مادی عقیده درلوده او یا یی غوښتل چی خلکو ته مادی عقیده ورکړی
یعنی ارسطو دا پنځه احساسه یو طرفه ښودلی ، پداسی حال کی چی دا احساسات دوطرفه دی ، لکه اوریدل چی احساس ده مخالف یی یعنی ویل هم احساس ده ، لکه لیدل چی احساس ده مخالف یی ښودل هم احساس ده د ښودلو د احساس یوه نمونه نڅاکیدای شی
یعنی ټول احساسات دوطرفه دی
او دوی یعنی یونانیانو ، فرعونیانو ، یا ننی سیهونیستانو ددی لپاره یو طرفه ښودلی چی موږ ټول کاینات مادی وښیی
دوی موږته داسی وایی ، چی ټول هغه څه چی موږ احساسوو دادی مادی مختلف خصلتونه دی ، او که چیرته دا په ډاګه شی چی احساس دوطرفه ده یعنی چی موږ هم احساس اخلو او هم یی لیږو نو بیا پوښتنه را پیدا کیږی چی موږ دا احساس چیرته یا چاته لیږو ځکه چی ددوی په خوله خو موږ پخپله مادیت یو یعنی پخپله خو خپل ځانته احساس نشو لیږلای

په همدی خاطر زموږ عبادت مختلف شکلونه لری
کله چی موږ قران کریم تلاوت کوو او یا لمونځ وایو دا موږ دغږ داحساس په واسطه عبادت کوو
او کله چی په لمانځه دریږو قیام ، رکوع ، او سجده کوو دا موږ دا د لیدلو د احساس مخالف یعنی د ښودلو د احساس په واسطه عبادت کوو
کله چی موږ روزه نیسو دا موږ د لوږی او درد د احساس مخالف چی صبر ده عبادت کوو

همدا ډول لکه مخکی چی ما وویل چی د انسانانو په منځ کی د پوهی د تفاوت له وجهی حکومت منځته راځی او توکو ته د انسان دضرورت له تفاوته پیسی منځته راځی ، همدا عمومی فورمول ده
الله (ج) دوه جهانه پیدا کړی یو مادی او بل معنوی او د همدی دوو جهانونو له طفاوته ټول د طبعیت قوانین منځته راځی
صرف همدا یو قانون ده چی نور قوانین ترینه جوړ شوی (یعنی ماده ده چی له ځانه حرکت نلری او معنا ده چی مادی ته حرکت ورکوی )

په ریاضی کی ماده په شکل د صفر ده او معنا په شکل دیو ده ځکه چی د مادی او معنا دا تفاوت په ریاضی حسابیږی په همدی خاطر ریاضی ته موږ تجربی علم نشو ویلی ریاضی معنوی علم ده

په ریاضی کی موږ د ۱،۲،۳،۴،۵،۶،۷،۸،۹ لرو چی ټوله ریاضی ترینه جوړه ده ،خو دا هعه ریاضی ده چی زموږ لپاره ده
په اصلی ریاضی کی صرف دوه عدده وجود لری چی هغه صفر او یو ده
که تاسی چیری د کمپیوټر د پروګرامونو د جوړولو ریاضی وګوری هلته به داسی عداد وی( 01010101010) یعنی سرف سفرونه او د یوه عددونه به هلنه وی
صفر په معنا د معنا او یو په معناد مادی
یعنی معنا مادی ته حرکت ورکوی

کله تاسی داسی فکر نه ده کړی چی ولی موسیقی انسان په حرکت راولی ؟
هغه ځکه چی د غږ د احساس په واسطه راځی او د ښودلو داحساس په واسطه انسان بیرته ځواب ورکوی
دلته تاسی دا فکر ونکړی چی موسیقی کوم معنوی احساس ده چی موږ ته راځی ، د موسیقی صرف لاره معنوی ده یعنی په هغه لاره چی راځی هغه معنوی ده
او خپله موسیقی جعلی ده ، په طبیعت کی د موسیقی غږ نشته یعنی دا خبره دروغ ده چی د موسیقی په واسطه طبیعت زموږ سره غږیږی
دا جعلی احساس ده چی دانسان په واسطه د شیطان د تاثیر لاندی جوړ شوی په همدی خاطر د اسلام مبارک دین موسیقی حرامه بولی یعنی جعلی احساس ده چی په دی باره کی به بیا انشاالله مفصل کله پری وغږیږو

