د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

کرزی بايد محاکمه شي!

larghonay laraway
09.07.2012

کرزی بايد محاکمه شي!
که څه هم موضوع يوه اوونۍ زړه ده خو بايد خبرې پرې وشي!
تېره اونۍ په کابل کې د ارګمشر کرزي په ديکته او مالي لګښت د هزاره وو او يو څو نورو قومونو د ځوانانو غونډه جوړه شوې وه چې ارګ مشر يا د بهرنۍ ميډيا په اصطلاح د کابل ښاروال حامد کرزي هم ورته وينا وکړه.
عجيبې خبرې وې ؟!
بس د خلکو په سترګو کې دخاورو اچول د ده ښه پخه تجبربه او حتی عادت ګرځيدلی دی.
ده په خپلو احساساتي خبرو کې وويل: همدا جمعيت اسلامي او حزب اسلامي ؤ چې د کمونیست دوستم سره يې لاس يو کړ او کابل يې وران کړ او طالبان مو راوستل!
نو اوس تاسو قضاوت وکړئ !
دا خو هر څوک مني چې کابل څه چې افغانستان په خپل منځي جګړو کې وران شو خو د کابل ښارواله تاسو څه وکړل؟
ايا همغه ورانوونکي چې پخوا ټوپک سالاران وو تا سياست سالاران او فيوډالان نه کړل؟
ايا همغه جنګي جنايتکاران چې بايد محاکمه شوي وای تا د حکومت وزيران او سفيران نه کړل؟
ايا تا په خپله خوله او ډېره عاجزۍ د همدې جنايتکارانو په پښو کې سر نه دی ايښی؟
ايا تا په خپله خوله اقرار نه دی کړی چې (له يو څادر سره درته راغلی يم)؟!
ايا همغه کمونيست ګلمجم چې جمعيت او حزب ورسره ائتلاف وکړ او کابل يې وران کړ تا (د وسله والو ځواکونو اعلی قومندان او خپل مشاور ونه ټاکه؟
ايا په انتخاباتو کې تا له همغه جنګي جنايتکار، شخصي جېل لرونکي او ارګ ته په څو مترۍ کې جنسي تجاوزګر سره ائتلاف ونه کړ او اوس دې هم وزارتونه او رياستونه په استحقاق کې نه دي ورکړي؟
ايا په سرونو کې مېخ ټکوهونکی جنايتکار خليلي دې خپل مرستيال نه کړ؟
ايا اوس هم د مېخکوب محقق له يوې خبرې هم تېرېدی شې؟
ايا محسني ته دې د خوشحال خان ليسې د ليليې ځمکه ورنه کړه چې سياسي جومات په کې جوړ کړي؟
اياد ټلوالې لنډغران دې خپل معاونان نه کړل؟
ايا د پښتنو په عاموژنه کې لاس نه لرې؟ که نه يې لرې او زور دې نه رسېږي استعفی ولې نه کوې؟
ايا د افغانستان بېلابېل قومونه چې په جګړه ايزو کلونو کې يې سره خوړلي وو خو حکومتونه يې په قوم او قبيله نه وو وېشل شوي تا ونه وېشل؟
ايا دومره ځمکې د کوم بل حکومت په وخت کې غصب شوې وې لکه ستا په وخت کې؟
ايا دومره غټ تبعيض د پښتنو سره حتی د کارمل د حکومت په وخت کې هم شوی ؤ؟
ايا ستا کورنۍ او مافيايي ډله ستا پر مټ غښتلې نه ده؟
نو يا خو به ليونی وې او نه به پوهېږې او که پوهېږې او تر دې دمه غلی وې نو ته بايد محاکمه شې!
ځکه که دا ټولې نادودې پر تا تحميل وي نو اخر ضمير دې چېرته ؤ ايا د استعفی چل دې نه ؤ زده يا اوس هم نه درځي؟
تو لعنت دې په دا هسې منصفۍ شه


