د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

د سپين ږيری او د هغه زامن

شمشاد شينواری
10.10.2004

****************************************د سپين ږيری او د هغه زامن
و ، نه و، يو زوړ بزګر و.
دې زاړه بزګر اوه زامن درلودل چې ټولو به يو ځای کار کاوه.
د زاړه بزګر زامنو به د ځنګله له وچو ونونه لرګي وهل.
بزګر به دا لرګي د خرڅلا و لپاره ليرې ځايونو ته وړل.
د بزګر ښځې به ميږې او وزې لوشلې او شيدې به يې تومنه کولې.
د بزګر کشري زوی به مستې په بازار کې خرڅولې.
د بزګر زامن تکړه او زيار کښ وو.
مګر دوی به تل د هرې غټې او وړې خبرې پر سر جګړه او جنجال کاوه.
همدې بې اتفاقۍ د دوی ژوند تريخ کړی و او د زړه وينې به يې خوړلې.
يو ورځ د بزګر له ښځې نه هير شول چې د مرغانچې ور وتړي، ځکه چې ددې پام د خپل دوهم او پنځم زوی جنجال ته شو.
هماغه شپه کله چې سپي وليدل چې د مرغانچې ور خلاص دی پرچرګانو يې بريد وکړ.
سهار د بزګر ښځه خبره شوه چې سپي يې چرګان خوړلي دي.
بله ورځ بزګر خپلې ميږې او وزې څرولو ته بوتلې.
د بزګر کشری زوی په منډو راغی او ورته و يې ويل چې ژر کور ته ولاړ شي.
کله چې بزګر کورته راغی ويې ليدل چې لومړی او شپږم زوی يې سره لاس او ګريوان دي.
بزګر کور کې پاتې شو چې زامن يې بيا لاس سره وانه چوي او خپل کشری زوی يې ، ورشو ته په ميږو او وزو پسې وليږه.
کشر زوی چې ورشو ته ورسيد، ګوري چې يوه وزه د ژي غوندې پړسيدلې او مري.
د وزې مړينې بزګر ډير زړه خوړينی کړ . بزګر حيران پاتې و چې ملامتي په چا واړوي.
بزګر وويل چې وزه ستاسو د بې اتفاقۍ له امله مړه شوه. بې اتفاقي ژوند بربا دوي، بې اتفاقي اوبه په منګې کې وچوي.
بزګر د خپلو زامنو له بې اتفاقۍ نه ډير خپه و. هغه حيران پاتې و چې د خپلو زامنو له خود خواهۍ سره څه وکړي.
بزګر چې کله وليدل مرګ يې رانژدې شوی، خپل ټول زامن يې په ځان راټول کړل.
بزګر خپل شپږم زوی ته وويل چې اوه لمدې لښتې راوړي.
شپږم زوی د بريښنا په څير ولاړ او راغی او اووه لښتې يې راوړې.
بزګر اووه واړه لښتې په يوه مزي کلکې وتړلې.
بزګر داوو غشو کوده هر يوه ته ورکړه او ورته ويې ويل چې غشي مات کړي.
د بزګر اوو واړو زامنو په وارسره هڅه وکړه. د هيڅ يوه هم زورو نه رسيد چې غشي مات کړي.
له هغه وروسته بزګر يو يو غشی خپلو زامنو ته ور کړ چې مات يې کړي.
زامنو يې غشي په اسانۍ سره مات کړل. کشري زوی تر ټولو مخکې غشی مات کړ.
بزګر وويل که تاسو سره يو لاس شی د همدې اوو کلکو غشو په څير به يۍ.
د بزګر دې عملی مثال د هغه زامن د اتفاق په قدر او ارزښت پوه کړل. هغوی ژمنه وکړه چې يو لاس او يو ځای به ويږ بزګر او خوښۍ ه په کاليو کې نه ځاييده.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more