نور بیا انشالله


حمید هڅــاند
15.09.2012

ملتوال صیب، د جنس په جنس تبادلې پیر کې ستاسو د پيسو بیلګه په زړه پورې ده. تاسو وایاست چې ان هغه مهال چې جنس په جنس پېر او پلور تر سره کېده (barter system) ځینې اجناس د پیسو په مفهوم کارول کېدل او دا هغه اجناس ول چې ورته تقاضا زیاته وه او هرکله چې دي غوښتی وای، په بل جنس دي بدلولی شوای. د رسول الله صلی الله علیه وسلم په مهال کې، خرما ( د بېلګې په توګه) یو داسی جنس ؤ چې د پیسو په ډول کارول کېده. خبره په زړه پورې ده، خو له دې ټکي سترګې نه شې پټېدای چې داډول راکړې ورکړې هم ستونزې لرلې. په هر حال؛
د پیسو او پانګې په اړه ستاسو خبرې په زړه پورې دي او ښکارې چې تاسو په دې اړه ښایسته مالومات لرﺉ. که دې خوښه وي، د دې موضوع له ختم سره سم به د پیسو د چاپ، خپراوي، کنترول او ... په اړه بحث پیل کاندو.

درنښت


Naeem sadat
16.09.2012

ګراڼو ورڼو السلام علیکم

هڅاند صاحب هو انشاالله په کراری کراری ټولو ته راځو

زما نه هسی هم بحث یوی خوا او بلی ته لاړ ،ددی لپاره چی بحث بیرته خپل محور ته راشی را به شو د کمونیزم اقتصادی اړخ ته

د کمونیزم اقتصادی اړخ دوی محتواوی لری یوه د کارګر د مټو دزیار حاصل چی ددوی په نظر باید کارګر ته ورکړل شی دوهم د ټولنی مشترکه سرمایه یا په ټولنه کی د توکو عادلانه ویش

اول د کارګر د مټو زیار

د کارګر د مټو زور یواځی سیهونیستانو د حکومتونو د منځه وړلو لپاره پکار ده ، پرته ددی ددوی لپاره کارګر اصلآ بی اهمیته ده

کله چی سیهونیستان یا مارکسیستان د حکومت د نیولو پلان لری نو داسی شعارونه ورکوی
(دا کارګر دی چی په ټولنه کی ټول محصول تولیدوی نو باید ددوی دکار محصول دوی ته ورکړل شی )
سیهونستان په دی شعار کارګر را ټول کړی او په نوموړی ځای کی د هغه ځای پخوانی حکومت ددوی په واسطه له منځه یوسی
خو کله چی سیهونیستان قدرت ته ورسیږی بیا د کارګر په واسطه ټول تولید شوی مال کارګر ته نه ورکوی
ځکه چی دا اصلاً امکان نلری
که چیری هر هغه څه چی کارګر تولیدوی کارګر ته ورکړل شی او هر هغه څه چی بزګر تولیدوی بزګر ته ورکړل شی بیا په داسی حالت کی د ټولنی دا نور وګړی چی کارګر او بزګر نه دی هغوی څه وخوری یا پخپله حاکمه طبقه به څه خوری

په همدی خاطر دوی مشترکه سرمایه داری رامنځته کړی او د کارګر او د بزګر دلاس محصول ټول په ګډه سره خوری یعنی په کمونیستی نظام کی هغه څه چی مارکس د کارګرو لپاره غواړی یایی د ورکولو وعدی کوی هغه نه ورکوی

او په دی باندی د کارګرو د دیکتاتوری نوم کیږدی

ایا کمونیستی نظام په رښتیا د کارګرو دیکتاتوری ده ؟

نه دا دروغ ده ، کارګر په هره ټولنه کی کارګر ده ، کارګر په کمونیستی ټولنه کی د تصمیم په نیولو کی کوم رول نلری دا هسی سیهونیستان د کارګرو په نوم دیکتاتوری کوی
سیهونیستان چی کله د کارګرو په زور قدرت ته ورسیږی نور نو کارګران بیرته فابریکو ته ولیږی ، پداسی حالت کی د کارګرو په ژوند کی څه توپیر نه راځی
یواځی دومره تغیر راشی چی حاکمه طبقه نوی شی
لکه څنګه چی د روسیی سیهونیستی انقلاب وښوده نوی حاکمه طبقه له سیهونیستانو جوړه شی

