د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

نن ملت بايد داد ډالرو او کلدارو مزدوران

tandar
20.07.2012

نن ملت بايد داد ډالرو او کلدارو مزدوران بدون له ټوکي ډنډ ته نه بلکه يوي ابدي توري کندي ته وروغورځوي او داسي توري خاوري پري راواړوي چه دحيواناتو لپاره دخوړلو پوټي هم پري راشين نه شي له يوي خوا به داخاوره اوملت نجات پيدا کړي اوله بلي خوا به په راتلونکي کي به ددوي اعمال او جزا نورو ته مثال اوعبرت وګرخي
دcia اوisi لاسونه دافغان په وينو سره دي
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,

جمعه د ١٣٩١ لمريز کال د چنګاښ ٣٠tolafghan.com

وزير محمد اکبر خان رښتيني کيسه !!
هوښيار شينواری

09.07.2012 13:41
انجنير هوښيار شينواری

د افغانانو ټینګی ارادی څنګه شتو او پیسو ته سر ټیټوی؟

کیدای شی تاسو به هم د وزیر محمد اکبرخان دا ریښتینی کیسه اوریدلی وی چې وايي:

هغه وخت چې افغاني لښکرې د وخت د اشغال ګر فوځ پر ضد له چګړی څخه په بریالیتوب سره بيرته را ستنې شوې نو د دهمدي بري په وياړ يې په دربار کې د خوشحالی یو پرتمين جشن جوړکړ

دا چې ټول منصبداران، جنرالان ، لوړ پوړی چارواکی او سپاهیان په دې جشن کې ډير خوشحاله وو نود شوخی په توګه يې داسی یو ه لو به پیل کړه :

څو کسانو به په ګډه ، یو جنرال یا قوماندان له لاسو او پښو څخه کلک ونیولو او هغه به يې زنګه ځولۍ د اوبو يو لوي حوض یا ډنډ ته ورغوځاراوه . د خوښی په همدې لوبه کې ډیرستر ستر قومندانان او لوړ پوړي چارواکي دی ډنډ ته وروغورځول شول

وزیر اکبرخان هم په داسی حال کی چی ډیر خوښ او خوشحال معلومیده ، په همې جشن کې حضور درلو او دغه ساعت تیری یی له ورايه څارله او خوند يې تری اخیسته .

ناڅاپه څو تنو جنرالانو وزیر محمد اکبر خان هم له پښو او لاسونو ونيوه ، غوښتل يې چې هغه هم دې ډنډ ته وغورځوي

د وړلو په وخت کې وزیر محمد اکبرخان له هغوي څخه هیله وکړه چی ما مه غورځوی زه تاسو ته یو وړاندیز لرم .

هغوی ورته وویل : ووايه مشره ! څه وړاندیز لری؟

وزیر محمد اکبرخان ورته وویل :

که تاسو له دی هوډ څخه تیر شی او ما دی ډنډ ته ونه غورځوی زه به تاسو هریو ته يويو ښکلی جنګی اس درکړم .

ددی خبری د اوریدو سره سم هغو جنرالانو اوقوماندانو چې وزير اکبر خان يې له پښو او لاسونو نيولی و ډير ژر خپله اراده بدله کړه او هغه يې خوشې کړ

د خوشحالی مراسم همغسې په درز کې روان وو خو د وزیر محمد اکبرخان تندی ګونجی اوډير په غوسه معلومیده .

یو چا ورڅخه پوښتنه وکړه :

- جناب وزير محمد اکبر خان ! څه پيښه وشوه چې سمدلاسه مو خوښي په خپګان بدله شوه ؟

وزير محمد اکبر خان ورته وويل :

- خفه په دی شوم چی مونږ افغانان څومره زړو ور، غیرتی او ازادی خوښونکی قوم يو . خو له بده مرغه د پیسو او شتو په مقابل کی څومره په اسانی ، له خپل هوډ او ارادی څخه تیریږو!

زه به هغه وخت ډیر خوشحاله شوی وای چې تاسو زما د اس وړانديز نه وای منلی او زه مو هم د نورو په شان همغه ډنډته ورغورځولی وای .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more