د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د امام اعظم رحمة الله علیه علم په احادیثو کي

وزیري
26.07.2012

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته:
په ټول افغان فورم کی د نورالحق مظهري صاحب او حذیفه ترمنځ (د مسلمان دعوت اودعوتي تګلاره) عنوان لاندي بحث کی می ولیدل چی:

حذیفه ورته لیکلی وه: امام ابوحنیفه (رح) په احادیثوکی کتاب نلری. په جواب کی یی مظهري صاحب ورته لیکلی وه: دادی هم دخپلوامامانوپه شان تعصب ته مخه کړیده، دامام ابوحنیفه څوارلس مسنده دی چی دده مختلفوشاګردانودده څخه راجمع کړیدی.

له ټولو نه مخکي مظهري صاحب ته ښه راغلاست وایم. ستاسو بحث ښه روان ده، زه نه غواړم چی ستاسو په بحث کی مداخله وکړم زه به فقط په یو ځای کی خپل معلومات له ټولو وروڼو سره په دي جدا لیکنه کی شریک کړمه. معلومات ډیر خوندور دي، هیله ده چی په دقت سره یی ولولی ځکه ما هم ډیر تکلیف پري تیر کړای او ثواب په کی هم شته.

له امام اعظم رحمة الله علیه نه روایات:
دا په یاد ولری چی حدیث په بنیادی طور سره له دوه شیانو نه لاس ته راځی چی اول یی سند او دوهم یی متن ده.
د رُواة او رجال هغه سلسله چی حدیث متن ته رسوی د سند په نامه یادیږی.
له سند نه وروسته کلام د متن په نامه یادیږی.
مثلا په صحیح البخاری، کتاب الایمان کی یو حدیث ده چی:
حدثنا أبو الیمان قال أخبرنا شعیب قال حدثنا أبو الزناد عن الأعرج عن أبی هریرة رضی الله عنه أن رسول الله صلی الله علیه وسلم قال: فوالذی نفسی بیده لا یؤمن أحدکم حتی أکون أحب الیه من والده و ولده.

په پورتني حدیث کی له حدثنا أبوالیمان نه نیولی تر رسول الله صلی الله علیه وسلم پوری سند ده او له دي وړاندي له فوالذی نفسی بیده نه تر اخره پوری د حدیث متن ده.

په حدیث کی سند بی حده زیات ضروري ده. امام محمد بن سیرین رحمة الله علیه وایی: ان هذا العلم دین، فانظروا عمن تأخذون دینکم. یعنی بی شکه چی دا علم الحدیث دین ده، نو وګوره چی ته له چانه دین حاصلوی (مسلم، مقدمة الصحیح، ۱: ۱۴)
امام سفیان ثوری رحمة الله علیه وایی: الاسناد سلاح المؤمن، اذا لم یکن معه سلاح، فبأی شیء یقاتل. یعنی اسناد د مومن اسلحه ده، نو کله چی له ده سره اسلحه نه وی نو په څه شی به جنګ کوی (سمعانی، أدب الاملاء والاستملاء، ۱: ۸ / ذهبی، سیر اعلام النبلاء ۷: ۲۷۳)
امام عبدالله بن مبارک رحمة الله علیه وایی: الاسناد من الدین ولو لا الاسناد لقال من شاء ما شاء. (مسلم، مقدمة الصحیح، ۱: ۱۵)

سند بیا په دوه ډوله ده یو ته عالی او بل ته نازل وایی.
عالی سند هغه سند ته وایی چی حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ته نیژدی وی او د راویانو تعداد یی په سند کی کم وی.
نازل سند هغه سند ته وایی چی حضرت محمد صلی الله عیه وسلم نه لري وی او د راویانو تعداد یی به سند کی زیات وی.
د مثال لپاره به د بخاری او مسلم یو حدیث ذکر کړم چی یو حدیث مختلفو راویانو په لنډ او لري طریقه روایت کړیده.

امام بخاری رحمة الله علیه لیکی:
حدثنا ابو الولید قال حدثنا شعبة قال اخبرنی عبدالله بن عبدالله بن جبر قال سمعت أنسا عن النبی صلی الله علیه وسلم قال: آیة الایمان حب الانصار و آیة النفاق بغض الانصار.

امام مسلم رحمة الله لیکی:
حدثنا یحیی بن حبیب الحارثی حدثنا خالد یعنی ابن الحارث حدثنا شعبة عن عبدالله بن عبدالله عن انس عن النبی صلی الله علیه وسلم انه قال: حب الانصار آیة الایمان و بغضهم آیة النفاق.