لکه څنګه چی ما مخکی وویل ، چی حکومت یو په بل د انسان د پوهی د کچی د ډیروالی او کموالی له توپیر څخه رامنځته کیږی ، په کمونیستی ټولنه کی هم دا فورمول کارکوی
یعنی کارګر څوګ د حاکمی طبقی خواته هم نه ورپریږدی

او ددی په واسطه چی په ټولنه کی مادی جهاندید او تجربی علم حاکم وی ، نو د کاګرو په اولادونو کی هم که کوم د ډیری پوهی خاوند پیدا کیږی هغه به د مادیاتو په چوکاټ کی بند وی ، نو له دی جهته هم د سیهونستانو فکر ارامه وی

یعنی د کارګرو د مټو د زیار د محصول په باره چی سیهونستانو څومره کتابونه لیکلی هغه ټول بی معنا دی
د کارګر حالت په سرمایه داری ټولنه کی او په کمونستی ټولنه یوشان ده همعغه د قدرت د زینی په راکوزه پله باندی ولاړ وی

او بیا پخپله مارکس پخپله ځان ردوی

کله چی د کارګر د مټو زور د طبیعت په انرژی بدل شی فرض مثال د لمر د وړانګو د انرژی باندی بدل شی بیا د کارګر رول بیخی په جامعه کی له منځه ځی نو په دی اساس د کارګرو دیکتاتوری هسی خوشی خبری دی

نور بیا انشاالله


Naeem sadat
16.09.2012

ګراڼو وروڼو السلام علیکم

دوهم ، په ټولنه کی د توکو عادلانه ویش

د اسلام مبارک دین د ټولنی په هره ساحه کی نه تنها په اقنصاد کی د عدالت د پلی کولو حکم کوی

خو دلته یو مشکل موجود دی هغه داچی موږ نشو کولای چی عدالت محاسبه کړو او ورته یو داسی اتوماتیک مکانیزم جوړ کړو چی عدالت به اتومات پلی کیږی
ددی ستونځی او یا مشکل علت دادی چی په انسانی ټولنه کی یو انسان د پوهی د زیات والی له په علت په بل انسان حاکم ده
کله چی یو انسان او یا د انسانانو یو ګروپ په انسانی ټولنه حاکم شی هیڅ داسی محاسبوی میکانیزم نشته چی همیشه نوموړی ګروپ او یا نوموړی انسان دیته مجبور کړی چی باید عدالت تامین کړی

له همدی امله د اسلام مبارک دین دا ستونزه د دینی اخلاقو په واسطه حل کوی
هغه د علامه اقبال خبره چی عدالت اول باید په زړونو کی راشی
ددی مطلب دادی چی تر څو چی حاکم انسان دینی اخلاق ونلری ددی تضمین نشته چی نوموړی حاکم به عدالت پلی کوی

یواځی او یواځی دینی اخلاق کولای شی چی د ټولنی په ټولو چارو کی عدالت تامین کړی دا الهی حکم او مطلق حقیقت ده که تاسی هرڅومره وګرځی خو اخر به بیرته همدی مطلق حقیقت ته راځی

ددی لپاره چی د عدالت بحث تکمیل شی موږ باید لیږ په غلامی وغږیږو

څو کاله مخکی زما په ذهن کی همیشه یوی پښتنی خطور کاوه ، او هغه پښتنه دا وه چی ولی الله (ج) غلامی مطلقه نه ده ممنوع کړی او صرف د غلام ازادول یی د ثواب کار بللی
یعنی ولی الله (ج) داسی مطلق حکم نه دی کړی چی ټول غلامان ازاد کړی ځکه چی دا مطلق ناروا عمل دی

دی پوښتنی زما مغز همیشه را خوړ تر څو چی زه په یوه مطلق حقیقت پوه نشوم
او هغه مطلق حقیقت دادی چی له انسانی ټولنی د غلامی لری کول ناممکنه خبره ده
غلامی په شکل د اشکالو هر وخت په انسانی ټولنه کی موجوده وی ځکه چی په یوه ټولنه کی چی د حاکمیت کلمه موجوده وی هلته غلامی هم موجوده وی ، یعنی بغیر له غلامی حاکمیت ناممکن ده
او یا که په ساده عبارت ووایو همدا د یوه انسان حاکمیت په بل انسان غلامی ده

دلته شاید بعضی ورڼو ته پوښتنه پیدا شی او ووایی چی انسان په انسان حکومت نکوی او په یوه اسلامی حکومت کی د الله (ج) احکام په ټولنه حکومت کوی