سلامونه

tandar
09.07.2012

لاروي صيب سلامونه
په ټولو جنايت کارو او وطن فروشانو په پنډونو اسناد شته چه تري تحقيق ته ضرورت نه پيدا کيږي
[color=darkblue:af619d07c5]خو سوال دادي چه څوک به ئې محاکمه کړي ؟[/color:af619d07c5]
او که دوي په خپله خپل ځان محاکمه کړي ؟
زما په نظر دملت يوالي ،بدخشي پکتيا ته ،مزاري ننګرهاري ته هراتي کندهاري ته پنجشيري هلمندي ته ديو افغان ورور په نوم لاس ورکړي او سراسري ملي انقلاب لپاره قرباني ورکړي او يو نوي رهبر دا خاوره پيدا کړي چه دخاوري دتماميت او دملت دزخمونو ملهم وګرزي
دcai او isi نوکرانو ته سوک په خوله ورکړي
[color=red:af619d07c5]افغانستان دافغانانو يوالي او دخپل نجات لپاره يو ملي انقلاب او يو درديدلي په خاوره مين نوي رهبرته ضرورت لري بيا به دمحاکمي سوالونه هم دحل لاره پيدا کړي[/color:af619d07c5]
ديو لوي او ازاد افغانستا ن په هيله


Muslim Khan
10.07.2012

هو کرزی باید محاکمه شی ځکه ده امریکایان راوستل او امریکانو دی راوستی،
او وطن یی په امریکایانو خرڅ او خرڅوی یی
که غواړی کرزی محاکمه کړی په دغه جنایت یی محاکمه کړه
کوم لیست چی تا وړاندی کړی، ددغه جنایت په فروعو کی راځی


larghonay laraway
10.07.2012

السلام عليکم!
نه مسلم صيب!
امريکايان د ملاعمر ډلګۍ راوستل. ځکه چې د ملاعمر ډلې افغانستان ته د امريکا د راتګ له پاره لاره هواره کړه او امريکا راغله.
کرزی د امريکا له خوا راوستل شو، نه امريکا د کرزي له خوا.
خو اوس کرزی او ملاعمر په افغانستان کې د امريکا د بقا لپاره کار کوي!
دواړه ښه مضر کرکټران او غلامان دي. په اصل کې همدوی د شاشجاع اصلي بچيان دي
د نيکه ميراث ته ښه په ماته غاړه کار کوي!


Muslim Khan
10.07.2012

[quote:2f63b7363d]
امريکايان د ملاعمر ډلګۍ راوستل. ځکه چې د ملاعمر ډلې افغانستان ته د امريکا د راتګ له پاره لاره هواره کړه او امريکا راغله
[/quote:2f63b7363d]
ستا مطلب دا دی چی امریکا آن په ۱۹۹۶ کال افغانستان ته راغلی وه څه یی غلامان او څه په خپله امریکا، دواړه یو شی دی
نو بیا په ۱۹۹۶ کال کی د امریکا (طالبانو) د راتګ له پاره چا لار هواره کړه؟

د طالبانو د راتګ له پاره زمینه سازان څوک وه؟
د مجاهدینو د راتګ انګیزه څه وه؟
ولی دغه لړۍ په طالبانو درول کیږی؟
او مخکښی نه ځی؟