په دواړو روایاتو کی فرمان یو ده خو د امام بخاری شریف حدیث ته عالی وایی ځکه چی په سند کی یی راویان څلور دی او د مسلم شریف حدیث ته نازل وایی ځکه چی په سند کی یی راویان پنځه دی.

عالی سند بیا دري درجي لری:
اول: وُحدان / احادیات: په کوم سند کی چی د راوی او رسول الله صلی الله علیه وسلم ترمنځ یو صحابی وی.
دوهم: ثنائیات: په کوم سند کی چی د راوی او رسول الله صلی الله علیه وسلم ترمنځ صحابی او تابعی وی یعنی دوه راویان موجود وی.
دریم: ثلاثیات: په کوم سند کی چی د راوی او رسول الله صلی الله علیه وسلم ترمنځ صحابی، تابعی او تبع تابعی یعنی دری راویان وی.

د محدثینو په نزد له ټولو نه عالی سند اسانید ثلاثیات دی. د علم حدیث په دنیا کی یواځی او یواځی امام مالک سره ثنایات شته. نور ټول څومره چی محدثین دی او ددوی کتابونه دی عالی سند له دوی سره ثلاثیات دی. که په لنډو درته ووایم امام شافعی، امام احمد بن حنبل، امام بخاری، امام مسلم، امام ترمذی، امام ابوداؤد، امام نسائی، امام ابن ماجه، امام ابوداؤد الطیالسی، امام عبد بن حمید، امام دارمی او امام طبرانی دی ټولو سره عالی سند چی موجود ده هغه ثلاثیات دی. نو په دی ټولو محدثینو کی امام مالک رحمة الله علیه ته دا فوقیت حاصل ده چی ده سره ثنائیات شته.

اوس به راشم دیته چی امام اعظم ابوحنیفة رحمة الله علیه عالی سند احادی ده، سبحان الله. د ځمکی په سر بل داسی محدث نشته چی له ده سره احادی سند موجود وی. دا فخر او اعزاز یواځی امام ابوحنیفة رحمة الله علیه ته الله جل جلاله ورکړیده.
امام جلال الدین سیوطی رحمة الله علیه او امام ابن حجر هیتمی رحمة الله علیه په دی باندی تحقیق کړیده او د امام اعظم ابوحنیفة رحمة الله علیه ۷ احادیات یی په خپلو کتابونو کی لیکلی دی چی مستقیما یی له صحابه کرامو رض نه روایت کړیده. خو نورو علماء کرامو چی بیا په دی مسئله باندی تحقیق کړیده نو ۱۶ احادیات یی پیدا کړیدی. چی زه به یی د نموني په ډول دری څلور داني درته ولیکم:

1. روی أبوحنیفة قال سمعت أنس بن مالک رض یقول: سمعت رسول الله صلی الله علیه وسلم یقول: طلب العلم فریضة علی کل مسلم. (ابونعیم اصبهانی، مسند الامام ابوحنیفة: ۱۶۷ / خطیب بغدادی، تاریخ بغداد، ۴: ۲۰۸ / موفق، مناقب الامام الاعظم ابی حنیفة ۱: ۲۸)
2. روی ابوحنیفة عن انس بن مالک رض عن النبی صلی الله علیه وسلم انه قال: الدال علی الخیر کفاعله. (خوارزمی، جامع المسانید للامام ابی حنیفة، ۱: ۸۵ / صیمری، اخبار ابی حنیفة و اصحابه: ۴ / موفق، مناقب الامام الاعظم ابی حنیفة، ۱: ۳۶)
3. روی ابوحنیفة عن انس بن مالک رض عن النبی صلی الله علیه وسلم انه قال: ان الله یحب اغاثة اللهفان (خوارزمی، جامع المسانید للامام ابی حنیفة، ۱: ۸۵)
4. روی ابوحنیفة قال سمعت انس بن مالک رض قال سمعت النبی صلی الله علیه وسلم یقول: من تفقه فی دین الله کفاه الله همه و رزقه من حیث لا یحتسب. (قزوینی، التدوین فی اخبار قزوین، ۳: ۲۶۱)

د صحابه کرامو په باره کی محدثین او اصولیین په دی باندی اجماع کړیده چی صحابه ټول عدول وه او په دوی کی هیڅ مجروح او ضعیف نشته: ان الصحابة کلهم عدول لیس فیهم مجروح ولا ضعیف. (ابن حبان، الصحیح، ۱: ۱۶۲ / ابن عبدالبر، التمهید، ۲۲: ۴۷ / عسقلانی، فتح الباری، ۹: ۶۳۳)
دا ۱۶ روایات نورو محدثینو هم په خپلو کتابونو کی په خپلو خپلو سندونو سره ذکر کړیدی. نو له دینه هم معلومیږی چی د امام اعظم رحمة الله علیه احادی احادیث ټول صحیح دی، دی ضعیف الحدیث نه وه بلکه صحیح الاسناد وه، ثقه وه، عدول وه، مامون وه، اصح وه او اوثق وه. په هغه وخت کی چی امام صاحب دا حدیث را ټول کړی وه د نورو امامانو حتی تولد هم نه وه شوی.