ددی په ځواب کی باید ووایم چی کله الله (ج) انسان ته د عدالت د پلی کولو حکم کوی دا په دی معنا ده چی الله (ج) انسان ته د حکومت دکولو حکم کوی خو عادلانه حکومت
چی موږ د مثال په ډول عمر (رض ) حکومت ښودی شو

اوس به راشو کمونیزم ته چی کمونیزم څنګه دا عدالت پلی کوی ؟

که دی خبری ته لنډ ځواب ووایم هغه به داسی وی

چی کمونیزم اصلاً د عدالت د پلی کولو هدف نلری ، نه په کمونیزم کی عدالت پلی کیدای شی د کمونیزم په راتلو سره یواځی یو هدف عملی کیږی چی هغه د سیهونیستانو مطلق حاکمیت دی

او تفصیلی ځواب به داسی وی

کله چی داسلام مبارک دین د دینی اخلاقو په واسطه د عدالت پلی کول غواړی نوبیامارکس په کومه طریقه د عدالت پلی کول غواړی ؟

که ستاسی لوستونکو په منځ کی کوم څوګ په کمونیزم پوهیږی نو ماته ددی پوښتنی ځواب راکړی

مارکس معنویت له خلکو اخلی ، پوهه یی په تجربه بدلوی ، او سرمایه هم مطلقه له ټولنی ټولوی ددی ټولو په مقابل کی بیا هم مارکس د عدالت د پلی کیدو کوم خاص محاسبه شوی میکانیزم نه ورکوی چی د هغه میکانیزم په واسطه د همیشه لپاره عدالت تامین شی ځکه چی دا خبره د انسان له توانه پورته ده او امکان نلری د الهی قوانینو بدلول ناممکنه خبره تر څو چی خپله الله (ج) وغواړی

کله چی د مارکس کارګر سره راټول شی او په یوه ټولنه کی غیر کمونستی حکومت له منځه یوسی ، بعد له هغه به ټول کارګر بیرته خپلو فابریکو ته لاړ شی نو دلته به بیا هغه فورمول چی ما ددی بحث په سرکی وویلی (چی حاکمیت د انسانانو د پوهی د توپیر له وجهی منځته راځی ) په کار شروع وکړی
یعنی یواځی نوی سیهونیستی حاکمه طبقه به منځته راشی په اولو وختو کی به دا حاکمه طبقه د خپل قدرت د ټینګولو لپاره یو څه عدالت کوی خو د وخت په تیریدو سره به بیا ټول حالت خپل اولی حالت ته راوګرځی

کله چی مارکس وایی چی په ټولنه کی به د توکو عادلانه وش وی ، بغیر له دینی اخلاقو دا ناممکنه خبره ده او دین اولنی شی دی چی مارکسیتان یی له منځه وړی
ځکه بغیر له الله (ج) هیڅوګ هم نشی کولای د ټولنی د حاکمیت قانون چی طبعی الهی قانون دی ، بدل کړی
دا الهی قانون ده ، او هدف یی زموږ امتحان ده ، الله (ج) په د نړی کی له موږ امتحان اخلی
الله (ج) کولای شوای چی زموږ په نړی بل قانون حاکم کړی چی د هغه قانون مطابق به د عدالت پلی کیدل زموږ په غاړه نه وو
خو الله (ج) همداسی غوښتلی چی د حاکمیت دا دروند مسولیت زموږ په اوږو را بار کړی ، او د موږ د عدالت په پلی کولو امتحان کړی چی ایا موږ کولای شو چی د قدرت په لاس کی لرلو سره عدالت تامین کړو
نو زموږ لپاره پکار ده چی د شیطان په خوله غلط نشو او د جقی لاری څخه باطلی لاری ته وانه وړو

دا یهودی مارکس نه ده بلکی شیطان غواړی چی د مارکس پخوله غلط کړی
دا شیطان ده چی وایی زه ستاسی له اوږو دا دروند بار اخلم یعنی زه داسی میکانیزم درته جوړوم چی عدالت په هغه میکانیزم کی اتوماتیک عملی کیږی حال داچی دا امکان نلری ، او الله (ج) زموږ په واسطه د عدالت د پلی کولو موږ امتحانوی

شیطان وایی ، خپل دین ماته راکی خپل هغه امکانات یعنی پوهه چی الله (ج) د عدالت دعملی کولو لپاره تاسی ته درکړی ماته راکړی نور تاسی فکر مکوی زه تاسی ته داسی فورموله درکوم چی هلته به عدالت اتومات پلی کیږی
خو کله یی چی له تاسی څخه ستاسی پوهه او ستاسی دین واخست بیا نه کومه فورموله شته او نه میکانیزم

