د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د طالبانو خپور شوی خبرونه

مومند
17.07.2012

لاندنی خبرونه د افغانستان اسلامی امارات په ویب پانه کی خپور شوی و
خبرونه
سيداباد : په جلابريدونوکي25عسکرووژل شول ،8 اکمالاتي موټرويجاړ،24تخريب شول
نورستان : واماکي دوالي په موټروچې کابل ته په لاروو، بريدشوی
کندزمرکزته نژدې په موټرچاودني 3 عسکروژلي
پروان : شينواروکي داجيري اردوټانګ له غره وغورځېد
پکتيکا : سرحوضه کي 2 چاودنو8 عسکرله منځه وړي
جلال ابادکي چاودني دقومندان په ګډون4 پوليس ټپيان کړل
ميدان وردګ : نرخ کي 2 موټراو6 عسکرله منځه لاړل

د زړه له کومی تاوده سلامونه او نیکی هیلی

هره ورځ د افغانستان اسلامی امارات په ویب پاڼه کی ذبیح الله مجاهد صایب د طالبانو د بریدونو او د هغو تلفاتو په اړه چی دوی ادعا کوی د اجیرو اردو او یا د بهرنیو قواو عسکرو ته اړولی دی خبری خپور کوی خو یو ورځ هم په دا اقرار ندی کړی چی څو تنه ملکی وګړی یی د دغو بریدونو په جریان کی وژلی او یا ژوبل کړی دی حالانکه د ملکی وګړو د ټپی کیدو او وژلو خبر مونږ په نورو رسنیو کی لولو. دا ولی؟ ولی طالبان ډیر زیاتی (مبالغه) او یا نیمګړی خبرونه خپروی؟ د دوی د هری ځان مرګی او چاودنی او نورو بریدونو په لړ کی په سلګونو ملکی وګړی وژل کیږی او یا ژوبل کیږی خو دوی یو ځل هم دا ندی خپور کړی.ښایی چی دوی ته د ملکی وګړو وژل او ژوبل کیدو داسی مهم خبر ندی چی خپوری یی کړی او یا دا چی خپل د خلکو نه چی دوی خپل په لاس وژی شرمیږی خو آیا دوی په دا چی هره ورځ دروغ خبری خلکو ته خپوروی نه شرمیږی؟ ډوی څه فکر کوی چی د افغانستان خلک ټول د دوی په شان جاهلان دی او په دا نه پوهیږی چی کوم خبر رښتیا او کوم یو یی دروغ دی؟ دوی نه پوهیږی چی که داسی وو او دوی هره ورځ په کلیو او ولسوالیو کی دومره بریدونه کاوی او د دوی ټول عملیات او بریدونه بریالی کیدو نو تر اوسه پوری په دغه وروستیو لسو کلونو کی باید چی ټول افغانستان د دوی تر لاس لاندی وای او نورو ځان مرګو بریدونو او جګړو ته به اړه نه وه پاته شوی.

په درناوی

مومند[color=red:ad7bf572e4][/color:ad7bf572e4][color=red:ad7bf572e4][/color:ad7bf572e4]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more