همدارنګه د امام اعظم رحمة الله علیه نه لاندی دری کتابونو ۵۰۶ ثنایات روایت کړیدی.
جامع المسانید للامام خوارزمی: ۳۶۶، کتاب الآثار للامام أبی یوسف: ۸۱، کتاب الآثار للامام محمد الشیبانی: ۵۹.
د مثال په طور: روی ابوحنیفة عن ابی الزبیر عن جابربن عبدالله قال: قرأ رسول الله صلی الله علیه وسلم قوله تعالی: (وصدق الحسنی) قال: بلا اله الا الله (وکذب بالحسنی) قال: بلا اله الا الله. (خوارزمی، جامع الاسانید للامام ابی حنیفة، ۱: ۹۵)
دا حدیث بخاری هم په کتاب الایمان کی په خپل سند سره روایت کړیده.

همدارنګه لکه نورو امامانو نه چی ثلاثیات روایت دی، امام اعظم رحمة الله علیه نه هم ثلاثیات روایت دی کوم چی په ټول امامانو کی ډیر دی. په لاندی دری کتابونو کی له امام اعظم صاحب نه ۱۱۲۶ ثلاثیات روایت دی.
اول: جامع المسانید للامام الخوارزمی: ۶۷۷، کتاب الآثار للامام ابی یوسف: ۲۵۱، کتاب الآثار للامام محمد الشیبانی: ۱۹۸.
د مثال په طور: روی ابوحنیفة عن عقلمة بن مرثد عن ابن بریدة الاسلمی عن ابیه قال: کنا جلوسا عند رسول الله صلی الله علیه وسلم فقال: اذهبوا بنا نعود جارنا هذا الیهودی، قال: فاتیناه، فقال: کیف انت؟ وکیف؟ فساله ثم قال: یا فلان، اشهد ان لا اله الا الله، و انی رسول الله، فنظر الرجل الی ابیه وکان عند راسه، فلم یرده علیه شیئا، فسکت، فقال: یا فلان اشهد ان لا اله الا الله، وانی رسول الله، فنظر الرجل الی ابیه فلم یکلمه، فسکت، ثم قال: یا فلان، اشهد ان لا اله الا الله، وانی رسول الله، فقال له ابوه: اشهد له، فقال: اشهد ان لا اله الا الله، و انک رسول الله، فقال رسول الله صلی الله علیه وسلم: الحمد الله الذی اعتق بی نسمة من النار. (محمد الشیبانی، کتاب الاثار: ۷۷، رقم ۳۷۵ / ابن السنی، عمل الیوم واللیلة، ۱: ۵۰۴ / حصکفی، مسند الامام الاعظم: ۷) دا حدیث بخاری شریف هم په کتاب الجنائز کی ذکر کړیده.

همدارنګه امام اعظم ابوحنیفة رحمة الله علیه له ۴۰۰۰ استادانو نه حدیث حاصل کړیدي. دا تعداد امام موفق بن احمد المکی په مناقب الامام ابی حنیفة، امام خوارزمی په جامع المسانید او امام کردری په مناقب الامام ابی حنیفة، صالحی په عقود الجمان او ابن حجر عسقلانی په الخیرات الحسان کی لیکلی دی. (موفق، مناقب الامام الاعظم ابی حنیفة، ۱: ۳۸) (ابن بزاز کردری، مناقب الامام الاعظم ابی حنیفة، ۱: ۶۸) (خوارزمی، جامع المسانید، ۱: ۳۲) صالحی، عقود الجمان، ۶۳) (ابن حجر المکی، الخیرات الحسان: ۳۶)

د امام اعظم رحمه الله ۱۲۵ استادان د صحاح سته رجال دی.