نو ځکه موږ باید د هیچا په درغجنو وغدو غلط نشو ددوی په تبلیغ غلط نشو او یو واری د عقل په سترګه ورته وګورو

د عدالت د پلی کیدو دا دروند پیټی الله (ج) زموږ په اوږو را بار کړی ، دا زموږ وظیفه ده چی عدالت تامین کړو له دی لاری تیښته نشته

د نړی د ستر شخصیت علامه اقبال لاهوری دا خبره بیا تکراروم چی عدالت باید په زړونو کی راشی

ما ددی بحث په سرکی ویلی وو چی کمونیزم د اسلام د مبارک دین په مقابل کی د سیهونستانو یو توطیه وه غواړم په دی باره کی لیږ تفصیل ورکړم

نور بیا انشاالله

دا


حمید هڅــاند
16.09.2012

[quote:3f72a73406="نعیم ملتوال"] کمونیزم اصلاً د عدالت د پلی کولو هدف نلری ، نه په کمونیزم کی عدالت پلی کیدای شی د کمونیزم په راتلو سره یواځی یو هدف عملی کیږی چی هغه د سیهونیستانو مطلق حاکمیت دی
او تفصیلی ځواب به داسی وی
کله چی داسلام مبارک دین د دینی اخلاقو په واسطه د عدالت پلی کول غواړی نوبیامارکس په کومه طریقه د عدالت پلی کول غواړی ؟
که ستاسی لوستونکو په منځ کی کوم څوګ په کمونیزم پوهیږی نو ماته ددی پوښتنی ځواب راکړی
[/quote:3f72a73406]

ملتوال صیب، د کمونیزم اقتصادي-سیاسي نظریې پلویان د عدالت د تامین نارې وهي. دوی دعوه لري چې، پانګوال نظام ټولنیز عدالت نه شي پلي کولی، ځکه، د دې نظام اصول د مساوات حق له خلکو اخلي او د اوباد او غریب ترمینځ واټن زاتوي. یانې، د دوی له دعوې سره سم، کمونیزم د تولید عوامل د مرکزي حکومت په واک کې ورکوي، مرکزي حکومت د تولید عواملو څخه پیداکېدونکي عوایدټولوي او بیا د اړتیا په نظر کې نیولو سره یې په ټولنه کې وېشي.
ستاسو پوښتنه:
کمونیزم په څه ډول عدالت تامینوي، څکه دوی خو دین له مینځه وړی؟؟
دوی وایي، موږ اړمن ته د اړتیا په کچه حصه ورکوو، او دا په خپله د عدالت تامین دی! داچې د دې کار کول ستونزمن/محال دي، دا نو بیا بېله خبره ده.

درنښت


Naeem sadat
16.09.2012

ګراڼو ورڼو السلام علیکم

هڅاند صاحب لیکلی

[color=darkred:182631761a]دوی وایي، موږ اړمن ته د اړتیا په کچه حصه ورکوو،[/color:182631761a]

(دوی وایی )، یعنی هسی خوشی تبلیغ ده ، داسی تبلیغات خو هر څوګ کوی
عملی میکانیزم نلری ،
د توکو د ویش تصمیم نیونکی به څوګ وی ؟ هر څوګ چی دا تصمیم نیسی ځان ته به ډیره حصه ږدی او نورو ته به لیږ ورکوی ، یعنی بیا همعغه خرک شو او همعغه درک

ما مخکی هم داخبره وکړه چی په انسانی ټولنه کی مساوات نشی عملی کیدای ځکه چی انسانان په نامساوی ډول له موره پیدا کیږی مطلب می پوهه ده او ځکه چی په انسانی ټولنه کی حاکم او محکوم شته په انسانی ټولنه کی یواځی عدالت عملی کیدای شی هغه هم د دینی اخلاقو په واسطه

په کمونستی ټولنه کی هم حاکم او هم محکوم موجود وی ددی ضمانت څوګ کوی چی حاکم به په محکوم ظلم نکوی یا به حاکم د محکوم حق نه ضایع کوی ؟ یعنی د انسان په انسان باندی د حکومت کولو مشکل دوی څنګه حل کوی ؟
مارکس په دی باره کی کوم میکانیزم نه ده وړاندی کړی ، یواځی ویلی دی چی موږ به داسی کوو ، داسی خو ټول وایی

ن


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more