د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

ولسمشر دی که ترافيک

larghonay laraway
30.07.2012

السلام عليکم!
يو وخت مې له يو ستمي اوريدلي وو چې خپله پښتو مو جوړه کړئ او زمونږ د(دري فارسي) ترافيکان کېږئ مه!
هغه وخت راباندې ښه ونه لګېده خو وروسته مې چې فکر وکړ نو رښتيا يې هم ويلي وو
ځکه پاړسيوانان يو متمدن قوم دی او غواړي چې خپله ژبه له ايران، تاجکستان سره سمه کړي نو لږ تر لږه يوه داسې ژبه به شي چې د درې هېوادونو (افغانستان، تاجکستان او ايران) په سطحه به يوه املاء ولري او يو د بل له علمي، ادبي او فرهنګي ليکنو به ګټه واخلي!

پښتانه هغه وراسته فکره او وروسته پاتې خلک دي چې خپلې بېچاره ژبې ته يې چې پنځوس کاله يو څه لږ ډېر کار شوی او د پښتنو تر منځ يو څه شريکه شوې ده دا هم نه غواړي! ځکه دوی په خپلو وروستو سيمه ييزو او لهجوي فکرونو کې ډوب دي
دوی نه خپله غواړي چې يو شي او نه نور پرېږدي!
دا خبره ځکه کوم چې تېره ورځ ولسمشر کرزي هم د پرديو لهجو د مخنيوي په اړه ميډيا ته ګواښ وکړ!
په داسې حال کې چې په خپله هم په ايرانۍ لهجه غږېږي او وايي (داره اينطور.. )
په همدې ترتيب په خپله او ډله يې د غلزي او دراني، پوپلزي او بارکزي په تربګنيو او قبيلويت پالنه کې ککړ نښتي دي!
نو زه هم کرزي ته وايم چې که ته رښتيا ولسمشر يې او د ټول ملت لپاره خطاب کوې نو ولې په لهجه غږېږې؟
ولې په معياري ژبه نه غږېږې چې ټول ملت دې خپل وبولي؟
ايا د نړۍ نور ولسمشران هم په کوڅه يي لهجو غږېږې؟
ته خو خپله په لهجه غږېږې نو اوس غواړې چې د افغانستان پاړسيوانان هم وروسته پاتې شي او په کابلۍ، پنجشيرۍ، بدخشۍ، سرخرودۍ، لوګرۍ او ... لهجو ليکنې او وينا وکړي؟
خپل کار کوه وروره د خلکو د ژبو ترافيک کېږه مه! خپله ژبه معياري او په تول پوره کړه !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more