امام بخاری رحمة الله علیه په علم کی د امام اعظم رحمة الله علیه په دوه طریقو سره کړوسی ده. اول: الامام البخاری عن والده اسماعیل بن ابراهیم عن عبدالله بن المبارک عن الامام الاعظم. دوهم: الامام البخاری عن والده اسماعیل بن ابراهیم عن حماد بن زید عن الامام الاعظم. امام عسقلانی صاحب د امام بخاری رحمة الله علیه د پلار په باره کی وایی: روی عن حماد بن زید و ابن المبارک (عسقلانی، تهذیب التهذیب، ۱: ۲۴۰) همدارنګه امام قسطلانی هم وایی: اسماعیل بن ابراهیم بن المغیرة سمع من مالک و حماد بن زید و صحب ابن المبارک (قسطلانی، ارشاد الساری لشرح صحیح البخاری، ۱: ۳۱) همدارنګه امام بخاری رحمة الله علیه پخپله دا تائیدوی چی دده پلار له امام حماد بن زید او امام عبدالله بن مبارک سره کتلي. (بخاری، التاریخ الکبیر، ۱: ۳۴۲) په بل ځای کی امام بخاری صیب د امام عظم صیب رحمة الله علیه په باره کی لیکی: نعمان بن ثابت ابوحنیفه الکوفی: روی عنه: ابن المبارک. (بخاری، التاریخ الکبیر، ۸: ۸۱)
امام بخاری رحمة الله غیر د پلار له طریقی د امام اعظم په علمی لمسیانو کی راځی ځکه چی ده له مکی بن ابراهیم رحمه الله نه روایت کړیدی او مکی بن ابراهیم رحمه الله د امام اعظم صیب شاګرد وه. په دی باره کی امام ذهبی رحمه الله وایی: حدث عن جعفر الصادق و ابی حنیفة، وعنه البخاری و احمد. (ذهبی، تذکرة الحفاظ، ۱: ۳۶۵) په بل ځای کی امام ذهبی او امام قسطلانی د امام بخاری صیب په باره کی وایی: سمع ببلخ من مکی بن ابراهیم. (ذهبی، تذکرة الحفاظ، ۲: ۵۵۵ / قسطلانی، ارشاد الساری لشرح صحیح البخاری، ۱: ۳۲) په همدی شکل امام بخاری صیب د الضحاک بن مخلد، ابی عبدالله الانصاری، ابی عبدالرحمان المقری، عبیدالله بن موسی، الفضل بن دکین کوم چی د امام اعظم صیب شاګردان دی حدیث روایت کړیدی.

د امام بخاری رحمه الله عالی سند د ثلاثی په نامه یادیږی او ټول ۲۲ احادیث دی. دا ۲۲ احادیث امام بخاری رحمه الله له ۵ راویانو نه روایت کړیدی چی څلور یی د امام اعظم رحمه الله شاګردان دی. هغه څلور شاګردن عبارت دی له:

• امام مکی بن ابراهیم چی ۱۱ ثلاثیات ترینه روایت دی. مکی صیب د امام احمد بن حنبل او امام بخاری صیب شیخ ده کوم چی د امام اعظم رحمه الله شاګرد ده.
• امام ابوعاصم ضحاک بن مخلد النبیل چی ۶ ثلاثیات ترینه روایت دی. دی د صحاح سته د ټولو کتابونو راوی ده. دی هم د امام بخاری صیب شیخ ده او د امام اعظم صیب شاګرد ده.
• امام محمد بن عبدالله انصاری نه ۳ ثلاثیات روایت دی. دی هم د ټولو صحاح سته کتابونو راوی ده.
• امام خلاد بن یحی د ۱ ثلاثی راوی ده. چی له دی سره ۲۱ ثلاثی د امام صیب له څلورو شاګردانو نه روایت کیږی.
پاتي یوه ثلاثی امام بخاری صیب له خپل یو بل شیخ نه چی عصام بن خالد نومیږی روایت کوی.

والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته


دوزیری صاحب څخه مننه


Mazharee
27.07.2012

وزیری صاحب لومړی دی سلام ته علیکم السلام وایم:
وروسته: په رښتیاچی ډیر ښکلی اوښائسته معلومات دی لیکلی وه ټول می په ډیرغور اودقت سره مطالعه کړل ، ډیرمی خوښ سوه، ځکه واقعیت اورښتیادی لیکلی وه، او واقعیت اورښتیاچی هرڅوک ولیکی باید سړی ورباندی سترګی پټی نکړی اوهغه په سړه سینه او وړین تندی باندی ومنی، کڅه هم ددی لیکنی په اماده کولوکی تاسوډیرزیارایستلی الله دی تاسو ته ده دنیا اوآخرت ثوابونه اوعوضونه درکړی، اوواقعاستاسوزیار اواستعداد دقدروړدی ، خو...
وزیری صاحب ! دامام ابوحنیفه (رح) مناقب دونه ډیردی چی دده په مناقبوکی علماؤ په لسهاوو رسالی لیکلی، مولانامحمدعمرسربازی رحمه الله په یو کتاب کی ( ارغام الجاحد عن مقام الامام المجاهد) لیکلی چی دامام صاحب په مناقبواوصفت کی ځمادمعلوماتوسره سم 27 رسالی اوکتابونه لیکل سویدی، چی په دوی که اکثره یه داسی خلګ دی چی په مذهب دامام صاحب هم ندی ، بلکه یاشافعی مذهبه وی اویاهم مالکی مذهبه، خوافسوس چی داوس دزمانی ځینی متعصب خلګ چی غیرله څومختلف فیه مسائلونوریی هیڅ هم نزده پرامام اعظم رحمه الله تعالی انتقادکوی هغه په مختلفو مختلفو اتهامونوباندی متهم کوی، دهغه مقلدینوته مشرک اوکافروایی ( العیاذبالله) پداسی حال کی چی دغه خلګ دعوه داجتهاد هم کوی ، سره ددی چی پدوی کی حداقل دوه شرطه داجتهادهم نشته، دجلال الدین سیوطی رحمه الله علمی حیثیت اودهغه ډیرتصنیفات دهیچا څخه پټ ندی ، ده هغه په باره کښی لیکل شویدی چی ده دعوه داجتهاد فی المذهب ئی کړی وه دده معاصروعلماؤورته ویلی وه چی ته دعوه داجتهاد مکوه ، ځکه داکوم فهم اوعلم چی ستاسره سته داټول برکت دفقه اواستنباطاتودامام شافعی رحمه الله دی ته مستقلا هیڅ شی نئی، خوده ورسره نه منل بیا هغه علماؤورته څومسائل لیکلی چی کچیری ته مجتهدیی نودغه مسائل بیله دی چی تقلید دامام شافعی اویادیوبل امام وکړی حل یی کړی ، چی علامه سیوطی رحمه الله دهغوی دحله څخه عاجزپاته شو او داجتهاد ددعوی څخه یی توبه وایستله. خولیکن دازمونږدوخت په نامه مجتهدین ته باوروکړه چی خپل مونځ ئی سم نزده دعوه داجتهاد کوی، ماداسی څوک لیدلی دی چی زمونږدهدایی عبارت ئی نشو ترجمه کولای دی هم مدعی داجتهادوو. څوک به شایدووایی نوهلکه ستایه په څه چی څوک دعوه داجتهادکوی اوکه یی نکوی، داخودهرچاخپل شخی کاردی، نوزه ورته وایم مونږپه دوی باندی کارنلرو خولیکن دوی زمونږدامامانوتوهین کوی، زمونږدکتابونو توهین کوی زمونږدفقه توهین کوی زمونږاستادانوته بداو رد وایی مونږته هغه خلګ وایی: چی رأی اوقیاس ته پرقرآن ترجیح ورکوی، خوچی کله ورسره په مناظره کی شی بیانوهک پک اوحیران پاته شی اوهیڅ یی نوی زده، نواوس تاسو ووایاست چی مونږددی حق نلرو چی ددغه خلګوخولی بندی اودځانه څخه واړه وو؟؟؟؟؟
اللهم وفقنالماتحب وترضی یارب العلمین


وزیري
28.07.2012

ښاغلی مظهري صاحب که میکروسکوپونه پسي را واخلي او په ټوله دنیا کی یی پخپله وګوري نو هم یوه داسي پیښه به پیدا نکړي چی لامذهبو دي په مناظره کی له مذهبیانو نه میدان وړي وي. بالعکس هر وخت یی په تیښته ځان خلاص کړی ده. دا چی په ټول افغان کی په مذهب او دین پوري تمسخر کوي، دا غریبانان مخامخ مناظره کی د کنډی ملایان دي، خداي که یی له خولي حرف هم را ووځی. ما خو لیدلي دي کنه.
دوی ته له غرب نه په غیرمستقیمه توګه ډیر فنډونه راځی، دوي مجبوره دي چی داسی دعوي وکړي او د خلکو اذهان خراب کړي خو کامیابي یی نشته ان شاء الله.

والسلام


faarisuman
27.12.2014

داولیاء الله په حق کی دا کومه عجیبه اوناشونی خبره نده داسی واقعی ډیری دتاریخ په اوږدوکی داولیاء الله په حق کی پیښی شویدی. او إنشاء الله مونږهمدغه امیدلرو، ستاسوغوندی دالله درحمت او داولیاؤ دکرامت څخه ناامید اومنکرنه یو


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more