د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

دینی علمأ د کندهار وروستي بريدونه د اسلام پر خلاف وبلل

تيمور
16.07.2012

اسلام علیکم،
محترمو هیوادوالو لکه چې خبر یاست د کندهار د علماوو شورا وروستي بريدونه وغندل او دغه راځ اعمالو ته ټولې د اسلام له مبارک دين نه لرې او ضد عملونه وباله، دوی همدارنګه له خلکو څخه غوښتي چې د وسله والو د داسې بريدونو په مقابل کې ودرېږي.
په کندهار کې وروستۍ پېښې چې ډېر زيات مالي او ځاني زيانونونه يې ملکي خلکو ته اړولي د دې ولايت د خلکو غوصه راپارولې، په دغه بريدونو کې يو هم د خوجک بابا په سيمه کې وشو چې د درې ځانمرګو په ګډون په کې د يوې کورنۍ درې ماصوم ماشومان چې عمرونه يې ۸، ۱۰ او ۱۱ کلونه وو شهیدان شول.
همدارنګه په دې بريدونو کې له يو جومات څخه هم د مورچې په توګه استفاده شوې وه، چې د کندهار علماوو دا کار وغانده او ويلي دي چې جوماتونه د خدای تعالی کور دي او له جوماتونو نه بايد د موچو کار وانه خيستل شي.
د دې شورا نورو علماوو هم يادې بريدونه وغندل او دايې د اسلام له مقدس دين سره په ټکر کې عمل وباله، دوی همدارنګه په دولته نېوکه کوله او ويل چې په امنيتي ادارو کې داسې کسان شته چې د دا ډول بريدګرو سره اړیکي لري او له هغوی سره مرسته کوي، دوی همدارنګه دولت غږ وکړ چې په حکومتي سيستم کې دننه اصلاحات راولي او هغه کسان ونيسي چې د نورو هېوادونو دګټو لپاره کار کوي.
يو شمېر علماوو له دولته وغوښتل چې بايد د طالبانو سره د خبرو له لارې د هغوی شرطونه ومني او نور د داسې پېښو مخه ونيسي.
والسلام،


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more