larghonay laraway
12.07.2012

السلام عليکم!
مسلم خان صيب ښې پوښتنې مو مطرح کړي دی. تاسو ليکلي
[quote:5a7e3a5c8c]د طالبانو د راتګ له پاره زمینه سازان څوک وه؟
د مجاهدینو د راتګ انګیزه څه وه؟
ولی دغه لړۍ په طالبانو درول کیږی؟
او مخکښی نه ځی؟[/quote:5a7e3a5c8c]
کله چې شوروي اتحاد پر افغانستان حمله وکړه نو په هغه وخت کې دوه ستر نړيوال ځواکونه وو چې يوه امريکا او بل شوروي اتحاد.
شوروي اتحاد غوښتل چې افغانستان او پاکستان ونيسي او ځان تودو اوبو ته ورسوي. په دغه وخت کې په افغانستان کې يو عمومي قيام وشو چې عام ولس پورته شو، مهاجرتونه يې وکړل او د جهاد په ليکو ودرېدل. د دوی هدف سپېڅلی ؤ او د وطن د آزادۍ لپاره جنګېدل. ولې په دې هم سترګې نه شو پټولی چې د جهادي ګوندونو مشران د امريکا له خوا حمايه کېدل. په هغه وخت کې امريکا پر خپلو ټولو ملګرو هېوادونو فشار راوستی ؤ چې له مجاهدينو سره مالي مرستې وکړي. سعودي عربستان هم د امريکا په غوښتنه مرستې کولې.
افغان بېچاره ولس نه پوهېدو چې د جهاد وروستۍ نتيجه به څه وي، بلکې د زړه له کومي او په ډېر جوش په بېلابېلو تنظيمونو کې خوندي شوي وو او جهاد يې کولو. هلته توپير همدا ؤ چې امريکا ښکاره غوښتنه نه درلوده، خو هدف يې ښکاره ؤ او هغه د شوروي اتحاد ماتې وه. ولې افغانانو هم غوښتل چې خپل وطن ازاد کړي او روسانو ته ماتې ورکړي چې دلته د دوی هدف سپېڅلی ؤ. کله چې شوروي اتحاد ماتې وخوړه او له افغانستانه ووت نو امريکا ډاډه شوه چې په نړۍ کې يوازې دوی سترځواک پاتې شول. امريکا پاکستان او عربي ډونرانو ته دستور ورکړ چې جهادي رهبران دې ته پرې نږدي چې خپل حکومت جوړ کړي. همغه وو چې امريکا، ګاونډيو هېوادونو، عربانو، ايران او فرانسې او ځينو نورو هېوادونو جهادي مشران او قومندانان په پيسو واخيستل او د خپل منځي جګړې امر يې ورته وکړ!
جهادي قومندانانو او مشرانو هم ښه په اخلاص د پرديو لپاره جګړې وکړې، وطن يې وران کړ او ګډوډي يې دې حد ته ورسوله چې هرچا ترې کرکه کوله!
د مجاهدينو دا بې سري او ګډوډي هم د امريکا سياست ؤ، ځکه په دغو جګړو کې له شوروي سره د جګړې پاتې شونې وسلې کمې شوې چې دا د امريکا هدف ؤ. په دې وخت کې د انګليس په فکر، د امريکا په مالي لګښت او د پاکستان په روزنه د ملاعمر ناڅاپي ډلګۍ جوړه شوه او په ډېر کم وخت کې يې د افغانستان ډېره برخه ونيوله. دوی هم د امريکا د راتګ لپاره کار پيل کړ چې هر ځای به يې له خلکو وسلې ټولولې او بيا به يې هغه ټولې شوې وسلې انفجار کړې او خبر به يې ورکړ چې پلانۍ ډيپو کې انفجار وشو!
د دوی هدف دا ؤ چې ولس بې وسلې کړي او امريکا راشي. حتی په کندهار کې يې د ملاعمر لپاره د امريکا له پلان سره سم له کلي ليرې داسې کور جوړ کړ چې اوس د امريکا د بيس لپاره مناسب او ټولې اړتياوې يې په کې پوره کېږي. کنه تاسو ووايئ چې ملاعمر به په پوزي کېناستو نو په هغه جګړه ييز دوران کې د دومره پاخه کور جوړول څه مناسب وو؟
په هر حال طالبانو د امريکا د راتګ لپاره ښه لاره هواره کړه . اسامه هم د امريکا سړی ؤ او هغه يې بهانه شوه. د پنټاګون برجونه هم د امريکا د پلان له مخې وشول څو نړيوالو متحدينو ته قناعت ورکړي او افغانستان ته يې له ځان سره راولي. ځکه چې دلته د امريکا ډېر لګښت کېږي او د متحدينو او ناټو هېوادونو له مرستو پرته ورته سخته تماميده.
طالبان چې په جګړه کې ډېر وتلي وو خو د امريکا په دستور يې په يوه ورځ لس ولايتونه هم پرېښودل او ټول بېرته د کوټې او پېښور جوماتونو، د ای ایس ای مرکزونو او د سی آی ای لمنې ته ورستانه شول.
اوس هم د کرزي او ملاعمر ډلګۍ دستوري جګړه کوي. امريکايانو د افغانستان ښارونه نيولي او ټولې لارې او کوڅې يې بندې کړي خو د ايران او پاکستان سرحدونه يې آزاد پرېښي څو طالبان بې له کوم ممانعته راشي.
که دغه نن هم د کرزي او ملاعمر ډلګۍ نه وي نو امريکا خپلو متحدينو ته هيڅ بهانه نه لري چې په افغانستان کې لګښت وکړي او پاتې شي.
څو چې د کرزي او ملاعمر غوندې غلامان وي
افغانستان به همداسې ويجاړ او وران وي
مننه
ستاسو لاروی


