د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

د یوې افغانۍ میرمنۍ وژنه غندو!

عمر۲۰۱۲
11.07.2012

ډیر قدرمنو لوستونکو،

د امریکي متحده ایالاتو مرکزي قومانداني، دجیټال انګیجمنت ټیم، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت، سوله ساتي ځواکونو او د افغانستان د بشري حقوقو خپلواک کمسیون سره یو ځای په پروان ولایت کې د طالبانو له لوری په عامه محضر کې د یوې افغانۍ میرمنۍ وژنه په ډیر کلکو ټکو غندي.

راځي چی یو ټکې ښکاره کړو، درنو لوستونکو، دغه قتل وه، نه عدالت، او د بشریت په ضد یو بی رحمه او ناروا ظلم چی هیڅ د تصوروړ نه ده بلل کیږي. د طالبانو دغه دوامداره تاوتريخوالى د بی وزلو او بی ګنا ولسي وګړو په لور، مخصوصاً د ښځو په وړاندی، د زغملو وړ نه ده او باید په کلکه وغندل شي. په وروستیو کلونو کی د ډیرو اتلو افغانانو له خوا خورا لاس ته راوړنۍ او پرمخټګونه شوي، په ځانګړي ډول د ښځو له خوا، چی داسی بی رحمه سلوک وزغمل شي یا ورته اجازه ورکړشي.

د امریکي متحده ایالاتو مرکزي قومانداني پدی ټینګار کوي چی دا ډیرښیلۍ او ناروا عمل د منلو وړ نه دي، او مونږ به د افغان حکومت او امنیتی ځواکونو سره په ګده ترهغه پوري خپل هلو ځلو ته ادامه ورکړو تر څو د دې ډاډ تر لاسه کړو چې د دا ډول وحشیانه کړنو عاملین د قانون منګولو ته وسپارل شي.

مننه
عمر
دجیټال انګیجمنت ټیم، د امریکا مرکزي قومانداني – سنتکام


larghonay laraway
12.07.2012

ياعمر عمر صيب که درته ووايم چې (له موزي ښادي حرامه ده) نو بده به نه وي!
امريکا او د افغانستان حکومت خو همداسې غواړي. ځکه چې د دوی خو په جګړه کې ګټه ده!
امريکا او افغان حکومت خو د (امن کورونه) ورته جوړ کړي چې فاحشې راشي او هلته واړوي چې دا هم د افغانانو له کلتور سره مخالف کار دی او هم کوم انصاف او عدالت نه دی.
بله دا چې امريکا په همدې پروان او غوربند کې هوايي کمره لرونکي بالونونه لګولي چې ټولې لوړې ژورې څارلی شي ايا دوی نه شو کولی چې د دې قتل مخه ونيسي؟
څنګه په شپه کې يو مخالف د غرونو په غارونو کې ليدلی شي او ټول کلی نه شي ليدلی چې بې محکمې قتل کوي؟
زه بيا هم خپله خبره تکراروم چې طالبان د امريکا خلک دي او وحشي وژنې د امريکايانو په دستور کوي او دا کار هم د امريکا د بقا لپاره د پلان يوه برخه ده!
مننه
لرغونی لاروی


pattang
12.07.2012

اجنټ ليکي
[quote:39de0102bf]ډیر قدرمنو لوستونکو،
د امریکي متحده ایالاتو مرکزي قومانداني، دجیټال انګیجمنت ټیم، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت، سوله ساتي ځواکونو او د افغانستان د بشري حقوقو خپلواک کمسیون سره یو ځای په پروان ولایت کې د طالبانو له لوری په عامه محضر کې د یوې افغانۍ میرمنۍ وژنه په ډیر کلکو ټکو غندي.[/quote:39de0102bf]

اول :
دغو ټولو اشغالګرو او لاسپوڅيو دصليبانو هغه عمل چې په هلمند کې يې 17 نفره
په خوب بيده کوچنيان بې ګنا مړه کړل ولې دومره ونغانده ! او ولې يې عاملين
محاکمه نکړل نالت پر تا او ستا په صليبي بادارانو !
دوهم !
دزناکارې ښځې وژل يواځې دطالب کار ندی داپه افغانستان کې په زرګونو کلونو
کلچر دی اوددې کار دمخنيوي لپاره بل ميخانيزم په کار دی خو يواځې په طالب
ور اړول يې د صليبي اشغال او ددالرو داجيرانو پروپاګنده ده اوبس ٠

[quote:39de0102bf]راځي چی یو ټکې ښکاره کړو، درنو لوستونکو، دغه قتل وه، نه عدالت، او د بشریت په ضد یو بی رحمه او ناروا ظلم چی هیڅ د تصوروړ نه ده بلل کیږي. د طالبانو دغه دوامداره تاوتريخوالى د بی وزلو او بی ګنا ولسي وګړو په لور، مخصوصاً د ښځو په وړاندی، د زغملو وړ نه ده او باید په کلکه وغندل شي. په وروستیو کلونو کی د ډیرو اتلو افغانانو له خوا خورا لاس ته راوړنۍ او پرمخټګونه شوي، په ځانګړي ډول د ښځو له خوا، چی داسی بی رحمه سلوک وزغمل شي یا ورته اجازه ورکړشي.[/quote:39de0102bf]

دامريکې له خوا غيرې قانوني اشغال ، دشپې چاپې دبيګناه خلکو وژنه هيڅ دزغملو
وړ ندي ، دافغانستان ښځې دافغانانو مندې او خوندې دي ، افغانان په خپله ددې
مسئول دي چې ددوی حقوق يانې دخپلې مور او خور حقوق وساتي او په اسلام کې
هم ساتل شوي دي، کوم تکليف چې افغانان لري هغه کم پوهي او خوار اقتصاد دي
، خودا پرابلم افغانان بايد په خپله حل کړي او عملي يې کړي٠
صليبي اشغالګر ددې هدف لري او هغه دادی چې اسلام ضعيف ، نر مو کوني او
ښځه مو کوسي کړې لکه په غرب کې ٠
چټله امريکا نه يواځې پښتانه وژني بلکې دوی کلچر هم داسې وژني لکه د سور
پوستو (ا ينديانو )کلچر په امريکا کې !

[quote:39de0102bf]د امریکي متحده ایالاتو مرکزي قومانداني پدی ټینګار کوي چی دا ډیرښیلۍ او ناروا عمل د منلو وړ نه دي، او مونږ به د افغان حکومت او امنیتی ځواکونو سره په ګده ترهغه پوري خپل هلو ځلو ته ادامه ورکړو تر څو د دې ډاډ تر لاسه کړو چې د دا ډول وحشیانه کړنو عاملین د قانون منګولو ته وسپارل شي.[/quote:39de0102bf]

ډېر ناروا عمل د صليبيانو اشغال دی چې له صليبي جنګونو وروسته اوس بيا
تکراريږي ،دوی ټول له جنراله تر عسکره پورې دمحاکمې وړ دي خو دا محاکمه دوی
ته طالبان بړيڅي ور کوي چې هره ورځ يې کم تر کمه يو نفر مرداره وي !

[quote:39de0102bf]مننه
عمر
دجیټال انګیجمنت ټیم، د امریکا مرکزي قومانداني – سنتکام[/quote:39de0102bf]

مردارخوره دانوم دې لرې که ته لاسپوڅی يې او عمر مجاهد دی !
کله چې دې دپتوال صيب ډېرو منطقي سوالوته ځواب ورنکه او بند پکشې پاته
شوې نوخپله پروپاګنده دې بل فوروم ته هم نقل کړه !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more