د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

(ايز) که (ييز)

larghonay laraway
09.07.2012

السلام عليکم!
پښتو هم عجيبه ژبه ده. هر څوک په خپل سر په کې ژبنۍ سمونې کوي او ځينې خو کوم منطق او استدلال هم ورته نه لري!
په هر صورت خبره د (ايز) او (ييز) ده نو ستاسو په نظر کوم يو سم دی؟


حمید هڅــاند
10.07.2012

موږ هم یواځې نظر ورکولی شو لاروی صیب؛
زه خو یې (ییز) لیکم.

درنښت


پتوال
16.09.2012

نه ایزاو نه ییز ، بلکې په ټولو هغو حالاتو کې چې ترې مخکینی توری فتحه و نه لري یواځې یز لیکل کیږي لکه دوه کسیز، دوه انیز بیړه نیزلنډیز او نور، خو که د مخه حرف ېې فتحه ولري بیا یی په ۲ یاګانو (ییز) لیکل اړین بریښي لکه بېلګه ییز، هڅه ییز ، په هفته ییزه توګه او نور


اتل
29.01.2013

ګرانو وروڼو ته سلامونه وړاندې کوم
پتوال صاحب، ستاسې بیان د ژبې پدې برخه یوهقاعده ټاکي، او ستاسې شرح د منطق سره هم اړخ لګوي.
خو زه بیا يوه بله اندېشنه هم لرم. د هرچا لخوا په ژبه کې بدعت، او بیا مطبوعاتو ته د هغو راوتل، ډیر زر زموږ د ژبي اصول، ژبني او ملي مصطلحات خیرن کوي او ژبه د غربت خوا ته بیایي. په ژبه کې نا مانوس ، نیمګړي، بې بنیاده او شډل کلمات د غربت، تنافر، اغراق او غلو سبب کیږي او دا ټول په بدعت کې راځي.
مثلاً موږ اورو او لونو چې ځينې وایي،پلانئ سړئ [ومړ]. پدې لاره کې ننګونې موجود دي. ننګونې د ننګ څخه اخیستل شويدي او که د ننګیل څخه. مثلآ د پشتون په ننګ مې و تړله توره او یا مثلاً پیر بابا و ننګیه چې یار دې راشي. آیا ننګونه له کومه راغله، چې د مشکل پر ځلی یې استعمالوي.

راغلو د[ ایز یا ییز] کلمي ته. وايي هر سورګیرئ ملا شا ګل ندئ. دوی اوس په هر شي پسې ایز یا ییز تړي او خپل مشکل حل بولي. اصلاً دوي په اوبو کې لوټه ږدې پرې تیریږي او آینده نسلونو ته مشکل پیدا کوي.
مثلاً وایي غره ییز، پداسې حال کې چې دغره دپاره غرنئ لرو. وایي خټین لوښی. دا بالکل غلط دئ. خټین حالت دئ، چې صفت تعریفوي نه اسم. موږ ددې دپآره خاورین [لو ښي] کلمه لرو.
د غربت د کلام به ددري ژبې یو مثال درکړم [غربا دیګر مزن زین نعیقا-که مهجور کردي مرا ز عشیقا] دغه هم دایې شئ دي لکه په ننۍ پشتو کې چې رامنځ ته شویدي او څوک یې په معنی نه پوهبږي.


پتوال
16.03.2013

ګرانو وروڼو ته سلامونه وړاندې کوم
اتل صاحب لیکي :
«مثلاً موږ اورو او لونو چې ځينې وایي،پلانئ سړئ [ومړ]. پدې لاره کې ننګونې موجود دي.»
اتل صاحب ننګونې به دې له لوستونکو سره شریکې کړې وای چې څه او کومې کومې دي. ومړ ته نږدې مري او نه مري کلمې دي لکه متل وايي:
سل دې ومره یو دې مه مره!
یا « که په غږ مې رقیبان مري و دې مري». داچې مریدل او ومر نه کارول کیږي نو په ځای یې له مړ څخه ومړ او مړیدل
په سهیل لویدیزه بښتو کې مشتق او رواج لري!
ننګونه د بهرنیو ژبو له معنی څخه اخیستل شوې د چلېنج، ډګر ته رابللو په معنی ده او د ېوند داړینو غوښتنو او مسولیتونو له پاره هم کارول کیږي! ولې په ختیزه پښتو کې چې مړ او مړ شو شته ومړ ورته مانوس نه ښکاري، ځکه د فعل په اول کې د (و) زیاتول یو فعال اکټ په ګوته کوي لکه وکړو ،ولیکه ، ولید ، وخوځاوه ، وخوړ اونور، حال داچې مړینه د چا خپل فعال اکټ نه دی بلکې د بې فعالیتۍ او ضعف نهايي حالت دی نو ومړ کارول ورته سم نه ښکاري!
مړ شو یعنې پخپله مړ شو ، او ومړ لکه پخپله چې ځان مړ کړي او یا بل چا مړ کړی وی :lol: :lol: :lol:

همدارنګه د غره ییز به ځای غرنیز سم ښکاري او په ولسي پښتو کې هم شته !
خټین او خاورین لوښی. مترادف کارول کیږي او باک یې نشته دوی دواړه د لوښي د جوړولو سرچینه ښیي،
نه اوسنی حالت چې نه خاوره ده او نه خټه ، بلکې د ساختاري جوړولو بهیر یې له خټې څخه شوی نه صرف له تشې خاورې څخه .
نورې ستونزې چې تاسو په ګوته کړي واقعا شته،
خو دا ډول بیښط په انکشافي پړاوونو کې د پرمختګ له پاره اړینې وي، لومړی د موادو زیاتول او وروسته یې کلاسفیکېشن اړین وي.
نو لغتونه چې ډیر شول یو دولتي مسول ارګان يط بید د سمو او ناسمو، ښو مانوسو او نا مانوسو ویش او کلاسفیکیشن وکړي. ګټه یط داده چې سم لغتونه هم ډیر رامنځته کی.ي ژبه غني کیږي او زیان یط هغه دی چې تاسې ورته ګوته نیولې ده ! والسلام


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more