Muslim Khan
12.07.2012

[quote:8c5cef1a67]کله چې شوروي اتحاد پر افغانستان حمله وکړه [/quote:8c5cef1a67]
زما پوښتنه په همدې جمله جواب شوه
افغانستان ته دامریکا دلاسرسي (access) آر عامل د شوروي اتحاد حمله ده چې کمونیستانو ورته زمینه سازي کړې وه
یعنی د امریکا د راتګ په ګډون د تیرو څو لسیزو د ناخوالو اصلي عاملین د روسیې مزدوران (کمونیستان) دي. نه طالبان، نه مجاهدین، نه بل څوک
که کمونیستانو د شوروي اتحاد حملې ته زمینه نه وی برابره کړې امریکایانو به په افغانستان کې څه کول، سعودیانو به څه کول، پاکستانیانو به څه کول، او انګریزانو به څه کول....
-------------
دا چې امریکا په استخبارتي لوبوکي دومره پرمختللې ده، دې ټکي زه په دي ګروهه کړم چي ځیني داسي لیکوالان به هم خامخا موجود وي (کټ مټ لکه ستاسې په لیکنه کي چي طالبانو ته کوم رول ورکول شوی) چي په ظاهر کي د امریکا غندنه کوي خودپردي ترشا له امریکا ډالرې اخلي
که خبره دغلامي کوو غلامي باید یواځي دسیاست پوري تړلې نه وي په پریمانه کچه لیکوالان، ژورنالیستان او په اصطلاح فرهنګیان او فرهګپالان به هم دخپل مسلک په حدودو کي امریکا ته غلامي کوي
طالب چي دامریکا عملي مخالف دی خو غلام جوړیدلی شي
خو ته چې یې قولي مخالف یې دامریکادغلامۍ احتمال نه لرې
ولې؟ ماته قناعت راکړه


larghonay laraway
14.07.2012

السلام عليکم!
مسلم خانه يو پاچا يو چورت وهلی ؤ او هغه داسې ؤ
پاچا خپل وزير ته ويلي وو چې دا فوج ډېر لګښت غواړي دا به رخصت کړو او په کورونو کې دې کېني خپل کارونه دې کوي کله چې ورته ضرورت ؤ په هغه وخت کې په يې راوغواړو
وزير ورته ويلي: پاچا سلامت که د سر امان وي يوه خبره کوم. هغه دا چې ايا دا چورت دې په بيت الخلا کې نه دی وهلی؟
پاچا ورته ويلي رښتيا دې ووې همداسې ده!
نو وزير ورته وويل : که يو ګاونډي هېواد حمله وکړي نو په هغه وخت کې کله دا امکان لري چې مونږ دې خور وور پوځ له کورونو راټول کړو او د وطن دفاع دې وکړو؟

نو مسلم خانه زه خو چې د طالب يا د انپړ ملاعمر د جاهلې ډلې په اړه او ورسره د کرزي د غلامې او فاسدې مافيايي ډلې په ارتباط يا د بهرنيو اشغالګرو کوبايي لنډغرانو په اړه څه ليکم هغه روښانه دي!

ته نر شه
زما داسې ليکنه راوښيه چې هغه د امريکا په ګټه وي!
که داسې نه وي نو د همغه پاچا په څېر دې په ډېر خراب ځای کې چورت وهلی دی!

او زه يې په نره او په ډاګه درښيم چې ملاعمر او کرزی د شاشجاع په پله روان دي او دا مې په هره ليکنه کې په دلايلو ثابته کړې ده!

خبره په تش ګومان نه حل کېږي
که په تش ګومان حل کېدلی شي نو زه به هم ګومان وکړم چې تاسو د باګرام په هوايي هډه کې همغه ترجمان يئ چې تر روغتون پورې يې رسولي يئ خو دا به مې ګناه کړې وي ځکه چې ګومان حرام دی او حرام ګناه ده!
مننه
لرغونی لاروی


سلامونه

tandar
14.07.2012

سلامونه
لږ په قراره شي cia دوست نه لري خپله امريکايان دا کار کوي
دعراق صدام حسين ئې ژوندي مثال دي
دcia نوکرانو نه لکه دکابل داودخيلو دخرو غوندي استفاده کيږي
اودخيلو به خپلو خرو تر هغي ښختي چلولي چه زاړه به شول بيا به ئې سرک ته راويستل او دانګورو لاريو مخي ته به ئې ور ټيله کړل خر به مردار شواو دلاري والا نه به ئې هم دځوان خره پيسي واخيستي ههههها
isi دcia غلام ددواړو لاسونه دافغان په وينو سره دي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more