د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

دشيطان زامن او کلاسيک درې کنجی !

pattang
24.07.2012

[color=brown:b8e8f01544]دشيطان زامن او کلاسيک درې کنجی !
دغه دی انګليس ، شاشجاع او تورلېنګی درې واړه لکه 100 کاله پخوا
په پښتون اولس لوبې کوي ![/color:b8e8f01544]

[color=darkred:b8e8f01544]د افغانستان، پاکستان او بریتانیا مشرانو د سولې لپاره د
پاکستان رول مهم وباله[/color:b8e8f01544]

تاند(پنجشنبه/جولای۱۹)د افغانستان، پاکستان او بریتانیا مشرانو نن په کابل
کې له درې اړخیزو خبرو وروسته په دې تاکید وکاوه چې له طالبانو سره د خبرو اترو
لپاره د افغانستان د حکومت د هلوځلو د بریالیتوب په خاطر د پاکستان مرسته
ضروري ده.

[img:b8e8f01544]http://taand.com/images/articles/2012_07/34577/u3_4.jpg[/img:b8e8f01544]

دې ته په پام سره چې پاکستان د طالبانو کوربه دی او په دې ډله کې زیات نفوذ لري د
افغانستان په راتلونکي کې د پاکستان رول نه یوازې افغانستان بلکې ټوله نړۍ په
رسمیت مني خو داسي نه ښکاري چې پاکستان دې لا هم دې نتیجې ته رسېدلی وي
چې یو ارام او سوله ییز افغانستان یې په خیر دی.
د پاکستان صدراعظم راجه پروېز اشرف او د بریتانیا صدراعظم ډیویډ کامرون له
کرزي سره په کتنه کې د افغانستان د حکومت د سولې د هڅو ملاتړ وکړ، ویې ویل
چې دوی د سولې د هغې پروسې ننګه کوي چې مالکیت یې د افغانانو وي او
پاکستان یې د زمینې برابروونکی وي.
د پاکستان ډان انګلیسي ژبې ورځپاڼې په نننۍ سرمقاله کې له خپل صدراعظم او
حکومت څخه وغوښتل چې په افغانستان کې د سولې او ثبات له راوستلو سره د
زړه له کومې مرسته وکړي. ډان خپلو چارواکو ته په خطاب کې لیکلي:« پکار ده چې
له طالبانو سره له خپلو ارتباطاتو څخه په استفادې سره ریښتونې هڅې وشي چې دا
ډله د افغانستان له حکومت او امریکا سره خبرې وکړي او په لومړي ګام کې بندیان
تبادله شي.»
له بلې خوا د افغانستان د حکومت له یوې خبرپاڼې سره سم درې مشرانو د ترهګرۍ
د له منځه وړلو لپاره په خپل منځ کې همکارۍ ته پر کلکې ژمنې ټینګار وکړ او
تروریزم یې د سیمې او نړۍ د امنیت لپاره لوی ګواښ وباله.
دوی دغه راز په افغانستان کې سوله د پاکستان د ثبات لپاره مهمه وبلله.
د بریتانیا صدراعظم بیا د افغانستان له ولسمشر سره په یوه ګډه خبري غونډه کې
وویل چې نړیواله ټولنه به له ۲۰۱۴ وروسته، چې ناټو ځواکونه ووځي، له افغانستا
ن سره ملاتړ ته دوام ورکړي.
کامرون وویل:«فکر کوم دا طالبانو ته څرګند پیغام دی چې ۲۰۱۴ کال ته انتظار ګټه
نه لري، ځکه چې موږ له ۲۰۱۴ وروسته هم د افغانستان ملاتړ او کلکه دوستي کوو.»

د پاکستان صدراعظم له عبدالله او مسعود سره ولیدل
د پاکستان صدراعظم د افغانستان د حکومت د سیاسي اپوزیسیون له دوو ډلو سره
په خبرو کې وویل چې په افغانستان کې اوږدمهاله سوله یوازې هغه وخت ممکنه ده
چې د افغانستان د ټولو نفوذ لرونکو اړخونو ترمنځ په سیاسي خبرو کې روغه جوړه
وشي.
د پاکستان صدراعظم راجه اشرف پروېز نن په کابل کې د پاکستان په سفارت کې د
ملي ايتلاف له مشر عبدالله عبدالله او د ملي جبهې له مشر احمد ضیا مسعود او
دغه راز د دې جبهې له ویاند فیض الله ذکي سره ولیدل.
دې ته په پام سره چې د افغانستان د اوسني سیاسي اپوزیسیون مشران ځانونه د
خاصو قومونو استازي بولي او د هغو د ګټو ملاتړ کوي، د پاکستان صدراعظم
ښاغلي اشرف له ښاغلیو عبدالله او مسعود سره په خبرو کې وویل چې پاکستان
د افغانستان له ټولو قومونو او مشرانو سره د ښو اړیکو لرلو ته زیات اهمیت
ورکوي. او غواړي چې خپلې اړیکې ورسره لا زیاتې کړي.
ده زیاته کړه:«موږ غواړو چې له تاجکو، هزاره او ازبکو مشرانو سره له نژدې کار
وکړو څو له دوی سره د افغانستان د ثبات په خاطر خپلې اړیکې پیاوړې کړو.»


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more